اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

اوسنې کړکيچن حالات او دليکوالو او رڼ اندو مسؤليت

دامنو چي پښتو افغانانو په خپلو وينو او سرشنونو دخپل ټاټولى ځعورنه کړي ده او هر وخت يې دباندنيو او کورنيو دښمنانو ته غاښ ماتيدونکى جوابونه ورکړي دي چي تاريخ ددي شايد دي او يو لرغوني تاريخ يې و ځان ته را وړي دي چي نړۍ وال هم د پښتو افغانانو د خپل هيواد ته د سرشندني مبارزه منې په دي دريو لسيځو کښې يو وار بيا دوي نړۍ والو ته داور ښووله خو ددي څخه څوک ډه ډه هم نه شې کولي چي شرشندنه خو پښتنو افغانانو کړي وي خو ددي ګټې هميش نورو خوړلى ده نه يواځي د دوي ګټه يې خوړله ده بلکي دپښتانه افغان برخه يې هم نوش جان کړي ده دايو تاريخى حقيقت او رښتياده خو دبده مرغه د دومره سرشندونوسره سره دوي نه يواځي بى برخي شوي دي بلکې دغوائي د دباندي غاښ ګڼل شوي دي په دي کښې دپښتنو افغانانو ليکوالان رڼ انده هم مسؤل دي چي دوي په دهغه تاريخي حقيقتو باندي څه نه دي ليکلي او هغه چاته هينداره نه دښکاره کړي چي دوي په چل ول باندي هر څه و ځان ته وړي دي او ځان يې تر ټولو لوئي و طنپال ګڼلي دي ا هر وخت چي باندني يرغلګر راغلي دي په ځائي ددي چي ديرغلګر سره ټټرو وهې دهغه ملګري شوي دي او خپل ورور يې ځپلي دي چي اوس ځموږ په دابشپړه خاوره باندي ليدل کيږي او داسي چا د دا هر څه کولو سره سره بيا هم ځان سپين ښوولي دي او په دي کښې دوي بريالي شوي دي دايو اوږ د بحث دي چي په دي اړه ډېر څه ليکولو ته اړتياده چي دا دليکوالانو او رڼ اندو کار دي که يو ليکوال په رښتيا هم رښتنى واقعات او پيښى دکاغذ په ومخ راوړي او دمصلحت څخه کارو انخلي نو به نه يواځي يو بل لرغوني تاريخ جوړ شي بلکي وهغه چاته به د دوي دعمل هينداره ورښکاره کړي چي نن يا خو پخپل چل ول يا دنور په ملاتړ يې هر څه تر خپله خيټي لاندي کړي دي زما اشاره ويوي خانګړي ډلي قام او سيمه ته نه ده بلکي وهغه چاته هم ده چي دنورو په لمسون دوي خپل هر څه ورانوي او د نورو په لومه کښې داسي راګير شوي دي چي هغه وغواړي دوي په هغه خوا ور پوري وهي خو ديوه ليکوال او رڼ انده دا کار وي چي دوي رښتني حالات ديوه نابيله ليکوال په حيث وخپل ولس ته وړاندي کړي او هر چاچي هر څه کړي دي هغه دهغه مخ ته وړاندي کړي او بيا يې دولس و پريکړي ته پريږدي مصلحت د رواغ او ځان تيرول و شاته ډېري بدي پايلي لري يواځي او يواځي رښتيا دي چي خپله لاره جوړه وي.

اوس خپلي خبري ته را ځو چي بشپړه پښتانه افغانان نن ولي د دومره شخړو سره مخامخ دي چي نه يواځي په لساؤ لساؤ هره ورځ وژل کيږي بلکي ټاټوبى يې هم دتيرو پنځه ديش کلو څخه ورايږي بلکي د کرکي په سترګه ورته کتل کيږي او داچي پياوړي ژبي دود او کلتور ته يې داسي ضر به ورکول کيږي آيا د يوه نړۍ واله طوطيه ده؟ آيا دا دګاونډ يانو سازش دي؟ يا موږ خپل د خپل ځان دښمنان يو يا د عقل څخه بى برخي يو؟ د ا او داسي نوري ډېرې نوري ډېر پوښتني دي چي نن يې بايد هر وګړي د ځان څخه وکړي په زياته بيا دليکوالانو او رڼ اندو دا ډنډه او مسؤليت جوړيږي چي دد هغه پښتنو او و افغانو څخه پرده پورته کړي کنې دوي به دخپل ولس سره دغا کوي خو ترکومه چي دسياسي مشرانو خبره ده دوي کله هم وخپل ولس ته رښتيا نه دي ويلى؟ نه يې دي پياوړي ولس ته دهغه وخته څخه داسي موخه او هدف ورښو ولي دي چي دوي ويوي ځانګړي مزل و هغه ته درسيدو هڅي وکړي بلکې دوي همش بشپړه ولس په توره تېاره کښي پخوا هم ساتلي وو او اوس يې هم ساتي اوس چي او به ترسره رسيدلي دي او هره ورځ ولس د خواښنې خبري اوري خو دوي پټه خوله ناست دي او د ځائي او ډله ايزه ګټي دپاره که ۱۸۰ ازاو يې ته ولاړو هم په دوي يې توپير نه شته نه ولس اوس د دوي څخه دومره ګيله کوي.

يوه بله ډله داسي هم شته چي هغه داسلام په سپيڅلي نامه باندي ولس په مخه کوي کله دجهاد يه نامه ياپه بل اسلامي نامه ځموږ ساداره ولس ته دکلو کلو څخه زيري او دوي خو د دوي څخه څوک پوښتنه څوک نه شې کوي چي اسلام کله و چاته دالارښود نه کوي چي ستاخپل ورور دي ستا په حق او برخه خيټه واچوي او ته پټه خوله ورته ګوره په د هغه زياتوب ږغ مه پورته کوه او د ا د خپل ځائي اسلام ټهيکيداران په خپلو سترګو ويني خو دوي د ځائي ګټو او ويوي څوکي ته درسيدو دپاره دامصلحت کوي نه دوي په دي خبر دي چي د ژبى سره څه کيږي د دود او کلتور سره څه کيږي د سوچه رښتني اسلام سره يې څه کيږي د خوار ولس سره څه کيږي وغيره وغيره ديو ولس کلو څخه ټول ټاټوبي د جګړو په لمبو کښى سوځل کيږي خو د يو هم د هغه لاره خپله کړي ده خو دوي هم د هغه هر څه ته د دوام ورکولو په نيت کښې دي په دي يو ولس کلو کښې ترپلو څومره او به بهيدلي دي د دوي يې په څه ؟ ولي چي د داسي چا سوچ هم دومره دي څوک چي د بل په بيهساکيو ولاړ وي دهغو سره هم داسي کيږي لکه دافغانستان د سياسي ډلو د مشرانو سره چي په د هغه څو کلو څخه چي ورسره وشو.

يوه بله ډېر ورانيوکي ډله چي هميش يې پښتانه افغانان دنورو تر واک او غلامي لاندي راوسني دي هغه دنورو لاس پوڅي دي چي هم د دوي په جامو کښې دنورو باندنيانو د ګټو دپاره کار کړي او خپل ورور يې هميش ځپلي دي او د هغه فصل دومره آباد شوي دي چي په بل هيواد کښى ساري نه شې ليدل کيدي بچه سکاؤ څوک وو څنګه يې دنورو باندنيانو په مرسته څنګه امان الله خان ودي ته اړکړل شو چي دي ځان جلا وطنه کړي يوه خواته دوخت ولسمشر حفيط الله امين دشورويانو لخوا په تاج بيګ ماڼي کښې تر بريد لاندي وو او دا هم نه ورته څرګنده چي په ده او دده په کورني د هغه لوئي چياؤ او بريد کړي دي بلي خواته يو بلى افغان دشورويانو په ټانک سپورو کابل ته دولسمشر په حيث درارسيدو تياري کيږي يو څوک چي دافغانستان څخه دشور وي ځواکونه دجينواد لو زنامي لاندي باسي هغه شهيدکيږي خو نور د جينوالو زنامي دمنځ څخه دوړلو هڅي کوي او د خپل ګوند ومخ ته چي حکومت يې دي دهغه په مقابل کښې بل حکومت جوړ وي يو بل د اسلامي ګوند مشر دخپل هيواد رازونه وګاونډ ملک ته د کتاب وارو ومخ ته ايز دي دافغانستان پوځي وسلي الوتکي او نور شيان چيري پلورل کيږي؟ داسي او داسي نور کارونه چي د مشرانو لخوا دنورو دپاره کيږي د عام ولس يې څه حال دي چي هر سړي يې دنورو دپاره څه کوي دا وهر چاته څرګنده ده ځموږ مذهبي او سياسي مشران که دمخه تير شوي دي يا اوسني دي هغه نه شې کولي چي دهغه رازونه ښکاره او افشان کړي ولي چي دوي په داسي ځنجرونو کښي راګير دي که دوي وغواړي هم داکار نه شې کولي ځکه چي و دوي ته خپل ارزښت څرګند دي او دوي د خپل ځان د خوندي کولو دپاره هر څه کولي شې او دهغه مشران ددي دپاره هغه څه کولي شې چي د خپل ټاټولي ترسره هم تيريدي شې.

په داسي حالاتو کښې چي ټوله په داؤ باندي د هغه لاس پوڅو لګولي دي يواځي او يواځي دليکوالانو او درڼ اندو ډنډه جوړيږي چي دوي دد هغه چا د مخ څخه پرده پورته کړي او دوي وولس ته ورو پيژني او هر يوه مخ په هينداره او آئينه کښي ورښکاره کړي چي هر يوه ته د هغه خپل مخ ورښکاره شونو به دوي په مځکه کرار کښينې او ولس به د دوي څخه بيل شې په دهغه نز دي پنځه ديش کاله کښې په افغانستان کښي څه شوي دي او دکرښي ودي خواته څه شوي دي په کار دي چي ولس په دي خبر شې او د اوسنې ناورين يواځني لاره هم د هغه ده نن خو هر يوه د ځان څخه باتور او هيرو جوړکړي دي او په بيلو بيلو نومو يې خلګه په ځان راټول کړي دي خبره دلته يو اځي دخوار ولس دښيګڼي ده وهر وګړي وهر قام او هري ژبي او وهري سيمي ته د هغه خپله برخه او حق وراخستل دي چي تر هغه وخته دهغه کار نه وي شوي د مصلحت يا د فشار او بيلنګ څخه نه د ملکو لانجى اواريدي شي نه ولس ته د دوي حق ورسيدلي شې تر هغه وخته چي دهر يوه څهره وولس ته نه وي ورښکاره شوي داټول به په خپل خپل ځائي دولس په سترګو کښې خاوري ورد وړوي خلګه به په يوه او بل نامه باندي په غاړه کښې سراچوي آن داچي دهيواد په پلور لوبه هم سر په نه کوي په کار دي چي اوس ولس په حقيقتو خبر شي بيا به ولس خپله پريکړه کوي چي څه وکړه دا هر څه دليکوالانو او رڼ اندو مسؤليت دي او بس؟ محمد نعيم کاکړ

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←