د تاریخ پاڼه
ټوله په دي خبر او پوه دي چي توره کرښه چي د پښتنو تر مينځ راکښ شوي دي ددي توري کرښې ومنلو ته هيڅوک تيار نه دي او هر چاچي ددي کرښې د منلو هڅه کړي ده هغه خپل ژوند دلاسه ورکړي دي په دي نزدي تېره نيمه پيړى کښې چې د تېرو څو ولسمشرانو خپل ژوند دلاسه ورکړي هغه هم هر چاته څرګنددي عجبه خبره خو داده چي څوک ددي کار ته چمتو شوي وو چي دهغه توره کرښه په رسميت وپيژني هغه همپه دي تور د منځ څخه ولاړي او چاچي ددي توري کرښې د منلو څخه ډه ډه وکړه هغه هم ووژل شو او دلته يوه پوښتنه راولاړيږي چي هغه چاچي ځان ودي چمتو کړي و چي دا توره کرښه ومنې وهغه چاته موږ شهيد ووايو که و هغه چاته چا چي د کرښې د منلو څخه نټه او ډه ډه کړي وه..؟ ددي جواب په تاسو لوستونکو پوري اړه لرى.
کله چي په کال ۱۹۷۶ء يا ۱۹۷۷ء کښې سردار محمدداودخان د ايران پاکستان او امريکا سره اړيکى ورغولي او د وخت شوروي اتحاد ته بربنډ جواب ورکړي نو ددي وروسته د دوي په اړه دا وويل شو چي خدائى بخښلې دا ژمنه د دادرو واړو سره کړي وه چي دهغه توه کرښه به په رسميت پيژني هغه وو چي دده په ضد پاڅون وشو او هر هغه چاچي دهغه مهال اوزعان خلګه دي هغه په دي هر څه خبردي او بيا چي د نورمحمدترکي وروسته حفيظ الله امين راغلي د څو مياشتو وروسته داخبره عام شوه چي دي هم د سردار محمدداود په پله روانيدونکي دي نو ځکه هغه وو چي دده ملګرو او دوستانو او پخپله يو لړ افغاني لوړ پوړو په ده داسي بريد وکړي چي خوارکي ته تروروستي وخته دا څرګنده نه شوه چي دا بريد د چالخوا شوي دي ويل کيږى چي دده په نوي ماڼي کښې چي (تاج بيګ) جګړه ډېره توده وه او حفيظ الله امين دا خيال کاوي چي دا بريد به مجاهدينو کړي وي نو خپل نزدې ملګري ته ږغ وکړي چي شورويان راوبوله هغه جواب ورکړي چي هم دهغه خو شورويان دي داسي ويل کيږى چي ډاکټر نجيب الله او دده ورور احمدزي ته د سر په امانى وړانديځ وشو چي دهغه توره کرښه په کاغذو لاس ليک وکړه خو ده ډه ډه وکړه سر ورکړي خو د هغه کار يې ونه کړي ځکه چي دده چغه او شعاروطن يا کفن وو.
و خوار ولس ته خو هغه څه څرګنديږي چي د يو بل د خولي يا د رسنېو او اواځو لخوا تر دوي تر غوږ ورسيږى دننه څه روان وي هغه هغه وخت څرګنديږي چي آس ليوانو خوړلي وي د افغانستان تاريخ چي موږ لولونو دا راته ښکاره کيږي چي په خپله حکومتو او د حکومت چارواکي چي د خپل هيواد او ولس په ضد څه کړي دي يو ژوندي قام و داسي چاته عفه نه شې ورکولي خو دا د افغانان دي چي د خپله لاسه ورپيښه ده چي وطنپال او لاس پوځي ته په يوه سترګه کتل کيږي چا جنايت او خيانت کړي وي هغه هم د وطنپال سره سم ناست وي دا ځکه چي د هغه حکمرانان او په دوي راټول چارواکي د خپل ولس لخوا نه بلکې د نورو لخوا په دي ولس تپول کيږي خو د کهره او کوټه توپير ولس کوي نه چارواکي او د افغانستان تاريخ د داسي پيښو ډک دي دوي ولس په يوه نامه او بل نامه څوکرولي دي خو د ولس و خبره ته غوږ نه دي ايښي نن چي په بشپړه پښتون افغان کوم ناورين جوړ دي دهم د دهغه پخپله يا د نورو لخوا د جوړشوو مشرانو دلاسه دي ولس ته هيڅوک ګوته نه شې نيولي نه دا چي ولس سپي دي ولس خورړورشپانه غواړي چي و هري سرشندني او قرباني ته تيار وي نه بايد دهغه ولس و نړۍ والو ته داسي وپيژندل شي چي دا سپي ولس دي هوچي شبانه رمه وليوانو ته پريږدي نو به داسي ورسره کيږى تر هغه وخته چي دا ټولو د نورو داسري په ځائى د خپل ولس ملاتړ نه وي ترلاسه کړي لابه نوري لوبى کيږى.
موږ ټولو وخت ددي توري کرښې په تورو اغيزو خبري کوو خو کله موږ په دي غور کړي دي چي په دي عمل کښې پخپله د افغانانو پښتنو څومره لاس دي او هم د هغو چاچي په اميرعبدالرحمان او نورو حکمرانانو باندي راټول وو خو دننه دننه د انګريزانو ملګري وو او د خپل هيواد وراني يې کاوي او انګريز ته کار کاوي ځکه چي کله د ډيورنډرکرښې خپل سره لوزنامه کيدل په هغه کښې يو شردلاوماده دانه وه چي د دوي په لاس پوڅو به څه نه کيږي او څوک چي د توري کرښې وهغه خواته کډه کول غواړي هغه سلامت د افغانستان يا د کندهار څخه ځي او چاته نه د څرګنده چي څومره کورني د انګريزي هند په لور ولاړي دا خو نن هر څه څرګند شوي دي د افغانستان او ددي ولس سره چي چا څه کړي دي او د تاريخ يوه برخه ځيني جوړه شوي ده که د دوي نومونه دلته ليکل پيل کړم نو به دا ډېر ځائى وغواړي خو په کاردي چي موږ تاريخ ولولو او ځموږ و مخ ته چي کومي پيښې شوي دي هغه تاريخ ته وړاندي کړو چي ولس پخپله بيا دا پريکړه وکړي چي موږ ته څه په کاردي نن هر پښتون افغان د خپل ځان څخه دا پوښتنه کوي چي موږ به ټول عمر په دهغه جګړو کښې راګيريو او داسي به وژل کيږو چي يو ښکاري په ځنګل کښې هم نه غواړي چي دومره مرغان وولي خو ددي جواب د هيچا څخه نه شته نه د حکمران څخه نه د سياسى مشر څخه نه د مولوي او د طالب څخه ولي چي دا ټوله يو کار په خپله خوښه نه کوي بيله دي چي نن په فلانکى ځائى کښې دومره ووژل دومره ژوبل شول بل څه نه شته خو ددي جواب ورکونکو غوږونه پلن اچولي دي بيا به هغه وخت هر جګ شې چي نور لاډېرڅه موږ دلاسه ورکړي وي يا به په پښتنو افغانانو ايدري ډکي شوي وي په کنډوالو به مشري کوى
يو کتاب چي نوم يې برټش بلوچستان دي او اي عزيز لوني ليکلى دي دوي د نورو ناخوالو د څنګه د توري کرښې په اړه ډېر معلومات سره يو ځائى کړي دي په کاردي چي هر يو يې ترلاسه کړي چي د ۱۹۷۹ء څخه تر ۱۹۴۷ء پوري تاريخى پيښې راټولي کړي دي ددي وروسته چي کومي پيښې ددي خوار ولس سره شوي دي په کاردي چي ځموږ پوهان په دي قلم راواخلي په زياته بيا هغه څوک چي دوى باخبره وى..
