اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

زه هم کالم ليکم

زه غواړم چې دکالم ليکونکيو په قطار کې وشمېرل شم. نيت مې دا دى چې يو کالم پېل کړم، خو په دې فکر کې وم چې دا ورځنى کړم که اوونيز په دې ژور فکر کې ډوب وم چې قيومي او سراج راباندې راغږ کړو: وه انډيواله! په څه فکر کې يې ورته مې وويل چې زه هم کالم پيلوم، خو نه پوهيږم چې کوم اړخ ورکړم، سياسي وي که ادبي اويا طنزي وي او يا هم اسلامي وي دوى وپوښتلم: دا فکر در سره څنګه پيدا شو؟ ومې ويل عبدالهادي حيران غوندې يو بې لارې چې د قلندر مومند د بې لارۍ پر ياد او يا د بل چا پر صفتونو کې کالم ليکل او يا په پښتو ورځپاڼو کې چې هسې تش پرنامه ليکوال کالمونه ليکي؛ نو زه يې ولې ونه ليکم. اسرار اتل پر کالمونو ځان براق او دکالج ليکچررۍ ته ورساوه... کله به يې پښتو اکاډمۍ پسې کالمونه ليکل او کله به ... خو زه چې ځان راته ډېر شريف ښکاري نه د چا غيبت کوم او نه د چا صفت دخپل کار سره مې کار دى؛ نو زه ولې کالم نه ليکم. کله خو مې په ذهن کې دا خبره راشي چې ځينې تش پر نومونو ليکوال، خو پر بې خونده کالمونو پيسې هم اخلي او بيا دعوه هم کوي، چې د پښتو ژبې ودې او پراختيا کار کوم. دوى ټول خپل قلم د پيسو دګټلو لپاره کاروي. تېره ورځ مې ټول افغان کتلو د يوې پښتو ورځپاڼې کالم يې په ټول افغان کې خپور کړى و. فکر مې وکړو دا خلک څومره د شهرت ليوني او وږي دي، زړه رانه غوښتنه وکړه که دې کالم پېل کړو؛ نو ته به هم مشهور شې خلک به دنمنې لپاره ستا کالمونه ګرځوي نن سبا خو د پښتو مجلو بازار ښه تود دى معياري او غير معياري په يو لاس ليکل کيږي توپير په کې نه کيږي په يوې مجلې کې خو به دې کالم خپور شي، خلک، خو به يې وګوري.

که رښتيا درته ووايم په ننني وخت کې کالم ليکل هيڅ هنر نه غواړي هسې د کاغذ په مخ څو خبرې وليکه عکس ورسره چاپ کړه او دکالم نوم ورکړه دا کالم شو. حال دادى او داسې نور. خپلو انډيوالانو ته وايه چې د کالم ليکوال يم بيا څه مهال وروسته او يا چې 10 کاله مې کيږي چې کالمونه ليکم او خلک ورپسې اخبارونه لټوي، پخواني ريکارډونه ورپسې ګوري د زړه خبرو خبرو زه هم وهڅولم چې کالم وليکم او خلک راته کالم نګار ووايي.
Za ham Kalem Lekam
By: Feroz Khan Apridi

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←