د وینو ښار اوسیدونکي
په افغانستان کې اوس هم د جګړو قربانيان ولسي وګړي دي. په ميليونونو افغانان په تېرو څو لسيزو کې د جګړې د لمبو خوراک شول، په ميليونونو نور معيوب، مهاجر، بې کوره، بې تعليمه، بې سر نويشته او بې سر پرسته شول، په زرګونو ميندې بوري او په زرګونو خويندې بې وروره شوې. د افغانيت او افغان غرور د هسک له بامه را پرېوت. د وحشت سرو لېوانو خپلې داړي تر ابده پرې سرې کړې او دا هېواد يې په قبرستان ((هديره)) مبدل کړ.
زموږ درانه يې د خپلو بازارونو سوالګر کړل او زموږ شته يې راڅخه چور او په خپلو کې تقسيم کړل. د نړۍ پر بازارونو او ښارګوټو يې وچورلولو د هټيو او رېړيو شاګردان يې کړو. زموږ رګونه يې هم ښه وزبېښل ، زندانونه يې هم را باندي ډک کړل او دومره يې وټکولو چې که د غلامۍ پړي ته غاړه کښېږدو، خو موږ دا هر څه زغمو، ولي مات نه منو، ځکه د مات کلمه زموږ په فطرت کې وجود نه لري. موږ خپل تېر تاريخ ننګوي.
موږ ته سر ټيټي د تاريخ د کرغېړن څپرکې د تور داغ او کرښي مفهوم لري، موږ د وينو د ښار هستوګن يو. خو ايا موږ بشري حقوق نه لرو؟ ايا موږ د نور بشريت په ډول د ژوند کولو حق نه لرو؟ ايا د افغان د کلمې مفهوم يوازي همدا جګړه او اله ګولې دي ؟. په تېرو درېيو لسيزو کې خو د افغان او افغانيت د کلمې نه بل تعبير او تفسير کول ګرانه خبره ده، جګړه ده، وژنې دي، فساد دى، ځانمرګې دي، غصب دى، تېرى دى، غلا ده، رشوت دى، اختطاف دى، قاچاق دى، مخدره مواد دي، کډوالي او مهاجرت دى، دا ټولې ستونزې پر موږ را تپل سوي، که په بل هېواد کې پورتني ټول موارد وجود ولري، نو ټولنه يې خپله انفلاق کوي.
موږ د تېرو څلوېښتو کلونو راهيسي، په دې ډول بحراني شرايطو کې مزل کوو.د تېرو څلوېښتو کلونو راهيسي هر نن د ښه سبا په تمه يو، خو موږ د روڼ سبا څرک، ونه ليد او د څلوېښتو کلونو راهيسي مو، هر سبا له نن څخه الهام اخلي. د کرې پر مخ زهير، فقير، ناروغ، مات او ګوډ ملت يو، نه نجات مومو او نه د ځان د خلاصون لاره وينو. د ذلت په کنده کې لوېدلي يو، لاس او پښې د نجات په موخه وهو، خو کومه نتيجه نه لري، همدا اوس به يوازي د تېر زېږديز کال د اخ و ډب په ټس کې دبې ګناه ولسي وګړو پر مرګ ژوبلي خبرې وکړو، ترڅو جوته شي چې په حقيقت کې هم زموږ د وينو ارزاني ده. که څه هم د وړم کال په پرتله، د ولسي مرګ ژوبلي ګراف نيمايي را ټيټ شوى، خو بيا هم يوازي تېر زېږديز کال درې زره او پنځه سوه ولسي وګړي د دولت وسله والو مخالفينو وژلي، چې دوه زره او پنځه سوه يې په بمي بريدونو کې وژل شوي.
تېر کال د ټولي ولسي مرګ ژوبلي دوه سلنه يې د افغان ځواکونو شپږ سلنه يې د نړيوالو ځواکونو او پاتې څلور اتيا سلنه د وسله والو مخالفينو لخوا اړول شوې ده. د ملګرو ملتونو د يوناما ادارې وياند نظيف الله سالارزى، وايي د تېر کال له اګست نه تر اکتوبره، په ولسي مرګ ژوبله کې اته وېشت سلنه ډېروالى راغلى و، چې ډېر مسووليت يې د اورپکو په غاړه دى.
مخ کې ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ويلي وو چې په افغانستان کې د ولسي تلفاتو ګراف دېرش فيصده لوړ شوى. ټاکل شوې يو ناما هم ډېر ژر خپل نوى رپوټ د ولسي مرګ ژوبلي په اړه، وړاندې کړي. په هر صورت، که شرايط تحليل او کابو نه کړو، نو له کومي مريضۍ پرته، په څو کلونو کې په روانه سړه جګړه کې وژل کېږو، محوه کيږو او له مينځه ځو. پرېکړه، اقدام او سرنويشت ټاکل د ملتونو کار دى، زموږ ملت هم که له ګاونډيو دسيسو او استخباراتو دا ځل ځان وژغورئ، نو سوبه يې په برخه شوه، خو که دا ځل هم د پرونۍ لوبي لوبغاړى شو، نو بيا به يوازي ميدان زموږ په وينو رنګ وي، خو د لوبي ګټونکې به نور وي.
زموږ د بقاء چانس نور زموږ په پوهه او سياسي ويښتابه کي نغښتی دئ. د تيرو ديرش کلونو ناخوالو څخه پند او عبرت اخيستل د متفکرو اسلامي ، او افغاني لراوبر ولسونو دنده ده. موږ اوس په مادي او معنوي لحاظ د نړۍ د جغرافيې يوه وروسته پاته څنډه ګڼل کيږو. د خلاصون لاره يوازي د اتحاد، اتفاق او ملي يوالي شمع روښانه کولای شي او بس.
سرچينه: (ټاټوبی) اوونيزه
