سوله د هر چا غوښتنه
محمد نعيم کاکړ
سوله او جوړجاړى د ټول بشر اړتيا او غوښته ده چيري چي سوله او کرارى نه وي هغه سيمه او د سيمى ولس د بى شميره ناخوالو او خواريو سره مخامخ وي نه يواځي دا چي د خلګو سرونه خوندي نه وي بلکې د دوي اقتصاد هم دومره ولويږي چي خلګه د بې روزګاري او ګراني تر بار لاندي شې آن دا چي زياتره خلګه و فقر کولو ته اړشې ځکه خواري او مسکينې ډيره لويه بلاده پخپله ځموږ ګران پيغمبر محمد(ص) حديث دي چي مسکينى او غريبي سړى وکفر ته اړوي نو ددي څخه موږ اټکل کولي شو د بده مرغه د تېرو پنځه ديش کلو څخه افغانستان او ولس يې په جګړو کښې راښکيل شوي دي چي په دهغه ولس څومره خواري تيري شوي په دي ټوله نړۍ خبر ده او په دي باندي کتابونه ليکل کيدلي شې سهار مهال چي زه د کور څخه و بازار ته روان شم نو په لاري هغه ماشومان هره ورځ وينم چي دوي د خلګو و کورو ته ولاړوي او د خلګو د کورو څخه کچري راباسي او په خپله ريړهي کښې اچوي او تر خپله ځائى د پيسو په خاطر رسوي چي و دهغه کار ته په ښه نظر نه کتل کيږي يا بيا هغه ماشومان او لويان تر وخته په دهغه ځايو کښې ګرځي چي څه د کار شې و موندي يا کاغذونه ټول کړي او بيا يې د خپلې ګوځاري دپاره وپلوري او هغه معذوره شوي بې شمير خلګه هم څوک نه شې ايرولي چي دوي په ګډو پيښو د څړک په غاړه ناست وي او خپله دليسي پښه يا پيښې يې ويوه خواته ايښي وي او لاس و بل ته غزوي او ددي د څنګه د هغه معذورانو ږغونه هم هر وخت اوريدل کيږي چي د کابل يا نورو ښارو کښې لاريونونه راباسي او د دولت څخه غوښتني کوي او دهغه داسې نور ډير هم شته چي دوي د ډول ډول خواريو سره مخامخ دي چي په هغه کښې يتيم ماشومان کونډي او نور دا ټول زياتره افغانان دي او دهغه دهغه جنګ پايلي دي چي په افغانستان کښې شوي يا کيږي نوري څومره مالي زيانونه دهغه جګړي ورسول د هغه ژوندي بيلګه د کابل د ښآر کنډوالي چي اوس به هم عکسونه د نړۍ والو سره خوندى وى.
د بده مرغه دهغه جنګ او جګړه په افغانستان کښې د ۳۵ کلو څخه روانه وه چي اوس د پاکستان و ځينو سيمو او قبائيلي سيمو ته وغريده چي د ځان سري ډيري شخړي خپلې کړي د قبائيلو په سلاو مشران او په زراو وګړي ووژل شول د جنازي جمات جنازه مرکه او نور وياړونه يې د خاورو سره خاوري کړو او د دوي دودي او کلاوري وياړونه يې د منځ څخه يووړل او په لکاو د عزت خاوندانبې ننګه شول او کډو ته يې اړکړل او دوي نن د نورو مرستو ته لاس نيولي وي او دانه دا څرګنده چي دوي به تر کله د دهغه ناخوالو سره مخامخ وي او د خپلو کورو څخه ليري په پنډغالو او کيمپو کښې به ژوند کوي د سوات او ملاکنډ ناخوالي اوس هم د خلګو په دفاع کښې دي پيښور او نور ښارونه خو وژن ځائى (قتل ګاه) جوړ شوي دي په اونې کښې ځان وژونکي بريدونه چاودني په دولتي او د خلګو په ځايونو په ډله ايزه يرغلونه اوس يوه عام خبره ده دا ډول د کوټى په ښار او د بلوچستان په نورو سيمو کښې روان ناورين او په يوه ځائى د لسګونو وګړو وژنه ځان وژونکي بريدونه چاودني د خلګو تښتول وژل شوو وګړو مړي غورځول او داسې نوري ناخوالي چي په ليکولو سړى شرميږي هم دا ډول ناورين د کراچۍ په ښار کښې د تېرو څو کلو څخه روان دي او داسې ورځ نه تيريږي چي د لس څخه تر شلو پوري وګړي نه وژل کيږي چي کله کله دهغه وژني پنځوس شپته ته هم ورسيږي لنډه دا چي د پاکستان ځينى سيمى هم اوس د جګړي په حالت کښې دى.
په دهغه اوږدي جګړي کښې څومره ځوانان مخور سپين ږيري پوهان رڼ انده دينې علماء او په بيلو بيلو چارو کښې نوم لرونکي د ژوند څخه بې برخى شول او ددي لاړ ډير اوږ ددي چې را ټولول يې تراوسه نه دي شوي او دا ګمان هم نه کيږي چي څوک به داسې خواري وکاږي او نړۍ والو ته به داورڅرګنده کړي چي جګړه څنګه ولسونه وطنونه او د دوي هر څه ور ورانوي او کورونه کلى او ښارونه کنډوالي کوي چي د څو کلو څخه يې موږ ټول وينو خو دومره وس او توان د ولسونه نه لري چي د دهغه ناورين مخ نوي وکړي ددي سره سره چي د هغه جګړه د خپلوانو تر منځ ده او يووروربل ورور وژني او دومره سوچ نه کوي چي دا څه کوى..؟ ځکه چي د هغه جګړه ډېره سپيچلي ده چي کمپوئټري جګړه ورته ويلي شو خو کمپوئټر د چا په واک کښې دى..؟ خو کله دا فکر موږ کړي دي چي دا ناوړه او بې درکه او بې خو خونده جګړه ځموږ ودي خاوري ته چا راوړه...؟ دا هم يو اوږ بحث دى.
موږ دهغه اوږدي جګړي ځپلې يو او داوسه د دهغه ناورين څخه دولت په چل نه يو پوه چي پاکستان او افغانستان يو بل ته ښکر سره نيولي دي او يو بل ته ترخى خبرى کوي او ورځ تر بله يې خبري سره توديږي ددي سره سره چي دواړه په دي پوه دي چي روانه جګړه نه يواځي د دوي په ګټه نه ده بلکې د دا ټولي سيمى دپاره يو بل ناورين رامخ ته کوي شې موږ نه شو اټکل کولي چي دهغه دواړه دولتونه دومره ناپوه دي چي دوي يو په بل سره راوغورځي او څه چي پاته دي هغه هم پوه فنا کړي وخت خو ددي دي چي دوي په ګډه هغه اورو وژني چي په دهغه ټوله خوا کښې لګيدلي دي په زياته بيا پښتنو افغانانو ته په کاردي چي دوي داور د وژلو دپاره د ټولو څخه زياته هلې ځلې وکړي، ځکه چي دوي په دهغه اور کښې تر ټولو زيات کباب شوي دي يا خو به يو بل چل روان وي چي په دوړو او باران کښې داسې تاريخى پريکړى دپردي وشاته وشې چي تراوسه يوه حکمرانان دا توان نه دي لرلي چي دوي داسې پريکړي وکړي دا ځکه چي داسې پريکړي ولسونه کوي حکمرانان يې نه شې کولي پخوا هم دهغه ډول پريکړه يوه حکمران کړي وه چي غميزه يې تراوسه نه د منځ څخه تللې نو ځکه چې سترګوروته په کار دي چي سترګي خلاصي وساتي.
پاکستان او افغانستان يو د بل ګاونډيان دي او يو ګاونډي نه شې کولي چي ګاونډ بدل کړي خوښه خبره داوي چي يوګاونډي بل ګاونډي وځضمى او داهڅه وکړي چي يو بل ته ګټه سره ورسوي دا وخت چي په افغانستان او پاکستان کښې د تهره ګري په نامه جګړه روانه ده که دواړو حکومتو په ګډه د دهغه جګړي مخ نوي ونه کړي لکه وړاندي چي وويل شول نه يواځي به دوي دواړه بلکې ټوله سيمه به د داسې ناورين سره مخامخ شې چي د پنځه ديش کلو څخه روان ناورين به د هر چا اير شې ټولي نړۍ ته دا څرګنده ده چي و افغانستان ته چي امريکا او دهغه د نزدې ملګرو کوم پوځي ځواکونه د يو ولس کاله څخه راغلې او دلته ناست دي او خپل ځوانان دلاسه ورکوي دا هر څه د افغانانو سره د مينې په خاطر نه کوي يا يې ۶۵ کاله د پاکستان سره مرستي کولي دوي د پاکستان په غم کښې وو بلکې د دوي ګټي د پاکستان او افغانستان سره تړلي دي او دوي د هرى لاري دا ګټي ترلاسه کول غواړي د دوي دا پلان د څو کلو څخه نه دي بلکې دوى د هغه پلان پيړي يو نيمه د مخه تر اشلي او سنجولي وو او په دي عمل کاوي او د دوي د هغه پلان اوس وروستي پړاو ته رسيدلي دي ځکه چي زياتره د رسنې ودي ته د لوبى پائي (END GAME) ورته وائي او دا وروستي پړاو هم دومره آسانه نه دي خو بيرته هم پاکستان او افغانستان لاس سره ورکړي او د يوه موخه ولري چي د واړه به د دهغه رواني جګړي مخ نوي کوي چي نه يواځي خپل ولسونه د دهغه ناورين څخه راوباسي بلکې ټوله سيمه د را روان ناورين څخه وځغوري ولي چي دا جګړه د افغانستان او پاکستان جګړه نه ده بلکې د ټولي سيمي ده بلکې کيدي شې چې د جګړه نړۍ واله بڼه خپله کړي کله چي شوروي اتحاد په خپل وخت داوسنجوله که چيري دوي و خپل دريځ يا سوشلزم و مخ ته وړي نو دا ويره ده چي دريم نړۍ واله جګړه ونښلې چي ددي جګړي څخه به ځموږ دهغه ښکلې نړۍ به پوه فناشې چي نړۍ ورانه شوه نو به دوي سوشلزم په چالاګو کوو نو ځکه چي د وخت شوروي اتحاد خپل دريځ نرم کړي چي دا په بشر باندي د دوي لوئي احسان دي خو د بده مرغه ځموږ دهغه سيمه اوس د داسې پيښې سره مخامخ کيدي شې دا مسئوليت د پاکستان او پاکستان په حکمرانانو راځي چي دوي په ګډه داسې لاره وسنجوي چي سوله او جوړجاړي راشې او حالات داسې ورته جوړشې چي دهغه باندنې ځواکونه د افغانستان څخه ستانه شې لکه دوى چې ژمنه کړى ده
