دغله او کور د څښتن همږغي
په تېرو ۱۱ کلونو کې په افغانستان کي په ميلونونو ډالر نړيوالي مرستي حيف وميل شوي تر حساب او کتاب زياتي پيسې ،شته ، او دولتي ځمکي غضب شوي، نه يوازي داچي په تېرو ۱۱ کلونو کي کار ونه شو بلکي فساد افغانستان د نړۍ لمړي مقام ته په اداري فساد کي ورساوه ، په افغانستان کي فساد له فاسدو چارواکو وزېږيدي ، البته په افغانستان کي اداري فساد د يوازي د کورنيو چارواکو مسوليت هم نه دي بهرني رېښې هم لري ، خو د افغانانو پله ځکه پکي درنه بلل کېږي چي د کور خاوند او غل نو بايد حتما څه توپير سره ولري، که دکور خاوند هم د غله په څېر غلا ته مټي رابډوهي نو سهار به په کور کې له آنا او غوا پرته بل هيڅ شي هم وجود ونه لري ، موږ په تېرو ۱۱ کلونو کې د خپل کور غلا په خپله وکړه . که د کور د غله او غلا مخه ونېول شي نو له بهرنى غله څخه هيڅ وېره په کار نه ده .
په تېرو ۱۱ کلونو کې هيڅ کار په افغانستان کې دومره په همږغۍ نه شو تر سره لکه غلا، د هر کار په همږغى کې ستونزي وې خو د غلا په همږغى کې تر اوسه دولتي چارواکو کومه ستونزه نه ده لېدلې ، موږ ولي خپل هره ستونزه له بهرنيو انگيرو، په خاص ډول د اداري فساد په موضوع کې هم موږ بهرني پړه بولو ، داسمه ده چي بهرني به دي کارته زمېنه سازي کوي او يابه خپله په دي اداري فساد کي لټار وي مگر موږ خو د دې هېواد او وطن خلک يو دا ښار او دا بازار خو يوځلي بيا سبا موږ او تاسي ته پاتي کېږي نو آيا موږ او بهرني بايد له يوې زاوې خپل هېواد ته وګورو؟ لويه څارنوالي،قضاء ،محکمه ،کرزى ،عدلي او قضايې ارگانونه ،سياسي شنونکي ،ملت او حکومت ټول د فساد نارې وهي ،کرزى وايې اداري فساد په ملک کي غوغا کوي د فساد په ضد د مبارزې اداره هم ورته نارې وهي ،نړيوال هم په مستقيم او غير مستقيم ډول د افغانستان حکومت ته د فساد د مخنيوي په اړه سپارښتني کوي خو تر دي دمه د فساد د مخنيوي کوم اغېز نه تر سترگو کېږي ،شنونکي وايې چي د کرزي ټيم د فساد اصلي او اساسي اړخ دي ،
په تېرو ۱۱ کلونو کې د کرزي پرشا وخوا د شمالي ټلوالي راگرځيدلو زورواکو نه يوازي د نه منلو د دولتي ځمکو غضب کړي بلکي په ميليار دونو ډآلره نړيوالي مرستي يې هم د بيا رغنيزو او بيلابيلو پروژو په پلمه حيف وميل کړې. د سياسي چارو کارپوهان وايې تر نيمايې زياتي ورکي شوي پيسې په تېرو ۱۱ کلونو د محدودو کسانو جېبونو ته ولوېدې چي اوس پر امريکا او کاناډا سربېره په هند او دوبى کې پري مزي کوي او په جريبونو ځمکي ،باغونه ،کورونه او لوکس لوړ ماډل موټران لري د دې ملت اصلي قاتلين هغه کسان دي چي ددې ملت په نوم راغلى خيرات په خاريجي نائټ کلبو کې په خرابات وهي ، په نشه او قمار باندي يې وهي ،لکه د کابل بانک پيسې چي په قمار،نشه او مستي په خاريجي ډسکټيکو کې په خرابات ووهل شوې، او بيا بانک ډيوالي شوو چاچي د دې فقير ملت ويني پلورلي نو په الهي عذاب مبتلا شوي او غيبي په اشد مجازات ،مجازات شوي ،ځکه د دې يتيم ملت د وينو خرڅول او په خيرات يې بازۍ کول د زمرى په لکۍ ساعت تيري کول دي.دا خيرات او دا دتيمانو مرسته هيڅ هضم نه لري د زياتو تر کولمو په دي دنيا او د زياتو تر کلمو په هغې دنيا حتماَ وزي.
دوي اصلا هوښياران نه دي څکه دوي د عسل په نامه زهر ګېډي ته اچوي د بل مال که عسل هم وي خو په خيټه کي زهر ترې جويږي .په هر صورت د دي کسانو د خولې د ذايقې حس هم اوس مړ شوي ،د ترخو او خوږو تفکيک هم نه شي کولاي ،په افغانستان کې د ناټو د ماموريت دپيل را هيسي راغلي مرستي که شفافي لگېدلي واي نو اوس به پاريس هم کابل ته په سلام واي .ياپه بل عبارت که راغلي مرستي د افغانستان پر اوسني نفوس تقسيم شي نو په افغانستان کې به تر ټولي نړۍ ميلونران زيات واي او هر کس به ميلونر واي اوس نو د پوښتني ځاى دا دى چې د دې ملت په نوم راغلي پيسې چيرته ولاړې ؟ کرزي د فساد په ضد ځانګړى حکم او فرمان هم صادر کړ خولکه څنګه چې تمه وه دا فرمان هم د نوموړي د نورو فرمانونو په څېر د کاغذ پر مخ پاته شوو ،کرزى يوه د فساده ډکه اداره تر شاه پريږدي نوموړي نه يوازي په تېرو ۱۱ کلونو کې دښه حکومتوالۍ هدف ته ونه رسېد بلکي اداري فساد ،غلا،رشوت ،اختطاف ،تېرى ، غضب چور او چپاول خپل اوج ته ورسېد ،سياسي شنونکي وايې د کرزي ادارې او ټيم اصلا په موجوده شرايطو نور د کنټرول اغېز له لاسه ورکړى او د کرزي فرمان يوازي يوه نمايشي بڼه لري د کرزي د گڼو فرمانونو څخه يې په تېرو ۱۱ کلونو کې دوه لانه دي په عملي او اساسي بنه پلي شوي او منل شوي نو په همدي اساس اوس فساد د فساد اوج ته رسېدلي او لکه ساري ناروغي ټول نيولي دي . تر څو چي يو اساسي او بنسټيز بدلون رامنځته نشي فکر نه کوم د افغانستان اداري فساد دي په يوه فرمان او دوه فرمان هغه هم په دا ډول حل شي.
سرچينه: ټاټوبی اوونيزه
