اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د لندن سرمشريزه، هم ګټه، هم تاوان

ځيني افغان کارپوهان د لندن سرمشريزه د نورو ناستو په پرتله ارزښتمنه بولي او وايي چې پرېکړې يې د افغانستان، پاکستان او طالبانو په ګټه دي. خو په عين حال کې دغې ناستې يو لړ اندېښنې هم زېږولې، چې ډېرى يې د ډيورنډ کرښې د احتمالي رسمي کېدو له اړخه دي. تېره اوونۍ د سه شنبې په ورځ په لندن کې د افغانستان، پاکستان او انګلستان د مشرانو درې اړخيزه ناسته تر سره شوه. د درېيو هيوادونو مشرانو په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو په برخه کې په خپلو کې د همکارۍ هوکړه وکړه او پاکستان او انګلستان هم په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانيستلو ملاتړ وکړ. د افغانستان او پاکستان مشرانو وپتېيله چې تر راتلونکو شپږو مياشتو بايد د افغانستان د سولې بهير جوړجاړي ته ورسېږي. دوى ويلي، دې موخې رسېدو ته به خپلې ټولې اړينې هڅې وکړي. د انګلستان د لومړي وزير له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې درې اړخيزه غونډه کې افغانستان او پاکستان پر دې هم سلا شول چې تر راتلونکي مني پوري به په خپلو کې د ستراتيژيکو همکاريو سند برابر کړي. يو شمېر افغان کارپوهان وايي، د لندن ناسته په افغانستان کې د ټولو ښکېلو خواوو په ګټه وه. سياسي کارپوه او د ولسي جرګې پخوانى غړى ډاکټر عبدالکبير رنجبر وايي، دا ناسته ځکه مهمه وه چې جدي هڅې پکې په پام کې ونيول شوې. د ښاغلي رنجبر په وينا، تر دې وړاندي به خبرې وې، خو پايلې به يې معلومې نه وې، که څه هم چې د دې اقداماتو پايلې هم تر اوسه څرګندې نه دي، خو لږ تر لږه اقدامات په نښه شوي دي. دى وايي، په شپږو مياشتو کې د سولې جوړجاړى کېداى شي، خو که پاکستان رښتينى شي. د ده په باور، لندن د خپلو نژدې اړيکو له امله کولاى شي اسلام اباد د افغانستان په سوله کې همکارۍ ته وهڅوي. ښاغلي رنجبر وويل چې په دې ناسته کې طالبانو ته د قطر دفتر پر سر هوکړه هم د طالبانو او هم د پاکستان په ګټه ده. هغه په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانيستنې په اړه زياته کړه: ((دا (طالبان) يو نظامي حرکت و او اوس موږ هغه په سياسي حرکت بدلوو او ورته رسميت ورکوو، دا لويه لاسته راوړنه ده، هم د طالبانو لپاره او هم د پاکستان لپاره، د دې لپاره چې دا دواړه نه بېلېدونکي دي.)) سياسي کارپوه احمد سعيدي وايي، په لندن کې د درېيو هيوادونو د مشرانو ناسته په درېيو دليلونو د نورو ناستو په پرتله ډېره ارزښتمنه وه. ښاغلي سعيدي وويل چې له دې غونډې هم افغان دولت، هم پاکستان او هم طالبان لاسته راړونه لري. د ده په خبره، طالبان لېوال دي چې خوځښت يې په رسميت وپېژندل شي او دا چې په ياده سرمشريزه غونډه کې قطر کې طالبانو ته د دفتر له جوړېدو ملاتړ وشو، نو دا کار به طالبانو ته په نړيواله کچه رسميت ورکړي. د ده په خبره، افغان دولت ته ځکه دا ناسته د ارزښت وړ وه، چې درېيو لوريو او په ځانګړې توګه پاکستان تر راتلونکيو شپږو مياشتو په افغانستان کې د سولې د يوه جوړجاري د رامنځ ته کولو د هڅو ډاډ ورکړ. سعيدي وايي، د افغانستان په سوله کې د پاکستان هڅې په دې پوري تړلې دي چې دغه هيواد له افغانستان سره د ستراتيژيکو همکاريو تړون د لاسليک له لارې کولاى شي، د ډيورنډ کرښه په افغانستان په رسميت وپېژني. د ډيورنډ کرښه په ١٨٩٣ کال کې رامنځ ته شوه، چې د افغانستان يوه برخه يې د وخت په برتانوي هند پوري وتړله، خو افغانستان هيڅ کله دغه کرښه په رسميت نه ده پېژندلې. سعيدي وويل چې د افغانستان له خوا ډيورنډ کرښې په رسميت پېژندل د پاکستان پخوانۍ غوښتنه ده، چې اوس به د دواړو هيوادونو د ستراتيژيک تړون په لاسليک کېدو سره پوره شي. د ښاغلي سعيدي په خبره، پاکستان ته د دې ناستې ارزښت په دې کې و چې افغان ولسمشر پکې له پاکستان سره د ستراتيژيکو همکاريو د تړون لاسليک ته چمتووالى ښودلى دى. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم وويل چې افغانستان له پاکستان سره د ستراتيژيکو همکاريو غوښتونکى دى، خو مخکې له دې بايد په ځينو لومړيتوبونو کې د پاکستان په همکارۍ کې پرمختګ وشي. سعيدي وويل چې د بين الدول د حقونو له مخې ستراتيژيک تړون د هغو هيوادونو تر منځ لاسليک کېږي چې يو له بل سره سرحدي ستونزه ونه لري، په داسې حال کې چې افغانستان د ډيورنډ کرښه په رسميت نه ده پېژندلې. د سعيدي په خبره، د بين الدول د حقونو له مخې، ستراتيژيک تړون دې کرښې ته ځکه رسميت ورکوي چې دواړه لوري به په دې ډول تړون کې ژمنه کوي چې يو د بل خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتيا به په رسميت پېژني. خو د کابل پوهنتون استاد ودير صافى بيا وايي، له ستراتيژيک تړون پرته هم د ډيورنډ د کرښې مسئله د افغانستان او پاکستان تر منځ فيصله شوې خبره ښکاري. دى وايي، افغانستان له پاکستان سره دپلوماتيکې اړيکې لري، سوداګريز او نور تړونونه يې هم ورسره لاسليک کړي دي، چې د افغانستان له خوا يې د پاکستان خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته پخوا رسميت ورکړى دى. افغان چارواکو تل ويلي چې د ډيورنډ کرښه د افغانستان لپاره يوه تاريخي مسئله ده او په دې اړه حکومتونه نه، بلکې خلک پرېکړه کولاى شي. استاد صافي وويل چې د لندن درې اړخيزې ناستې ته ځينې هيلې شته. ده وويل، د لومړي ځل لپاره د افغانستان او پاکستان ملکي او پوځي چارواکو سره ګډه ناسته وکړه او د دواړو هيوادونو پر موضوعاتو يې خبرې وکړې. په دې غونډه کې د افغانستان، پاکستان او انګستان د مشرانو تر څنګ، د دغو هيوادونو د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو او د ملي امنيت شورا چارواکو هم ونډه درلوده. ښاغلى صافى هم وايي چې لندن د خپلو نژدې اړيکو له مخې کولاى شي اسلام اباد د افغانستان سولې ته وهڅوي. امريکا، چې په افغانستان کې پراخ حضور لري او دلته د سولې په راتلو کې لګښتونه او کوښښونه کوي، د دغې ناستې هرکلى يې کړى دى. دا هيواد تمه لري چې دا ډول سرمشريزې به د افغانستان کشالې ته سوله ييز حل پيدا کړي. د يادونې وړ ده چې تر اوسه طالبانو په دې اړه خپل غبرګون نه دى ښودلى، خو د کارپوهانو اټکل دا دى چې ښايي هغوى يې هرکلى وکړي، دا ځکه چې هغوى د خپلې ډلې له سياسي کېدو سره زياته لېوالتيا لري، خو دا هغه ځانګړنه ده چې دا ډله يې تر اوسه پوري نه لري.

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←