اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

زابل: پوهنې ته اوښتي...

د زابل پوهنې ته اوښتي زيانونه جبرانول غواړي

د زابل د پوهنې رئيس وايي، د دغه ولايت د پوهنې سکټور پوره پنځه کاله سخت زيانونه ليدلي، چې جبرانول يې وخت او هلو ځلو ته اړتيا لري. د پوهنې رئيس رحيم الله لودين، چې له ټاټوبي اوونيزي سره يې په يوه ځانګړې مرکه کې د زابل د پوهنې د سکټور په اړه څرګندونې کولې، وويل چې د ۱۳۸۵ او ۱۳۹۰ لمريزو کلونو پر مهال د زابل د پوهنې سکټور سخت زيانونه ليدلي دي. د نوموړي په وينا، ناامني او د وخت د پوهنې د چارواکو بې غوري د دې لامل شوي چې د زابل پوهنه پنځه کاله وروسته پاتې شي. لودين وايي: ((د زابل د پوهنې د وروسته پاتې والي ۵۰% عامل ناامني او ۵۰% هم د وخت د پوهنې د چارواکو بې کفايتي ده.)) د زابل د پوهنې رئيس وايي، د ۱۳۸۵ او ۱۳۹۰ کلونو تر منځ - هغه مهال چې غالباً ناامني زياته وه- د زابل د پوهنې ځايي چارواکو د پوهنې په برخه کې اړين خو څه، آن لومړني خدمات يې هم نه دي تر سره کړي. نوموړي دغه راز د پوهنې پخوانيي چارواکي تورن کړل چې د پوهنې د پياوړتيا په برخه کې يې له ولسه د مرستې غوښتنه نه ده کړې. هغه دغه راز د پوهنې په برخه کې په زابل کې د عامه پوهاوي د پروګرامونو نه تر سره کېدل هم د پخوانيو چارواکو بې غوري بولي. رحيم الله لودين وايي: ((متاسفانه پخوانيو د پوهنې مسوولينو د زابل خلکو ته د پوهنې په اړه پوره پوهه نه ده ورکړې او همدا راز له هغوى يې د مرستې غوښتنه هم نه ده کړې.)) لودين ادعا کوي چې د ۱۳۹۱ لمريز کال په اوږدو کې د زابل پوهنې ته د تېرو پنځو کلونو په اوږدو کې د اوښتي زيان د جبران لپاره يې ډېرې هلې ځلې کړې، چې تر يو بريده بريالۍ دي، خو په وينا يې، لا هم زيات کار او وخت ته اړتيا ده چې دا زيانونه جبران کړل شي. د ښاغلي لودين په خبره، د ۱۳۹۱ لمريز کال په اوږدو کې يې په زابل کې شاوخوا پنځه ويشت بابه نافعال ښوونځي د زدکوونکو پر مخ بيرته پرانيستي، چې له امله يې زرګونه له زدکړو بې برخې زدکوونکي بيرته زدکړې ته د لاسرسي له حق څخه برخمن شوي دي. دغه راز نوموړى وايي، د روان لمريز کال په اوږدو کې يې په زابل کې د تخنيکي او مسلکي زدکړو مرکزونه هم د لومړي ځل لپاره فعال کړي دي. هغه وويل، د يوه انستيتيوت تر څنګ يې دوه ښوونځي فعال کړي، چې د کرهڼې په برخه کې پکې زدکوونکي روزل کېږي. هغه دا د زابل لپاره د پوهنې په برخه کې لوى پرمختګ وباله او زياته يې کړه چې دا به په دغه ولايت کې د کرهڼې په برخه کې د مسلکي کسانو کمى تر يو بريده پوره کړي. رحيم الله لودين وايي، د دې تر څنګ يې په زابل کې يو بل انستيتيوت فعال کړى، چې د مالي او حسابي چارو په برخه کې پکې زدکوونکي روزل کېږي. دى وايي: ((دلته د تخنيکي او مسلکي زدکړو مرکزونه هيڅ فعال نه وو، موږ د روان کال په اوږدو ځيني فعال کړل، تر څو دا لوى کمى تر يو بريده پوره کړو.)) د سرچينې په په وينا، همدا اوس په زابل کې د عالي دارالمعلمين لپاره د ودانۍ جوړولو چاره جريان لري، چې د امريکا په مالي مرسته د دوه نيم ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي. ده هيله وښوده چې د دغه دارالمعلمين فعالتيا به په زابل کې د ښوونکو د کمي په پوره کولو کې مرسته وکړي. زابل د پوهنې وزارت له لوري ورکړل شوي تشکيل کې ۲۳۸ بابه ښوونځي لري، خو دا مهال پکې يوازي ۱۰۵ بابه يې فعال دي. په فعالو ښوونځيو کې، چې ځيني يې په ولسواليو کې هم دي، په ټوليز ډول څلوېښت زره تنه زدکوونکي زدکړه کوي، چې د چارواکو د شمېرو له مخې، شپږ زره تنه يې ښځينه دي. د زابل د پوهنې رئيس وايي، زابل د پوهنې له پلوه لا هم لويې ستونزې لري، چې هوارولو ته يې په بېړني ډول اړتيا ده. ده ومنله چې په ځينو ولسواليو کې يوازي يو يا دوه ښوونځي فعال دي، خو په ځينو کې بېخي يو باب ښوونځى هم فعال نه دى. شملزو، اټغر او دايچوپان هغه ولسوالۍ دي چې د پوهنې د رئيس په وينا، ټول ښوونځي يې د زدکوونکو پر مخ تړلي دي. دا په داسي حال کې ده چې د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې آن تر څلوېښت بابه پوري ښوونځي فعال دي. د زياتو ښوونځيو نه فعالتيا، د مسلکي ښوونکو کموالى، د لابراتوارونو نه شتون او دغه راز د ښوونځيو لپاره د ودانيو نشتوالى هغه عمده ستونزې دي چې دا مهال د زابل د پوهنې چارواکي او زدکوونکي ورسره لاس او ګرېوان دي. د پوهنې رئيس وايي: ((زموږ زياتره ښوونځي ودانۍ نه لري، ځيني خو آن خېمې هم نه لري، زدکوونکي پکې تر شنه آسمان لاندي زدکړې کوي.)) رحيم الله لودين وايي، د پوهنې د ارزښت په اړه د خلکو د پوهاوي د پروګرامونو په پايله کې د پوهنې په اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې او د پوهنې په برخه کې يې له پوهنې ادارې سره مرسته زياته شوې ده. د نوموړي په قول، غواړي دا پروګرامونه روان وساتي او په دې ډول د زابل ولس پوهنې ته رامات کړي: ((له نېکه مرغه زموږ ولس اوس پوه شوى چې د ناخوالو اصلي سرچينه د پوهې نشتوالى دى. همدا وجه ده چې دوى اوس آماده دي چې د پوهنې په برخه کې هر ډول مرسته راسره وکړي.)) د زابل د پوهنې رئيس همدا راز وايي، د پوهنې په برخه کې شته ستونزې يې له ولايتي او مرکزي ادارې سره شريکې کړې او تمه لري چې هغوى به يې په هوارولو کې ورسره مرسته وکړي. ښاغلي لودين د پيغام په دود د زابل له خلکو وغوښتل چې پوهنې ته پاملرنه زياته کړي: ((زما هيله له خپلو خلکو دا ده چې دوى هم د تېرو زيانونو په جبرانولو کې مرسته راسره وکړي او خپل ټول کوچنيان ښوونځيو ته ولېږي او د ښوونځيو په فعالولو کې راسره همکاري وکړي.)) د يادونې وړ ده چې د زابل تر څنګ د نورو سوېلي ولايتونو د پوهنې سکټور هم د تېرو ناامنيو پر مهال سخت زيانونه ليدلي، چې جبرانول يې له تر ټولو مهمو او زيربنايي چارو څخه شمېرل کېږي.

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←