پښتو مور که...؟
پښتو يا مورني ژبه د مور ارزښت لري مور څومره ددي اولاد ته تيره وي په دي باندي هر څوک ښهخبر دي چي دغبرګونو اړتيانه لري خو مورني ژبه په لويه کچه د مور ارزښت لري په دي باندي يواځي هغه څوک پوهيږي چي هغه د خپلي مور په ارزښت پوه وي يا يې د خپلې مور ډېر درناوي او قدر کړي وي ددي سره ناخوالي وړي وي هم دا ډول داسي څوک دخپلې مورنى ژبى سره کوخو موږ په يو داسي سيمه او ملک کښې ژوند کووچي په دي کښې د يوه شې او څهيز ارزښت پاته نه دي دلته هر څه د پيسو دپاره کيږي ځکه چي پنځه شپږ کاله د مخه امريکا په يوه عدالت کښې چې د يوه پاکستاني مقدمه يې اوريدله په يادنه راځي خو د عدالت قاضي ورته وويل چي تاسو د پيسې دپاره خپله مور هم پلوري او خرڅوي ياست که څوک دهغه وخت پاکستاني ورځپاڼى و ګورونو د قاضى دهغه وينا به ارومرو په کښې وي بلې خواته ځموږ د ستر پيغمبر جناب حضرت محمد(ص) فرمودات واوري چي دي وائي چي عربى ژبه ماته څنګه راتېره او ګرانه ده چي دا ځما د مور ژبه ده نو اوس تاسو اټکل کوي شې چي مورنى ژبه د دواړ جهانو سردار ته څومره ارزښت لرلي.
د تېرو څوکلو څخه چي د پښتون د مينځ څخه د وړلو نړۍ واله د سيسه او سازش روان دي هم دا ډول د پښتو د مينځ څخه د وړلو او د پښتو ګډوډ کولو هڅې هم رواني دي ددي د څنګه پښتون د دود او دستور او د کلتور د مينځ څخه د وړولو هڅي هم په ډېره بې شرمي سره رواني دي چي د خيبر ټى.وى هم ډېر لوئى لاس شته دا ډول د لاهور د فلمى صنعت تور لاس هم ځموږ د ژبى او کلتور د ګډوډول په چارو کښې هم لويه برخه لري چى د چا څخه پټ او وډرنه دي د هند فلماؤ څخه بدتره نقاوي اوډانسونه چي په پښتو فلمالو اوسي دي يو کښې ليدل کيږى هغه هم ځموږ و مخ ته دي چي اوس توران هم د پښتو فلمان اوسې ډيز ګوري چي د پښتنو په جامو کښې انجوني په لوڅ لغړ او بې شرمه حالت کښې وګوري او کوم پښتانه چي په دهغه ناوړه کار کښې برخه اخلې او د پيسو په خاطر دا کار کوي دهغو دپاره هم نه يواځي د شرم بلکى د مرګ خبره ده د پيسو د ګټلو دپاره نوري هم ډيرى لاري شته دي چي په يوه وار لويه ګټه ترلاسه کوي شې خو کوم پښتانه چي دهغه عمل کوي هغه د ځاني ګټي دپاره خپله مور (پښتو) او خپل ټول قامي کلتور په ډېره بى شرمي پلوري چي داعفي اوبخښني وړنه دي څوک چى دا کار کوي دهغه پښتانه نه شې کيدي دوي د نورو دپاره او د پښتو او پښتونوالي د ګډوډه کولو دپاره ځانونه پښتانه کړي دي او غواړي چي د پښتون او پښتو د دښمنانو دهغه ارمان ورپوره کړي ولي چي دهغه څوک خو خپل هر څه دلاسه ورکړي دي او په هر اټن څرخي او دوي غواړي چي پښتانه او پښتو د دوي په بڼه شى.
کوم پښتانه چي په دهغه ناوړه عمل کښې راګيردي دوي دي يووار د خپل کور ننداره وکړي او بيا دي دهغه فلمانو ويډيو او ټيلى ويژن پروګرامونو سره پرتله کړي چي د دوى په يوه نه يوه ډول په دي کښې برخه اخستې وي او بيا دي پخپل ګريوان کښې وګوري که چيرى څوک پښتون نه وي او د دهغه ناوړه عمل تر سره کولو دپاره ځان پښتون کړي وي نو داسې څوک دي په دي پوه شې چي يو پښتون هم چاته دا اجازه نه ورکوي چي يو بل څوک دي دده ژبه او دود دستور او کلتور ورګډوډ کړي او که چيري يو پښتون دا کار کوي نو دي تر ټولو لوئى دښمن دي د پښتو او د پښتون سمه ده چي د وخت بشپړه پښتون د يوه لوئى ناورين او بحران څخه تيريږي او د ۳۲ کلو څخه مرګونه ځان وژونکى بريدونه د بم چاودنى ډراون بريد و هوائى بمبارونه باندي کيږي چي يو وخت به داسي راځي چي دا ناورين به ختم کيږي خو کوم پښتون يا بل څوک چي ځموږ پښتو او ځموږ پښتون ولي سره ګډه وډه کوي دا د پښتون ازلي دښمن دي چي په يو ډول دعفي او بخښني وړنه دي ولي چى د پښتانه په ضد روان ناورين به يو وخت پائى ته ورسيږى خو دهغه دښمني چي د بل ژبه او کلتور سره ورګډوډ کړه ددي زهرجن بوټي مخ نوي بيا نه شې کيدي نه شوي دي داخبره په کاردي چي هر پښتون او غير پښتون چي ودهغه ناوړه عمل ته ملاتړلى ده چي يو پښتون رښتنى پښتون هر څه کولي شې خو په پښتو او پښتونوالى راکړه ورکړه نه شې کوله ځکه چې ستر خوشحال بابا وائي......
د افغان په ننګ مي وتړله توره
ننګيالى د زمانى خوشحال خټک يم
د بده مرغه ځيني دولت پالونکي د پښتو دودي دپاره دي که يوه خواته دوي و ژبو ته د ستايني وړکار نه ښکاره کيږي خو بلې خواته زياتره دهغه خپرونو سره مرسته کوي چي هغه پښتو سره ګډه وډه کړي چي ددي څخه داسي ښکاره کيږي چي ځيني دولتي کړى هم شته چي نه يواځى پښتو بلکي په پاکستان کښې نوري ژبى سره ګډوډى کړي ځکه چي دوى دهغه خپرونو سره يو ډول مرسته نه کوي څوک چي په رښتيا و خپلې ژبى ته وده ورکړي او نور رښتني معلومات ولس ته وړاندى کړى که څه هم د پاکستان د ۱۹۷۳ء په آئين کښې دا راغلي دي چي حکومت به و هري ويونکي ژبى د پرمختيا خپله ډنډه تر سره کوي خو دلته يواځي سندهي ژبه ده چى د خپلو خلګو په موټو يې خپله مورني ژبه نه يواځي خوندي ساتلي ده بلکى ډېره وده يې هم ورکړي ده نور نو پنجابى ژبه پښتو ژبه بلوڅى، سرائيکى ژبى يو ډول اسانتياوى په دي ملک کښې نه لري ځکه چي دهغه ټوله د خپلو ژبو سره بيګانه شوي دي.
د بده مرغه په پښتو کښې که هغه هر چرته دي دوي خپله ټوله پاملرنه و شعر او شاعري ته شوه ده دوي په هره ورځ او هره اونى او مياشته باندي مشاعري کوي ددي د څنګه په دواړو خواؤ کښې په کال کښې دوې درې نړۍ والي چيړن غونډي هم کيږى چي په هغه کښې د حکومت ملاتړ هم ورسره وي دوى څه ځانګړو ليکوالانو شاعرانو ته د مکالمو ليکولو بلنه هم ورکړي خو پائى يې بيرته په مشاعره و دريږي داسې هم موږ د شاعر په اړه اوريدلي دي چي د هر شاعر دا هڅه وي چي خپل کلام په بل واوري او څه دا د ځيني واخلى ځکه چي هغه خبره رښتيا ده چي يو شاعر په يوه سړى پسي ځغاستى چي ځما کلام واوره خو هغه ناترسه ودي ته تيار نه وو داسې نه چي ځما مطلب د شاعري سپکاوى دي شاعرى د ژبى دپاره ډېر ارزښت لري خو په پښتو کښې تر حدوتلي شاعران دي نو ځکه چې انګريزان وائي چى د هر شې زياتوب ښه نه دي او په رښتيا هم د پښتو شاعري ترحده اوښتي ده خو ځما خبره داسي وه چي دا دومره ټولني چي په پښتون افغان وطن کښې جوړي دي او نړۍ والي غونډي هم کيږى په کاردي چي په دهغه مشاعرو کښې او نړۍ والو غونډى کښې د پښتو ژبى په روانو ناخوالو خبرى وشى او د دهغه ناخوالو د مينځ څخه نه يواځي پښتو وځغورل شې بلکې د پښتو و پرمختيا ته کاروشې موږ ټوله په دي خبر يو چي ټول پښتون افغان د يوه لوئى ناورين سره مخامخ دي چي نه يواځى ځموږ هر اړخيزه ورانى روانى دى بلکې ځموږ مورنى ژبه او پښتونوالي هم تر پوښتني لاندي راغلي دي ژوندى قامونه هم داسي ژوندي پاته کيږي چى دوى په ناورين کښې خپله خاوره خپل ولس او خپله ژبه خپل دود دستور او کلتور خوندي کړي آيا کله موږ په دي خبره غور کړى دى..؟ او بيا په داسې وخت کښې چي نه يواځى بشپړه پښتون بلکې پښتو او پښتونوالى تر پوښتنى لاندى ده او د هري خوا د خپل اوپردوي لخوا ګوځارونه په کيږى. ليکونکى:محمد نعيم کاکړ
