اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

پښتولرغوني اوپخوانى ژبه

ليکونکى : عبدالجبارکاکړ

کله چي موږ د خپل ټاټوبى تاريخ لولونو داخوراته څرګنديږي چي پښتو او پښتون د څو زرو کلو څخه په دي خپل ټاټوبى باندى ژوند کوي او خپله پښتو يې هر څه دي د هر څه څخه مطلب دادي چي د دوي هر څه په پښتو راګرځي چي هم يې پټ دي هم يې ايمان دي او هم دوددي هم يې لوزدي هم يې د ژوند تګ لاره ده خو ددي هر څه سره سره د پښتون افغان تاريخ او د ژبى ډېر پخوانى کړي يې اوس هم ورکي او بې درکه دي داسې نه چي افغان کهول دومره پخوانى نه دي لکه موږ چي اټکل کوو يايې ژبه دومره پخوانى نه د لکه موږ چي ګڼو بلکې موږ دا وايو او ويل شو چي پښتو او ځيني نوري ژبى دومره پخوانى ژبى دي چي داشارو ورسته چي وشيانو ته نومونه ورکول شول او د يوه او بل د پوهني دپاره د غوښو ژبى خپل استعمال او کاريدل پيل کړي د دهغه ژبو مور هم خپل ځان ورسره جوړول پيل کړو چي ورو ورو يوې بشپړه ژبى يوه ځانګړي بڼه خپله کړه دهغه يواځني ژبه کومه يوه کيدي شې په دي اړه څه نخښي نشاني موږ په لاس کښې نه لرو خو ځيني پوهان داوائي چي پښتو د ډېرو ژبو مور ده خو بل څوک کله ودي ته غاړه ايږدي هر يو د بلې ژبى سړى به وائي که داسي ده نو د خو ځما ژبه کيدي شي ولي چي ځما ژبه دا وخت ډېره پرمخ تللې ژبه ده خو هيڅوک يا د هيچا څخه داسې نخښه او سندنه شته په ګډون د پښتو چى هغه دا داوه وکړي چي ژبه يې د نورو ډېرو ژبو مور ده يا وه ځکه چي د هغه ژبى ډېره اوږده موده وروسته د لومړى زده کړو او ليک خاوندانى شوي او بيا ودي ته هم کتل اړين دي چي په کاغذ پوست او ډېره ليک خو ډېره وروسته راوتلي او ايجاد شوي دي نو څنګه به څوک د زراو کلو د مخه تاريخى پيښو او د ژبو په اړه ثبوت وړاندي کوي ځموږ دهغه پخواني ژبى داسې نه چي د پاچاهانو د هر ځائى د لښکرو يو د بل د پوهى دپاره څو توري د يوې ژبى څو د بلې ژبى او څو د نورو ژبو د سره ګډ کړي او يوه لښکري ژبه ځينى جوړه کړي لکه اردو چې پخپله داښائى چي دا د لښکرو ژبه ده او په ډېر لږ وخت کښې جوړه شوي چي د يوې ارتقاء څخه نه د تېره شوي بلکې پخوانيو ژبو خو بشپړه تاريخ ليدلي او په زراو زراو کلونه دارتقاء تر عمل وتلي دي او د دوي هر توري او ټکي وشاته ډېر تاريخي ارزښتونه لري خو ودي ته د پلټني (RESEARCH) اړتيا شته او اړتيا به ورته وى.

پښتو چي ځان ته يوه بشپړه ژبه ده په يوه ځانګړى سيمه کښې دا ژبه ويل کيږى او د يوه بشپړه قام او ملت ژبه ده ډېري سړى او تودي يې ليدلي دي خو بيرته هم هڅکه غاړه د نړۍ د نورو ژبو سره سيالى کوي او ددي ژبى ويونکى پښتانه او افغانان بلل کيږي د هغه پښتنو او افغانانو څو څو مذهبونه خپل کړي دي کله زرتشت پاته شوي دي کله د بدهمت او هندومت پيروکاران شوي دي او ددي د مخه به هم ډېر مذهبو نه خپل کړي وي خو اوس په حيث د يوه بشپړه ملت او قام مسلمانان دي خو د دوي پښتو اوس هم پښتو ده مذهبونه خو ي بدل کړي رابدل کړي دي خو پښتو يې نه د بدله کړي چي ددي څخه دا څرګنديږي چي دوي ته پښتو څومره ارزښت لري که وړاندي چي وويل شول خو د مذهبو په بدلولو کښې دوي ډېر څه دلاسه ورکړي دي ځکه چي نن موږ دا داوه نه شو کولي چي هو ځموږ پښتو دومره پخوانى ده ددي ثبوت دهغه ادب شاعري تاريخ او د هغه ليکلي سندونه دي چي کله هم پښتنو افغانانو د يوه مذهب څخه بل مذهب ته ځان اړولي وو، دوي خپل هغه ټوله ادبى او فرهنګى شتمني يا خو په اوبو کښې لاهوکړي يا يې داور لمبى کوله مطلب دا چي دوي د يوه مذهب څخه بل مذهب ته اوښتل نو د پخوانى مذهب چي کومه شتمنى وه هغه به د منځ څخه وړله او د نوي سره به هر څه د نوي مذهب په رڼا کښې سره نښلول او بيا به يوه شتمنى زيرمه کوله داسي هم که وکتل شي بشر د لومړى ورځى څخه بيل بيل مذهبونه او خدايانو عبادت او پرستش کړي دي کله د لمر کله د سپوږمي کله داور کله د باران کله د ډبرى لنډه ده چي نه شو ويلي چي څومره لويو او وړو خدايانو ته به سجده کړي وي خو ددي د نورو علتولونو د څنګه دوه علتونه چي څرګنددي هغه يوه ويره او بله و رښتيا او حقيقت ته ځان رسول خو په دي بحث کښې ځان نه اچوو يواځي دومره خبره ده چي پښتانه خپله پخوانى شتمنى پخپله د منځ څخه وړي ده ليري به نه ځو کله چي د وخت غازيانو وشوروي ته ماته ورکړه او بيا د ډاکټر نجيب الله حکومت نسکور شو او دوي د نورو په وږو کابل ته ننوتلو د کابل تاريخى د آثار قديمه (عجائب ګهر) يې په کوم مخ واړوي او هغه تاريخى شتمنى چا يووړه...؟ او بيا چي طالبان د افغانستان فاتح شول دوي د بدها د مجسمو سره څه وکړو ددي سره سره چي د بدها د هغه دوى لوئى مجسمى چي د زراو کلو څخه په غره کښې جوړي شوي وي او ډېره لويه تاريخى ارزښت يې لرلي په دي يوه وشمي پيړى کښې د مذهب په نامه او د نورو په لمسون څه ورسره وشو د بدها د هغه مجسمي خو د سپيڅلى دين اسلام د مخه هم ولاړي وي او کله چي اسلام دهغه ټوله سيمه رڼا او منوره کړه او د اسلام رښتني حکمرانانو هم دهغه مجسمى ليدلي وي هم په خبر وو خو هيچا ودي ته د کرکي په نظرونه کتل او دامجسمي په خپل ځائى نښتې وي اسلامى حکمرانان چي عربيان وو پخپله پښتانه افغان وو يا نور دوي و دهغه مجسمو ته تاريخى ارزښت ورکاوي نو ځکه چي نه د عرب څخه او نه د خپله افغانانو لخوا په دهغه پنځلس سوله کاله کښې چاپه دي فتوا ورکړه چي دا و اسلام ته خطر دي نو دي دهغه مجسمي دي ړنګي شې طالبانو ته چا دافتوه ورکړه ددي پوښتنه به تاريخ د دوى څخه کوى.

پښتو يوه لرغونى ژبه ده چي د زراو کلو په اوږدو کښې ودي ځائى ته را رسيدلي دي که پښتانه افغان ډبر او د دوي ژب پوهان او لرغونى پوهان په ځير سره پلټنه (RESEARCH) وکړي نو دوي تر ډېره و رښتيا او حقيقت ته رسيدلي شې خو د بده مرغه يو خو چي څوک داسې کار کول غواړي هغه ډېر بې وسه دي بل دا چې د پښتنو رڼ اندو او پوهانو ودي خواته د سره څخه پاملرنه نه د کړي او بل دا چي نورو هم د پښتو و مخ ته دهغه وخته څخه ځنډونه اچولي دي خو تاريخ پوهان داخبره په جرآت سره کوي چي پښتو ژبه د سنسکرت او اويستا ژبو خورده چي په غږو جوړښت او نورو کښې له دواړو ژبو سره ګډه ده خو لرغوني درې ژبه ښائي چي پخپله د افغانستان په خاوره کښې داويستا څخه را پيدا شوي وي لوئى علامه خدائى بخښلى عبدالځي حبيبي ليکلى دي چي د پښتو ډېري توري د سنسکرت او اويستا سره ورته دي دوي ليکي چي ويدي سرودونو کښې چې دهغه پيريوازينى لرغونى ادبى اثردي دهغه پير د پوهو ريشانو او ژبو رو خبرى او سرودونه رانقل شوي چي په هغو کښې يوه ډله آريائى ژبوري شاعرانې ښځې هم شته د بيلګى په ډول دريکويدا د لومړى کتاب په ۱۱۷ سرو د او د شپږم کتاب ۳۹ او ۴۰ سرود کښې شهزادګى ګهوچه(GHOCHA) سرودونه رانقل شوي دي او هم د لويا مودره (LOPAMUDRA) ماما نه (MAMATA) اپاله انداني ساسي او ويشووره سرودونه په ريګويډا کښې ليدل کيږي چي د هغه وخت شاعراني وي او موږ دلته دهغه وخت تخيل بيان خبرو د طرز د څرګندولو له پاره ديکويډ د لومړي کتاب ۱۱۷ سرو دګريفت ژباړه راوړو چي شهزادګي ګهوچي ويلى ده.

يې د سهارستورو ستاسي بګى چي تر خيال ګرنډى ده زړو نيز آسان يې کشوي د خلګو لورته رازغلى چي دپاکانو ټاټوبى لټوي چي دا يو څو ليکى د حبيبى صاحب د پورته وړاندى شوي چي دوي داويستا څوسرو چي د زرتشت د خبرو څخه دي وړاندي کړي دي خو هغه ډېر ځائى غواړى نو ځکه چې دلته نه شورا وړلى.

لنډه دا چي پښتو يوه پخوانى او لرغوني ژبه ده چي د چا په هڅو او دښمني دهغه لرغوني ژبه د منځ څخه نه شې وتلي خو خاوندان غواړي چي په دي باندي ريسرچ وکړي چي تراوسه چا دومره کار نه دي ور باندي کړي بلکې داسي سوچ هم په موږ کښې نه دي راغلي په کاردي چي ځموږ رڼ انده او پوهان ودي خواته پام واړوي تراوسه چي ځموږ لوستلو خپله ټوله پاملرنه و شعر او شاعري ته کړي ده که ودي خواته پام واړوي نو ډېر څه باندي ليکلى شې چي و ژبى ته به هم ډېر ارزښت ولري داسې هم په پښتو کښې شاعران تر حد زيات دي نو لکه چي ويل کيږي چي هر شې ډير شې هغه خپل ارزښت دلاسه ورکوي داسې نه چي ځموږ پوهان او رڼ انده دي شاعري نه کوي خو په کاردي چي دوي د پښتو دشنني او (RESEARCH) خواته خپله ټوله پاملرنه واړوي چي څرګنده خبره ده چي دا کار يواځى هغه څوک کولي شې چې ډېر څه يې ويلي او لويه مطالعه لري او په پښتو کښې د داسې چا کمې نه شته خو يواځي ملاورته تړل غواړي چي او لوستونکې هم داسې کتابونه خوښووي په زياته بيا هغه پښتانه افغانان چي د دوى لاس د نورو ملکو کتابتونونو ته ورسيږى.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←