هر شئ چي وهې لنډېږي
هر شئ چي وهې لنډيږي، خوخبره چي وهې اوږديږي
زرين غيرتمل د جهاد او مقامت پر مهال د شوراى نظار غړى و. په ونه دنګ، سرې سترګې، خريلې ږيره، غټ برېتونه، ببر سر، په ټوله ولسوالۍ کې د قهر او غضب نمونه وه. په ظلم، وحشت او بربريت کې يې له زرداد سره ډغري وهلې. د سيمي زياتره خلکو به د وېري هغه يو زړه ور او د جهاد قهرمان باله. د موري زوى د هغه په مقابل کې خوله نه شواى چوله کولاى. د ډاکټر نجيب الله د افراطي نظام تر سقوط وروسته، د افغانستان خلک په ځينو سيمو کې د جهاد د مقدس شعار تر سيوري لاندي، د هغه وخت د ځينو ډلګيو د ډېرو داسي زړه بوږنوونکو صحنو شاهدان دي، چې قلم يې د ليکلو او دماغ يې د هضمولو توان نه لري. د افغانستان د بې دفاع ولس د تېرو درېيو لسيزو د ستونزو کړاونو، لوړو ژورو، دردونو مادي او معنوي ستړياوو پراخو بشري ضد زورونو انځور، د دې ملت له هر فرد سره موجود دى. چې خبره ډېره اوږده نه شې، د مجاهدينو په نامه د ظلم او بربريت زرين غيرتمل ته ورته سټي، طالبانو د څو ورځو په ترڅکې کنډ او کپر کړې. زرين غيرتمل هم نه پوهېږم چې په هغه وخت کې د جمعيت اسلامي او شوراى نظار د نورو قوماندانانو په څېر طالبانو ته تسليم شو او که په تېښته بريالى شو، خو لنډه داچې ولسوالي يې له شره په امان شوه. د طالبانو نظام راغى او د اروزګان ولايت د چهارچينو ولسوالي هم، د هيواد د ګڼ شمېر نورو ولايتونو او ولسواليو په څېر، د طالبانو د امارت برخه شوه. د طالبانو د واکمنۍ درېيم کال و، د ښوونځۍ د کتابونو ترڅنګ مې د خپلو نهو تنو نورو ملګرو سره يو ځاى د ماځيګر له خوا د ولسوالۍ پر معتصب او قاضي ملا عبدالودوداخند ديني زدکړي کولې، چې د کورنۍ د مشرانو له خوا ورته مکلف شوى وم. ښه مې په ياد دي، د نحوي په کتابونو کې مې نحومير وايه. د فقي شريفي په کتابونو کښې مې لومړۍ (اوله هدايه) او ترڅنګ مې قرائت هم کوئ. موږ به قاضي صاحب ته د درس لپاره هر ماځيګر پر څلورو بجو او دېرشو د قيقو محکمې ته ورتلو، د درس په جريان کې به مو ډيري زياتي قضيې ليدې، ځکه محکمه وه، هغه هم د طالبانو محکمه، هره لحظه خلک راوستل کېدل، زياتره وخت به د درس په جريان کې ملا صاحب زموږ ومخته د ځينو مجرمينو سره خبرې کولې او زياتره فيصلې به يې په علني توګه کولې. ځيني پېښي او قضيې به زموږ لپاره هم کله ناکله جالبي وې، غوږ به مو ورته نيوئ او بيابه نو موږ په خپلو کې هم يونيم تبصرې ورباندي کولې. زياتره وخت خو به داسي هم راغى چې قاضي صاحب ملا ودود زموږ استاد او د محکمې قاضي به موږ ته خپله وويل چې راسى يوه عبرت ناکه قضيه راغلې ده، ددې خلګو خبرو ته چي موږ راوستلي غوږ ونيسى او عبرت ترې واخلئ. موږ به هم په خپل شوق او د استاد په غوښتنه، د زياتره قضيو حل او فصل ته غوږ نيوئ. د طالبانو زياتره محکمې او پرېکړې علني وې، زموږ سره يو زده کوونکي عبدالله د جنسي تېري د يوې قضيې د څېړنو، ارزونو، د محکمې د وروستۍ پرېکړې او جريان ليدلو او اورېدلو په موخه څو ورځي بېخي د سهار له خوا ښوونځي ته نه راغى. عبدالله زموږ سره د سهار لخوا په ښوونځي کې وو او د ماځيګر له خوا به يې بيا په محکمه کې زموږ سره يوځاى ديني زدکړې کولې، چې موضوع ډېره اوږده نه شي، يوه ورځ مازيګر په درس بوخت يو، څلور تنه طالبان په نحومير سره شريکان يو (يوځای لولو) قاضي صاحب ملاودود اخند زموږ سره په درس بوخت و، په محکمه کې نور قاضيان، طالبان او د محکمې کارکوونکې هم پورته او کښته کېدل، پنځه بجې وې، د چهارشنبې ورځ وه، تصادف يو طالب راغى او قاضي صاحب ته يې وويل: قاضي صاحب ((دلته محکمې ته د قوماندانۍ څخه طالبانو يو نفر راوستلئ او صيب ستاسو پوښتنه کوي، ما منتظر کړي، ماورته وويل قاضي صاحب طالبانو ته درس وايي)) قاضي صاحب دې طالب ته چې په يوه پښه ګوډ و، وويل ((راوې غواړه! دې اطاق ته يې راوله)) ګوډ طالب هم حرکت وکړ، قاضي صاحب پر موږ مخ راواړوه او لګيا شو، ((محکمه نو ټوله ورځ د قضيو او جنجالونو ځاى دى، ښه دى تاسي به يې هم نن ووينئ، چې بيا يې څوک راوستلي)) قاضي صاحب لا لګياوو خپلې خبرې يې پاى ته نه وې رسولي، چې د دروازې تر ټکولو مخکې څلور نفره اطاق ته را داخل شول او سلام يې ادا کړ، موږ هم په يوه اتفاق وعليکم مو سلام ورته ووايه،تردې ستړې مسۍ وروسته، خلک کښېناستل يو تن چې د قوارې څخه ملا برېښېدئ، بلافاصله يې په خبرو پيل وکړ او قاضي ته يې وويل ((قاضي صاحب موږ ځو پر موږ ناوخته دئ، د امارت مصروفيتونه خورا زيات دي. زه د امنيه قوماندانۍ څخه قوماندان صاحب را استولى يم او دا بندي چې شايد ته يې ونه پېژنې، دا يې په لاس راکړ، چې قاضي صاحب ته يې تسليم کړه او دايې د جرم اسناد دي، دا يو ډېر لوى ګمراه دى، دا توپکى دى، دې ډېر ظلمونه کړي، داخلک په ښار کې د زريني ښامار په نامه پېژني، په سلګونو قتلونه يې کړي، د طالبانو سره جنګېدلى، په اخلاقي فساد ککړ دى، د بېګناه خلګو ويني يې زبېښلي.........)) قاضي صاحب ورته وويل ((ملانعماني صاحب ته مې سلامونه وايه، ورته ووايه چې بې غمه اوسه، هر ظالم به انشاالله د اسلامي احکامو او فقهي ارشاداتو په رڼاکې محاکمه شي، تاسي ته اجازه ده او دى پرېږدئ،چي زه تحقيق ترې وکړم)) د قاضي صاحب تردې خبرو وروسته درې تنه راغلي طالبان رخصت شول او يو نفر چې د مجرم په نامه يې له ځان سره راوستلى و او حقيقتاً د قوارې څخه هم خطرناک سړى ښکارېدئ، يې پرېښود. قاضي صاحب چې اصلي د لغمان ولايت اوسېدونکى و، په خوله ډېر تېز او د قضاوت په برخه کې يو حقيقي عالم وو د طالبانو د واکمنۍ د پيل څخه د اروزګان ولايت د چهارچينو ولسوالۍ قاضي و، څو شېبې يې د نوموړي د ګرفتارۍ او د قوماندانۍ له خوا را لېږل شوي پاڼي ژر ژر ولوستلې او تورن کس ته يې لوړ وکتل او ترې وې پوښتل ((نوم دې څه شي دئ؟)) تورن ځواب ورکړ () نوم مې زرين غيرتمل دئ قاضي صاحب ترې وپوښتل څه جرم دي کړى دى؟ تورن ځواب ورکړ ((قاضي صاحب زه د مجاهدينو په شپو کې دلته په دې ولسوالۍ کې قوماندان وم، چې طالبان راغله فراري سوم، اوس څو ورځي مخ کې طالبانو ونيولم، وايي خلک دي وژلي دي، ظلم دي کړى دى او ته د شوراى نظار قوماندان يې)) قاضي صاحب چې د بل ولايت سړى و، بيا يې هم زرين غيرتمل سم ونه پېژندئ. قاضي صاحب او غيرتمل په خبرو بوخت وو، چي زما د ملګرو ترمنځ، اشارې او پس پسی شروع شو. ښي څنګ ته مې عبدالله ناست و، ترې و مې پوښتل څه پېښه ده؟ عبدالله راته وويل دا کس ته نه پېژنې؟ ما وويل، يا د قوارې څخه خو د همدې ځای معلوميږي او ډېر خطرناکه سړى برېښي، عبدالله په ځواب کې راته وويل، دا هغه زرين غيرتمل دئ چې يو وخت دلته قوماندان و او که تا اورېدلي وي، خلکو به يې کيسې کولې چې انسانان به يې ژوندي ښخول او د چهارچينو د شامشهد سيمي ښامار بلل کېدئ. وروسته مې قوماندان زرين غيرتمل وپېژندئ او عبدالله ته مې وويل چې ښه، ښه تره مې د دې سړي زياتي کيسې راته کړي، اوس مې نو مکمل وپېژندئ، ځکه تره مې په وړکتوب کې لا د زريني ښامار يا (زرين غيرتمل) د ظلم او پر ځايي اوسېدونکو د وحشت او حکومت کيسې راته کړي وې، ژر مې له ځان سره وويل دا خو په رشتيا لوى ظالم نيول شوى او مولوي صاحب خويې نه پېژني، هغه خو د لغمان ولايت اوسېدونکى دى، دا سړى بايد سخت مجازات شي، داخو ډېري دوسيې لري، دايې څنګه نيولى، د دې نيول به څومره سخت تمام شوي وي، دا بايد نور خوشي نه شي شېبه په دې او دا ډول خيالونو کي ډوب شوم، خو ډېر ژر مې بيرته د قاضي صاحب او غيرتمل خبرو او مناقشې ته په داسي حال کې پام شو، چې نور ټول چوپ ناست وه، زرين غيرتمل چې ږيره يې هم خريلې وه او د قاضي صاحب پر مزاج نه وه برابره، قاضي صاحب ته مخامخ ناست وو غټ برېتونه، پر هر لاس يې د شمسي نظام ټولي سيارې، د جراحت الات او خپل نوم درې، درې ځلې په شنو ټاپو ليکلى و، او د هري خبري سره به يې د تکرار مطلق په ډول، د زياته ښه، زياته بس تکيه کلام کاوه. د قاضي صاحب غوصه راوپارول، قاضي صاحب تر نورو پوښتنو ګروېږنو مخ کې په مقدماتي خبرو کې ورته وويل: ((دا ږيره دي ولي خريلې ده؟)) زرين په ځواب کې ورته وويل، ((زياته ښه، زياته بس قاضي صاحب دامې په ايران کې وخريل)) قاضي صاحب چې ډېر حاضر ځوابه سړى و، ورته وويل ((په ايران کې اسلام نه وو، هلته دي مسلماني پرې ايښې وه، د خداى په قهر او غضب ککړسې په دې قواره چې تا جوړه کړې، په لاسونو پښو او مخ باندي دي دا دومره شنې ټاپې د څه لپاره وهلي دي؟)) زرين غيرتمل په ځواب کې ورته وويل، ((صيب داد جهاد په وخت کې چې به موږ د روسانو سره جهاد کاوه، نو په شپوشپو به مو سخت مزلونه کول، چې بيا به نو کله ناکله د ځينو مجاهدينو پښو او لاسونو درد کاوه او داشنې ټاپې به يې پرې وهلې، نو مولوي صاحب ماهم دا کار د پښو او لاسونو د دردونو د ارامولو لپاره کړى، بل کوم مفهوم نسته پکې)) قاضي صاحب ورته وويل ((افرين شه او په تاشه، دا لړمان، سپوږمۍ، توري، د جراحي سامان الات او زمريان تا اوس د دردنو د علاج لپاره سينګار کړي؟)) د زرين غيرتمل هغه پخوانۍ شپې او ورځي نه وې، طالبانو يې تېره او داړونکې غاښونه ور سوان کړي وه، د قاضي صاحب د پوښتنو په ځواب کې يې د خولې کشکان سست شول، قاضي صاحب هم متواتري پوښتني ترې کولې، خو زرين غيرتمل تر ډېره بريده هڅه کول چې د خپل ګناه پوشيدګي وکړي، مګر نه کېدل، ځکه د نوموړي پر قواره، احساساتي خبرو او وارخطا حالت باندي هر د فکر خا وند پوهېدئ. د دې لپاره چې د موضوع حجم راکم کړم، يوازي غواړم د موضوع محراقي ابعادو ته نغوته وکړم جالبه داوه چې قاضي صاحب دلمانځه ترې و پوښتل، زرين غيرتمل ځواب ورکړ، ((مولوي صاحب ته هم عجبه خبرې کوي، قربان يې سم زياته بس زياته ښه لمونځ خو د هر مؤمن مسلمان زده دئ)) قاضي صاحب ورته وويل ((که دي لمونځ زده وو نو بيا هم افرين، خو که دي لمونځ هم نه وو زده، بيا نو نور ما او تا د جهاد خبرې نه کوو او يوازي به پر اصلي موضوع راسره ږغېږې)) زرين غيرتمل د قاضي صاحب خبره ونيول او بې نوبته يې وويل، ((مولوي صاحب ته ولي داسي خبرې کوې، زما ټول فاميل په شهادت رسېدلى، ما له روسانو سره د اسلام په نامه جګړه کړې، نيم ژوند مې د اسلام د نامه لپاره په غرونو کې تېر کړى، زه اوس هم که اړتياوي د اسلام په نامه ځان قربانوم، که دا اوسنی جنګ (دشمالي ټلوالي او طالبانو) جهاد وي مولوي صاحب او زه په دې پوه سم، دا اوس ستاسو سره درېږم او بيا جهاد ته ادامه ورکوم)) قاضي صاحب ورته وويل خداى (ج) دي توفيق درکړي، غيرتمل په لوړ اواز وويل ((امين زياته ښه زياته بس مولوي صاحب)) مولوي صاحب ورته وويل دوسيه خو دې هسي هم ډېره درنه ده، ښايي څو محکمې وغواړي، خو موږ خپل کار لومړى د لمانځه څخه پيلوو، ځکه لمونځ مهم دى او په هره محکمه کې شايد د لمانځه په اړه درڅخه وپوښتل شي، نو مخ کې تردې چې زه د لمانځه په اړه سوالونه درڅخه وکړم، که ته د خپل تعليم په اړه راته ووايي، نو بيا زه ستا د سويې مطابق پوښتني کولاى سم؟ غيرتمل په ځواب کې ورته وويل، ((مولوي صاحب کتابونه مې نه دي ويلي، زياته ښه زياته بس نور نو پوښتنه کولاى سې چې څنګه ژوند مې کړى دى، ما په دې ولايت او ولسوالۍ کې ډېر خلګ پېژني، زياته ښه زياته بس. زه داسي زرين نه يم)) زرين غيرتمل کوښښ کاوه چې بحث په حجت واړوي او په دې ډول د لمانځه موضوع ورکه کړي، خو قاضي صاحب نور د ده خبرې ونيولې او ده ته يې وويل ((صاحبه زموږ په قانون کي د بحث څخه خروج ممنوع دى. د لمانځه د فرايضو، سنتو، واجباتو او مستحباتو پوښتنه هم نه در څخه کوم، فقط به يوځل لمونځ راته تېر کړې)) زرين غيرتمل ورته وويل څه شي درته ووايم؟ قاضي صاحب ورته وويل (الحمدالله) شريفه راته ووايه. زر ين غيرتمل ورته وويل ((صحيح ده، مولوي صاحب هره ورځ يې پنځه وخته په لمانځه کې وايو، زياته ښه زياته بس )) تر بسم الله مخ کې يې پرې راودانګل (الحمدالله) شريفه يې په داسي ډول چې انسان يې په ليکلو او لوستلو ګناه ګارېږي ولوستل قاضي صيب چي د لوستلو په جريان کي هر څه په وکړل په غيرتمل يې تر هري کلمې وروسته، د زياته ښه او زياته بس تکيه کلام متوقف نه کړ، زرين سره د دې چې (الحمدالله) شريفه يې هم نه وه زده، تر هرې کلمې وروسته به يې د قاضي صيب د تاکيد سره، سره زياته ښه او زياته بس هم په ګډ کړل. قاضي ترې پوښتل ته په لمانځه کې هم دا زياته ښه او زياته بس وايي؟ ويل يې هو! مولوي صاحب زياته ښه زياته بس، عادت مو دى، دې خبرې قاضي صاحب سخت په غوصه کړ، غېرتمل يې دوې درې چپلاخي وواهه او يوه کوچني ته چې عمر به يې زما په خيال، د نهو او لسو کلونو ترمنځ وو ورږغ کړل، موږ حيران شو، کله چې هلک راغى مولوي صاحب ورته وويل ((ده ته به لمونځ ور زده کړې، چې لمونځ زده کړي، بيا به وروسته ماته ووايي چې باقي دوسيې ته يې دوام ورکړو)) او په قهرجنه لهجه يې غيرتمل ته وويل ((لمونځ به زده کوې، پرځان دي د غيرتمل تخلص هم ايښى دى، ولي دي تردې پر ځان د بې غيرته تخلص نه ايښودئ؟ ټول وخت ستا په څېر بې غيرته کسانو پر ځان د غيرتمل او غيرتمن تخلصونه ايښي وي او په ضمن کې يې خپل لمونځ نه وي زده)) له دې خبرې سره قاضي صاحب د ماځيګر د لمانځه د ادايني په موخه د اودس لپاره داطاق څخه بهر ووتئ، موږ همصنفيان هم د تګ لپاره اماده شوو. په اطاق کې زرين غيرتمل او ماشوم پاته شول، کله چې د کوټې راوتلو، زرين غيرتمل هلک ته وکتل او ور ته ويې ويل ((قاضي صاحب هم عجبه خبرې کوي، زمالا خو د ادې او بابا د خولې لمونځ دى، دى اوس په ما نوى لمونځ زده کوي، شروع يې کړه، زياته ښه زياته بس، د الحمدالله څخه راته شروع سه، مولوي صاحب وويل الحمدالله شريفه دي نه ده زده، زياته ښه زياته بس حال داچې په ښه او بد پوه شوى يم، لمونځ مې زده کړى الحمدالله به مې په داغه رقم ويل)) د زرين غيرتمل له دې خبرې سره کوچني هلک په ډېر ښکلي اواز او قرائت سره زرين غيرتمل ته په الحمدالله لوستلو پيل وکړ او موږ راروان شو. چې خبره مې فهم او لنډه شي، موږ نو نور د زرين غيرتمل د قضيې په ارتباط سر ونه ګرځاوه. وايي په طبيعت کښې چې هرشى وهې لنډېږي، خو خبره چې وهې اوږدېږي. د طالبانو د نظام تر سقوط وروسته، چې د دېموکراسۍ تر چتر لاندي د نړيوالي ټولني په ملاتړ د حامدکرزي حکومت راغى، هرڅه تغير شول. د طالبانو سره بنديان د زرين غيرتمل په څېرکسان نه يوازي خوشي شول، بلکې ولسوالان، قوماندانان، واليان ... او پر لوړو دولتي پوستونو هم وګومارل سول. تېره ورځ چې له پوهنتون څخه تر نورو ورځو نسبتاً ستړى راووتم، نو د کندهار نه مې يو ملګري زنګ راته وواهه، چې زرين غيرتمل خو اوس د يوې ادارې مشر او فېسبوکي خبريال دى، لومړى مې زړه ته نه لوېدل، ماويل ټوکي به راسره کوي، خو ملګري مې مجبوره کړم او د زرين غيرتمل د فېسبوک پاڼي ادرس يې راکړ، زه چې هم دفتر ته ورسېدم، نو تلوسه مې ډېره شوه، د ملګري راستول شوي ادرس تر دوه درې ځلې کوښښ وروسته د فېسبوک پاڼه پرانسته. رشتيا هم که څه هم متاسفانه دا زرين غيرتمل، هغه زرين غيرتمل نه و، خو (عفي عنه) د هغه کټ مټ بديل وو د ټاټوبي اوونيزي منتقد و، د خپل ذهنيت او عينيت په مټ يې د فېسبوک پر پاڼه حقوقي قضاوتونه کړي وه، ځينو نورو فېسبوکې او شخصي ملګرو يې هم د ليکني ننګه کړې وه. د ناپوهى پر معيارونو او د مسلکيت او نا مسلکيت پر ارونو چرلېدلى وو، خبره يې دومره د تعصب په سوټي په خېټه کې وهلې وه، چې نبض يې ولاړ او حالت يې سايکوپ ته رسېدلئ وو. د ليکني تر لوستلو وروسته مې لومړى له ځان سره وويل چې سړى خو د پخواني قوماندان او لنډغر زرين غيرتمل سره د روپۍ توپير نه لري، فقط لکه ليکني ته چې يې د انګورو وينه وهلې وي. ناپړيتي يې ليکلي وې. د دماغ پرځاى يې د لګن خاصرې څخه کار اخيستئ وو. لومړى مې زړه نه غوښتل چې زه هم د ده په څېر د تعصب د مشواڼۍ رنګ کار کړم، خو د ملګرو دې وينا چې ويل يې د انا د مرګ کيسه ترې جوړه نه شي، زه هم متحريک او وتخنولم، او د ټاټوبي دفاع مې د يوه داسي ارت انتقاد په مقابل کې د ځان حق وګاڼه، ځکه چې ښاغلي نيوکه، د نيوکې په موخه کړې وه، بې بنسټه نقد و، چې نقاد يې نه يوازي له اره مسلکي او حقوقي پولي ماتي کړي وې، بلکې د ليکني څخه يې داسي برېښېدل چې د ژورنالېزم په ډګر کې تازه بلوغ ته رسېدلى. لنډه داچې د ټاټوبي اوونيزي پر پرسټېج يې ډېر منفي او بې خريطې فيرونه کړي وه. د خېټي انزوا او پاړسوب يې د مار د پوست په څېر پر ټاټوبي د تاوېدو په شکل ايستلى و. ليکونکې ليکلي وه چې د بې کارۍ او سرګرمۍ په خاطر يې ټاټوبى لوستى، چې ذوق يې نه شو مات او بيا وروسته نو، په دې شرحه او الفاظو منتقد شو. لومړى د بې کاره سړي دماغ د شيطان ځاله وي او دوهم نوموړى مضمون مکمل ښاغلي د خپل (استراحةً البدن عميقةً......) په حال کې ليکلى وو، چې په دې اساس نو ګيله هم ترې نه ده، په کار او بيا ځيني خلک عادت شوي وي، د ځان د شهرت او عادت په خاطر، په شعوري او غير شعوري ډول دا ډول متذب ذب حرکات تر سره کوي. په هر صورت، د هر چا خپل کار دى، عرب وايي، (العدت لايترک باالموت الا باالضرب شديداً) هر ډول فکرونه، خويونه او حرکتونه شته، د هر سړي د ځان اصلاح خپل خير دى، خو غواړم د موضوع د رانغاړلو او اختتام په موخه، څو ټکو ته د ليکونکې عواطف راوګرځوم. ټاټوبى يوه اسلامي، ملي، سياسي او کلتوري بې پري اوونيزه ده، چې له نن څخه پنځه کاله وړاندي يې په کار پيل وکړ. مخ کې ټاټوبي د ژورنالېزم په برخه کې د ريښتني خبر رسوني، فرهنګې او کلتوري ودي، شته ستونزو د انعکاس او خپل ولس ته د دې سپېڅلي مسلک له لارې، د خدمت په موخه فعاليت پيل کړ، چې د خداى (ج) په مرسته د تېرو پنځو کلونو په اوږدوکې هره اوونۍ بلاتوقف، پر خپل ټاکلي وخت له چاپه راوځي او اوس پر کندهار سربېره په پلازمېني کابل، جلال اباد، غزني، زابل، هلمند او اروزګان کې هم لوستونکې او مينوال لري. ټاټوبى حقايق نشروي، تر موثقوالي پرته، دا اوونيزه د بې ځايه پنډو او مبهمو عنوانونو په نشرولو نه غواړي ځان د ولس په خېټه کې اېل کړي. زموږ کرکټر د ژبې کره والى، بسيطوالی د پيغام رسولو د مېکانېزم لنډوالى، او د ژبي د عمق پر ځاى، سادوالى او روڼوالى دى، نو پر همدې اساس له ټولو نقد کوونکو هيله کوم چې ړوند او وچ کلک نقد، يوازي نقد د نقد لپاره مفهوم لري، نه نقد د اصلاح لپاره. نقد ظرفيت غواړي، هغه څوک بايد نقد ونه کړي چې فقط خپل سويه او نقد، الدبېرون (لويه سياره) ورته ښکاري. زه نن خوښ په دې يم چې د منتقد (عفي عنه) څخه د دومره انتقاد تمه هم د خرما د وني څخه د مالټې تمه وه. کم سن داسي حساسو نقطو ته فکر او پاملرنه يو ځلې، بيا هم ---- افرين شه او په تاشه.
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه
