اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د کونړ سيند

د کونړ سينده! ته پوهېږې، چې زه ستا پر غاړه اوسېدلى يم، تا سره لوبېدلى يم او تا سره لوى شوى يم. ما خپل ټول وړوکتوب له تا سره په لوبو کې تېر کړى دى. ته پوهېږې چې ته څومره پر ما ګران يې؟ پخپل ادب کې مې ته څومره ستايلى يې، څومره دې يادوم؟
زه او ته ګاونډيان يو، انډيوالان يو، اشنايان يو او ياران يو.
زه او ته نه يواځې هېوادوال يو، بلکې کليوال يو. زما او ستا اړيکې د پلارونو، نيکونو، غور نيکونو.... څخه
روانې دي.
خو اوس چې زه زلمى شوم، پوه شوم، د علم خاوند شوم، بهر ته لاړم، هلته مې تا غوندې نور سيندونه وليدل، هغوى د تا غوندې بې مهاره نه بهېږې، خپل هېواد او خپل ملت ته زيان نه رسوي، بلکې ګټې رسوي ګټې!.
اوس پوه شوم، چې نه اشنايان يو، نه ياران يو او نه دوستان، تا له ما سره په انډيوالۍ او کليوالۍ کې لويه جفا کړې ده او کوې يې، ظلم دې کړى دى او کوې يې، زياتې دى پر ما کړې دى او کوې يې.
تا په دوستۍ کې موږ ته يواځې او يواځې يو جام، يو منګى او يوه چاټۍ اوبه د څکلو لپاره راکړي دي او هغه هم د شګو ډک. نور حرام شه که تا موږ سره په خلاص مټ کومه مرسته کړې وي. البته په دې قانع يم، چې تا زموږ د کونړ درو، ورشوګانو او ځنګلونو ته ښکلا ورکړې ده، خو له ښکلا سره په تنده کې دې هم ساتلي يو. ته لاندې بهېدلى يې او زموږ ځمکه چې دوه نيم پټي دي، پاس پرېښي دي. زموږ فصل د ستا د يو څاڅکي اوبو په ارمان سوي او لولپه شوي دى، چې همدا ستا لويه دښمني ده، چې له همدې څخه ستا بد نيت ښه څرګندېږي.
ته فکر مه کوه، چې زه نه پوهېږم، په دې ټولو زياتيو زما سر اوس ښه خلاصېږي، زه ښه پوهېږم. دا ټول ما په زړه کې اچولي دي، په خوله څه نه وايم.د کونړ سينده! زما په زړه کې تاته ډېره پرته ده، زما زړه په تا ډېر پوخ دى. زما زړه تاته ډېر ډک دى، زه به يوه ورځ دا خپل ډک زړه په تا تشوم، زه به هغه ارمانونه چې تاته زما زړه کې پراته دي، په تا پوره کوم.
هو! پوهېږې چې ولې غلى يم؟ دا ځکه چې زه ناچاره يم، غريب يم، بې وسى يم، لاس مې تش دى. وايي چې ((تشه لاسه ته مې دښمن يې )) او تا زما له دې بې وسۍ، غريبۍ، ناچارۍ او بې علمۍ څخه څومره بده ګټه پورته کړې ده.
خو په دې ښه پوه شه، چې زه پښتون يم، پښتون چې په سلو کلو کې خپل غچ واخلي، وايي چالاکي يې کړې ده.
پښتون هېڅ وخت خپل بدل چاته نه پرېږدي، په خوله خاندي، ګاونډيتوب او کليوالي کوي، غم او ښادۍ سره پالي، خو چې وخت راشي بيا خپل بدل اخلي او زه هم همدې ورځې ته سترګې په لار يم او په دې هم ښه پوه شه، چې زما ورځ راتلونکې ده.
هغه ورځ به راشي، چې زه به په علم، ټکنالوجۍ او تخنيک سمبال يم، لاس به مې هم ډک وي، ناچاري او بې وسي به پاى ته رسېدلې وي، دا د جنګ جګړو او کړاوونو ډکې ورځې به تېرې او د تاريخ يو باب به وي. سوله به وي، امن به وي، ښادي او خوشحالي به وي، هلته به بيا کار او روزګار وي، علم، ترقي، اباي او پرمختګ به وي. بيا به زه تا سره ګورم، زه او ته به بيا هغه وخت سره خبرې کوو. زه به بيا هغه وخت ستا خوښ شم.
ته به وايې چې څه خبره ده؟ ولې دومره په قهر يې؟ ولې دې دومره زړه ډک دى؟ ولې سپورې ستغې وايې؟
سره له دې چې ته ځان په ناګاره کې اچوې او پخپل زړه کې ښه پوهېږې، چې ولې زه په تا دومره عصبي يم، خو بيا هم ددې لپاره چې ستا غوږونه خلاص کړم او په دې دې پوه کړم، چې ستا جفاګانې ماته ښکاره دي، نو واوره چې تا کله ما سره ښۀ کړي دي؟ تا کله ما سره لاس نيوى کړى دى، ته کله زما په غم غمجن شوى يې؟ ستا خو ټول وخت ما سره بدي ده. تا خو ټول عمر زه کړولى، دردولى، زورولى، ژړولى او وژلى يم. ته په دې ښه پوه شه، چې دا ټول زما په ياد دي او زه د خپلې ورځې او د خپل وار په تمه شپې او ورځې سبا کوم.تا زما نواکي ځوانان، چې به تا سره لوبېدل، ځان سره لاهو کړي دي، چې په دې ډول دې ډېرې مېندې بورې کړي دي. تا زما برېتور پاخه ځوانان، چې به تا سره لمبدېل، پخپل مخ وړي دي او په دې لار دې ډېرې ځوانې مېرمنې کونډې کړي دي. تا زما په کوچنيانو، ماشومانو، ښځو او سپين ږيرو زړه نه دى سېځلى او دا ټول دې وخت ناوخته پخپله خېټه کې ډوب کړي دي، دا زما کله هېرېږي دښمني هم د چا هېرېږې؟
سيلاب به دې راوست، زه به خوشحاله وم، چې لرګي او ګوټي به ونيسم، چې خونه به مې ګرمه او نغرى به مې تود کړم، خو د لرګيو له نيولو سره به دې يو نيم ځوان قرباني کړ، چې دا لرګي او ګوټي به دې زموږ د مرګه پاتې کړل. يو نيم پټى چې مې لرو، هغه به دې هم همدې سيلاب په سر واخيست او په کنډو کنډوالو به دې بدل کړ.
ته دومره بد نيته يې او دا دې هم راباندې پېرزو نه دي، چې دا دوه نيم پټي راته خړوبه کړې.
ته دومره ژور بهېږې، چې زما ټوله ځمکه پاس پاتې ده، چې ستا د يو څاڅکي اوبو په ارمان زما ټول شين فصل وسوځي. دا دې هېرولو دي.؟
تا پخپله غاړه کې ټوله ځمکه، ټوله ابادي په شاړو بدله کړې ده. ته ځينې ځايونو کې پېنځه کيلومتره سرور، پراخ، پلن، په تکبر او غرور کې څپې وهې او روان يې، تا زما کلي، کوڅې، لارې او ګودرونه وړي دي.
تا زما په جوماتونو، کوم چې ستا پر غاړه ما د زړه په وينو اباد کړي، زړه نه دى سېځلى، هغه دې په کنډواله بدل کړي دي. دا کله د چا هېرېږي!
په دې پوه شه چې زه به د خپلې بې وسۍ او ناچارۍ ته د پاى ټکى ږدم. يوه ورځ به زه د هرې لارې غښتلى يم، بډاى به يم، په علم او تخنيک به سمبال يم، بيا به ستا خوا ته درځم، تا سره به خبرې کوم او بيا به نو ستا خوښ شم.پوهېږې تا سره څه کوم؟
تا پېزوانم، تا مهاروم چې دا غرور دې اوبه کړم. ستا دواړو خواوو ته سمټي ديوالونه دروم، چې شوخي دې ماته شي، چې نور نو نورې ځمکې له ځان سره لاهو نه کړې، په غاړو دې بندونه او برېښنا سټيشنونه جوړوم، چې ځمکې مې خړوبه، کلي او ښارونه مې روښانه شي، په اوږو دې درانده، درانده پلونه ږدم، چې هغه کليوال چې به مې په جاله کې له تا څخه پورې وتل او تا به جاله اړوله او لاهو کوله به دې، هغوى به ستا په سر پخپلو پښو ارامه
تېرېږي.
دواړو خواوو ته دې لويې لارې ابادوم، چې ښي خوا ته به دې په لويه لار کې رنګارنګ شنې، سرې او سپينې موټرې روانې وي او کيڼ خوا ته بۀ دې د اور ګاډي پټلۍ وي، چې د اورګاډى به چلېږي او ستا په سينه به زما څو پوړيزه رنګينې بېړۍ روانې وي او په دې بېړيو کې به سيلانيان، ځوانان او پېغلې ناستې وي او د بېړۍ په سر به دا سندره د استاد مرحوم اولمير په اواز کې غږېږي: دا زمــــــوږ زيــــبــــــا وطــــــــــن
دا زمــــــــوږ لــــــــــيـــلا وطــــن
په موږ باندې ډېر ګران دى
دا افــــغـــــــــــــانــــستــــــان دى
de Kunar Seend
By: Ustad Omar Pasoon

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←