اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د کندهار حکومتي چارواکي

د کندهار حکومتي چارواکي بايد مکافات شي

د عدالت انتقاد پر عدالت دی، د غالب او مغلوب جنګ دی، ددولت غاصب دولت دى، د حکومت مجرم حکومت دی، د قضاء منتقد ملا دی او د حق و باطل زور دی. وايي چي دعوه دي د قاضي سره سوه نو قضاوت به په چا کوې؟ د دولتي ځمکو زياتره غاصبين چارواکي دي چې زور او زر دواړه لري. د دولتي حکمونو د تطبيق او نفاظ لپاره مهم اصل قاطعيت دى. قاطعيت د سياسي جرئت يوه برخه ده او سياسي جرئت بيا له معنوي جرئت سره تړاو لري. د حامدکرزي پنځه څلوېښتمه ګڼه فرمان تطبيق نه شو. په زياتره ولايتونو کې د اداري فساد سره د مبارزې شعار اوس هم يوازي شفاهي بڼه لري. سياسي شنونکي وايي، پراخ اداري فساد، د دولتي ځمکو غصب ، نا انډولي، ( اقليت او اکثريت) ته نه پاملرنه او د درېيو ګونو اساسي قواوو تر منځ د صلاحيتونو نه تفکيک، ستونزي ايجاد کړي دي. د اداري فساد يو اساسي او مهم اړخ، د دولتي ځمکو غصب دى. په زياتره ولايتونو کې د دفاع وزارت، کورنيو چارو او کرهڼي وزارتونو د معلوماتو له مخي لوړ پوړي دولتي چارواکي د ځمکو په غصب کې لاس لري، چې دا يوه جدي مسئله او د افغان دولت په وړاندې لويه ننګونه ګڼل کېږي. د ولسي جرګې د تېري تقنيني دورې په رخصتيو کې ځيني وکيلان خارج ته په مزو ولاړه او يو شمېر نور بيا د خپلو موکلينو د ستونزو د اورېدو په پلمه، په خپلو شخصي ګټو پسي ولايتونو ته ولاړه. د کندهار وکيلانو هم نه يو مشترک سفر در لود، نه هم هدف او نه هم تګلاره، حال داچې که مطلب د ولس ستونزي وي، نو د ولس ستونزي خو واضح دي او بايد ټولو وکيلانو او د کندهار سناتورانو يوه تګلاره، يو هدف او يوه غوښتنه درلوداى، خو د وکيلانو څخه د ولس غوښتنو او په وړاندي يې د هغوى غبرګونونو بيا بل انځور درلودئ. هرڅه د شخصي منافعو په هنداره کې منعکسېدل. غاصب د ځان دغصب په دفاع کې ولسي وګړي سنګر او سپر ګرځول، د عدل او انصاف په بازار کې د بې عدالتۍ محکمه جوړه وه. د کندهار د ولسي وګړو نوي دوستان او خواخوږي راغلي وه، په لاسونو کې يې په لسګونو عارضې وې او د کندهار ولس پر اوسني حالت يې ژړل. واقعي ژړا له جعلي او غولوونکي ژړا سره څومره توپير لري! څو ورځي يې د کندهار د وګړو د نجات نغاره ډنګول، خو شاته يې په مرموز ډول په پيو کې اوبه ګډولې. شنونکي وايي، وکيلان د دې پرځاى چې د خپلو موکلينو ستونزي واوري او له سيمه ييزي ادارې سره مرسته وکړي، پرځای يې ستونزي ايجادوي، هر وکيل له سيمه ييزي ادارې غوښتني لري او که يې وړانديز ونه منل شي، نو سيمه ييزي ادارې ته مشکلات جوړوي. زموږ وکيلانو هم داځل د دې پر ځاى چې د کندهار د سيمه ييزي ادارې سره د دولتي ځمکو د خلاصون په اړه مرسته وکړي، هڅه وکړه چې ستونزي ايجاد کړي. په هر صورت، که وکيلان وي او ياهم نور لوړ پوړي دولتي چارواکي د حامدکرزي د فرمان په اساس مکلف دي چې غصب شوي دولتي ځمکي بيرته دولت ته تسليم کړي. د همدې فرمان په اساس په ځينو ولايتونو کې جدي اقدامات تر سره شول، چې ښه مثال يې سوېلې ولايت کندهار دى، چې په سلګونو جريبه دولتي ځمکه چې د کرزي د تره د زوى حشمت خليل کرزي، حاجي روح الله خان او عبدالرازق شېرزي له خوا د تېرو څو کلونو راهيسي غصب شوې وه، خلاصه شوه. د کندهار د سيمه ييزي ادارې او چارواکو دا اقدام بې ساري وو، ځکه تر دې دمه فقط د ځمکي د غاصبينو نوملړ په ولايتونو کې د چمتو کېدو په حال کې دى، خو په کندهار کې دلومړي ځل لپاره د غاصبينو د نومونو افشا کول او له هغوى څخه د دولتي ځمکي خلاصول، په دغه ولايت کې د پوره ثبات او بشپړ دولتي حاکميت د تطبيق شاهدي ورکوي. د کندهار چارواکو يو ډېر ستر سياسي جرئت وکړ چې د غاصبينو نومونه يې د لومړي ځل لپاره په سيمه ييزه کچه په ډاګه کړل او اقدام يې وکړ. دا د افغانستان په څلوردېرش ولايتونو کې د تېرو يوولسو کلونو راهيسي، په حقيقت کې د کندهار ولايت د چارواکو لوى تاريخي شهکار دى. د کندهار والي توريالى ويسا او امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق هڅي په دې برخه کې د ستايني وړ دي او که د نورو ولايتونو سيمه ييزي ادارې هم په دې ډول لاس په کار شي، نو ممکنه ده چې تر يوه بريده دولتي ځمکي له غاصبينو خلاصي او ياهم حد اقل، د نورو دولتي ځمکو د غصب مخه ونيول شي. د کندهار وکيلانو د ځمکو د غصب په اړه، يا هم په دې اړه د ځايي ادارې سره د مرستي کوم پلان نه درلود، خو د کندهار د والي او امنيه قوماندان دريځ او هوډ د غاصبينو په وړاندي، ډېر جدي دى. د غصب په وړاندې د هغوى اقدام او د غاصبينو د نومونو افشا کول، ډېر لوى سياسي جرئت او د هغوى نه دغصب شوي ځمکي تر لاسه کول ستر سياسي قاطعيت ته اړتيا لري، چې د کندهار ادارې په دې وروستيو کې دا دواړه قدمه په پرله پسې توګه پورته کړه. ولسي وګړي د اداري فساد، غلا، زورزياتي او د دولتي ځمکو له غاصبينو سره د مبارزې څخه خوښ دي او غواړي دا لړۍ د کندهار ولايت پر مرکز سربېره، تر ولسواليو پوري هم ورسېږي

عزت الله ذکيEzatullah Zaki

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←