سيمه به ترکله داورپه لمبوکي سوځي
محمد نعيم کاکړ
نه يواځي دافغانستان ولس بلکى دپاکستان ولس د اوږ دو جګړو څخه تنګ راغلي دي او دادواړه ولسونه غواړي چي دهغه بىموخى جګړه وپائى ته ورسيږي او داټوله سيمه دسولي او سوکالي زيري واوري که څه هم د پاکستان په پرتله افغانستان دتيرو پنځه ديش کلو څخه په دهغه جګړه سوځل کيږي چي په لکاؤ وګړي په کښې شهيدان شوي او تر دي زياته ژوبل شوي دي او بشپړه هيواد په ګډون د کابل کنډوالي کړل شو اقتصاد يې وران شو او په لکاؤ وګړي دتيرو پنځه ديش کلو څخه د نړۍ په ګوټ ګوټ کښې دکډوالى ژوند تيروي په دوي څه تيرسيږي خو په دي ليک موږ څه نه باندي ليکوولي چي ددهغه اوږدي جګړي يو نوي پړاؤ رسيدلي دي چي رسني او ميډيا دلوبى پائى(END GAME) په خولى کښې را وړي.
تيره ورځ دامريکا ولسمشر باراک اوباما په خپل کليزه وينا کښى وويل چي په افغانستان کښى به روانه جګړه په ۲۰۱۴ء کښى وپائي ته ورسيږي په دي کال کښي به څلور ديش امريکائي پوځي ځواکونه به دافغانستان څخه را واستل شې او پاته نيمائي ځواکونه به په ۲۰۱۴ء کښې وامريکا ته د افغانستان څخه راستانه شي خو دا اوس څرګنده چي امريکائي ځواکونه به بيا هم پاته وي او کيدي شي چي دناټو دنورو ملکو هم څه ناڅه ځواکونه پاته شې لنډه دا چي امريکا خپل شتون په افغانستان کښې لرل غواړي خوبلي خواته طالبان اوس هم د اغوښتنه لرلي چي تر هغه وخته دجګړي څخه نه شې لاس په سرکيدي تر کله چي باندني ځواکونه دافغانستان څخه نه وي وتلي ددي سره سره چي دوي دسولي خبري يواځي دامريکا سره خبري غواړي او دوي دمخه دامريکا سره وخبرو ته کښينستي دي بلى خواته ولسمشر حامدکرزئي د خپل امريکائي سيال دوينا هر کلى کړي دي چي دافغانستان څخه به ۳۴زره عسکر باسي او يو ګام يې وړاندي پورته کړي دي چي باندي ځواکونه دي دافغانستان څخه ژر ستانه ولي چي افغان پوځي ځواکونه داتوان لري چي دخپل هيواد ځغورنه وکړي داسي هم دڅو مياشتو څخه خپله خاوره پخپله ځغوري يواځي افغانستان دهوائى ځواکو څخه بى برخي دي که امريکااو نور ملکونه هوائى ځواکو ته ورورغوي بيا هيڅ ګرانه نه ده چي دوي د خپل هيواد ځغورنه وکړي خو بيرته داسي انديښنه دوي ويني چي داسي نه وي چي دوي تر بريد لاندي راولي او په تيرو کلو کښې ځيني داسي پيښى و شوي خو دامريکا څه ايجنډا په افغانستان کښې لري هغه اوس څرګنده شوي ده ولي زورور چي وغواړي هغه کوي شي که دامريکا پوځي ځواکونه په لوئى شېمر کښې يا په لږ شمېر پاته وي خو هغه به په خپلوا ډو کښې پاته وي که ګرځيدو هم به په هوائي کښې ګرځي لنډه دا چي دشطرنج لويه ده چي ځموږ په سيمه روانه ده چي څه پايلى به ولري؟
که دامريکا په ګډون ټوله يو په بل باور ولري او دسولي ليواله وي نو هيڅ ګرانه نه ده چي دهراړخيزه ستونځي به اواري نه شې دټولو زياته ويره د ۲۰۱۴ء وروسته دافغانستان په امنيت په اړه کيږي چي وتيرو ۳۵کلو څخه په خو نړۍ جګړه کښې راګير دي چي دهغه جګړه دتيرو څو کلو څخه وپاکستان ته اوښتي ده په زياته بياو پښتون ميشته سيمو ته خو دبده مرغه ونړۍ ته پښتون داسي ښوول شوي دي ډېر وحشي دي دېر جنګونه کوي آن دا چي اوس خو په تهره ګرهم نومول شوي دي او دبده مرغه نه خپل ګاوڼديان نور ليري پراته ملکونه دوست په سترګه نه ورته ګوري چي دا يو بيل بحث دي خو پښتون افغان چي سولي سوکالي او امنيت ته څومره ليواله دي هغه ددي څخه څرګنده ده چي کله دامريکا په مشري کښى په ۲۰۰۱ء کښى باندني ځواکونه راغلو افغانانو د دوي هر کلي وکړي ولي چي د دوي هيله شوه چي اوس به په هيواد کښې دباندنيانو په مرسته سوله او امنيت راشي کله چي طالبان په ۱۹۹۵ء کښى وژيژ ول يواځي افغانانو په دي هر کلي وکړي چي اوس به سوله او امنيت راشې خو دبده مرغه حالات په دواړو وارو تر پخوا خراب شول امريکا په افغانانو کښي ولي بى باور شول په دي امريکا هم پوه ده او افغان هم نړۍ والو چي وافغانستان ته څومره ډالر را وړو هغه هم په سمه لاره او ځائي و نه لګيدو ولي چي يوه خواته ګډوډي په کښې وشوه وبلي خواته رغونه بيرته په وراتي بدله شوه او جګړي هم دوام وکړي بلکي دباندنيانو په بريدولو کښى وژنى او په لويه کچه و شو او ډېرو هغه هيلي دلاسه ورکړي چي دباندنيو ځواکو څخه دوي لرلۍ آن دا چي پخپله ولسمشر حامدکرزئي په وارو وارو خپل خفګان او خوابدي ښکاره کړه خو دوي د خپله هوډ څخه ونه وښتو آن دا چي د نن ورځى پوري ډېر افغان پښتون داسي اټکل کوي چي چيري خو دا د دوي عام وژنه او نسل کشي خو نه ده چي دتيرو پنځه ديش کلو څخه نړۍ وال دهغه ملت په يو اوبل نامه وژني.
اوس چي دامريکا دولسمشر په نوي تګ لاره کښې چي څه ښکاره کيږي او ډېر خلګه د اوائي چي نوموړي په خپله نوي پاليسي کښې د ۱۸۰درجى بدلون راوستي دي نو داپوښتنه کيږي چي آيا نړۍ والو ته دا څرګنده شوه چي پښتانه افغان تهره ګر وران کار او بيځايه جنګيالي نه دي بلکي د جوړ جاړي او سولي غوښتونکي دي که دوي وخپلى خوښي ته پريښودل شې او باندني لاسونه د دوي دګريوان څخه واستل شې پښتون افغان دنورو وياړونو دڅنګه بىوفا هم نه دي وعده خلاف او دخپلولوز وو نو څخه اوښتونکي دي په ملګري هم څوک باور کوي شې او په د ښمني يې هم خوکه د دوي د دوي دسپيژندلو هڅه وشې خو ددي دڅنګه پښتون افغان دچابرلاسي نه منې نه دچاغلامي ځماپه انددا به دانګريزانو وارو ودوي ته په دي وار ښه ورڅرګنده شوي وي د هر قام او ملت خپل مزاج وي و پښتون افغان ته هم دهغه مزاج لوئي څښتن ورکړي ځکه چي جغرافيه يې هم داسي ده خو په سلو کښي به پنځه داسي دپښتانه نامه وي چي هغه خپل ټاټو بى پلوري خو هغو ته موږ پښتانه نه شو ويلي ولي چي د دوي مزاج دپښتانه نه وي.
په دي لس يو ولس کلو کښې چي د نړۍ ټول زورور په افغانستان کښې تر پايه ولاړو خو دوي ونه کړل شول چي په افغانستان کښې سوله او سوکالي رانه وسته که باندنى ځواکو د زور او تشدد په ځائي دسولي او جوړ جاړي لاره خپله کړي وي نوکيدي شوي چي نه دومره افغانان پښتانه شهيدان شوي نه دومره باندنيان او نه دومره مالي زيان و نړۍ والو ته رسيدلي وي نه دومره کرکه د دوي څخه شوي وي ولي چي د زمني سره سم دوي په افغانستان دبشپړه سولي او بيار غوني کارو نه کړي وي او هغه وراني چي دنورو په لمسون کيدي به بشپړه مخ نوي کړي وي نن به داصورت حال نه وي نن چي دولس کاله دوي دسولي خبري کوي کيدي شوي چي ودي نه وي اړ شوي او هغه لګښتونه چي په جګړو باندي وشو هغه د افغانستان په بيارغونه شوي وي نن به هر افغان په کار لګياوي او بله خواته به پام نه اوښتي.
اوس چي يو وار دسولي او جوړ جاړي خبري تودي شوي دي ددي په څه پايله وي خو داخبره چي کيږي چي په ۲۰۱۴ء کښې چي باندني ځواکونه ووځي يو وار به بيا پخواني ناخوالي راغبرګي شي که داسي بيا کيږي نو داخبره به رښتيا شي چي امريکا او ملګر ويې په افغانستان کښې ماته خوړلي ده که د ۱۹۹۰ء دلسيځي حالات راغيرګيږي نو به نه يواځي په افغانستان کښې ګډوډي وي بلکي ټوله سيمه به دګډوډيو او تشدد سره مخامخ کيږي چي تر ټولو دمخه به پاکستان دتشدد سره مخامخ کيږي چي داوسه څخه دتشدد سره مخامخ دي بيا هند او نور دافغانستان ګاونډيان چي بيابه ټوله سيمه او نړۍ خو ددي ناخوالو د مخ نوي يوه لاره ده چي لومړي په افغانستان کښي سوله راشې په پاکستان کښې به هم سوله او جوړ جاړي راشي نو ددي دپاره اړينه ده چي لومړي وافغانستان ته پاملرنه وشې بيا وپاکستان ته خو داهغه وخت راتلي شي چي دولس خبره ته ارزښت ورکول شي نن په افغانستان کښى يو دولس لخوا ټاکل شوي ولسمشر او پارليمان موجود او داسي په پاکستان کښې هم خو ددي دڅنګه دافغان طالبان په نامه او دتحريک طالبان پاکستان په نامه دوي ډلي موجوده دي چي هر دواړي ډلي دخپلو خپلو حکومتو په ضد دي او ددي دڅنګه افغان طالبان دباندنيو په افغانستان کښې دشتون په ضد هم دي خو د دوي دريځ په دي کمزوري کيږي چي يو خو دباندنيانو دوتلو اعلان شوي دي دويمه دا چي طالبان دامريکا سره دخبرواترو خبره کوي دريمه دا چي په افغانستان کښې دولس لخوا ټاکل شوي استاځي موجود دي چي يو کال وروسته به بيا بشپړه ټولټا کني کيږي او داسي افغانان هم شته چي دوي غواړي چي باندنى ځواکونه دي په څه شېمر په افغانستان کښې پاته وي چي هغه پخواني صورت حال بيا جوړنه شي.
که امريکا او نور باندنيان په رښتيا هم غواړي چي نه يواځي په افغانستان کښې دي جوړ جاړي او سوله راشي بلکې په ټوله سيمه او نړۍ کښې هم نو به دوي ته خپله پخواني تګ لاري ته بدلون ورکول وي د دکرکي او نفرت په ځائي به دملګري لاس وافغانانو ته ورکول وي او دوژنو بمبار يو اودافغانانو د بندي کيدو څخه په لاس په سر کيږي دافغانستان واقتصاد ته به او پوځي ځواکو د پياوړتيا او کومي لاس وهني چي کيږي هغه لاس په قطع کول وي
