اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

بې پښتو پښتانه

که موږ په خپلې ټولنې کې ډير شمير غيرتي او په پښتو او پښتونوالې باندې مين پښتانه لرو نو بايد د دې تريخ حقيقت نه هم ستر ګې پټې نکړوچې ددې ترڅنګ داسې بې پښتو پښتانه هم لرو چې نه د پښتو او پښتونوالې احساس پکې شته او نه هم د پښتو او پښتنو سره کومه مينه لري . دغه بې پښتو پښتانه له بل هر ښکاره دښمنه دپښتو ژبې او پښتو پسې را خيستې ده او دپښتو جرړې او ريښې له بيخه باسي.ددغو بې پښتو پښتنو نه بايد هيڅکله هم ددې تمه ونه شي چې د پښتو او پښتنو په درد به دواشي. ددغو بې پښتو پښتنو ځينې ناوړې او کر غيړنې ځانګرتياوې دادي:
١- دخپلې ژبې په ويلو شر ميږي.
٢-کله يې چې ځواک او قدرت او چوکۍ ترلاسه کړ نو پښتو او پښتنو ته شا کړي.
٣- که چا دپښتنو په غيابت کې پښتو اوپښتنو ته سپکې سپورې کولې نو دى پرې د شرم احساس نه کوي ،بلکې د هغوى سره يوځاى سر خوځوي او دهغوى خبرې تائيدوي.
٤-پښتو او پښتانه ورته سپک ښکاري.
پښتانه بايد په دغو بې پښتو پښتنو باندې هيڅکله هم باور ونکړي، بلکې له داسې خلکو نه کرکه او نفرت پکآر دى

پښتو او د پښتنو مضراحتياط

لیک: استاد محمد اسماعیل یون

پر هره ټولنه چې افراط او تفريط واکمن شي ټولنه له خپل انډوله وځي او د استاد الفت په اند د يوه پر ځاى دوه تنه تلفات ورکوي. مضراحتياط هم د تفريط يو ډول دى چې زيان يې له افراط سره خپل انډول برابروي، ځکه خو د اسلام سپېڅلي دين د افراط او تفريط دواړه حالته مردود کړي او منځنى حد يې غوره بللي دي.
مضر احتياط نه يوازې يوه ټولنيزه ناروغي ده، بلکې د يو شخص د ځانې ژوند د ښېرازۍ او ودې پر وړاندې خنډاچوونکې او رنځوونکې ناروغي هم ده. استاد الفت په ټولنيز ژوندانه کې د مضر احتياط پر ناروغۍ د يوه اخته کس حالت بيانوي چې مضراحتياط يې د جرئت وزرونه تړلي او د اوهامو سيوري يې ورته پر ذهن خور کړي دي.
دا کار د دې سبب شوي چې دا کس د ژوند له ډېرو نعمتونو بې برخې شي.
استاد الفت وايي: شمي اکا زموږ په کور او کلي کې په ډېرې هوښيارۍ مشهور و، او هر چا چې به کومه مشوره غوښتله ده ته به راتلل. دده د هوښيارۍ او احتياط يوه نښه دا وه چې ده تر اخر پورې خپل کور ته برق راونه ووست او ويل به يې که کله برق شارټ شي نو حريق به واقع شي او کور به مې وسوزي.
د ده دا عادت و چې په موټر کې به نه سوريده او ډېر لري ځاى ته به هم پياده روان و ځکه چې د موټر له چپه کېدلو وېرېده او احتياط يې کاوه. هو! دى له ډېره عقله پياده ګرځيده او کور کې به يې رڼا هم ډېره لږه وه.
د پښتو ژبې د خدمت او پالنې په باب هم د ځينو پښتنو چلند دې مضر احتياط ته ورته دي.
يو شمير روڼ اندي، سياستوال او نوم څرګندي پښتانه د دې لپاره له پښتو پالنې او ان پښتو يادونې او ګړنې څخه ډډه کوي چې څوک ورته ژبپال او ملتپال (نشلنست) ونه وايي.
دوى داسې فکر کوي چې که يو ځل چاورته نشنليست او فاشيست ووايه، دا تور خو نو بيا له (کفره) هم بدتر دي، بيا خو چې هرڅومر ځان سپين کړي، سپينيداي نه شي.
د پښتو ژبې دښمنانو له ډېري پخوا نه د يو منظم او سنجول شوي پلان له مخې پښتو ضد چارې اوډلي دي. په دې ډول پښتو ضد هڅو کې يوه هڅه همدا يرغليز تبليغ او چلند دي چې دوى يې د يوې اساسي وسيلې په توګه کاروى دوى ټول عمر د پښتنو د ښېرازۍ رګونه زبيښلې، د پرمختګ په لاره کې ورته خنډونه جوړ کړي او جوړوايى ئى، خو چه کوم انديال (شعورى،پښتون) ورته ووائې چې ولې؟ نو بياپرې له لاسه د نشنليست او فاشيست تور پورې کړي. زمونږ ځينې په زړه سپېڅلي پښتانه يې د مکارۍ په همدغه جيل کې راګير کړي او ان تر دې وخته يې د خلاصون لاره نه ده پيدا کړې. که کوم هڅاند پښتانه له دغه ژبني زبېښاک نه د وتلو رپى رپولى نو بيا زياتو پښتنو او ناپښتنو پرې په دې پلمه د ملامتئ اور پورې کړى چې د هېواد د ورونو قومونو او "مليتونو" ترمنځ بې اتفاقۍ او ژبني تضادونو ته لمن وهي، په افغانستان کې د پښتنو او د هغوى د ژبنو حقوقو د غصبوونکو ترمنځ وروري هغه د اوښ او لېوه د ورورۍ مثال لري.
"وايي چې يو وخت د اوښ او لېوه ترمنځ د وورۍ يو تړون شوى و، دوه په يوه کور کې اوسېدل، له خپلو اولادونو سره يې ګډ ژوند کاوه، ټول به د يوې کورنۍ د غړو په څېر اوسېدل، د دوى ترمنځ دا تړون هم شوى و چې يو د بل اولادونه به خپل اولادونه ګڼي او توپير به يې نه کوي، هرچا چې د دواړو ترمنځ توپير وکړ هغه به ملامت وي.
ژوند څو موده همداسې تېر شو، يوه ورځ لېوه او اوښ دواړه د سارا پر لوري له کوره بهر شول، څرنګه چې د دواړو لاس ته څه ور نه غلل نو وخت پرې ډېر تېر شو نو هم د اوښ بچيان او هم د لېوه هغه ښه وږي شول، د لېوه د بچيانو نور تاب رانغى، نو ټوپ يې کړ د اوښ د يوه بچي اورمېږئې ورتاو کړ، وينه يې وڅښله اوغوښه يې هم وخوړه، کله چې اوښ او لېوه دواړه کور ته راستانه شو نو ګوري چې د اوښ د بچي يوازې پوستکى پاتې دى او بس. اوښ چې دا حالت وليد نو له ډېر خفګانه يې چيغه کړه: (هله زما بچي). لېوه چې د اوښ (زما بچى) غږ واورېد نو فوراً يې پرې نيوکه وکړه او ورته يې وويل چې ته ملامت يې، ته د ورورۍ پر اصولو نه پوهېږي، تا ولې زما او د خپلو اولادونو ترمنځ توپير وکړ، تا ولې وويل (زما بچي) ايا زما بچي ستا بچي نه دي؟" له ژبني پلوه د پښتنو او پښتو ضد کسانو وروري همدغه مثال لري په افغانستان کې پښتو او پښتانه تل په خپل حاکميت کې هم محکوم وو، هم محروم، خو د ملامتۍ ګوته هم دوى ته نيول کيږى هم ئې ژبه زبيښل کيږى او هم نا شيستان ګڼل کيږي که يو ناپښتون ټول عمر د پښتو ، ژبني حقوقو زبېښي او يو پښتون هسې وويل چې ولې پښتو؟ نو بيا سم له لاسه ورته ووايي چې ته ولې پښتو يا دو دې دا خو نيشنليستي او مليتي مسايل دي.
د پښتو ضد ډلو ټپلو دغو هڅو، اغزن چاپېريال او نورو نادودو له فرهنګي او ژبني پلوه پښتانه پر څو ډلو وېشلي دي:
1 _ يو هغه ډله پښتانه دي چې خپله ژبه، خپل کلتوري، ملي او هېوادنى مسْووليت پېژني، د ملت جوړو نې په بهير کې د ژبې پر ارزښت هم پوهېږي او د افغانستان د ملي يووالي او خاورې د بشپړتيا لپاره د پښتو پر ستر اهميت او رول هم پوهېږي. دوى د انديالو هېوادپالو او ملت رغاندو پښتنو افغانانو په توګه د پښتو ژبې پالنه، بډاينه، وده او پرمختګ خپله دنده بولي او په دې لاره کې له هېڅ ډول هانداو هڅو ډډه نه کوي دوى په دې برخه کې دومره منډې ترړې کړي او کوي يې چې ان خبره يې د ځانې ژوند د بلهارۍ (قربانۍ) تر بريده هم رسولې ده. په حقيقت کې د همدغې ډلې د بې ساري قربانۍ، اندو هڅو برکت دى چې پښتو د پرديو له يرغليزو هڅو او د خپلو پښتو د بې تفاوتۍ له چلندونو سره سره تر اوسه ژوندۍ پاتې او لا وده کوي.
2 _ دويمه ډله هغه پښتانه دي چې نه يوازې پښتو نه پالي، نه يې وايي او نه يې ليکي، بلکې پر ضد يې هم دي دا ډول پښتانه اکثره په پښتو ضد مورچل کې ناست دي او نورو پښتو ضد ډلو سره يو ځاى پر پښتو ډزې کوي.
دې ډلې اکثرو پښتو هېره کړې، ليک او وينا په بله ژبه کوي، د همغې ژبې له لوست، وينا، موسيقۍ او خبرو خوند اخلي، خپلې شخصي، اقتصادي او نورې ګټې هم په هماغه ژبه کې ګوري پښتو ضد ډلو ټپلو لپاره دا ډول پښتانه د پښتو ځپلو ډيره ښه وسيله ده. دا رنګ پښتانه په پښتو دښمنۍ کې له اصلي "ستميانو" نه هم څو څپکه تېر دي، هر پښتون به يې ډېرې بېلګې ليدلي وي دا ډله کېداى شي "ستمي پښتانه" وګڼل شي.
3 _ درېيمه ډله هغه پښتانه دي چې د بې تفاوتۍ پر غونډۍ ناست دي، د نړۍ له ښه او بده خبر نه دي او هر څه اسماني پېښې ګڼي، په دې ډله کې اکثره نالوستي کسان راځي. مضر احتياط کاري هم په همدې ډله کې راځي چې د ډېر احتياط له کبله ځانته د بې توپيرۍ حق ورکوي او دا لا هم پرې سرباري کوي چې، والله نو مونږ ته خو دا او هغه ژبه يو شى دى. بې تفاوتانو کې د پښتنې ټولنې يوه غټه برخه راځي چې نالوستي، ناشعورى يو شمېر روحانيون او نور په کې راښکېل دي. په ټوليز ډول د پښتو په باب پښتانه پر همدغو دريو کتګوريو وېشل کېداى شي:
شعوري پښتانه، پښتو ضد پښتانه او بې تفاوتان.
اوس راځو دېته چې د ژبني فعاليت له مخې پښتانه په کومه کچه دي؟
د شعوري پښتنو ټول ځواک په دې برخه کې اوبه کېږي چې له پښتو ضد پښتنو سره مقابله وکړي. د خپل ځواک يوه برخه له پښتو ضد پښتنو سره ليکنۍ او ګړنۍ مقابلې ته بېله کړي او خپل وخت هغو ته پر قناعت ورکولو تېر کړي او بله برخه يې د ستمي پښتنو له خوا پښتو ته د ورا ړول شوي زيان جبران ته بېله کړي. نو که شعوري پښتنو ډېره توره هم کړې وي، ايله به يې دومره کړي وي چې د پښتو ضد پښتنو د هڅو مخنيوي وکړي. بې تفاوتان خوهسې هم وايې چې ژبه موږ ته بې تفاوته ده او موږ پرې کوم کار نه لرو. که چيري موږ د ژبنې فعاليت له مخې د پښتون قوم هڅې وارزوو کېداي شي ووايو چې دوه متضاد او متخاصم ځواکونه يو د بل پر وړاندې مبارزه کوي او په پايله کې يو بل دفع کوي.
يانې د دواړو وروستي حاصل صفر دي. په حقيقت کې د ژبنې فعاليت له مخې د پښتنو فعاليت خنثي دي. ځکه چې يو مټ د بل مټ زور اوبه کوي او د دريېم ګړي د ګوزار د مخنيوي لپاره ورته کوم ځواک نه پاتې کېږي. د ژبنې فعاليت له مخې کېداى شي پښتانه او پښتو ضد ډلې ټپلې په اعدادو کې هم افاده کړو.
د سارى په توګه دا خبره ټولو ته څرګنده ده چې په هېواد کې د پښتنو نفوس د نورو ټولو قومونو د مجموعي شمير دوه برابره دي، ياني په هرو پنځه لسو تنو کې لس پښتنانه او پنځه ناپښتانه دي.
اوس نو که موږ پښتانه يانې د ټول نفوس له پنځه لس برخې نه لس برخې پردريو برخو وويشو، نو هره برخه به درې تنه شي ( د يوه تن له محاسبې پرته) که چيرې په لسو پښتنو کې درې تنه پښتو ضد پښتانه او دري بې تفاوتان له دې شميره وباسو نو ټول به څلور تنه پاتې شي.
که چيري موږ درې پښتو ضد پښتانه له نا پښتنو سره يو ځاى کړو نو د هغوي شمير به اتو تنو ته ورسيږي.
د بې تفاوتانو رول به هېڅ نه محاسبه کوو، خو که چيرې هغه هم محاسبه کړو نو د نا پښتنو شمير به له دوي هم زيات شي، ځکه چې بې تفاوتان او مضر احتياط کاري اکثره د تلي پلې ته ګوري، هره خوا چې درنه وي همغې خواته ځان اچوي.
د شمير له پلوه اته له څلورو سره مقابل دي، د ژبنې فعاليت له مخې دا انډول ښيي چې په فرهنګې برخه کې د پښتنو تلفات بايد دري ځله زيات محاسبه شي، ځکه چې: يو کس له تا بېل شو( لومړى تلف) دويم ستا له مقابل لوري سره يو ځاى شو( دويم تلف)، بېرته ستا په مقابل کې استعمال شو(دريم تلف).
که چيري په فزيکي جګړه کې د يو لښکر يو عسکر ووژل شي او د جګړې له ډګره ووځي نو هغه په هماغه يوه تلف کې حسابېږي، ځکه چې د هغه رول نور د ابد لپاره ختم شي.
خو د همڅنګو ژبو او کلتورونو تلفات داسې نه دي، هغه لکه د پښتنو په شان هم ځان وژنې، هم خپل قوم وژنې او هم بل ژوندى ساتي، نو دا تلفات څو ځلې ( درې چنده) او ډېر درانه دي.
د پښتو ضد پښتنو تر څنګ بې تفاوتان او مضر احتياط کاري هم د مقابل لوري په ګټه دي.
څرنګه چې زموږ په ټولنه کې ژبنې انډول د پښتو او پښتنو په ګټه و، نو دا ډله کسان تل هڅه کوي چې واکمن بهير سره ملګرى شي ځکه چې د راحت احساس وکړى. پښتانه احتياط کارى بيا په خپل کار کې د مضراحتياط تر وروستى بريده ځان رسوى. ان که چېرې په يو ژبني او فرهنګى چاپيريال کې د نا پښتو شتوالى اصلاً هيڅ مطرح نه وي او يا په هغه محيط کې هغوى بيخې وي نه، نو احتياط کاري يې د دي لپاره ګټې خوندي کوي چې څوک ورته بيا نشنليست او فاشيست ونه وايي.
د ناپښتنو يو چلند دا هم دى چې دوي په ځينو حساسو وختونو او مسايلو کې له همدې ډول احتياط کارو پښتنو څخه د پښتنو د استازو(!) په توګه ګټه اخلي. ځکه هغوي پوهيږي چې که دوئى د پښتنو پر ضد هر ډول هڅه وکړي دا ډول اشخاص کوم غبرګون نه ښيي. د شعوري پښتنو مخه هم د افراطينو او فاشيستاتو په تور ددغو احتياط کارو، معتدلو او ورځچارو په واسطه په ډېر ښه ډول نيول کېداى شي.
په دې ډول په ژبنيو او فرهنګي مسايلو کې ژبنې فعاليت ټول د دوى په ګټه پاى ته رسېده.
د احتياط کارو يوه بېلګه به هم وړاندې کړو: زموږ يو دوست ليکوال و، ګڼ شمېر کتابونه يې ليکلي وو، ده چې څومره مينه پښتو سره لرله، همدومره ان تردي زياته يې فارسي سره هم لرله، ده دا استدلال کاوه چې پښتو بايد د فارسي په غيږه کې وده وکړي او له فارسې پرته يې وده ناممکنه برېښي. ده فارسې ژبي ته د درې ژبو او پښتنو خدمت د افغانستان د ملي وحدت په ګټه کار باله، خو د پښتو پر وړاندې يې درې ژبي پر خدمت مکلف نه ګڼل.
نو ده ځکه د خپلې ذهنې او فزيکي انرژۍ يوه درنه برخه د فارسي ژبې خدمت ته بېله کړي وه.
ده ان په پيښور کې چې يو بشپړ پښتنې چاپېريال دي د خپلې خپرونکې جريدې ژبنۍ برخه په سلو کې (60) فارسي او (40) پښتو ټاکلي وه او د جريدې په سلو کې (90) سر مقالې يې هم په فارسې ژبه وي. د پښتنو له خوا پرده باندې ډېرې اصولي نيوکې وشوې چې دا کار په هيڅ معيار برابر نه دي. خو ده د زړه له کومې دا غوښتل چې زموږ دري ژبې ورونه خوشحاله کړي، ځکه يې نو ان په يو بشپړ پښتنې چاپيريال کې هم د دوي ژبنيو حقوقو ته په دومره درنه سترګه کتل.
ده په داسې يو چاپيريال کې کار کاوه چې که ان دري ژبې هم د اخبار مدير واي، دري به يې دي کچې ته نه واى لوړه کړې، ځکه چې د چاپيريال غبرګون ته به يې طبعاً پام و. خو زموږ دې ليکوال خپل دا چلند که څه هم په څرګنده يوه بې انصافي او ناانډولي وه خو بيا هم د افغانستان د ملي يووالي او د ورونو قومونو په ګټه باله او تر وروستي حده خپل دي اند او چلند ته رښتيني هم و. خو دومره تېرېدنې، زغم، صداقت، پر خپله ژبه ظلم او د بلې غوړونې بيا هم پښتو ضد اشخاص قانع نه کړاى شول، د همدې شخص په باب مې په کابل کې د يوه تن درې ژبې ورور له خولې وارېدل:
"او... هم افغان ملتي است چندين کتابش به پشتو چاپ شده است." دې سره سړى ته هغه متل راياد شي چې " هندو ستړى او خداى ناراضه" د دا ډول اشخاصو شمېر په لسګونو، په سلګونو ان په زرګونه وو چې له پښتنو نه يې درې ته ډېر خدمت کړي دي، خو هغوي بيا هم د نشنليزم له توره پاک نه شول. که موږ په افغانستان کې دري ژبې ته دشوي خدمت او کار جاج واخلو نو که د افغانستان له تاجکو نه د پښتنو ونډه په کې زياته نه وي نو کمه خو په هيڅ وجه نه ده. ايا بلې ژبې ته دومره ستر خدمت او خپلې ته دومره خيانت او له هغې سره د بې تفاوتۍ چلند به موږ د فاشيزم له نامنطقي تور څخه خلاص کړي؟ نه هېڅکله نه!
نو څه بايد وشي؟ ښه خبره دا ده چې موږ بايد خپل ځان وپېژنو، خپله حافظه تر لاسه کړو، نه خپل حق نورو ته وبښو او نه د نورو حقوق تر پښو لاندې کړو. ښه کار دا دي چې پښتانه دې پښتو ته خدمت وکړي او دري ژبي دري ته. که ټول پښتانه لکه د دنيا د نورو قومونو او يا زموږ د درې ژبو ورونو په شان د خپلې ژبې خدمت ته ورودانګي، نو بيا به پر څو برخو د پښتنو د ويش خبره هم له منځه لاړشي. بيا به نو موږ هم له په نورو ژبو کې مسخه کېږو، نه به له خپلې ژبي سر د خيانت په بيه د بلې ژبي د خدمت بار اوچتوو، نه به پر سلو ذهنې او روانې ناروغيو اخته کېږو او نه به څوک را نه ګيله کوي، ځکه چې نورو ته د خدمت معيار به د هغوي د خدمت په معيار پورې تړلي وي،که هغوي زموږ ژبې ته په درنه سترګه کتل او د هغې خدمت يې خپله دنده بلله، موږ به هم د هغوي ژبې ته خدمت خپله دنده بولو او که نورو زموږ ژبه زبېښله او غوڅوله، نو زموږ ښه سړيتوب به دا وي چې خپله ژبه وژغورو خو د بل هم غوڅه نه کړو.
زموږ وروري او دوستي بايد پر انساني اصولو ولاړه وي، را کړه ورکړه مو بايد پر عدل او انډول ولاړه وي، نه د اوښ او د ليوه وروري چې هم يې بچيان له منځه لاړشي او هم په ورورۍ کېملامت شي!؟

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←