هارون باچا سره مرکه
موسيقي د يو ولس، د يو قام د جذبو ترجماني کوي او ددغه موسيقۍ اهڼونه د ولس د ژوند د اړخونو بدلېدو سره سره له نويو تقاضو او نويو غوښتنو سره اشنا کېږي. ددغه حقيقت په تناظر کې که چېرې موږ په پښتو موسيقۍ نظر واچو، نو د شلمې پېړۍ د لومړيو کلونو د ريکارډڼ نه دا برېښي، چې دغه دور بيخي ساده و، طرزونه ولسي وو او سازونو به د ژوند خبرې کولې. استاد فدا مطهر، گلستان بابا او استاد فريد جان ددغه دور نماينده شاعران او استاد محبت خان، استاد زر خان، حبيب جان، استاد مظفر او داسې نور ډېر د شلمې پېړۍ د لومړي دور ښکاره او ځلنده فنکاران دي.ددغه دور د بشپړېدو نه پس بيا د استاد سبز علي خان او ورپسې د 1995 کال په شاوخوا کې د گلنار بېم او کشور سلطان له راتلو سره سم د پښتو موسيقۍ په دنيا کې انقلاب راځي. د احمد خان ټپې، د فضل ربي بدلې او بيا د استاد خيال محمد غزلې ښې مشهورې شوې. زما په خيال دا د پښتو موسيقۍ زرين دور Golden age دى.
د اتيايزې په دوره کې يو بل آواز، يو بل انداز په کوزه پښتونخوا کې خور شو. دا اواز د سردار علي ټکر وو. د سردار علي ټکر د ټولو نه لوى انفراديت دا و، چې هغه د غني خان نظمونه په خوند خوند وويل. دا بدلون هر چا خوښ کړو. ددې دور سره نزدې نزدې ښاغل گلزار عالم پښتو موسيقۍ ته خپهل اوږه ورکړه او په ولس يې ددې دور عظيم شاعر رحمت شاه سايل وپېژندو. هم په دې کالونو کې يو ښاېسته زلمى خپل شوق دې ميدان ته راوستو. دا د خپل سټاېل ډېر خوږ سندرغاړى ښاغلى هارون باچا دى، چې د مئينانو شمېره يې ښه ډېره ده.
((ستوري)) د پښتو ادب او پښتون کولتور د پرمختګ لپاره يوه هڅه او يو کوشش دى، ځکه نو ما چې له ښاغلي هارون پاچا سره کومې خبرې وکړې، هغه دا دي ستاسو لپاره په دغه گڼه کې شاملې دي.
ستورى : باچا ستا نوم، ستا مقام اوس د چا نه پټ نه دى، خو ډېر خلک ستاسو له ذاتي ژوند څخه خبر نه دي، که لږ ځان پرې وپېژنئ، نو مننه به دې وي.
باچا : لايق صيب مننه! زما تعلق د صوابۍ ضلعې د يو ورکوټي کلي پنچ پير سره دى. د پنچ پير د کلي د پېژندگلو ډېرې حوالې دي. دا يو ډېر پخوانى تاريخي کلى دى، چېرته چې يوسفزو اباد دي. دلته له مذهب سره د مينې جذبې ډېرې تاندې دي، زه د يوفزو د کورنۍ بچى يم. ورکوټوالي مې هم کلي کې تېر کړى دى.
ستورى : خلک وايي چې ماشوموالى بادشاهي وي، تاسو هم په بې غمۍ کې وخت تېر کړى دى؟
باچا : ظاهره ده، چې څڼه نور پښتانه بچي ژوند کوي، چې څه احساسات نور پښتانه بچي لري، هم دغه رڼ ما په لارو کوڅو کې لوبې کړي دي او د ((خپلې بادشاهۍ)) نه مې ښه خوند اخيستى دى.
ستورى : زده کړه مو تر څه حده ترلاسه کړې؟
باچا : ما لومړنۍ زده کړې هم په خپل کلي کې وکړه، چې کله ددغه دور نه فارغ شوم، نو په پېښور کې مې په (ايډورډ کالج) کې داخله واخيسته. په ايډورډ کالج کې داخله اخيستل په خپله يو اعزاز و، ځکه چې زموږ په صوبه کې د تعليم د معيار دوه نومونه دي، يو اسلاميه کالج او بل ايډورډ کالج.
ستورى: باچا جي! يوه خبره به راته واضحه کړئ، چې د سکول کالج په زمانه کې د ځينې مضامينو سره د يو چا ډېره مينه وي او له ځينو مضمونونو سره يې نه لګي، خپله خبره راته وکړئ.؟
باچا : (په خندا) رښتيا درته ووايم، چې زما له هر يو مضمون سره لګېده، خو بس د Maths يانې رياضۍ نه مې تل سر ټکولى دى.
ستورى : د تعليم خبره خو مو سپينه کړه، خو دا راته ووايه، چې د موسيقۍ مينې مو کله په سينه کې غورځڼ وکړو؟
باچا: ما به د سکول په زمانه کې د ريډيو نغمې اورېدې، ښه اوازونه به مې خوښېدل لکه د استاد خيال محمد، گلنار بېم او کشور سلطان اوازونو ما له حوصله راکوله.
ستورى : بيا؟
باچا : بيا چې کله هم ماته موقع په لاس راتله، نو ما به د سکول او کالج په زمانه کې د ((سندرې)) ويلو کوشش کاوه او چې کله به ملريو حوصله راکړه، نو د ځان نه بۀ مې زړه ښۀ شو. بيا زما استاد چې په ما ډېر گران دى، ښاغلي پروفيسر ضياالقمر څوک چې پخپله د ريډيو او ټيلي ويژن ارټسټ دى، هغه چې زما اواز واورېده، نو ماته يې ډاډ راکړو او راته ئې وويل، چې سبا له به دې ټيلي ويژن ته بوځم.
ستورى : تاسو خو به ښه خوشحاله شوي يئ؟
باچا : خوشحاله که د خوشحالۍ نه لېونى، ځکه چې زما خوب خپل تعبير ته رسېدو. زړه مې درزېدو او کرل رېبل مې کول چې څڼه به د کيمرې له سترگې سره سترگې جڼوم؟ په هر حال، چې کله پېښور ټي_وي ته ورسېدو، نو ضياالقمر صيب له محترم مشر ښاغلي شوکت علي سره زما پېژندگلوي وکړه.
ستورى : بيا؟
باچا : لايق صيب! بيا داسې وشوه، چې شوکت علي صيب د اختر لپاره يوه (شو) ريکارډ کوله، ما په دغه خصوصي پورگرام کې د ډاکتر اسرار دا سندره ((جينکۍ نه راځي گودر ته) وويله. چې څڼه دا نغمه خوره شوه، نو هر چا خوښه کړه او دغه رڼ مې په دې لاره باقاعده قدم کېښود.
ستورى : باچا جي! ځينې فنکاران د مقبوليت بام ته د رسېدو لپاره کلونه کلونه انتظار کوي، خو تاسو دغه سفر په ډېر لږ وخت کې لنډ کړو، ددې شاته څه خاصه خبره شته؟
باچا : يو د مشرانو دعا، بل له خپل کار سره د زړه نه مينه، چې دا دوه خبرې د چا ملرې شي، نو هر منزل يې پښو ته پخپله راځي.
ستورى : باچا جي! ټپه د کلونو کلونو راهيسې ويل کېده، تاسو چې کله دغه ټپې وويله (اول به کله کله غم و)
ددې طرز چا جوړ کړى؟ دا سوچ د چا واو ايا ستاسو دا باور و، چې دا ټپې به دومره مقبولېږي؟
باچا :(په خندا) نه بالکل نه، داسې وه، چې موږ سوات ته تللي وو، هلته زه له ملريو نه يواځې
يواځې ګرځېدم، په ذهن مې نغمې راورېدې او ما داسې محسوسوله، لکه چې زه د يو الهامي کيفيت نه تېرېږم او هم داسې وشوه، چې زما خيال ته د ټپې دا طرز راغى. ما څو څو ځله دا طرز له ځان سره واړولو او چې کله بيا پېښور ته راغلو، نو استاد صاحب گل ته مې طرز واورولو. هغه ورسره مينه وکړه او دغه مينې بيا دا ټپې د پاکستان دننه او بهر دومره مشهورې کړې، چې په اردو کې يې ژباړې وشوې. دا هر څه د الله تعالى احسان دى.
ستورى: باچا جي! تاسو يو مقام، يو حيثيت ته رسيدلي يئ، د ننني دور په فنکارانو کې مو د چا اوازونه خوښ دي؟
باچا : د هر فنکار خپل مقام او خپل حيثيت دى، البته ((ټکر)) او ((گلزار عالم)) راباندې ښه لي.
ستورى : د چا شعرونه په مينه وايې؟
باچا: هر ښه شعر مې خوښ دى، خوا که د هر چا وي.
ستورى: دا نن سبا چې د کومو اليکټرانک سازونو او کمپيوټر استعمال پيل شوى دى، دا د پښتو موسيقۍ په ښېگړه تمامېږي؟
باچا : لايق صيب! د بدلون لار څوک نه شي نيولى، بدلون خامخا راځي، خو زه دا خيال کوم چې د (سُر) او (لى) لمن پرېښودل نه دي پکار. بله دا چې په ټريک باندې د کمپيوټر په مرسته يوه سندره دوه ((فنکار)) نه شي جوړولى، دې نوو زلمو له پکار ده، چې دوى موسيقي زده کړي، نو هله به ځان ژوندى وساتي، گنې دا د سيلۍ چپه ده او چپې ډېر زر تېرېږي.
ستورى : موږ د موسيقۍ خبرې اوږدې کړې، په دې مو پوه نه کړم، چې تعليم دې کوم ځاى ته رسولى دى او نن سبا په عملي ژوند کې له موسيقۍ پرته څه کوې؟
باچا : ما په (سوشل ورک) يانې د ولسي ښېگړې په مضمون کې شپاړسم او بيا ورپسې M.Phail کړى دى، څه موده مې د يوې غير سرکاري ادارې سره نوکري کوله، نن سبا خپل کاروبار کوم.
ستورى : او کورنى ژوند؟
باچا : (په خندا) ښه د مزو دى، د الله تعالى احسان دى، ښه مطمئين يم، دوه زامن لرم يو (درمان) او بل (ودان) نومېږي.
ستورى : باچا جي! موږ درته نورې خوشحالۍ غواړو. په پاى کې راته خپل يو پېغام، يوه وينا، يوه مينه، يو احساس راپېرزو کړئ!
باچا : لايق صيب! زه خپلو پښتنو ته دوه خبرې کول غواړم، لومړۍ دا چې وخت ډېر په تېزۍ سره روان دى، نن د ټوپک زمانه، نه ده، نن مقابله په ((قلم)) ده، نو د هر څه نه زيات ضرورت د تعليم دى. له وخت سره د تلو دې که چېرې نن هم موږ د وخت د نزاکتونو احساس ونه کړو، نو خداى مه که سبا له به مو په تاريخ کې نامه هم نه وي پاتې.بله دا چې موږ دا خپلمنځي اختلافات ختم کړو، چې په دې سيمه کې امن راشي. نن زموږ د پښتنو کور اور اخيستى دى، په سوات کې خو ماشومان ذهني مريضان شوي دي. هر سړى وارخطا دى، چې څه به کېږي؟ په داسې حال کې زموږ د ټولو قامي ذمه داري ده، چې د خپل ځان احساس وکړو، ((نورو)) ته دا موقعه ورنه کړو، چې زموږ کور وران کړي. امن تامين کړو، مينه عامه کړو، نفرتونه هېر کړو، زه خو د قمر زمان طاېزي دا شعر تکرارول غواړم:
باچا : زه هم د ستوري له ټولو کارکوونکيو او مرستيالانو څخه مننه کوم، چې ماله يې د خپلو جذبو د اظهار موقعه راکړه. مننه
Haroon Bacha Sara Maraka
By: Layaqzada Layaq

دا عـــمـر خـــــــــو زمــــــونــــــږ د محــبـــت لــــــپاره کـــم دى
حــېـــران يــم چــې نــفــرت تـــه وزگارېـــږي خــلــک څــنګــه؟