اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

ژبه ديوه قام وياړوي

پښتونه يواځي ځموږ مورني ژبه نه ده بلکى پښتو ځموږ د پيژندګلوي ځموږ دود رواج او دژوند لاره ده بلکي پښتانه چي دا خبره کوي چي ته هم ځان ته پښتون وائي يا دا چي ته څنګه پښتون يې چي داکار به دي کاوي په دي کښې ډير لويه فلسفه او مطلب پټ دي هر هغه کار چي ځموږ د سپيڅلي دين او مذهب اسلام څخه چپ کار وکړي يا دپښتون دوداو دستور څخه چپه کار وکړي نو دهغه وړاندي پوښتني ځينى کيږي پښتون وهغه چاته ويل کيږي څوک چي د خپل اسلام په چوکاټ او دپښتونولي په ټاکلي لاره باندي خپل ژوند تيروي. لکه څنګه چي ګاونډيانو او نورو زورځواکو دپښتون دځپلو او تباه کولو هڅي دتاريخ په اوږدو کښې کړي دي او پخپلو کښى دښمنو دلرلو سره سره وپښتانه ته يو شوي دي چي دهغه عمل تراوسه دوام لري او دهر څه اوس هم دورايه ښکاره کيږي چي ځينى ځان ته پښتانه ويونکو يې هم مرسته کړي ده او تاريخ ددي شايد دي هم دهغه ډول دهغه غيرپښتنو دا هڅه کړي ده چي د پښتنو ژبه پښتو هم دوي داسي ورانه کړي چي هغه خپل رښتنى څهره دلاسه ورکړي ځکه هر چاته داڅرګنده ده چي تر کله پښتو وي دهغه پښتون به پاته وي نو ځکه چي دڅه وخته څخه په محسوسانه او غير محسوسانه داعمل روان دي خوبيرته دهغه ننګيالۍ پښتو ته لوئي څښتن داسي ننګيالى ورکړي دي چي خپله دهغه ننګيالى مور يې ژوندي ساتله ده په داسي بدو حالاتو او شرائيطو کښى چې هر وخت يې د دوي مخ نوي کړي دي ځکه چي موږ د تاريخ په اوږدو کښې وګورو که يوه خواته دپښتو دوهلو دپاره په دولتي کچه هڅي شوي دي خوبيرته په دهغه بروحالاتو کښې داسي ننګياليان رامخ ته شوي دي چي پښتو يې نه يواځي ډير مخ ته وړي ده چي مخالفين يې ګوته په غاښ کښى ورته پاته شوي ولي چي د حکومت او دولت سرپرستي او مرسته دنورو سيالى ژبو شته خو دپښتو سره نه شته نو بياداسيالي څنګه؟ يو وخت په کوټه کښې ديوې ادبى ټولني (ملګري ليکوال) يوه ادبى غونډه وه ماته هم بلنه بلکي دوينا کولو غوښتنه شوي وه پخپله وينا کښې مادا خبره وکړه چي پښتونه يواځي په پاکستان کښى بلکى په افغانستان کښې هم ترښکيلاک لاندي ده کله چي دهغه غونډه دڅه وخت دپاره وځنډول شوه او موږ دباندي راغلونو ډير ښه ښه پوهانو ماته وويل چي تاداسي خبره کول نه وو په کار ماورته وويل که خبره داسي ده لکه ته چي وائي نوبيا د ځموږ دژبى ليکولان شاعران په ادب مين ياد ورځپاڼو او مجلو خاوندان ولي په کر ژودي ولي چي يو شاعر ياليکوال يو کتاب وليکي هغه نه پلورل کيږي او د کتاب ليکونکي خپل دهغه کتاب ونورو ته ډالي کولو ته اړوي او ددي دڅنګه چي د پښتو ورځپاڼه يا مجله چي چارا استلي ده هغه نه دي توانيدلي چي وخپل دهغه دپښتو چوپړته تر کال دوه درې يوري دوام ورکړي دا ځکه چي د داسي چاومخ ته دمالى خنډونو دڅنګه نور ډيري ناخوالي سرراپورته کوي خير خبره به ډيره اوږده شى که دا ټول روئيداد دلته وړاندي شې خو په کار يد چي پښتانه په دي هم غوروکړي او ددي يوه لاره راو باسي وروسته مادا ورته وويل چي ته دمصلحت څخه کار راخلي خوزه په پښتو باندي يو ډول مصلحت ته تيارنه يم هم دهغه مصلحونه دي چي موږ يې تر دي ځايه راورسولو؟ موږ د تيرو څورلس کلو څخه دځلاند ورځپاڼى په چوپړ کښى يو او ځموږ وارو نور ډير پښتانه دخپلى پښتنو په چوپړ کښى د کلو کلو څخه بوخت دي خو په پاکستان کښى چي دپښتنو دپاره څوک رښتنى کار کول غواړي دهغو مخ ته څومره خنډونه دي دايواځي هغه څوک اټګل کولي شي شي څوک چي دهغه کار مخ ته وړي خو څوک چي د خپلۍ ژبي په ارزښت پوه دي او مينه ورسره لري هغه بيا په دهغه ناخوالو کښې باک نه وهي داسي خو ډير ددي دا وي داره دي؟ خو نن ډير دلوئى څښتن وياړ دي چي ډير په دوه لاسه ودي ډګر ته راوتلي دي او په دوه لاسه دهغه دپښتنو پتنګان دومره کار کوي چي د کومو ژبو په سر د حکومت او دولت لاس پروت دي هغه هم ګوته په غاښ کښې ورته نيولي ده او داچورت وهي چي دهغه ژبه خو موږ دمنځ څخه وړله دا خوتر پخوا هم مخ په وړاندي روانه ده او دوي اوس يواځي خپل غاښونه چچي خو ددي مطلب دانه دي چي موږ پښتنوله هغه برخه نه راوړو کوم چي ددي حق دي او په آئين او اساسي قانون کښې ورکول شوي دي هم دهغه پښتنو او پښتونوالۍ دي خو ددي دڅنګه اوس هم وپښتو ته ډير اوږدو اټن پروت دي چي دهغه واټن موږ نه وي وهلي موږ په ډاډ نه شو ويلى چي خوپښنو په يوه پرمخنيائى ډګر باندي واچول شوه وپښتو ته تر ټولو لويه پيښه هغه ناخوالى دي چي هر يوه ليکوال او شاعر يا اديب وځان ته غوره کړي دي او دوي د پښتنو وټاکل شوي تګ لاري او اصولو ته دسره څخه پام نه کوي چي هع يې په قلم او خوله راغلو هغه ليکى په کار دي چي بازاري خبري په ليک کښى رانه شى لکه دا چي فلانکي دوست راته وويل چي فلانکي آرټيکل ماته په انټرنيت کښى سرچ(SEARCH) کړه نوکه دا ډول ګايونه او ليک په پښتنو کښې کيږي نو تاسي خپله مخ ته اټکل کولي شې خو ددي مخ نوي لاره يواځي داکيدلي شې چي موږ بشپړه پښتانه يو داسي پياوړي ټيلى ويژنى چينل ولرو چي هغه دپښتنو خپل ټکى او توري داوسني کهول په خوله کښې وارو چوي او ددي دڅنګه هر پښتون ماشوم ته داسي آسانتياوي ورکړو چي دوي خپلي لومړي زده کړي په خپله مورني ژبه وکړي او ددي دپاره چي دڅومره سرشندني اړتياوي هغه ته ځان تيار کړو ولي چي دا دهر ماشوم بشري حق دي چي څوک يې نه شې بى برخي کولي؟ موږ هميش په ځلاند کښى وهغه ناخوالو ته ګوته نيولي ده چي پښتو دا وخت ورسره ومخامخ ده او دهر پښتون چي څوک دپښتو په ارزښت خبر دي هغه هم په دي کښى دچاوشاته نه دي پاته مطلب دا چي د هر چا سره ددي احساس شته خو ددي دپاره يو مرکز نه دي ټاکل شوي نو ځکه چي داکار هم داسي پاته دي خو هيله کيږي چي داسي مرکز به هم رامخ ته شي او داکار ډير ګران نه دي ځکه چي په بشپړه پښتونخوا کښې په هر ګوټ کښى پښتو ادبى ټولنه وجود لري که دهغه ټولنى په لويو ټولونو کښې سره يو ځائى او ضم شي او يوه سيمه ايزه ټولنه ځيني جوړه شې او بيادبشپړه پښتونخوا په کچه يو مرکز ودروي او بشپړه ناخوالي چي پښتو ورسره مخامخ ده هم دهغه ود هغه مرکز ددهغه ناخوالو پوه لاره رااستلي شي چي ددهغه ناخوالو څخه موږ پښتو راستي داسي هم په دهغه اړه يو زيري په تاسو وکړم چي دکندهار دارشاد بابا داکيدمي لخوا تيره ورځ وشو او ددي راپور موږ دراډيو څخه اخستي دي چي څه نيمګړتيا به ارومرو په کښې وي چي په دي موږ ددمخه څخه بخښنه غواړو.

تيره ورځ دپنځشي په ورځ په کندهار کښى دعلامه ارشاد داکيډمى لخوا يوه لوړ پوړي ادبى غونډه وشوه چي دکندهار دوالى ډاکټر تريالى ويساپه ګډون نورو ليکوالانو شاعرانو او ادب مئينانو ګډون په کښي کړي وو ودي غونډي ته شير شاه ارشادوالى ډاکټر ويسا او نورو ونياوي وکړي او د پښتو ته ودي د ورکولو لاري چاري په ګوټه شوي د هغه غونډي چي دلوئي کندهار نامتو ليکوالانو شاعرانو لکه ارواښادعبدالحئي حبيبى ارواښاد دعلامه ارشاد ارواښاد عبدالرووف بنيوا خادم حسين او نورو ډيرو ددي ډګر مبارزو پښتو انجمن چي د لوئى کندهار څخه وو اتياکاله دمخه دانجمن جوړ کړي چي خپل کار يې پيل وکړي چي بيا دهغه پښتو انجمن درې کاله وروسته و کابل ته کډه شول چي بياددي انجمن څخه پښتو ټولنه کابل شوه او دهغه ستورو چي تراوسه کوم کار کړي دي هغه دپښتو او پښتنو دپاره يو لوئى وياړ دي دوي وويل راشې چي دلوئي کندهار په کچه يو ټولنه جوړه کړو او موږ دخپلو د هغه مشرانو په پله پل کښيښر دواو دپښتو دودي دپاره کاروکړو او دايواځي د پښتو د ودي دپاره او ديوي سياسي ډلى سره اړه ونه لري په دي غونډه کښې دعلامه ارښاد اکيډمى کارو نه هم په ګوته شول دکندهار والى ډاکټر ويساپه خپل وارو ويل چي دپښتو ننې زياتره ليکوالان ادبيان تاريخ پوهنه لري نه ورسره آشنادي نه دوي په سياسي ټولنه مسؤليت نه سپژنى او ددوي په قلم کښى ابهام ليدل کيږي چي دبدتامى سبب ګرځي په کار دي چي دهغه ليکوالان و خپل ليک ته پام ورواړوي او په خپل مسؤليت پوه شي او دوي خواپاکى لاره خپله او په دي رڼا کښى خپرونى او مطبوعات وکړي والى وويل چي ځينى ليکوالان داسي توري ګاروي او داسي لغات ليکى او داسي ليک دود او رسم الخط استعمالوي چي په هغه نه يواځي ناسم دي بلکې داپښتو په داسي لارو بيائى چي هغه دتيارو او افهام ته پښتو وړي دوي وويل چي ددهغه ناخوالو دمخ نوي يواځني لاره دا د چي موږ دخپلو پخوانيو مشرانو لاره خپله کړو او د لوئى کندهار په کچه يوه ادبى ټولنه جوړه کړو چي دکندهار دهغه کهول په کښې راټول شي چي بيل بيل کتابونه وليکل شى ژباړه شي او نوي نوي ليکوالان شاعران ادب پوهان په کښى و روزل شي په دي غونډه کښى بيلو بيلو يوهانو دکتابو او اديبانو او شاعرانو مکالمي واورولي (ځلاند داهڅه کوي چي دکندهار ددي پرتمني غونډه روئيداد ترتاسودرورسوي)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←