خوار قسمت
خوار قسمت له داسي حالت سره مخ کړم؟!
دا ځل د يوې داسي کورنۍ حال د قلم په ژبه بيانوو، چې خداى تعالى له نارينه سرپرست څخه محرومه کړې ده. د دې کورنۍ غړي د ژوند له زياتو سختو ناخوالو سره په خوا کې دا مهال په يوازيتوب کې هم ژوند کوي، ځکه په دې کور کې چې څو کاله وړاندي د کور مشر، دوو تنو ځوانانو او ناويانو ژوند کاوه، اوس پکې نارينه څوک شتون نه لري او د تل لپاره يې له خپلې بورې مور سره مخه ښه کړې ده. د دې کور مشره مېرمن بي بي خاله ده، چې په دې لنډو څو وختونو کې يې خاوند او دوه ځوانان زامن خاورو ته سپارلي، اوس ورباندي يوه لور او درې يتيمې لمسيانې راغونډ دي. نوموړې په اصل کې د ژړۍ ولسوالۍ اوسېدونکې ده، خو غربت د کندهار ښار تر لمنې ميرويس مېنې ته راکوچولې ده. که څه هم د خداى تعالى په دې لويه نړۍ کې خپل شخصي هستوګنځاى نه لري، خو خداى (ج) ورباندي کوم بل مسلمان ورور مهربانه کړى او په وړيا ډول يې د مؤقت وخت لپاره پناه ځاى ورکړى دى، تر څو د خپلې يتيمې لور او يتيمو لمسيانو سره پکې شپې سبا کړي.
د دې کورنۍ ډېر تريخ داستان که څه هم په دې يوه پاڼه کې د بيانولو نه دى او نه يې يوه دردناکه قصه په بشپړه توګه بيانولاى سو، خو له بورې مور بي بي خاله سره چې مو څومره د زړه خواله کړي، خلص يې ستاسو مخي ته ږدو او تاسو به د دې له نه زغمونکي حالت څخه خبر سى، چې څه پر تېرېږي. بي بي خاله د خپل دردناک ژوند په اړه ټاټوبي ته وويل: ((موږ په اصل کې د ژړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي يو، موږ که څه هم خانان نه وو، خو کله چې مې ځوانان زامن او خاوند ژوندي وو، نو د ژوند چارې مو په ډېره سمه توګه سره پر مخ وړلې او هر څه خداى (ج) راکړي وو، خو کوم وخت چې خاوند وفات سو، له غربت سره مخامخ سوو. په هر حالت کې چې وو ځوانان زامن مې وو، هغوى ته مې ودونه ورکړي وو، هغوى زه او زما نږندو او لمسيانو ته هر څه راوړل او حلال رزق به يې راته برابراوه. خو خوار قسمت د يوه داسي حالت سره مخ کړم چې په تېرو څلورو کلونو کې مې خاوند او دوه ځوانان زامن مړه سول او نږندې مې هم راڅخه ولاړې. اوس زما لور او درې لمسيانې راسره پاتې دي چې په کور کې نارينه څوک نه لرم. هغه څه چې موږ پخوا لرل يا مو خوړل، اوس يې نه خورو، اکثره وخت په وچه ډوډوۍ پوري حيران يو، که همسايګانو مرسته وکړه، خو ښه، که نه نو د الله (ج) رضا ته ناسته يو ښځه يم د خپل ژوند په سودا پسي بازار ته نه يم تللې او بازار ته د فقر کولو لپاره هم جرئت نه لرم، څه وکړم؟ کوم غم درته بيان کړم، د نس غم غم نه دى، زه نورو غمونو لېونۍ کړې يم، درې جنازې په خبرو کې يادېږي چې د يو چا له کور څخه په لنډو څو وختونو کې ووزي او يوازي پاتېږي خو دا چې دا هر څه ما په خپلو سترګو ليدلي دي او زغملي مې دي، خداى (ج) دې پر کوم بل مسلمان دغه حالت نه راولي.
زموږ جوړ کور سپېره سو، نه مې اوس په کور کې سرپرست، ځوانان زامن سته او نه مې هم ځوانې نږندي يا مږندې سته چې کور مې ورباندي ښايسته و.)) بي بي خاله د دې پوښتنې په ځواب کې چې خاوند او زامن دې څه ډول وفات شوي دي او نږندې دې ولې درڅخه ولاړې، وويل: ((زما خاوند د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ سو، يو زوى مې تور ژړى و، دلته يې علاج نه کېده، موږ يې د درملو وس نه درلود، مړ سو او بل مې هم لښکرګاه ښار ته تللى و چې موټر يې ټکر کړى و، مړ سو، دا په دا څو کالو کې ټول مې د لاسه ورکړي دي، اوس يې زه، زما لور او لمسيانې يوازي پرې ايښي يو. زامن چې مې خاورو وخوړل نو مږندو مې وفا راسره ونه کړه، هره ورځ به يې راته ويل چې موږ ځو درڅخه او خپل اولادونه هم راسره بيايو، څو واره مې پرېښودې چې ولاړې شي خپل د پلار کره، خو دوى به پر دې ټينګار کاوه چې نه موږ خپل اولادونه هم راسره بيايو، خو زما لمسيانې زما نه زړه کېږي، هغه مې ځني راګرځولې دي.))
بي بي خاله د خپلو ځوانو زامنو مړينه سخته کړوي او وايي چې زما هوسا ژوند په دوى پوري تړلى و او دا مې هيله و چې زه به خپل زامن تر خپل او د دوى د پلار تر سيوري لاندي لويوم او تر لاس لاندي به مې وي، خو دا هيله يې له خاورو سره سمه سوې ده او زامن خاورو ځني خوړلي دي. بي بي خاله چې کله خپل د ژوند په اړه راته ږغېده، نو په غيرارادي ډول به يې له سترګو اوښکې څڅېدلې او په بې اختياره ډول به يې لويې ساندې وهلې، د دې له فريادونو داسي ښکاري چې دا تر ټولو ډېر د خپل ودان کور ورانېدل ژړوي، او وايي چې نه جبرانېدونکى دى. بي بي خاله چې اوس يې په کور کې د خوارۍ څوک شتون نه لري، اړه ده چې د ګاونډيانو پاتې شونو باندي خپل ځان او ورپاتې يتيمان ماړه کړي. ځني ومو پوښتل چې هيلې دې څه دې او خپل راتلونکى ژوند څه ډول وينې، ويې ويل: ((زه هيڅ يوه هيله هم نه لرم، يوازنۍ هيله مې دا وه چې له خپل خاوند او بچيانو سره په خپل کور کې هوسا ژوند وکړم، اوس چې خداى (ج) هغوى راڅخه واخيستل، زه به نو نوره څه هيله ولرم او زه به په يوازيتوب کې څه ډول ژوند وکړم، سپين سرې يم، خداى (ج) دې دومره وس راکړي چې په ناروغ تن سره مې خپل راپاتې يتيمان ماړه کړم. يتيمان مې هم ټول نجونې دي، د بل د کور دي، خداى (ج) دې زما په حال ورحمېږي. کاشکې مې يو نارينه هلک په کور کې درلودلاى چې موږ يې په راتلونکې کې هوسا کړي واى، اوس خو د بل پاتې شوني خورو، نه پوهېږم راتلونکى به مو څنګه وي؟ خداى تعالى دې هر څه راسم کړي!))
سرچينه : (ټاټوبی) اوونيزه
