اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

پښتوته هراړخيزه پاملرنه په کارده؟

لیک: عبدالجبارکاکړ

کوم ولسونه قومونه او ملکو سياسى پوهنه او بصيرت نه لري يا داسي مشران ونه لري چي د هغو هدف ځائى او ډله ايزه ګټي نه بلکى د هيواد ولس د ګټو په ځائى ځائى ګټى په نظر کښې ساتى او د خپلو مشرانو ولس څخه د پوښتنو په ځائى د نورو په اسره کارونه کوي د داسي قومو ولسو او هيواد و حالت هم داسي وي لکه نن چي د افغانستان او بشپړه د پښتنو دي که هغه يوه پيړى د مخه حالات د نن د حالاتو سره پرتله کړو نو هم په هغه ځائى ولاړيو د ډېرو کړکيچنو حالاتو څخه دهغه خوار او ساداره ولس قوم او هيواد په وارو وارو تېر شول او بيرو هغه ځائى ته را ورسيدو خو په داسي حالت کښې چې هر څه يې بايللې او لوټ کړي وي چي ددي خبرى څخه څوک ډه ډه نه شې کولى د سياست نه لرلو د کبله د هدف نه لرلو د کبله خو په پټو سترګو او د نورو په لمسون هر وار چې د هر څه د لاس څخه د ورکولو وروسته چي د صفر څخه د سفر د پيل کولو دپاره اړينه وي چي د چا و مرستو ته لاس وغزول شې خو بل څوک چي مرسته کوي دهغه هم خپلې ګټي په نظر کښې وى د خدائي دپاره پښو مبزک هم نه نشي که موږ پښتنو افغانانو پخوانى سياست او تاريخ وشاته کړو او يواځىدتيرو ديش پنځه ديش کلو تاريخ ته نظر واچوونو به په دي ورسيږو چي موږ دهراړخيزه زيانونو په چپه بل څه ونه وينودانه چي يوه لوري ته زيان ورسيدي بلکي هره لوري چي دهر زور ځواک اسرا او مرسته يې ځينى ترلاسه کړي وه نه يواځي دوي يو بل سره وو هل بلکې مرسته کونکو هم د دوي د وژلو دهيواد د ورانولو او ولس د ډول ډول ناخوالو په چپه بل څه ورنه کړو ددهغه نز دي پنځه ديش کلو کښې چي کوم جنګونه په دي هيواد ياد کرښي دواړو ځواؤ پښتنو سره څه وشو په هغه به يواځي هغه څوک سترګي پټوي چي څوک پښتون افغان نه وي يا دبل لاس پوڅى وي چي هميش يې دنورو د ګټو دپاره خپل ولس او خپله خاوره ورانه کړي او ورانوي يې دهغه ټولي جګړي دنورو زورځو جګړي وي چي موږ کلکه په کښې وځپل شول داخو دلوئي څښتن نيک او ښه نظر وو چي شور روي نه يواځي خپل ځواکونه دافغانستان څخه ووتل بلکي شوروي اتحاد ړنګ شو کښى داسي ويره وه چي ځموږ خاوره د زروي جګړي ډګر وګرځي اوس هم حالات دهغه وخته څخه څه توپيرنه لري چي اوس هم لوئى خطر موجود دي که چيري دخدائى فضل کوي داسي وشې نو ددي مسؤليت به دچا په غاړه وي دافغانستان دولت اوکه په طالبانو؟ دلته موږ دباندنيانو خبره نه کوو چي داټوله سيمه يې دي ځائي ته رارسولي دي او دافغانانو او پښتنو په وينو د دوي دهغه فصل حاصل ته رسيږي داسي نه چي دوي جواب په افغان پښتون وتاريخ ته ورکوي ولي چي دنړۍ د ژوندي قامونو ولسونه دخپلو ګټو او د زيان پريکړي کوي که څوک دا داوه لري چي دافغانستان ولس داوسني حکومت سره نه دي خو داخبره په ډاګه ده چي څوک دهغه دوه لري د دوي سره هم ولس ملګري نه دي خو دبيله خبره ده چي دهردوو خواؤ څخه ويرو او تهرور يه ولس باندي تپول شوي دي خوا يوه څرګنده خبره ده چي هر څوک دسيمى او دګاونډي دڅنګه دنړۍ والو په سياست پوه شوي دي او که پښتانه افغانان مشران يا ډلي په داوخت دخپلي خاوري دحغورلو دپاره ږغ نه پورته کوي او ددهغه ناورين دمخ نوي دپاره ملانه تړي او ولس په ځان نه راټو لوي نو هغه بيا دمشري دا وه نه شې کولي دهغه روان ناورين که دګاونډيانو دګټولو به ده خو دپښتنو افغانانو د خاوري د ژوندي او سباؤن سوال دي که په داوخت هم د مشرانو وله که دهري ډلي سره تړلي وي يويه ځائي دوخت دغوښتنو پريکړه ونو به موږ هر څه دلاسه ورکړو که ځموږ خوښه وي که ناخوښه؟

نز دي ديش دوه ديش کاله دمخه چي په افغانستان کښى دثور پيښه وشوه او جګړه پيل شوه هر څوک په دي خبر او پوه وو چي دا ددوو نړۍ والو زبر ځواکو دګټو جګړه ده چي يوه زبر ځواک سره هم افغانان ملګري دي او د بل سره هم که څه هم ددي جګړى پيل دشهيدداؤدخان په وخت کښې شوي وو خو بيا چي دوخت دشوروي اتحاد لښکري وافغانستان ته دچا لخواراو غوښتل شوي دهغه جګړي نور شددو موندي که څه هم دشوروي ولښکر وراتلو ته هيچاښه ونه ويل خو دلته موږ ودي ته ګورو چي په بيلو بيلو نومونو په دهغه جګړه کښى څوک وځپل شول دچا خاوره ورانه شوه څوک په داسي وخت کښى کډوال شول چي ددمخه څخه ګاونډيانو جال ورته اچولي وو چي ددمخه څخه وافغانانو ته آسانتياوي او روزګارو نه ورکړي و هم ددي دپاره خو چي دکډوالو دهغه سيلونه وګانډيانو ته په لمن کښى ورولويدو د دوي وهغه پلان ته ګټه ورسيده چي دا دي نن موږ هر يو يې دسر په سترګو وينو دا رښتيا خبره ده چي هغه وخت هم دافغانستان بيلى بيلى ډلي دنورو په لاسو کښى لوبيدلى او د خپل هيواد د ګټو په ځائي يې دنورو دګټو دپاره کار کوي او نن هم خو که يو وار بيا دهغه ډلو غور او فکرونه کړي نو به ددي واره داسي چل ورسره کيږي چي هيڅ به پاته نه وي خو ددي ټولو برباد يو او ورانيومسؤل به هم هغه ډلى وي چي ددي دومره ورانيو وروسته بيا هم درس نه اخلي که هغه هر ډله وي که يوه خواته د ثور د کود تاجوړونکو په ډيره لويه کچه تيروتني وکړي نوبلي خواته د دوي مخالفينو هم داسي تيروتني کړي دي چي افغان تاريخ به د دوي ټولو په کړو سترګى مبزي ځما کله هم نه ايريږي چي اوس دافغان بچى په پاکستان کښې دکورو ورونه او ګيټونه ورټکوي چي د کوروال د سهار به په وخت وده وي او دوي يې بسونه او کچري په خپلو ريړيو کښې ټولوي د څو ټکو په خاطر که ژمى وي که دوبى او داوويل نه دي ارنه دي په زراو دي ددي جواب به څوک ورکوي او دا کار د مخه چا کوى...؟ او کله به دهغه افغانان د ځان او نورو څخه پوښتنه نه کوي چي د دوي پلرو او نيکه ګانو هم ددي دپاره جهاد کړي و چي موږ مهتران او بهګيان د بل په وطن کښې جوړشو...؟ دا خو اوس د تاريخ اوښتي پاڼى دي چي و افغانانو ته به دا رامخ ته کيږى.

دلته موږ خپل ليک د تېرو يو ولس کلو پيښى را سپڼو ولي که تېري ناخوالى موږ دلته په ګوته کوو نو به د هغي اوسنې ناخوالى پاته شې او موږ غواړو چي د تاريخ په دي احساس وخت کښې په خپلو کښې وچيړو ځکه چي اوس يو بل پړاو را رسيدلي دي که په ګډه ونه چيړل شې نو داسي نه چي د يوه بل ناورين سره مخامخ شو لکه وړاندي دي راغلو کله چې په امريکا کښې د ۱۱۹ پيښه وشوه او امريکا ددي پيښى پړه په القائده واچوله چي مشر اسامه بن لادن په افغانستان کښې ميشته وو او په هيواد د طالبانو واکمني وه نو امريکا د نورو نړۍ والو ملکو په مرسته په ملګروملتو څخه اجازه ترلاسه کړه چي په افغانستان کښې دى د طالبانو د حکومت د منځ څخه د وړولو دپاره د زوره څخه نړۍ وال ګټه واخلى او د اسامه بن لادن په ضد دي د تهره ګرى په نامه نړۍ وال جګړه پيل شې بلې خواته امريکا او نورو د ملګروملتو په اجازه په بون کښې د افغانانو تر مينځ په خپله خوښه يو حکومت د ولسمشر حامد کرزئى په مشرى کښې جوړ کړي چي هغه وخت ارواښاد محمدظاهر شاه هم ژوندي وو دوي ولى و داسي حکومت جوړولو ته تيار شول دا هم چيړنه غواړي خو تراوسه هم داخبره روانه ده چي پاکستان غواړي چي افغانستان خپل ينځم ولايت وګرځوي په مرسته د طالبانو د لومړى ورځي څخه بيا تر ننه څومره زيانونه وشول چي دا پوښتنه کيږى چې د ژوندي قامونو د ولسونو سره داسي هم کيدي شې خو ددي ليک مخه د زيانونو په ګوته کول نه دي بلکې دادي چي اوس هم افغانستان کښې دوي ډلى دي يو حکومت او بل طالبان او نور دوى په دهغه يو ولس کلو په اوږدو کښې هغه څه ترلاسه کړل چي د دوي هيلي وي يا هغه ژمني چي يو ولس کاله دمخه ورسره شوي وي هغه تر سره شوي...؟ په زياته بيا د افغان دولت سره شوي...؟ په زياته بيا د افغان دولت سره چي امريکا او ناټو کړي وي او ددي د څنګه طالبانو او ملګرو څخه ترلاسه کړو د خپله هيواد د دودي دپاره په دا يو ولس کاله کښې څه وکړي يا ځان ته څه ګټه راوړه که هر څه د نورو دپاره وى...؟ دا به هم موږ په لوستونکو او تاريخ ليکونکو و رايله کړو.

کله چي د احمدکرزئى په مشرى کښې نوى حکومت جوړ شو په بشپړه هيواد کښې هر څه وران شوي وو لومړى د شوريانو سره په جهاد کښې بيا د ډاکټر نجيب الله په درې کاله کښې او زياته وراني هغه وخت رامخ ته شو کله چي په اسلام آباد کښې د مجاهدينو حکومت جوړشو او دوي د درندو وسلو سره په کابل ننوتو په دا جګړو کښې څه وشول هغه د هر چا په مخ کښې دي خو دا بيله خبره ده چي هيڅوک په افغانانو کښې راپورته نه شو چي دا مرګ ژوبله وراني د چا د کوي...؟ خو څو کاله د کابل په تخت برهان الدين ربانى ناست وو چي داوږدو کلونو د تېريدو وروسته طالبان ورته تيار کړل شول او و افغانستان ته ور دننه کړل شول اوس هم که دهغه وخت ورځپاڼى وکتل شې نو به دا څرګنده شې چي طالبان چا او د څه دپاره رامخ ته کړل خو د ۱۱۹ وروسته هم هغه څوک د دوي مخالف شول چاچي دا کار کړي وو چي ژوندي بيلګه يې عبدالسلام صنعيف يا د کيو باګونيا نامه ده يو شمير طالبان اوس هم په کښې تړلي دى.

د رښتيا خبره ده چي د ولسمشر حامد کرزئى د حکومت و منځ ته د راتلو وروسته ښه ډير کارونه وشول خو هر افغان او پښتون بيرته هم داخبره کوي چي د افغانستان د دودي دپاره هيڅ نه دي شوي ځکه نړۍ وال په دي ژمنه و افغانستان ته راغلي وو چي دوي به تر ټولو د مخه سوله او جوړ جاړي راولي افغانستان به د هري لري په پښو دروي هغه لاسونه به لنډه وي چي په افغانستان کښې لاس وهنه کوي او هغه تورن کسان چي د تېرو دوديش کلو څخه يې سرغړونه او جنايتونه کړي دي هغه به د قانون منګولو ته سپاري او داسي نوري ژمني خو دا يوه ژمنه تر سره نه شوه نو څنګه څوک ويلي شې چي نړۍ وال د افغانانو د غم خوړلو دپاره راغلي دي ددي د څنګه چي موږ د طالبانو او د دولت د مخالفينو حالت ته ګورونو د دوي حالت تر خپل مخالف لوري څخه هم بددي چي څرګنده بيلګه يې هغه طالب بنديان دي چي دوي د ګاونډ په بندي خانو کښې تړلي دي نور حال دي دوي خپله خپل ولس ته په ګوته کړى..؟

پايله: تر هغه وخته چي هر افغان لوري په پريکړو کښې خپلواکه نه وي دوي افغانان شوي نه وي او ځان يې ودي ته نه وقف کړي چي د افغانستان ګټه او د افغانانو سوله سوکالي جوړ جاړي او پرمختيا د دوي هدف دي ناخوالي د ټولو افغانانو سره په ناسته اواريدي شې او ددي د څنګه يو باندني ځموږ هيواد او ولس نه شې سوکاله کولي تر هغه وخته چي موږ خپل مسئوليت نه وي خپل کړي هو د نړۍ والو او ګاونډيانو سره اړيکي د يوه دوست په حيث په کاردي چي هغه نړۍ وال چوکاټ ښکاره دي داسي نه چى تراوسه رواني وي چي د کور بۀ په ځائى ميلمه ناست پاته شى..

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←