اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

مارنيونکی(پاډو) خپل مار

که څه هم په جګړو کې د ماشومانو کارونه څه نوې خبره نه ده، خو اوس دما شومانو د ګومارنې او په جګړو کې ترې د استفادې مېکانېزم فرق کړى. افغانستان او پاکستان په سيمه کې دوه داسې هېوادونه دي، چې په جګړو کې د ماشومانو د کارونې بېلګې په کې ډېري تر سترګو کېږي. د بشري حقونو تر څنګ، د ماشومانو د ملاتړ نړيوالو ادارو هر ځل، په دواړ هېوادونو کې د ماشومان پر حالت خپله اندېښنه په ډاګه کړې. څو ورځې مخ کې د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو او کلتور وزير ميا افتخار حسين له خبري رسنيو سره په خبرو کې وويل ((تروريستان د نشه يي توکو په واسطه ماشومان پيدا کوي او بيا په پاکستان کې ځانمرګي بريدونه په کوي)) ښاغلي حسين وويل، چې د پاکستان په پېښور او لکي مروت سيمه کې يې پنځه ځان وژونکې ماشومان نيولي دي، چې د نشه يي توکو په واسطه ځانمرګي بريد ته چمتو شوي وه. نوموړي وويل، تروريستان د دې کار لپاره لومړى ماشومان اختطافوي او بيا يې د نشه يي توکو په واسطه بريد ته برابروي. په پاکستان کې هم، په دې وروستيو کې ځان وژونکې بريدونه زيات شوي. په پاکستان کې د بشير بلور وژنه، د دغه راز بريدونو ترټولو ستره بېلګه ګڼل کېږي. د بشير بلور تر وژنې مخ کې په شمالي وزيرستان وانه کې هم، څو پر له پسې ځان وژونکې بريدونه وشول. د وزيرو قوم په شورا کې ځانمرګى بريد وشو، چې په کې ګڼ شمېر جرګه والو ته مرګ ژوبله واوښته. د پاکستان پر سياسي مشرانو په دې وروستيو کې ځان وژونکې بريدونه زيات شوي. د مولانا فضل الرحمن څخه نيولې، تر شېرپاو، اسپنديار ولي او مولانا سميع الحق پوري، اوس د دغو حملو روانه کړۍ رسېدلې. د بشير بلور وژنې، هم د پښتون قام او خپل فعال سياسي ګوند، د ملګرو شمزۍ تر ډېره بريده کږه کړل. دا بريدونه اوس تر مهارولو تېر شوې او په پاکستان کې يې قبيلوي، سمتي قومي ژبني او سياسي بڼه خپله کړې. د محسودو او وزيرو قوم تر منځ وروستى روان کشمکش، هم د همدغو نا معلومو ځان وژونکو بريدونو څخه سرچينه اخلي. سياسي شنونکې وايي، چي دا بريدونو اوس زياتره د همدې بريدونو پر مخکنيو طراحانو ډېر شوي، ځکه په پاکستان کې په داسې سياسي او قبيلوي مشرانو هم، په دې وروستيو کې ځانمرګې بريدونه شوي، چې د پردې تر شاه اصلا نېغ په نېغه، د دغه راز بريدونو په ترسره کولو کې لاس لري او د بريد ګرو روزنتونونه لري. اوس داسې برېښې چې لوبه بل ډول روانه ده او هغه دا چې هر څوک کولاى شي، چې د ځان د نامشروع غوښتونو د تطبيق په خاطر، پر مقابل قوم، ډله، ګوند، حکومت او سمت باندي په سيمه کې ځانمرګى بريد وکړي، ځکه چې د بريدګرو پيدا کولو او ګومارلو مېکانېزم اوس ډېر ساده شوى، نو په همدې اساس يو وړه ډله او حرکت هم په اوسنيو شرايطو کې د ځان د دفاع لپاره ځانمرګي روزه لاى شي (د نشه يي توکو کارول او د ماشومانو ګومارل) د تروريزم د فورمول يوه برخه ده، که څه هم په پاکستان کې يوولس کاله وروسته ولسي وګړي، د دې واقعيت په اړه فکر کوي.خو دايو منل شوى حقيقت دى، چې زموږ د کور لمبې به حتماً د ګاونډي د کور دېوالونه هم وسوځي. مخ کې د همدې بريدونو طراحانو، دا بريدونه د يو بې وزله او فقير ملت لپاره طراحي کول، مګر نن خبره بل ډول شوه (مارګير خپل مار وواهه) اوس به دا مار د دې کور نور غړي هم ووهي، تر څو چې ختم نه کړل شي، خو متاسفانه اوس به د دې مار نيول او ختمول هم ساده کار نه وي، ځکه تر ختمولو مخ کې به مار هم خپل کار وکړي. په هر صورت، لر او بر پښتون د باچا خان خبره ده (يابه يو کېږي، يابه ورکېږي) ټوله سيمه اور دى او په منځ کې يې موږ سوځو. ابزار د اور موږ يو. د دې جګړې څخه د خلاصون راز په ملي وحدت، ورورولۍ، اتفاق،مينه، اخلاص او ملي اتحاد کې نغښتى دى. پر موږ تپل شوې جګړه پردئ جګړه ده، تروريزم يوه بېګانه پديده ده، ځانمرګي د بل چاه اله ده، خو په منځ کې يې لر او بر پښتون کړېږي.

سرچينه: (ټاټوبی) اوونيزه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←