دکرزئى دامريکا دوره اواټکلونه
کله چي تاسي دهغه ليک لولى ولسمشر حامد کرزئى به د خپل امريکائي سيال ښاغلى باراک اوباما سره په سپنه ماڼى کښې ليدنه کتنه کړي وي دوي به پخپلو کښې څه سره ويلي وي په دي خو يواځي لوئى څښتن(ج) خبر دي يا دوي دواړه يا د دوي نزدي چارواکي خو په دي خبر هر څوک پوه دي چي دهغه دوه اړخيزه خبرى اترى ډېر لوئى ارزښت او موخه لري چي نه يواځي به په افغانانو پښتنو بلکى په ټوله سيمه او نړۍ به ددي اغيزه کيږى خو دوي د څنګه چي څومره ارزښت و افغانستان ته لرى هومره امريکا ته لري او که داخبره وشي بيځايه به نه نوي چي تر هر چا زياته د افغانستان د افغانانو او پښتنو سباون هم ورسره تړلي دي ځکه چي هم دهغه خوار او ځپل شوي ولس د زور ځواکو د ګټو د جګړو ډګر هم دهغه څوک ګرځيدلي دي که هغه ډيورنډو هري خواته پراته دي چي دهغه ژوندي بيلګه هغه جنازي دي چي دوي يې د ډېر پخوا او په ځانګړي ډول د ۱۹۷۸ء څخه په وږو وړي يا هغه وراني دي چي دوي هر څه يې پوه پناه کړي او نور يې هم ويجاړوي خو هغه کډوال چي د دهغه اوږده ناورين په دوران کښې بې کوروشو تراوسه د کډوالى ژوند په نورو ملکو يا د کوره څخه د باندي ډېر بد حال کښې تيروي خو ددي ټولو ناخوالو د څنګه نوري داسي تماشي دي چي ددوي سره وشوي چي په دي باندى کتابونه ليکل کيدي شې چي دايې ځائى نه دي خو دومره ويل غواړم چي د ژوندي قامو او ولسو سره داسي لږ پيښې شوي دي که د موږ سره چي وشوه که دهغه ولس او قام يواځي په دي ورسيږى چي د ټولى نړۍ منګي ولي د دوي په سرمات شو نو به تر ډير د دهغه ناخوالو او ناورين څخه به دهغه قام او ولس راوباسى.
دلته به داخبره وکړو چي ددي ښاغلو (اوباما کرزي) تر منځ به څه خبرى شوي يواځي ددي اټکل موږ کولي شو او بس او اټکل هم دهغه رسېنو د خپرونو څخه کوي شو چي د ولسمشر حامد کرزئى د امريکا په دوره باندى راګرځي که څه هم دواړه يو د بل هم پوري نه دي يو د نړۍ و ځان ته لوئى قدرت (SUPER POWER) وائي او بل د خوار افغانستان ولسمشر دي چي په دي حريان دي چي خپل هيواد او خپل بشپړه ولس څنګه د دهغه پريديو جګړو څخه راوباسم..؟ خو رسنې چي کومي خپروني کوي په دي خبره سړي رسيږي چي امريکا او انډوالان يي د افغانستان څخه څه غواړي او ددي په پرتله د ولسمشر حامد کرزئى او دده د حکومت کوم دريځ دي خو دلته په دي راکړه ورکړه هم موږ خبره نه کوو يواځي په دي خبره کوو چي بشپړه افغان ولس که هغه هر چيري دي دا کولي شې چى امريکا په ګوډوکښې او خپله خبره په ومني که امريکا دومره توان لري چي خپله هره خبره په افغانستان ورواړوي..؟ په دي باندي هر څوک پوه او خبردي ځما په اند په دي باندي وخبرو ته اړتيا نه شته خو بيړى ځموږ د په طوفان کښې راګيرده او ددي طوفان څخه دوتلو اړتيا موږ ته ده او امريکا او نورو ته نه ده ځکه چي ددي اټکل يواځي تاسي د جمعرات يا پنجشنبى د پيښو څخه اټکل کوي شوي چي يواځي په کوئټه کښې په دهغه ورځ په چاودنو کښې ۱۱۰ وګړي ووژل شول ۲۰۰ ژوبل شول په سوات کښې ۲۲ وګړى ووژل شول په ډېره لويه کچه ژوبل دي او په وزيرستان کښې په ډراون بريد کښې ۶ وګړي ووژل شول نور ژوبل دي نور به ځموږ په دي خاوره هم په دا ورځ څو وژل شوي وي دا به په دي ځائى پريږدو خو دا به په يا دوساتو چي دهغه ناورين د تېرو ديشو پنځه ديشن کلو څخه په موږ تپل شوي دي که په وخت باندى په ګډه نمه پريکړه نه وکړه نو خو دهغه ناورين به دوام ومومي چي ډېر لوئى خطر ورسره تړلي دي ولي چي په موږ ټولو باندى فاران راګرځيدلي دي بلکې په لسټنو کښې هم ماران راننوتي دي چي په لر بر کښې هم ځموږ په جامو راته ګرځي چي د دوي دپاره هر څه کولو ته تيار دي و لکه هغه ځموږ خپل سکنى وروروي...؟
افغانستان يا ددي هيواد څخه ښکولى سيمى نه د طالبانو دي نه د اوسني حکومت دي نه د شمالى ائتلاف دي نه د حزب اسلامى نه د حقانى به د عوانى نيشنل ګوند يا د پښتونخواملى عوامى ګوند نه د جمعيت العلماء اسلام يا د بل چا دي بلکې دا د خوار ولس ټاټوبى دي چي د تېرو پنځه ديش کلو څخه دا ور په سرولمبو کښې په يوه او بل نامه باندى سوځل کيږى نوپه کاردادي چي نور نو د هغه خوار ولس د وينو د ګړنګونو درولو څخه راواستل شي نور نو دا خوار ولس ونه کړول شي نه د نورو د ګټو قربانى شې داسي ه د يوه مسلمان په حيث د يوه بشر وژنه د ټول انسانيت وژنه ده کله موږ ټولو دا اټکل کړي دي چي د بشپړه بشر وژنه موږ څو څو واره کړي ده ددي باجود که بيا هم موږ په خپل خپل نيلى ناست يو او چي خوښه مي هغه خواته ځغلوونو دهغه د پلار نيکه چي کوم نوم راپاته دي ددي څخه به هم بې برخى شو او يوه خواته به بې نومو شو او بلې خواته به مي پاته اولادونه اواره شى.
نو په داسې کړکيچنو حالاتو کښې څه کول په کاردي...؟ ځما په اند يواځني لاره په ځپلو کښې يووالى په يو ټغر ناسته د خبرواترو د لاري يو خبره جوړول چي هغه ته په ساده ژبه کښې سياست ويل کيږي يو داسي سياست غوره کول چي هغه د ولس د خاوري په ګټه وي چي دهغه خوار ولس د دهغه اوږده ناورين څخه راواستل شې او په دهغه سياست کښې د هيواد خپلواکى پرمختيا او سوکالى نخښتي وي او افغانانو ته خدائى پاک دهغه ارزښت ورکړي دي لکه په تېره مياشته کښې چي دوي په فرانسه کښې غونډه وکړه او په يوه ټغر سره ټول شول او يو بل ته غوږ وينوي که څه هم دا عام رسمي غونډه وه خو په نړۍ والو يې دومره اغيزه وکړه چي ګوته په غاښ کښې ورته پاته شول خو بايد شرط داوي چي هر افغان لارښود به خپله خبره کوي او د بل ګاونډي لاره به نه وړي که هغه امريکاوي ناټو وي پاکستان وي ايران يا بل څوک د افغانستان په ورانولو کښې لوئى علت دا وو چي دهغه د ګوند و مشرانو د خپل ولس او هيواد د ګټو په ځائى د نورو د ګټو د ځغورنه کوله ځکه چي د دوي په منځ کښې د نورو د ګټو خبرى کيدلي څرګنده وه چي د دومره ناستو سره سره دوي بريالي نه شول چي د خپل هيواد چاري په سمه مخ ته يوشې بلکې د کابل په ګډون ټول هيواد يې تالار کړي آن دا چي د خدائى پاک په کورمکه شريف کښې چي کومه لوزنامه دهغه مشرانو وکړه په هغه دوي ونه دريدو چي پايلي يې دهغه شوى.
نن چي ټوله نړۍ خپلې ګټي د سياست د لاري و لاس ته د راوړلو هڅي کوي دوي دا سنجولى ده چي د ګټو و لاس ه د راوړولو او د لانجو د منځ څخه دوړولو يواځني لاره سياست او خبرى اترى دي ځکه چي دوي ډول ډول اړخونه بدلوي خوموخه يې هم خپله ګټه وي که يواځي موږ د ولسمشر حامد کرزئى د امريکا د اوسنې دوري په اړه د نړۍ رسنې او ميډيا واورونو دا به راته څرګنده شې چي څومره مخونه خپليږى ځکه چي موږ داوايو چي څنګه امريکا ته افغانستان ارزښت لري هومره افغانستان هم امريکا ته اړتيا لري کنې چيري امريکا او چيري افغانستان...؟ خو امريکايان هڅه کوي چي د سياست د لاري و خپل هدف ته ورسيږى نو افغانستان ته هم په کاردي چي په يوه خوله داسي سياست خپل کړي چي د خپل هيواد د سيمي او د نړۍ ګټى او سوله په کښې نخښتى وى.
نن په افغانستان کښې په دي باندى خبري تودي چي په هيواد کښې امريکائى څه ځواکونه پاته شې که ټول په ۲۰۱۴ء کښې ولاړشې چي په دي باندى دوه نظره رامخ ته شوي دي خو د بده مرغه هر دواړو خواو خپل خپل دريځ ټينګ نيولي دي د ولس او د افغانستان ګټي يې په نظر کښې نه دي ساتلي نه يې په دي بآندى غور کړي دي که د هغه ځواکونه بشپړه ووځي ددي پايلي به څه وي او که پاته شې نو به څه جوړيږي خو دا سياست د يوي خواڅخه نه دي شربول شوي چي کوچي ځيني راووځي او ټوله ګټه ځيني واخلى....؟ تاريخ کله کله جبر هم کوي په زياته بيا دهغه قومو سره چي دوي د سياست څخه کار نه اخلى خو د افغانستان سره خو تاريخ په وارو وارو خبر کړي دي لکه د ډيورنډ جبر او دا روان جبر خو بيرته هم که افغانان په يوه خوله شې دوي ددي اواره کولى شې خو داسي هم که د ولس و خبره ته غوږ ونيول شې ددي اواري کيدي شې ولي چي افغانان نور د جنګ توان نه لري او جنګ امريکا هم نور نه غواړي خو خبره داده چي تور په ګاونډيانو لګيږي چي باندنيو ګډه وکړه دهغه سره به سم دنيوي د لسيځو حالات راغبرګ شي څوک ددي باور ورکولي شې چي ګاونډيان به داسي نه کوي...؟ امريکا که د افغانستان څخه په بشپړه ډول ووځي بيا هم په هغه چاباندي خپل هدف ته رسيږى د کومو څخه چي افغانان ويريږى او که داسي کيږي نو به افغانان تردي هم د بدو ناخوالو سره مخامخ کيږى...؟ ددي دمخه امريکائى ځواکونه په سعودى عرب اردن او نورو ملکو کښې ميشته دي که افغانستان کښې پاته شي په کومو شرطو به پاته وي او که ستانه کيږي افغانستان به په کوم حال ايله کوي اټکل کيږي چي ولسمشر حامد کرزئى د اوباما سره هم په دهغه خبرى کوى. محمد نعيم کاکړ
