پښتونخوا ولې نه؟
ژباړه :بارکوال میاخیل
اوسنى خيبرپښتونخوا ايالت د پاکستان له څلورو ايالتونو څخه يواځينى ايالت دى چي انګرېزانو په ۱۹۰۱م کال د شمال لوېديځ سرحدي ايالت (N.W.F.P) په نامه نومولى وو، عامو خلکو به ورته (سرحد) ويل، چي يواځې د ايالت لپاره په ذکر شوي نامه کې د (Frontier) توري ژباړه ده، خو دا تورى د دې سيمې لپاره کله هم د سرحد يا پولې (Border) په مانا نه دى کارول شوى، ځکه نو دا نوم نه قانوني حيثيت درلود او نه آييني. د پاکستان تر جوړېدو لږ موده مخکې او د ۱۹۵۰او ۶۰په لسيزه کې به پښتنو مشرانو له خيبرپښتونخوا ايالته پرته ځينې نورې پښتني سيمې د (پښتونستان) په نوم يادولې او له هغه وروسته عوامي نېشنل ګوند او ځينو نورو سياسي ګوندونو د هغه وخت د شمال لوېديځ سرحدي ايالت (اوسني خيبرپښتونخوا) په ايالتي اسمبلۍ کې د پښتونخوا نوم په حق کې قراردادونه منظور کړل چي له امله يې په سياسي ډلو کې شور او زوږ را پورته شو.
د دې اوسني حکومت (۲۰۰۸م) له جوړېدو سره سم عوامي نېشنل ګوند او پلويانو يې يو ځل بيا شمال لوېديځ سرحدي ايالت ته د پښتونخوا نوم ټاکلو لپاره هڅې پيل کړې، چي د دوى د ځينو نورو اتحادي ګوندونو په شمول پاکستان پيپلز ګوند هم نه يواځې د دوى ملاتړ وکړ، بلکې د پيپلز ګوند د پارلمان غړيو به د عوامي نېشنل ګوند د غړيو غوندې اين.ډبليو.ايف.پي ته پښتونخوا نوم کاراوه، خو د پاکستان په اساسي قانون (آيين) کې له بدلون راوستلو پرته يواځې په خبرو کې پښتونخوا يادول نه يواځې د سياسي ځانښوونې عمل وو، بلکې بې ګټې کار هم وو.
نېشنلسټانو او ملتپالو پښتنو مشرانو شمال لوېديځ سرحدي ايالت ته د پختونخوا (پښتونخوا) نوم ورکول غوښت، خو ځينو غير پښتنو "پوهانو او مشرانو" د دې نوم په کلکه مخالفت وکړ، هغوى د پښتونخوا پر ځاى د خيبر، اباسين، اسلاميان، ګندهارا او ځينو نورو نومونو وړانديزونه ورکړل، خو ملتپالو پښتنو مشرانو دا نومونه ورسره ونه منل او دې ته اړ شول چي د پښتونخوا تر څنګ يې د (افغانيه) پر نامه هم ورسره موافقه وکړه، خو هغوى دغه نوم هم ورسره ونه مانه او اخير د عوامي نېشنل ګوند تر ډېرو هلو ځلو او د مخالفينو تر ډېرو اختلافونو وروسته د انګرېزانو له خوا ټاکل شوي شمال لوېديځ سرحدي ايالت ته د (خيبر پښتونخوا) نوم وټاکل شو، چي که څه هم ډېر د خوښۍ ځاى دى ځکه چي وايي "د لېوۀ له خولې يو هډوکى هم غنيمت دى" خو دا نوم چي يوه مرکبه کلمه ده او د پښتنو د يوې سيمې خيبر نوم (چي هغه هم له انتظامي پلوه په خيبرپښتونخوا ايالت کې نه راځي) د ټول ايالت يا له تاريخي پلوه د ټولې پښتني خاورې له تاريخي نوم سره تړل شوى دى، دا نه له جغرافيايي پلوه او نه هم له ژبني اړخه سم او مناسب نوم دى.
پښتونخوا يوه تاريخي کلمه ده، د تاريخ ځينې څېړونکي د يوناني تاريخ کښونکي هېروډوټس "پکتيکا" د اوسنۍ پښتونخوا لرغونې بڼه بولي، ځکه هېروډوټس چي د پکتيکا يا پکتوېک په نامه کوم وطن ياد کړى دى، دا د پښتونخوا مترادف دى او په دوه نيم زره کاله پخوانيو يوناني اثارو کې يې يادونه شوې ده، لرغونې پښتونخوا هغه ملک يا وطن دى چي په اوسنيو وختونو کې افغانستان يانې د امو له سينده تر جهلمه پورې دا ټوله سيمه ده، خو زه به ډېرې لرغونې زمانې ته نه ځم او تر اسلام را وروسته دورې په تاريخ کې به د پښتونخوا کلمې ذکر او يادونې ته کتنه وکړم.
په تاريخ کې د پښتنو د خاورې او هېواد لپاره د افغانستان، روه، جبال الافغانيه، خراسان او پښتونخوا نومونه په بېلابېلو دورو کې کارول شوي دي، خو د پښتونخوا کلمه پکې پښتنو اکثره د خپل وطن لپاره کارولې ده، دا کلمه په اتلسمه مېلادي پېړۍ کې د افغانستان په مانا هم کارول شوې ده چي په پخوانيو زړو متنونو کې د "پښتنخا او پښتونخوا" په بڼه هم ليکل شوې ده.
ځينې خلک دا کلمه د "پښتونخواه يا پښتون خواه" په بڼه هم ليکي، چي دا دواړه شکلونه يې ناسم دي، دا کلمه په "پختونخوا" سره ليکل هم سم نه دي، دا بايد چي يا خو د پښتو په بڼه "پښتونخوا" وليکل شي يا بايد د فارسي او اردو په پيروۍ "پشتونخوا" وليکل شي، ځکه په دغو ژبو کې د پښتو د ښ توري له پخوا راهيسې همداسې ليکل کېږي، لکه پښين په پشين او پېښور په پشاور ليکل کېږي، پښتون کله هم پختون نه ليکل کېږي او بيا پښتونخوا خو مرکب کلمه ده، چي له پښتون او خوا څخه جوړه ده او مانا يې ده د پښتنو خاوره يا هغه سيمه چي پښتانه پکې اوسېږي.
د پښتونخوا وطن او نامه مخالفينو د دې په خلاف يوه منظمه او پراخه پروپېګنډه وکړه، چي زه يې دلته تفصيل بېځايه بولم، زه به دلته يواځې د دوو کتابونو يادونه وکړم چي په هغو کې تقريباً ټولو مخالفينو په ګډه سره خپله "پوهه او څېړنه" د ورځپاڼو د کالمونو او نورو مقالو په بڼه وړاندې کړې ده.
لومړى کتاب د "پشتونخوا کيون؟ (پښتونخوا ولې؟)" په نامه ډاکټر ايم- اې- صوفي او نورو "پوهانو او څېړونکيو" په ګډه ليکلى دى او بل کتاب ضياء شاهد او د هغه ډلې د "ولى جواب دين (ولي خان دې ځواب راکړي)" په ګډه ليکلى دى.
ډاکټر ايم- اې- صوفي د غاښونو متخصص ډاکټر (dentalsurgeon) دى، د پښتنو د تاريخ، ژبې، شخصيتونو، سياست، ستونځو او سوچ په اړه د دۀ مالومات همدومره دي، لکه د غاښونو د ناروغيو او درملنې په اړه چي يې عام سړى لري. دغه نوموړى ډاکټر چي په يادو شويو موضوعاتو پوهېږي، دومره وخت به ځنې اخلي، څومره وخت چي د غاښونو د متخصص ډاکټر په جوړېدو لګېږي، همدارنګه د ضياء شاهد او د ده د ډلې د کتاب "ولي خان دې ځواب راکړي" هم همدا حال دى، په دې کتاب کې چاپ شوې "څېړنيزې مقالې" چندانې څه علمي ارزښت نه لري.
په دغو دواړو کتابونو کې چي څه ډول ژبه کارول شوې ده، پر هغه باندې زه سياسي تبصره نه شم کولاى ځکه چي پښتنو پوهانو هغه هسې سياسي برغزو (Mudslinging) ګڼلې او په علمي بنيادونو يې بې ارزښته ګڼلې ده. د دغو دواړو کتابونو په اړه به دومره ووايم چي په دغو کتابونو کې له دې موضوع سره تړلي اکثره مالومات يواځې او يواځې چټيات او ملنډې دي.
د پښتونخوا کلمې مخالفين اکثره د دغو څلورو خبرو يادونه کوي:
۱.پښتونخوا نوم پخوا نه دى کارول شوى، دا د عوامي نېشنل ګوند سياسي اختراع او شعار دى.
۲. شمال لوېديځ سرحدي ايالت (N.W.F.P) سم نوم دى، د نامه د بدلېدو لپاره آييني بدلون ته اړتيا وي، چي دا کار ممکن نه دى.
۳.د سيند او پنجاب ايالتونو نومونه د قومونو په نومونو نه، بلکې د دريابونو په نومونو ښول شوي دي.
۴.پښتونخوا يوه دسيسه ده، له دې سره به د پاکستان بقا او يووالي ته خطر پېښ شي.
۵.د پښتونخوا نوم ښول به په دې ايالت کې له غيرپښتنو سره زياتى او ظلم وي.
دا ډول پوښتنې اکثره وخت هغه خلک کوي چي هغوى يا خو خبر نه وي او يا د منافقت او سپۍ هيلې (طمعې) له امله قصداً همداسې کوي.
۱. د لومړۍ نيوکې يا پوښتنې په ځواب ورکولو سره به دومره ووايم چي د پښتو ژبې او د پښتنو له تاريخه بې خبري او لاعلمي بده خبره نه ده، خو په ناخبرتيا او لاعلمۍ سره هم دا خبره کول چي پلانى تورى د پښتو ژبې او ادب په تاريخ کې بېخي نه شته، دا سمه خبره نه ده، د "پښتونخوا" کلمه په پښتو ادب کې دومره زياته کارول شوې ده چي که چا لږ هم د پښتو ادب مطالعه کړې وي، هغه به په دې خبر وي چي دا کلمه کله او چا کارولې ده، زه به د پښتونخوا کلمې په اړه دلته يواځې لس تاريخي شواهد له مثالونو سره وړاندې کړم:
(۱) پښتونخوا کلمه په ۵۸۰هجري کې د شهاب الدين غوري د دربار يوۀ شاعر ښکارندوى په خپل يوۀ بيت کې کارولې ده، هغه وايي:
پښتونخوا ښکلي زلمي چي ځغلي هند ته
نو آغليه پېغلې کاندي اتڼونه(1)
(۲) تر ښکارندوى لږ موده را وروسته د کندهار د ارغسان د غرو اوسېدونکي سليمان ماکو په ۶۱۲هجري کې په خپل کتاب "تذکرة الاولياء" کې د پښتونخوا کلمې يادونه کړې ده:
"په سنه دوولس شپږ سوه هجري تللئ وم او د پښتنخا په راغو او کليو ګرزېدم او مراقد د اوليا او واصلينو مى پلټل"(2).
(۳) بابا هوتک (۷۴۰هجري) د پښتو يو ملي او حماسي شاعر وو، هغه په خپلو شعرونو کې د پښتونخوا کلمه درې ځله کارولې ده، يو ځاى وايي:
غښتلو ننګ کړئ دا مو وار دى
مغل راغلى په تلوار دى
په پښتونخوا کښې يې ناتار دى
پر کلي کور باندې مغل راغى(3)
(۴) له هغه را وروسته اخون دروېزه په خپل کتاب "مخزن الاسلام" (۱۶۳۸م) کې ليکي:
"حضرت سيد علي ترمذى وو په بنير کښې پښتونخوا په مثال شپه وه دى ډيوه وه په اندهير کښې، دى نېکخواه د پښتونخوا وو ساتندويه په دنيا وو"(4).
(۵) اخون دروېزه د خپل کتاب "مخزن الاسلام" په ۱۳۵مخ کې يو بل ځاى بيا هم د پښتونخوا کلمې يادونه په دې ډول کوي:
"دغه لاپه يې په خوله کړه چې بادشاه د پښتنو يم، پښتنو ټولى پرې وکړ ولې دى هم پښتنخا لره بلا شه...پښتنخا په دواړه لوريه خوارېدنه ولې لا به هم خواريږي".
په پورتنيو خبرو کې اخون دروېزه د جلال الدين اکبر يادونه کوي چي وايي هغه ويل زه د پښتنو باچا يم، پښتانه پر هغه شاوخوا را ټول شول خو هغه د پښتونخوا لپاره بلا ثابت شو، د پښتونخوا دواړه اړخونه په خوارېدو شول او نور به هم خوارېږي.
(۶) د پښتو نوميالي شاعر د تورې او قلم څښتن خوشال خان خټک د پښتونخوا کلمه بيا- بيا کارولې ده، هغه په خپل يوۀ بيت کې وايي:
نوره واړه پښتونخوا په ځاى ميشته ده
خو يو زه دې زمانې په کښې منصور کړم(5)
(۷) خوشال بابا په يوۀ بل بيت کې وايي:
|
هر چې ښۀ د پښتونخوا دى حال يې دا دى هغو بدو ته يې څوک وايي سړي دي(6) |
(۸) د خوشال خان خټک لمسي افضل خان خټک په خپل کتاب "تاريخ مرصع" کې پر ۵۹۲مخ باندې د پښتونخوا ذکر په دې ډول کړى دى:
"او بل شيخ شاهي ښادي خېل دى چې بې له قيده قلندر مشرف عمر تېروي...او مريدان د شيخ په سړبن او په کرلانړى او په بنګښ او په نور پښتونخوا کښې بې حسابه او بې شمار دي".
(۹) احمدشاه بابا چي د باچاهۍ تر څنګ د پښتو ژبې شاعر هم وو، د ده د يوې غزلې هغه بيت- چي د پښتونخوا کلمه پکې راغلې ده- د هر پر وطن مين پښتانه زده دى، بيت داسې دى چي:
د ډيلي تخت هېرومه چې را ياد کړم
زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه(7)
(۱۰)پيرمحمدکاکړ چي د احمدشاه بابا معاصر شاعر دى، په ۱۱۹۶هجري کې "پښتونخوا" کلمه د رحمان بابا په ستاينه کې په يوۀ بيت کې داسې کارولې ده:
|
لکه شعر دى د دۀ په پښتونخوا کښې |
له پښتنو پرته د انګرېزانو او نورو مستشرقينو په ليکنو کې هم د پښتونخوا کلمه ډېر ځله کارول شوې ده:
(۱)زما د مالوماتو له مخې دا کلمه تر ټولو مخکې سيدغلام محمد او يوۀ بل سروې کوونکي هم (۱۷۸۶م- ۱۷۹۶م) کارولې ده چي د لارډ هاسټنګ په زمانه کې افغانستان ته را لېږل شوي وو، هغه وايي:
"When you lose it altogether and reach the crest of the great western range of Mihtar Suliman or Kohisiyah the outer most slopes of which the extreme boundary in this direction between the territory of Ghaznin and Afghanistan or Pushtun khwa"(9).
ژباړه: "کله چي ته هغه بېخي پرېږدې او د مهتر سليمان يا تور غرۀ سترې لوېديځې لړۍ ته ورسېږې چي بهرنۍ څنډې يې د غزني او افغانستان يا د پښتونخوا د سيمو تر منځ په دې اړخ کې وروستۍ پوله جوړوي".
(۲) ليډن هم په ۱۸۱۲م کال کې د خپل کتاب (Asiatik Research) په يوولسم ټوک کې پر ۳۶۳مخ باندې د پښتونخوا يادونه په دې ډول کړې ده:
ژباړه: کله چي بايزيد له ننګرهاره را روان شو نو د پښتونخوا يا د دې کلمې په ځانګړې مانا د افغانستان پر لور لاړ.
(۳) تر هغه وروسته برنارډ ډورن (Bernhard Dorn) په ۱۸۴۷م کال په خپل کتاب "د پښتو ژبې منتخبات" (A chrestomathy of the Pashto or Afghan Language) کې پر ۴۲۸مخ باندې د پښتونخوا مانا داسې ليکلې ده:
- افغانستان (Puktankha) "پښتنخا و پښتن خا".
(۴) مېجر راورټي په ۱۸۶۰م کال د خپل قاموس پر ۱۷۹مخ د پښتونخوا يادونه کړې ده او دا کلمه يې داسې مانا کړې ده:
"پښتنخوا، پښتنخا" The Afghan country, Afghanistan
Sideخوا orخا Afghan andپښتن
(۵) مېجر راورټي په ۱۸۸۸م کال په خپل کتاب Notes on Afghanistan and Baluchistanکې پښتونخوا کلمه هر ځاى د پښتني سيمو يا افغانستان لپاره کارولې ده، چي دلته به يواځې د څو مخونو حوالې ورکړو. ۴۶۶- ۴۶۸- ۴۷۰مخونه.
(۶) ډاکټر هنري والټر بيلو هم په ۱۸۶۷م کال د خپل پښتو ګرامر د سريزې پر ۱۲مخ د پښتونخوا يادونه او ستاينه په دې ډول کړې ده:
"More specially as the nation though it has for many centuries occupied its present ground at the point of junction between the Indian and Persian empire- in the country known as Afghanistan to the stranger and as Pukhtun khwa to the Afghans or Pukhtuns".
ژباړه:- په ځانګړې توګه دا قوم چي له څو پېړيو راهيسې تر اوسه پورې يې د هند او ايران تر منځ اوسنۍ مځکه تر خپل واک لاندې راوستله، چي نور خلک ورته افغانستان خو افغانان يا پښتانه يې د پښتونخوا په نامه پېژني.
(۷) فرانسوي عالم جيمزډار مسټټر James Darmesteter(۱۸۴۹م- ۱۸۹۴م) د پښتو پر شفاهي او ولسي شاعري باندې يو کتاب ليکلى دى چي "د پښتونخوا هار و بهار"نومېږي.
په اوسنيو پښتنو پوهانو او شاعرانو کې تقريباً ټولو د خپل وطن لپاره د پښتونخوا نوم په خپلو شعرونو او ليکنو کې کارولى دى، که زه د ټولو ماخذونه او نمونې دلته راوړم نو د هغه لپاره يوۀ بېل کتاب ليکلو ته اړتيا پېښېږي. د پښتو ژبې نارينه شاعران او ليکوال خو څه چي د پښتو ښځينه شاعرانو هم په خپلو شعرونو کې هر ځل د خپلې خاورې لپاره د پښتونخوا کلمه کارولې ده.
نوميالۍ سندرغاړې او شاعرې شاپېرۍ نغمې د خپلو شعرونو په مجموعه "ماته هنداره"کې پر ۶۴مخ باندې پښتونخوا داسې ياده کړې ده
ښه وايي نغمه چې پښتونخوا غواړم
څو به تګ راتګ وي د خيبر په سر
دا کلمه پښتنو عالمانو په نويو چاپ شويو قاموسونو کې هم راوړې ده، بهادرشاه ظفر کاکاخېل د خپل پښتو- اردو قاموس "ظفراللغات"پر ۳۲۹مخ باندې پښتونخوا داسې را پېژني:
"پښتنخا، پختون خواه"ژباړه:، "د پښتون قوم سيمه، هغه سيمه چي پښتانه پکې اوسېږي".
يوۀ بل پښتون عالم قلندر مومند هم د خپل پښتو قاموس "درياب"پر ۶۶۲مخ باندې پښتونخوا کټ مټ د بهادرشاه ظفر کاکاخېل غوندې داسې را پېژني:
"پښتونخا، پښتونخوا"، د پښتنو سيمه، د پښتنو د اوسېدو ځاى".
له دغو ټولو ماخذونو دا څرګنده شوه چي د پښتونخوا کلمه د کومې ځانګړې ډلې يا ګوند له خوا نه ده جوړه شوې، دا کلمه له پېړيو راهيسې د پښتني سيمو لپاره کارول کېږي، حتى چي د پښتون ملت قاتلين او د پښتني وطن غاصبو انګرېزانو هم همدا نوم کارولى دى.
۲. د پښتونخوا د مخالفينو درېيم دليل دا دى چي (N.W.F.P) سم نوم دى، د دې د بدلېدو لپاره آييني بدلون ته اړتيا ده چي وايي دا ممکنه نه ده. پښتونخوا ته د شمال لوېديځ سرحدي ايالت (N.W.F.P) نوم د ۱۹۰۱م کال د نومبر پر نهمه نېټه د يوۀ انګرېز باچا په کاليزه کې ورکړل شو (دي پټهان، اولف کيرو، ۴۱۴مخ)، انګرېزانو دا نوم د خپلې انتظامي او استعماري پاليسۍ د اسانتيا لپاره کښېښوو، ځکه چي شمال لوېديځ سرحدي ايالت دوى ته ډېر ارزښت درلود. شمال لوېديځ سرحد د يوۀ لوري نوم وو، چي ريښتيا هم د بريتانوي هند په شمال لوېديځ کې سرحد وو، خو کله چي په ۱۹۴۷م کال پاکستان جوړ شو نو (N.W.F.P) يواځې تر څه حده پورې د پنجاب په شمال لوېديځ اړخ کې وو، د نورو ايالتونو په شمال لوېديځ کې نه وو، مثلاً د بلوچستان شمال لوېديځ ته افغانستان پروت وو او دى، شمال لوېديځ سرحدي ايالت (N.W.F.P) يې تقريباً شمال ختيځ لور ته پروت دى، نه شمال لوېديځ ته، نو د هغه وخت له پايتخت کراچۍ څخه که د (پشتونخوا کيون؟: پښتونخوا ولې؟) د کتاب ليکوال ډاکټر ايم- اې- صوفي شمال لوېديځ سرحدي ايالت (N.W.F.P) ته تلاى، نو مخامخ به د سمندر منځ ته رسېدلاى واى او خلک به د غاښونو له يوۀ متخصص ډاکټره بې برخې شوي واى.
بله خبره دا چي دا نوم په اساسي قانون کې راغلى دى او بدلېدل يې امکان نه لري، دا بېخي غلطه خبره ده. د پاکستان د اوسني د ۱۹۷۳م کال د اساسي قانون په لومړۍ ماده کې د دې ايالت نوم شمال لوېديځ سرحدي ايالت (N.W.F.P) ښول شوى دى او د دې د بدلېدو لپاره د آيين د ۲۳۹مې مادې له مخې د قومي اسمبلۍ له ۳۴۲غړيو څخه ۲۲۸تنه او د سنا (Senate) له ۱۰۰سناتورانو څخه ۶۶تنه، يانې د دواړو پارلمانونو د ټولو غړيو دوه په درې کې اکثريت که د دې بدلون په حق کې رايه ورکړي، نو دا نوم بدلېدلاى شي.
د پاکستان د ۱۹۷۳م کال په اساسي قانون کې تر اوسه پورې اوولس بدلونونه راوستل شوي دي، اساسي قانون (آيين) قرآن نه وي، د انسانانو له خوا جوړ شوي قوانين وي، چي په ټوله نړۍ کې له حالاتو او انساني اړتياوو سره سم بدلونونه پکې راوستل کېږي.
آيا تر دې مخکې هم په آيين کې بدلون راوستل دومره ګران او ستونځمن کار بلل شوى دى؟ ځينې ډلې د نامه د بدلېدو لپاره د ټولپوښتنې (Referendum) وړانديز ورکوي، خو له هغوى دا هېر دي چي ښکېلاکګرو انګرېزانو د دې سيمې د بې نومه کولو پر وخت څه ډول ټولپوښتنه تر سره کړې وه، که مقصد د ولس رايه او احساسات مالومول وي، نو د هغوى اظهار خو په ټوله نړۍ کې د ولس د ټاکل شويو استازيو له خوا کېږي. چي دا ثابته ده چي د دې سيمې نوم پخوا پښتونخوا وو او دا هم ثابته ده چي استعمارګرو انګرېزانو د شمال لوېديځ سرحدي ايالت (N.W.F.P) په ۱۹۰۱م کال کې ورکړى وو او دا هم مالومه ده چي په ۱۹۴۷م کال د پاکستان تر جوړېدو را وروسته دا نوم د غلط العام په توګه پاته شو، نو بيا پښتنو ته د خپل نامه د ورکولو پر سره د ټولپوښتنې کولو يا د اساسي قانون په بدلون کې د دوى د ملاتړ نه کولو تر شا کوم منطق پټ دى؟
۳. د پښتونخوا د مخالفينو درېيم دليل دا دى چي د پنجاب او سيند ايالتونو نومونه هم د قومونو د نومونو له امله نه، بلکې د سيندونو او دريابونو په نومونو پورې اړه لري. دا خلک وايي چي پنجاب نوم له پينځو دريابونو اخيستل شوى دى او د سيند ايالت نوم د سيند درياب له امله سيند دى، سيندي او پنجابي ژبې او قومونه د همدغو دريابونو په نومونو مشهور دي، ځکه نو که د شمال لوېديځ سرحدي ايالت نوم بدلېږي بايد نوى نوم ګندهارا، اسلاميان، خيبر يا اباسين پر کښېښوول شي، د دې لپاره چي په دغو نومونو سره يواځې د پښتنو ژبه، خاوره او قوم ونه پېژندل شي.
پوښتنه دا ده چي د پنجاب او سيند نومونه که له هرې وجې ښول شوي وي خو همدغه نومونه د دوى د ژبې او قوم لپاره له پېړيو راهيسې کارول کېږي، په عامه توګه دا ويل کېږي چي د پنجاب تورى د مغولو د واکمنۍ په وخت په لومړي ځل کارول شوى دى څنګه چي احمدحسن داني او ځينې نور همدا خبره کوي، خو زما د مالوماتو له مخې دا تورى تر هغه ډېر پخوا په ۱۳۳۳کې ابن بطوطه په خپله سفرنامه کې داسې راوړى دى:
"At Panj Ab which is the river of sind and means the five rivers. Those flow into the great river and irrigate those districs"(10).
ژباړه: په پنجاب کې چي د سيند ايالت کوم درياب دى، د هغه مانا ده پينځه دريابونه، دا په لوى درياب ګډېږي او هغه سيمې خړوبوي.
په دې توګه له شاوخوا شپږنيم سوه کلونو راهيسې د دې سيمې نوم پنجاب دى او پنجابي قوم او ژبه هم په همدې نامه نومول شوي او مشهور شوي دي، که موږ دا ومنو چي دا نوم په پنجابي قوم او ژبه پورې هيڅ اړه نه لري او دا نوم يواځې په پنجاب کې د بهېدونکيو پينځو دريابونو له امله پنجاب دى نو بيا به دې پوښتنې ته څوک څه ځواب وايي چي په ۱۹۴۷م کال کې چي د انګرېزانو له پلان سره سم د هند د وېشلو پر وخت د هغه وخت د پنجاب له پينځو دريابونو (ستلج، بياس، راوي، چناب او جهلم) څخه درې دريابونه (ستلج، بياس او راوي) د هند په برخه کې راغلل او په اوسني پاکستاني پنجاب کې يواځې دوه دريابونه (چناب او جهلم) پاته شول، په دې توګه خو نو بيا تر ۱۹۴۷م کال را وروسته د دوو دريابونو خاورې ته د پينځو دريابونو خاوره (پنجاب) ويل ناسم دي، دې ته خو بايد د دوو دريابونو خاوره (دوآب) وويل شي او همداسې پنجابي قوم او ژبې ته بايد (دوآبي) وويل شي، ځکه د چناب او جهلم تر منځ سيمې ته پخوا هم دوآب ويل کېدل او اوس هم بايد ورته وويل شي، همدارنګه د هند په برخه کې موجود پنجاب ته هم بايد تر ۱۹۴۷م کال را وروسته پنجاب نه، بلکې د موجودو دريابونو د شمېر له مخې بايد يو مناسب نوم ورته وټاکل شي، خو د دواړو پنجابونو خلک په دې اړه فکر هم نه شي کولاى او نه هم د پښتنو د ډاډ او له دوى سره د برابرۍ لپاره تش مانوي بدلون راوستلاى شي چي ځانونو ته د (پنج آبي) پر ځاى (پانچ دريايي ) ووايي، لامل يې يواځې همدا دى چي پنجاب يو تاريخي نوم دى او اوس که څه هم غلط العام (Misnomer) شوى دى، خو د پنجاب خلک نه غواړي چي د خپل وطن، ژبې او قوم لپاره له دې پرته "بل نوم"خوښ کړي، نو که پښتانه هم خپل پخوانى تاريخي نوم چي غلط العام (Misnomer) هم نه دى، بيرته يې پر خپل وطن او خاوره باندې ږدي نو په دې کې څه بده خبره ده؟ که د پښتنو د خاورې نوم د نورو ايالتونو غوندې د کوم سيند يا درياب په نامه نه دى ښول شوى، نو په دې کې د پښتنو څه ګناه ده، پښتنو خو پر خپله خاوره د خپل قوم نوم ايښى دى، د يوې سيمې، سيند يا مذهب نوم خو يې نه دى پر ايښى، زه فکر کوم د پښتونخوا کلمې مخالفين له يو ډول وهم او ډار سره مخامخ دي او دوى له هر هغه نامه څخه ويره او کرکه لري چي په هغه سره پښتانه پېژندل کېږي او يا له افغانستان سره تړلى وي. د بېلګې په توګه هغوى د (اباسين) له نامه سره جوړ دي، خو که فرضاً پښتانه و غواړي چي د کابل له سيند سره سم د پخواني شمال لوېديځ سرحدي ايالت يا اوسني خيبر پښتونخوا ايالت نوم (صوبه کابل) کښېږدي، نو کېداى شي چي د هغو خلکو (مخالفينو) لپاره دا نوم تر پښتونخوا هم زيات د اندېښنې وړ او پرېشانوونکى وي، ځکه دوى له دې نامه څخه "نوره"ويره او خطر انګېري.
بله مهمه خبره دا ده چي د انګرېزانو له راتګ سره د پاکستان د نورو ايالتونو نومونه بدل نه شول، ځکه له هغه پلوه دوى ډاډمن دي او اغېزمن شوي نه دي، انګرېزانو يواځې د پښتنو دغه سيمه له خپل اصلي نامه پښتونخوا څخه بې برخې کړه. که د پنجاب غلط العام شوى نوم تش د دې لپاره پر ځاى پاتېږي چي دا تاريخي نوم دى نو پښتانه ولې له خپل تاريخي، کره او سم نامه څخه بې برخې کېږي؟ او په لوى لاس له ژبې او قوم سره د يوۀ تاريخي نوم د تړلو له تعصبه ډکې هڅې کېږي.
۳. د پښتونخوا د مخالفينو درېيمه نيوکه دا ده چي د پښتونخوا د نامه ښول يو پلان او دسيسه ده، له دې څخه به د پاکستان بقا او يووالي ته خطر پېښ شي، دوى له دې نامه څخه د پاکستان د راتلونکي او بقا لپاره خطر احساسوي، دوى فکر کوي چي بيا به "نور خلک"هم دا ډول غوښتنې کوي او له خلکو څخه په پټه کې د دوى موخه د سرايکي ژبې ويونکيو د سرايکيستان او د بلوچستان د پښتنو د جنوبي پښتونخوا د يوۀ بېل ايالت غوښتنه ده، حال دا چي د پښتونخوا د نامه ادعا لرونکي عوامي نېشنل ګوند د سرايکيانو او د بلوچستان د پښتنو لپاره د جلا نامه هيڅ غوښتنه نه ده کړې، نه پوهېږم دا خلک ولې داسې وهمي فکرونه کوي.
دا ريښتيا خبره ده چي د بلوچستان پښتانه ځان ته د خپل جلا آييني، قانوني او انتظامي حيثيت غوښتنه کوي او خپلو سيمو ته جنوبي پښتونخوا، افغانيه يا دې ته ورته يو نوم ورکول غواړي او دا غوښتنه خپل يو تاريخي پس منظر لري، هغه دا چي انګرېزانو کله د دې اوسني بلوچستان پښتني سيمې تر خپل واک لاندې راوستلې نو دغو سيمو ته يې د بريتانوي (British) بلوچستان نوم ورکړ، چي ځان ته قانوني او انتظامي حيثيت يې درلود او د پاکستان تر جوړېدو را وروسته هم د جنرال ايوب خان له خوا د ون يونټ (۱۹۵۵م) تر اعلانه پورې دغه نوم پر ځاى پاته وو، خو د جنرال يحيْى خان له خوا د ون يونټ د ختمېدو له اعلان سره سره- چي هر څه پر ځاى پاته شول- بيا هم بريټيش بلوچستان پر خپل زاړه حيثيت پاته نه شو او د ۱۹۷۳م کال د اساسي قانون (آيين) له مخې د بريتانوي بلوچستان د پښتنو پخوانى آييني او انتظامي حيثيت ختم کړاى شو او پښتني سيمې يې د بلوڅو له رياستونو سره ګډې کړې چي بيا يې د بلوچستان ايالت نوم ورکړ او د بلوچستان د پښتنو ځانګړى حيثيت ختم شو، چي ښکېلاکګرو او استعماري انګرېزانو هم منلى و. د هغه وخت د شمال لوېديځ سرحدي ايالت وروستى انګرېز والي اولف کيرو پر خپلو ټولو ناپوهيو او پښتون دوښمنه ناوليو او سپکو فکرونو برسېره د بلوچستان د پښتنو د پخواني انتظامي حيثيت په اړه د خپل کتاب (پښتانه The Pathans) پر ۳۷۲مخ باندې ليکي:
"Baluchistan if it means any thing should be the land of Baluch. But Baluchistan is a misnomer….On a true assessment it is the Pathan tribes of this Baluchistan who count".
ژباړه: د بلوچستان مانا چي څه ده نو دا بايد د بلوڅانو خاوره وي خو بلوچستان يو غلط نوم دى، که په سمه توګه وکتل شي نو دا د هغه بلوچستان پښتانه دي چي يو ځانګړى حيثيت لري.
عوامي نېشنل ګوند نه هغه وخت د بلوچستان د پښتنو د خپل ځانګړي او جلا آييني او انتظامي حيثيت د پر ځاى پاتېدو په هلو ځلو کې بشپړه مرسته کړې وه او نه يې اوس له خيبرپښتونخوا ايالت سره د بلوچستان د پښتنو د ګډولو يا دوى ته د خپلې خوښې د نامه د ورکولو خبره کړې ده، ځکه نو د بلوچستان پښتانه تر دې حده بې نومه او نومورکي شول چي نور خو نور، د منځنۍ پښتونخوا (قبايلي سيمو) او خيبرپښتونخوا ايالت ځينې پښتانه هم دوى بلوڅان ګڼي او ځينې د پښتنو له تاريخ، وطن او ژبې ناخبره خلک خو د بلوچستان د پښتنو پښتو ته "پختو غوندې بلوچي"وايي.
عوامي نېشنل ګوند نه له افغانستانه سره د ګډېدو خبره کړې ده، نه يې له خيبرپښتونخوا سره د بلوچستان د پښتنو د ګډولو خبره کړې ده، نه يې د منځنۍ پښتونخوا د "ازاد قبايل"په خطاب خوشاله او ډاډه پښتنو لپاره د نامه د بدلېدو خبره کړې ده او نه يې هم په پنجاب کې د پښتنو د شاملو ميانوالي او اټک سيمو په پښتني سيمو د ګډېدو خبره کړې ده، ښايي له همدې امله يوۀ پښتون مشر د عوامي نېشنل ګوند قومي سياست ته د "پر ځاى ولاړ خوځښت (Halt March)"نوم ورکړى وو. لنډه دا چي د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا غوښتنه يوه کمسارې او محدوده غوښتنه وه، دا يواځې او يواځې د پخواني شمال لوېديځ سرحدي ايالت د نامه د بدلېدو غوښتنه وه چي د خيبرپښتونخوا د نامه په ورکولو سره ختمه شوه، نو له دې بدلون سره د پاکستان بقا او يووالي ته به تاوان له چا څخه او څنګه رسېږي
۴. د پښتونخوا د مخالفينو پينځمه نيوکه يا ويره دا ده چي د پښتونخوا نوم له ورکولو سره به په دې ايالت کې له مېشتو غيرپښتنو سره "ظلم"وي. د "پشتونخوا کيون؟ (پښتونخوا ولې؟)"د کتاب ليکوال ډاکټر ايم- اې- صوفي د خپل کتاب پر ۶۷مخ باندې د دې ډار څرګندونه په دې ډول کړې ده:
ژباړه: "که د پښتونخوا د نامه په بدلولو کې خداى مه کړه د مسلم ليګ حکومت د عوامي نېشنل ګوند ملاتړ وکړ، نو دا به په لوى لاس له هغو خلکو سره زياتوب وي چي هلته د پښتو ويونکي نه شته او بيا به دا خلک هغه غيرپښتانه په پنجاب باندې د ګډولو خبرې کوي".
ايم- اې- صوفي يو بل ځاى د خپل کتاب پر ۶۵مخ باندې له ۱۸۹۱م څخه تر ۱۹۰۱م کاله پورې د سرشمېرنې له مخې له غيرپښتنو سره د نورو کارګرو خلکو په اړه وايي:
ژباړه: "ترکاڼ، زرګر، موڅي، نايي، پښ او نورو کسبګرو خلکو هندکو ژبه ويله او په ډېر زيات شمېر سره په صوبه سرحد کې مېشت وو".
دا اندېښنه يواځې د ډاکټر صوفي نه ده، بلکې له دۀ سره د "پښتونخوا په خلاف جهاد"کې ډاکټر نسيم حسن شاه، ارشاداحمد حقاني، جنرال حميدګل، ډاکټر صفدرمحمود، عبدالقادر حسن، مجيب الرحمْن شامي او ځينې نور "پوهان او محققين"هم شامل دي. دغو محققينو چي د کومو خلکو يادونه کړې ده، د هغوى تفصيل د هند د شاهنشاهي واکمنۍ د جغرافيايي فرهنګ Imperial gazetteer of India (NWFP)پر ۳۳مخ باندې ورکړل شوى دى، د هغه پر بنسټ په ۱۹۰۱م کال کې د هغه وخت په شمال لوېديځ سرحدي ايالت کې له غيرپښتنو سره څلوېښت زره ترکاڼان، اته دېرش زره ندافان (چي کځڼان جوړوي)، اووه ويشت زره پښان، درويشت زره موڅيان، شل زره کلالان، لس زره زرګران، څلرويشت زره نايان، اوولس زره دوبيان او يوولس زره ډمان اباد وو.
پوښتنه دا ده چي د هغو له وجوده چا انکار کړى دى او د هغوى پر "هندکو"ژبه ويلو باندې څوک اعتراض لري، د دې مانا دا نه ده چي په دې ايالت کې د دوى د اوسېدو له امله د پښتنو د وطن نوم بايد پښتونخوا نه وي، دا خلک تر دې ډېر پخوا هم دلته اوسېدل چي هغه وخت د دې خاورې نوم پښتونخوا وو، دا کوم منطق دى چي د پخواني شمال لوېديځ سرحدي ايالت (NWFP) د نامه پر ځاى پاتېدو سره به دا ياد شوي کسبګر خلک خوندي او خوشاله اوسېږي او د پښتونخوا نوم له ښولو سره به له دې خلکو سره "زياتوب"وشي او په پنجاب به ګډ کړاى شي. د ډاکټر صوفي او د دۀ د نورو همنظرو پښتونخوا مخالفينو اندېښنې بېځايه او بې بنسټه دي، ځکه چي په خيبرپښتونخوا ايالت کې اوس هم په زرګونو سيکان، عيسايان او هندوان مېشت دي. دا چي په دې ايالت کې چا له سيک يا هندو سره "ظلم- زياتى"ونه کړ او نه يې هم پنجاب يا هند ته د دوى د شړلو خبره وکړه، نو له مسلمان "ترکاڼ، زرګر، موڅي، استاکار، نايي، پښ او نورو کسبګرو"هندکو ويونکيو سره به داسې ولې کېږي؟
چي له هندو راجپوت سره "ظلم"نه کېږي او نه هم "د پنجاب پر لور شړل کېږي"، نو د "پشتونخوا کيون؟ (پښتونخوا ولې ؟)"له ليکوال ډاکټر صوفي غوندې مسلمان راجپوت سره به داسې ولې کېږي؟
لنډه دا چي د پښتونخوا نوم يواځې يوه سياسي اختراع نه، بلکې له پېړيو راهيسې دا نوم نه يواځې پښتنو بلکې د پښتانه وطن ښکېلاکګرو انګرېزانو هم په وار- وار کارولى دى. دا هم حقيقت دى چي شمال لوېديځ سرحدي ايالت(N.W.F.P) نوم له جغرافيوي پلوه هم
غلط العام (Misnomer) دى، خو د نورو ايالتونو نومونه د قومونو او ژبه څرګندويي کوي. د پښتونخوا نوم له ښولو سره په دې ايالت کې د غيرپښتنو د راتلونکي په اړه اندېښنې له وهمه پرته هيڅ نه دي او تر هر څه زيات دا نوم د پاکستان لپاره په هيڅ ډول خطر نه لري.
(1)پټه خزانه، ۵۶مخ، ۱۱۴۱هجري.
(2)تذکرة الاولياء، ۲۳مخ.
(3)پټه خزانه، ۱۱- ۱۱مخونه، ۱۱۴۱هجري.
(4)مخزن الاسلام، ۱۳۲مخ.
(5)د خوشحال خان خټک کليات، ۵۶۲مخ، د دوست محمدکامل مرتب شوى.
(6)ارمغان خوشال، ۷۱۷مخ.
(7)د احمدشاه بابا دېوان، کابل چاپ.
(8)د پيرمحمد کاکړ دېوان، ۱۱مخ
(9) Notes on Afghanistan and Baluchistan, page 544 Henry George Raverty, 1888.
(10) Ibn Battuta (Travel in Asia & Africa. Translation by HAR Gibb Page 181)
Painda Khan Kharoti
Why not Pashtoonkhwa (Pakhtunkhwa,Paschtunchwa , Pakhoonkhwa, Pakhun Khwa)
