اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

پښتانه په ګرداب کښي

ليکونکى:عبدالجبارکاکړ

موږ پخواهم وخپلولوستونکو ته داڅرګنده کړي وه چي پښتانه دهر لوري راګير شوي دي او ددي ګرداب څخه دوتلو يواځني لاره يو موټى کيدل دوي ددهغه لوئي ناورين ځغورلي شې بله لاره دوي ته نه ده پاته که څوک ودي ته ناست دي چي بل څوک به موږ ددهغه کړاونو څخه استلي شې يادا چي دوي ديو والي نه هڅى کوي شې نه خبره کوي شې ولي چي نور خوابدي کيږي نو دهغه ډول خوابونه دي ويني او قام دي هم د ځان سره په دهغه خواږه خوب ويده کړي؟ خودايوه پوښتنه بۀ ارومرو هر پښتون کوي چي ځماپه سراوربل دي اوزه په دي نه کوم چي بل خوابدي کيږي؟ ددي سره داپوښتنه به هم ارومرو کيږي چي په دهغه درې لسيځي جګړه کښې يواځي دپښتانه کورولي سوځل کيږي او هر څه ورانيږي؟

داسي هم ددي اوږدي جګړي په اوږ ده ناورين کښې هر څوک په دي پوه شوي دي چي يواځي پښتون ولي ددهغه ناورين ومخ ته اچول شوي دي چي په هر اړخ کښې هر څه يې ورانول کيږي دا رښتيا خبره ده چي ددهغه حالاتو دراړو لوبيل بيل علتونه دي چي باندني اړخونه هم لري او کورني هم جغرافيائي ارزښت يې هم دي او سياسي هم او دپښتنو خپل تاريخ هم داسي دي چي دچا خبره ده چي په غاړه کښې لويدلي دي او ددي دڅنګه د پښتنو سره هغه ناوړه عمل دي چي لوئي دښمن دخپلي لوئي لوبى په خاطر دوي په بيلو بيلو برخو کښې سره ټوټي کړل چي دوخت واکمنان په دي پوه نه شول چي دوي د خپل قام سره دا څومره لويه تيروتنه کوي او تاريخ به دوي ته کله هم عفه ونه کړي نه به په ګردعمرو دوي ته ښه ونه وائى ځکه چي وټولوزور ځواکو ته پخوا هم داڅرګنده وه او اوس هم په پوه دي که دهغه قام سره يو ځائي شو نو دابه يو لوئى قدرت جوړ شي چي نه يواځي ګاونډيانو ته به خطر وي او بلى خواته چي د دوي کومي ګټي په دي سيمه کښى دي دوي به ونه کړل شي چي په کراره دهغه ګټي وخوري يوه بله لويه پيښه چي ځموږ د قام سره شوي ده هغه په لويه کچه هغه افغانان دي چي دنورو لاس پوځي دي او خپله دهغه ډنډه او مسؤليت په ډيره سپين سترګي په ډير ښه ډول ترسره کوي او هغه داسلام په سپيڅلي نامه هم کوي او د ځاني ګټي هم ورسره تړلۍ وي او موږ د تاريخ په اوږدو کښې داسي ناولي ليدلي دي چي دهغه لاس پوڅو دنورو په لمسون خپل ورور د وژبو او خپله خاوره په نورو دپلورلو څخه هم مخ نه دي ګرځيولى او دهغه وارو کسانو ډير زيان ودي قام او خاوري ته رسولي دي يو بل لوئي علت چي په موږ کښې ليدل کيږي هغه په خپل ځان په حيث د قام باور نه کول نا لرل دي خو يوه بله ناخواله هم غواړم چي ستاسوو مخ ته کښيږدم ځکه چي د ليک لويه برخه هم ددهغه ناخوالو په ګوټه کولو باندي تيره شوه هغه هم دا ده چي پښتانه په حيث ديوه قام خپل قومى اقتصاد جوړنه کړي چي دهغه ناخوالي يو شمير نوري ناخوالى وژيږ ولي.

ډير ليري به په تاريخ کښې نه ځو يواځي به د ثور داوښتون (۱۹۷۸) څخه نيولي بيادنن ورځي پوري چي کومي لوبى دپښتانه قام سره وشوي که هغه وڅيړونو به هر څه راته څرګندشې چي څنګه د دوستانو په جامو کښې پښتانه هري خوا ووهل شول او وهل کيږي او پښتانه خاوره کښې داسي سيمي دپښتنو خاوري شته چي دوي په کښې بيګانه دي ددهغه نزدي د روديش کلو کښې هر څه دورغوي په حيث څرګند کړي دي اوس که څوک ځان په پوه کوي که نه دهغه باندنى ميلمانه چي ځموږ خاوري ته پخپله راغلى دي دوي دخپلو ګټو دخوندي کولو دپاره راغلي دي په موږ مېن نه دي او داځائى او مکام داوږ دوهلو ځلو لګښتونو او سرشندنو وروسته دافغانستان دلاري ودي ځائي ته ځان رسولي دي خو دبرتانيې دګټو دڅنګه خپل غچ دپښتو څخه داخستلونيت هم کړي دي پښتانه او د دوي مشران سپين ږيري اومخور ځکه وژل کيږي چي د دوي زور او غرور ورمات کړي چي دوي وکولي شي چي بيله د څه خنډه او ځنډه دهه ګټى خوندي وساتي ولي چي دوي ته څرګنده ده او برتاينې خپل پخوانى درس ودوي ته ورکړي دي چي د هند په ۱۵۰کاله واکمنى کښې يواځي دهغه پيښتانه او افغانان وو چي د دوي مخ ته ولاړ وو نورو ټولو خود دوي ګوټو نه ورسمول دبده مرغه دپښتنو افغانانو دګاونډيانو هم دهغه خوښه ده او باندنيانو ته هم دهغه صلاه ورکوي نو ځکه چي هر ځائي دپښتنو په سر يې او روربل کړي دي او پښتانه نه ايله کوي چي دوي سره کښينې بلکي ډير ګاونډيان غواړي چي افغانستان تجزيه او مات شي چي د دوي پاته کيدل به بيا باوري شې نو ځکه چي دهري لاري داهڅي کيږي چي نه افغانستان په خپلو پښو ودرسيږي نه نور پښتانه په کراره شې چي هر سترګه ور داهر څه ليدلي شې.

خبره به ډيره اوږه ده شې که موږ په وړاندي شوو يوه يوه ټکى بحث کوو خو په کار دي چي د نن مهال او زمان کښې چي رسني دومره وده کړي ده په دي خبرو ځان پوه کړي او ددي دڅنګه په دهغه ناخوالو هره ورځ ليکني کيږي او کتابونه په چاپ کيږي په کار دي چي موږ ټوله داخپله ډنډه وګڼو او هر وخت خلاصى سترګو دهري پيښى نه يواځي څارنه وکړو بلکي څيړنه يې هم وکړو لنډه دا چي په حيث ديوه پياوړي قام موږ ته څه په کار دي چي ددهغه اوږده ناورين څخه خپل ولس او ټاټوبى راو باسو او خپلى ناخوالي پخپله اواري کړو ولي چي هيڅوک نه شته چي موږ په سمه لاره روان کړي که موږ پخلپه خپل ځانونه روان کړي نه وي ولي داهر څوک چي ځموږ ولس وخاوره يې په وينو ککړه کړي ده ددوي هر يوه موخه ډول ډول ګټى دي چي په افغانستان کښې سره راټولي شوي دي د دلته نه داسلام خبره ده نه بله دوي وګټو ته ځان رسول غواړي ولکه افغانان وژل کيږي دوي ددي باک نه لري بيرته دا خبره کوم چي ناتاربيله خپله څښتن نه شې راګرځيدلي نو څه کول په کار دي؟

زه په باور سره داخبره کوي شم چي اوس هم هر څه ځموږ دافغانانو او پښتنو په لاس کښى دي که موږ يو موټى شوو او دخپلى خاوري او د خپل ولس ګټي دسياست دلاري مخ په وړاندي يو شو او يو په بل تورونه لګوو چي ته وکړو يا ما څه وکړو ولي چي داوخت ددي خبرونه دي خو دايوه خبره درک کول ضروري ده چي هغه لاس پوڅي چي هميش يې خپل ولس او خاوره په نورو پلورلي ده هغه و څارل شې او هره پريکړه چي کيږي ولس په کښې ورګډوي او د دوي خوښه په کښې وي يو وار بيا هغه وخت راغلي دي چي کله دجينوالو زنامه د روس او امريکاترمنځ وشوه او دشور وي دسرولښکرو دوتلو پريکړه وشوه خودبده مرغه دکابل حکمرانانو بشپړه تياري ونيوي چي د افغانستان ټولي چاري دوخت مجاهد ډلو او مشرانو ته وسپاري خودبده مرغه دهغه مجاهد مشرانو په منځ کښې ډير اختلاف ووبله دا چي دوي خپلواکه نه وو بلکې واک دنورو وو وچي هغو هر څه دخپلو ګټو په رڼا کښې کول که مجاهد مشرانو هغه وخت په خپله پريکړه او سوچ د کابل واک ترلاسه کړي وي او د هيواد او ولس خيال يې ساتلي وي نن به افغانستان داسي نه وي وران شوي نه به کابل کنډوالي شوي وي نه به نور ۲۲کاله جګړي تراوسه دوام کړي وي چاد جينوالو زنامه سبوتاژکړه ډاکټر نجيب الله وروستى خبره دا وه چي آه افغانستان بريادشو په کار دي چي نور نو خپل ټاټوبى اوخپل ولس نه وکړوو هر څه چي کوو په ګډه يوه پريکړه وکړو دلويو ګټو دپاره وړوکي ګټي وشاته واچوو لکه مخ کښى چي وويل شول چي هر څه داسي څرګنددي لکه څوک چي خپل ورغوي ته ګوري.

داخبره ډيره کيږي چي تر ډيره رښتيا هم ده چي داسى مشرنه شته چي ولس ويوه خواته روان کړي خو په اوسني حالاتو کښې هر څوک پيژندل شوي دي خو هر څوک چي د خپل ټاټوبى او خپل ولس ګټوته د تر هر څه ارزښت ورکاوي زړه وړ وي په قومي ګټو يې راکړه ورکړه اوسو داګري نه کوله په سياست پوه وي دسرشندني ارزښت لري هغه مشر دي که نن دشا په ليکو کښى ودرسيږي خو دهغه وړاندي شوي وياړو نه ولري ارومرو به که نن نه وي صبابه و د هغه ځائى ته رسيږي خو دلته دمشري خبره نه ده دناورين او کړوانو مخ نوي او د خپل ټاټوبى ځغورنه ده چي دامشري نه ده بلکى خواري ده ولي که اوس هم سمه پريکړه ونه شوه نو به د داسي ناورين سره مخامخ شو چي خپله پيژندګلوي به دلاسه ورکړو.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←