مرموزه (پټه)
په پاکستان کي روان سياسي کشمکش ورځ تر بلي پېچلى کېږي. څو ورځې وړاندې د هغو يويشت تنو تښتول شويو پاکستانيو پوليسو جسدونه وموندل شول، چې د سپرلۍ د يوه موټر څخه په زوره اختطاف شوي وه. تر دې پېښي وروسته په شمالي وزيرستان قبايلي سيمه کې د نهو تنو مړي وموندل شول. د پاکستان حکومت ويلي، چې داد وسله والو طالبانو غړي وو. دا نهه تنه پر سر او سينه په ګوليو ويشتل شوي وه.
په خېبر پښتونخوا صوابۍ کې بيا ځايي وسله والو طالبانو اووه کسان وژلي دي. په پاکستان کې د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د غچ اخيستنې په روانه لوبه کې د مرسته رسونې د ګروپ د اوو تنو د مړينې مسووليت ځايي وسله والو پر غاړه واخيست. په پاکستان کې هدفي وژنې، غلچکي بريدونه او ځان وژونکې حملې زياتې شوي. د پاکستان پوځي مشر وايي، هېواد يې د تاريخ د حساس پړاو څخه تېرېږي. د عوامي نېشنل ګوند مشر، اسفنديار ولي خان په پېښور کې تر يوې غونډي وروسته خبريالانو ته وويل، زموږ ملک ته په زرګونو عرب، ازبک او تاجک جنګيالي د پاکستان د امنيت او ځمکني حاکميت لپاره نه دي راغلي.
اسفنديار ولي وويل، ځان وژونکې بريدونه بايد وغندل شي او د پاکستان مشران بايد دا سياسي جرات وکړي. نوموړي وويل، هغه کسان چې د بې پيلوټه الوتکو پر ضد دي، ولي د ځانمرګو پر ضد څه نه وايي. سياسي شنونکې وايي، پاکستان د ځانمرګو د توليد ستر مرکز دى. مخ کې به پاکستان دا بريدونه او بريدګر د خپلو اهدافو لپاره کار کول، خو اوس تر بل هر هېواد پاکستان په دې اور کښې سوځي. په پاکستان کې ترينګلي حالت، د دغه هېواد وضعيت پېچلى کړى، که څه هم د پاکستان استخباراتي کړۍ تر ډېره هڅه کوي، چې شرايط کابو کړي، خو د څو اوونيو راهيسي پوځ او استخبارات نه دي توانېدلي، چې لږ تر لږه، د روان تاوتريخوالي کچه را ټيټه کړي.
د پاکستان مشران هم يوازي د رواني لوبي ننداره کوي. کار پوهان وايي، پاکستان مخ کې پر ځايي وسله والو تسلط در لود، خو اوس يې پر خپلو طالبانو نور په بشپړه ډول تسلط له لاسه ور کړى، ځکه د پاکستان طالبان اوس يوه واحده رهبري او کتله نه لري.پاکستان غوښتل پاکستاني طالبان هم د افغانستان پر ضد او يا هم د ضرورت پر مهال د هند او ځينو نورو هېوادونو پر وړاندې وکاروي. اوس د پاکستان طالبانو خپله مبارزه له پاکستانه پيل کړې، د مولانا فضل الرحمان او عمران خان په شمول به مخ کې د پاکستان ډېرو غټو سياستوالو په زغرده ويل ((چې طالبان په افغانستان کې جهاد غواړي، دا ځکه په پاکستان کې خو حکومت او ايين شته)) اوس طالبان د پاکستان د حکومت او سياستوالو په دې ډول خبرو نور پوهېدلي.
په پاکستان کې وروستي روان ګونګ حالت،د دغه هېواد وګړي هم اندېښمن کړي. د پاکستان د پوځي مشر، له څرګندونو داسې ښکارې، چې د پاکستان حکومت هم موجوده شرايطو ننګولى، ځکه په پاکستان کې د لومړي ځل لپاره، مذهبي توند لارې د حکومت تر کنټرول وتلي، په زرګونو جنګيالي د جهاد په نامه په پاکستان کې وسله وال فعاليت کوي. پر سخت دريځو ځايي پاکستانيو طالبانو سر بېره، عرب، ازبک، تاجک، بلوڅ، چيچنيايي افغان طالبان او نور نړيوال جنګيالي او ترهګر په پاکستان کې خوندي پټن ځايونه لري.
مخ کې به د پاکستان د حکومت لخوا ورته پټن ځايونه او د روزنې مرکزونه ورکول کېدل، خو اوس پاکستاني طالبان پخپل صلاحيت دا کار کوي او ډېر داسې د ترهګرو د روزنې کمپونه شته، چې پاکستان دولت نه دى پرې خبر او که خبر هم وي، نو د بندولو توان يې نه لري. د پاکستان طالبان اوس د پاکستان د هر عمل پر وړاندې عکسل العمل ښيي، دوى ځواک او جنګي تجهيزات هم لري او پاکستان بې ثباته کولاى هم شي.
مخ کې يو ځل پاکستان حکومت، له ځايي طالبانو سره يو مشروطه اوربند هم وکړ، خو پايلي يې د اوربند په څېر نه وې او د اخ و ډب ګراف نور هم ورسره لوړ شو. دپاکستان طالبان هم يو هدف او يوه پالېسي نه لري. په پاکستان کې اوسنى روان ترينګلى حالت او سياسي اخ و ډب ورځ تر بلي لا پيا وړى کېږي او د مخنيوي په موخه يې هېڅ عملي څرک نه ليدل کېږي. کتونکې د پاکستان دې وضعيت ته د يو سيمه ييز کړکېچ د پيل په سترګه ګوري.
سرچينه: (ټاټوبی) اوونيزه
