د ژبو نړۍ واله ورځ اودپښتو...
عبد الجبار کاکړ
۲۱مئې که څه هم د نړۍ دټولو مورنيو ژبو د لمانځلو ورځ ټاکل شوي ده خو دهغه مورينو ژبو دپاره دا ورځ ډېر ارزښت او اهمميت لري چي کومي ژبى تر ښکيلاک لاندي که ځموږ و خپلي مورني ژبى پښتو ته موږ وګورو نو ژبه موتر ښکيلاک لاندي ده هغه ټولي ژبي چي په حکومتى کچي دهغه وودي ته کار نه کيږي ياد هغه مخ نوي کيږي يا په مورنيو ژبو وهر ماشوم ته د زده کړي په کلو کښى خنډونه جوړيږي ياو دفتري چاروته نه ايله کيږي او مخ نوي يې کيږئ ځما په اندد داسي ژبى په اړه موږ ويلى شو چي هغه تر ښکيلاک لاندي ده دا بيله خبره ده چي څوک داخبره منې او يا که نه منې خو په ۲۱م فروري چي په بشپړه پښتون افغان ټاټوبى کښې چي څه ماوليدول يا ماواوريدل نوداخبره نوره راته څرګنده شوه چې هو پښتو د پښتون وارو تر ښکيلاک لانده وه او لاندي دي.
پښتون افغان چي په خپل اوږ د خور ټاټوبى دزراؤ زراؤ څخه پروت دي او ژبه يې هم دزراؤ کلو څخه را روانه ده بيانو ولي دا ژبه اوس هم د نورو لخوا دمخ نوي هڅي ورسره کيږي دا ډېر تاريخى حقيقتونه او رښتيا دي چي ددي پلټنى نه يواځي اړينې دي بلکي که داکار روشې نو به په دي خبره ټول خبر شې چي ددي ټولو ناخوالو سره سره پښتو ژبه مخ په وړاندي تللي وه او مخ په وړاندي به ځي خو د پخوا په پرتله په اوس مهاله کښې به نه يواځي دخپلى ژبى څارنه اړينه وي بلکې ددي دپاره لانور کارکولو ته اړتياوي ځکه چي د نن ورځي په سرئت سره رواني ټيکنالوجى که يوه خواته موږ ته ډېره ګټه را رسولي ده خو بلي خواته دهغه چالاسونه هم اوږده کړي دي څوک چي په دي هلو ځلو کښې دي چې څنګه پښتو سره ګډو ډه کړي يا يې مخ نوي وشي.
د مورنيو ژبو دهغه اوسني ورځ په ټول افغان پښتون ټاټوبى کښې ولمانځل شوه چي يواځي په سويلي پښتو نخوا کښې د کوټي په ګډون په ټولو ښارو کښې په دي اړه غونډي سيمنارونه او مظاهري وشوي هم دا ډول دهغه ورځ دخيبر پښتو نخوا په مرکز پيښور او نورو ښارو کښې او په قبائيلي سيمي په ځينو ځايو کښې جوړي شوي او دکرښې و هغه خواته په کابل کندهار او نورو ښارو کښې هم دهغه ورځ ولمانځل شوه چي څرګنده خبره ده چي دپښتو ژبى په پرمختيا او هغه ناخوالولي چي ګرانه پښتو ورسره مخامخ ده په دي خبري اتري وشوي لکه څنګه چي پښتانه افغانان په برخو برخو سره ويشل شوي دي او دهري برخي ستونځي جلا جلا دي هم دا ډول دپښتو ومخ ته پراته خنډونه هم بيل بيل دي چي موږ ټول په دي خبر يو خونه شو ويلي چي مشران ولي دومره بى خونده شول چي دوي په دهغه ناخوالو ځان نه خبر وي او هر څه يې دليکوال شاعراورڼ انده په غاړه اچولي دي که دوي خپله دهغه ډنډه ترسره کړي وي نو کيدي شوي چي پښتو نوره وده کړي وي خو نه شو ويلي چي دهغه مشران دمصلحت ښکاروي که بل چل دي خو دانسان سره ځيني داسي ارزښتونه تړلي دي چي په هغه باندي يو ډول راکړه ورکړه او مصلحت دسره څخه نه شي کيدي چي په هغه کښې يوه مورني او قامي ژبه ده.
دا ډېره دوياړو خبره ده چي نن هر پښتون ليکوال داخبره وتراشله او وسنحوله چي په پښتو کښې ځينى ستونځي او مشکلات شته چي په کار دي وهغو ته يو اواري او حل راواستل شې او ټول پښتون يو پښتو ګار کړي او يوه املاو لري او دومره سوچه روانه وي چي يو ډول مشکل دلوستونکي دپاره ونه لري او کومه پښتو ژبه چي ځموږ مشرانو موږ ته پري ايښي وه په زياته بيا دپښتو الباپه خپلى رښتني ډول ګار شې او په هغه کښې يو بدلون ونه شې چي پنځلس شل کاله دمخه داسي هڅې شوي وي او ددي دڅنګه هغه بيګانه توري ګار نه شې چي هغه پخپله پښتو لري او ددي دڅنګه دنورو ژبو طرز په پښتو خپل نه شې بلکي نوري ژبى دپښتو څه طرزونه خپل کړي ولي چي پښتو د ډېرو ژبو مور او پخوانى ژبه ده داسي نوري ډېري ناخوالي شته چي ځلاند هر وخت هغه په ګوته کړي دي.
د پيښور د نشتر هال غونډه چي دښاغلي اياز خان مندوخيل لخوا په انټرنيټ هم د ۲۱ م فروري دمخه راغلى وو په دي غونډه کښې ډېرو پوهانو ګډون کړي وو چي هغه کښې لراو بر ټولو خواؤ استاځو ګډون کړي وو او د هري خو استاځيتوب په کښي وو نو ځکه چي و د هغه غونډي ته موږ يوه مهتبر غونډه ويلى شو او تر ټولو ښه خبره داده چي هغه ټولي ستونځي په دهغه غونډه کښې په ګوټه شوي چي زياتره يې دلته ذکر کيږي لکه يو بشپړه املا چي په رښتيا هم ودي ته اړتيا پخوا هم وه او اوس هم شته او په دي اړه په باړه ګلي او نوروځايو کښې داسي غونډي شوي وي چي تر ډېره يې په املا کښې يو والي راغلي او تر ډېره اوس هم عمل باندي کيږي خو بيرته هم ځيني خو دسرو او ځان خو ښو هغه پريکړه ردکړه بلکي دومره تيرو تنې وکړي چي هغه د پښتو بڼه ور واړوله هر کار يو کړ نلاره لري او اصول که ددي خيال و نه ساتل شې نو بيا خو څه پاته کيږي نه ؟ د بيلګي په ډول د شلمي پيړي په وروستيو کلو کښې موږ وليدل چي د پښتو ډېر خپلى ټکي په اردو ليکل کيدل او اوس هم د پښتو،ږ ، په ،ژ، ليکل کيږي ياهم دهغه ،ږ، په ،گ، ليکل کيږي او ،ښ، ،خ، په ،ږ، غ، ويل کيږي خو دلته پوښتنه دا ده چي د پښتو ځانګړي ټکي چي يواځي د پښتو ژبى پيژندګلوي ده که دهغه ټکي دمنځ څخه ولاړ شې نو بيا په پښتو او نورو ژبو کښې څه توپير پاته کيږي چي په دي باندي په ځلاند ورځپاڼى کښې ډېر څه ليکل شوي دي خو ځماپه اند په کار دي چي په هيڅ صورت هم د پښتو ځانګړي ټکي بدلون ونه خوري اوکه چيري داسي وشول نو به هر څه په له ګډو ډ شې چي بيا به سمول ډېر ګران وي دبده مرغه څوک چي داکار کوي هغه يا خو په ځان نه دي خبر يا په ناپوهي کښې دهغه چا دپاره کار کوي د چا چي دهغه وخته څخه داسي هڅي کوي په پښتنو کښې دبده مرغه دليک کولو عادت تراوسه نه دي خپل شوي ځکه چي دا خبري په وارو وارو راغبرګيږي او په شوو پريکړو کښې بيا بيا بدلون ليدل کيږي په کار دي چي موږ پښتو پښتو کړو نه داچي دا دشمالي پښتونخوا پښتو ده دا د افغانستان پښتو ده دا دکوټى او دا دبل ځائي
د ۲۱م فروري دنشتر هال په غونډه کښې پښتو په رومن ليک دود کښې په راوستلو هم خبري وشوي چي پخوا هم په دي اړه موږ ليکو نه کړي دي او يو وار يې بيا ستاسو ومخ ته ايږدو لومړي خو په کار دي چي په دي غورو کړو چي دا څه آسانه کار دي؟ او ددي سر څومره خطرنو تړلي دي که چيري داسي وشي چي دا اوسني عربى ليک دود په رومن ليک بدل شې هغه څوک چي غواړي چي د پښتو په اوسنې ليک دود باندي د عربى وارو زير زبر پيش او نور ورکول پيل شې دويم دا چي هغه کومه خپلوا که ډله يا کميشن(AUTHRETY) وي چي داکار به ترسره کوي تر هغه وخته چي ديوه ولسي حکومت په کار دي چي لاس و نه چول شې دا اوس چي په پښتو ليک دود باندي هر يو خپل نيلۍ ځخلوي ددي علت هم دا دي چي د حکومت سرپرستى نه شته تر ديس پخوا په افغانستان کښې دپښتو کار په يوه لاس روان دي او هيڅوک دا نه شې کولي چي ،ږ، په ،گ، وليکي،څ، په ،چ، وليکى يا،ښ، په ،خ، وليکي اوداسي نور ولي چي افغان دو لت ددي کار څار نه کوي او يو ډول دتګ لاري او قانون څخه سرغړونه ده او بله لويه خبره دا ده چي پښتو د لومړي زده کړو څخه تر لوړو زده کړو پوري دلوست ژبه ده نو چي يو ماشوم په لومړي کښې پښتو لولي نو بيايې خوله په وا وړي قلم يې په واوړي او کله هم داسي نه کوي لکه دلته چي کيږي.
تراوسه چي موږ په پښتو کښي دعربى ليک دود کښې څومره دکتابو زيرمي لرو که په رومن دخپلى مورنى ژبى دلوست او ليک سره بيګانه يو دا حکومتى کارو نه دي چي د حکومت په سايه کښې داسي کارونه کيږي چي ديوه قانون لاندي هر يو اړ وي نو په اوسنې وخت کښې ودي خوا ته تګ نه دي په کار هودا کيدي شې چي دهغه خبره وچيړل شي وليکوالانو او پوهانو په منځ کښې په کار دي چي وړاندي شې خبري ورباندي وشي که دپښتو دپاره ګټوروي په کار دي چي په وخت داکارو شي او ټول پښتون افغان په دي باندي يوه خوله شې داسي خان عبدالصمدخان اڅکزي شهيد هم د پښتو يو ليک دود جوړ کړي دي په کار دي چي د ژبي پوهانو ته وړاندي شي خبري اتري په وشي دا ښه خبره ده.
افغان دولت دمطبوعاتو او فرهنګ وزارت يو کيمشن اوس اوس جوړ کړي دي چي داکميشن به دافغانستان دټولو ژبو دخوندي کولو څار نه به کوي او درسنېو او ميډيا دلاي بيځايه نوري او لغات ودننه کيږي دهغه مخ نوي وکړي ددي څخه داڅرګنديږي چي هغه لانجه چي داوسنېو بريښنائى ميډيا لخوا چي کوم يلغار په ژبو دو داو کلتور کومي ناوړي اغيږي کيږي دهغه مخ نوي وکول شې ولي که دهغه عمل داسي سرلګه ايله کړل شو نو ډېر وراني ورسوي چي موږ ټولو ته يه کار دي چي دهري لاري ددي مخ نوي وکړو.
