اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

پاکستان لور پر لوټه

د پاکستان سياسي شرايط د يو نا څرګند برخليک، په لور په حرکت دي. په پاکستان کې د پيل سوي لوبي پر زړو لوبغاړو سر بېره، اوس نويو لوبغاړو هم دې لوبي ته مټي رابډوهلي دي. د پاکستان حکومت، پوځ، استخبارات، ځايي وسله والوطالبانو او ترهګرو ټولو په يوه موزه پښې ننه ايستلې. د پاکستان او هند ترمنځ نوې لوبه، د پاکستانيو طالبانو او حکومت ترمنځ لوبه، د منهاج القران د اداري مشر صوفي عالم طاهرالقادري او عمران خان لوبه او همداراز د پاکستان د وزير اعظم د نيولو امر، د پاکستان حکومت ننګولى.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير ميا افتخارحسين وايي (( په سوات، کوټه او کراچي کې د ترهګرو د تازه پېښو ترشاه يوبل نا څرګند قوت وجود لري، چې د وسله والو سره د مذاکراتو بهيرته زيان اړوي.)) د پاکستان حکومت د روان کشمکش د مخنيوي په موخه، د پاکستان د ګوندونو مرسته غوښتې.

ميا افتخار حسين وايي، تر اوسه مو د يوه ټول ګونديز کنفراس د جوړېدو په موخه د پېپلز ګوند، مسلم ليک، جمعيت علمااسلام، جماعت اسلامي او عوامي نېشنل ګوند، له مشرانو سره خبرې کړي. په پاکستان کې د ملانذير تر وژل کېدو وروسته، د پاکستان د حکومت او طالبانو تر منځ، د مشروطه اوربند سره سره، په پاکستان کې سياسي کشمکش د يو نامعلوم مسير پر لور روان دى. د محسود پلويانو ويلي وو چې نور به د پاکستان پرځاى، په افغانستان کې جګړه کوي، خو د طالبانو تردې څرګندونو وروسته، هم پر پاکستاني پوځ حملې شوي او يا هم په بمي بريدونو کې وژل شوي. تېره اوونۍ د شمالي وزيرستان په دوسلي تحصيل سيمه کې، د سړک د غاړې په چاودنه کې دوولس تنه پاکستاني عسکر ووژل شول او شل نور ټپيان شول. په شمالي وزيرستان کې د سړک د غاړې ماينونو، غلچکي بريدونو، تروريستي حملو او نا څرګندو وژنو ځايي اوسېدونکي هم سخت اندېښمن کړي. ميا افتخار حسين وايي، ((داسي ښکارې چې له کله نه هم، موږ د مذاکراتو پېشکش کړى او وسله والو منلى، نو ځينو قوتونو د دې ماحول د خرابولو هڅه کړې.)) په شمالي وزيرستان کې روان اخ و ډب او سياسي وضعيت ته په کتو، داسي برېښي چې د پاکستان حکومت اوس د شرايطو د کابوکېدو چانس، نور له لاسه ورکړى وي او يوازي لور پر لوټه تېره کوي.

سره د دې چې په پاکستان کې ځيني ترهګري کړۍ اوس هم د پاکستان د حکومت په اشاره، هر سياسي حرکت ته حاضري دي، خو اوس اصلاً خبره بل ډول ده. په شمالي وزيرستان کې د طالبانو تر منځ مخالفت د پاکستان په زيان وو، ځکه اوس يوه يا څو ډلې طالبان د پاکستان ملاتړ لري، خو نوري يې د پاکستان د حکومت سره کلک مخالفت لري. د ملانذير تر وژل کېدو وروسته، د هغوى د ډلي د مشرتابه په ټاکنه کې هم د پاکستان حکومت رول درلود، سره له دې چې د دغي ډلي نور پلويان هم نظره نه وه، خو د ملانذير ځاى ناستى وټاکل شو. بل لورته په پاکستان کې د منهاج القران د مشر، لاريون او په ادامه يې د عمران خان څرګندونو او په کويټه کې د شعيه ګانو لاريونونو، بمي چاودنو او تروريستي حملو، د پاکستان سياسي ثبات، لړزولى.طاهر قادري وايي (( د پاکستان د مرکزي او پنجاب حکومت ځيني وزيران د ترهګرۍ واردوونکې او صادروونکې دي، دوى د ترهګرۍ پالونکې او سمبالوونکې دي، ترهګرو او ترهګرۍ ته وده ورکوي، موږ يو معقوله، مترقي او سوله ييز ټولنه غواړو چې په هغه کې د ترهګرۍ او بنسټ پالنې لپاره، هيڅ ځاى نه وي.)) د پاکستان دغه سياسي مشر چې اوس هېواد ته راستون شوى، وايي ((پاکستان حکومت دي قامي او صوبايي اسمبليانې، بندي کړي.)) سياسي شنونکې د پاکستان اوسني وضعيت ته په دغه هېواد کې، د اله ګلو د پيل په سترګه ګوري.

د پاکستان لوى ښارونه لکه کراچي، اسلام اباد، پېښور او کويټه هم سخت نا امنه شوي. د بېلور او ملانذير تر وژل کېدو وروسته، هره شېبه حالت بدلون مومي، که څه هم پاکستان حکو مت نه وايي چې د پيل شوي لوبي تر شاه، د چا لاس دى، خو رواني لوبي د لومړي ځل لپاره د پاکستان پوځ او استخباراتي کړۍ تخنولي.

سرچينه : ټاټوبی اوونیزه

Source: Tatobi

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←