اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

بي غوري ژبى دمنځ څخه وړي

عبدالجبار کاکړ

د ځلاندورځپاڼى چارواکو خپل ټول وخت په دي هڅه کښې شوي دي چي څنګه و پښتو ته خيل ځائي او مقام ورته راوستل شي چي پښتو ژبه د نړۍ دنورو ژبو وارو وده وکړي او دنړۍ دنورو ژبو سياله شي بله دا چي دپخپله پښتانه د خپلي ژبي سره بيګانه شوي دي دوي ودي ته رابولل شې چي هر وګړي لومړي و خپلي مورني ژبى ته ارزښت ورکړي ولي چي هر قام او ولس ته خپله مورني ژبه تر نورو پريدبو ژبو نه يواځي ارزښت لري بلکي حق هم لري بله دا چي موږ پښتانه ودي ته راوغواړو او پوه يې کړو چي ماشوم ته لومړي زده کړي په خپله مورني ژبه ورکول شي. ځکه چي د نړۍ پوهانو اورڼ اندو دهغه دهر چادپاره اړينه او ضروري ګڼلي ده او ددي دڅنګه ځموږ دا هڅه هم دهچي هغه نورو ژبو توري(WORDS) چي بيځايه په پښتو ورمنډل کيږي دهغه مخ نوي وشي چي پښتو کښي خپله هغه توري وي خو ددي مطلب کله هم دانه دي چي وپښتو ته دي دبلي ژبى توري نه اچول کيږي خو که اړتياوي يا يې ضرورت وي دهغه مخ نوي دي نه کيږي خو ددي مانادانه دي چي دومره توري دي وپښتو ته نه راوړل کيږي چي ورو ورو پښتو بڼه او څهره بدله شې او د پښتو خپل هر څه دلاسه ورکړي لکه کله کله چي ځيني ليکوالان داسي ليکني کيږي خو يوه بله لويه ستونځه پښتو ورسره مخامخ ده هر ژبه ځان ته ځانګړي ټکي(شاعري) لري چي هر ژبه به په پيژندل کيږي پښتو هم خپل ځانګړي ټکپ لري چي پښتو په پيژندل کيږي خو ځموږ خپله پښتانه ليکوال د پښتو دهغه ځانګړي ټکي دنورو ژبو په ټکو بدلوي دبيلګي وارو ښ، په خ بدلول ږ، په گ، ليکل څ، په چ، بدلول څ، په س، بدلول او داسي نور ډېر څه خودا خو ځموږ په لهجو کښي ويل کيږي بيشکه چي کله موږ په خپلو کښى خبري سره کوو بايد چي بيا ليک کو وبيا نو هغه پښتو ګار کړو(THE STANDAD) چي د نړۍ په هره خوا کښې څوک داسي ليک لولي هغه ته څه ستونځه او مشکل نه وي او که پخواني د پښتو کتابونه وګوري ځموږ مشرانو ليکوالانو دهغه ټکو او اړتياؤ ته ډېر پام کړي دي که څه هم هغه وخت دخلګو ترمنځ تګ راتګ دومره نه و خو کوم کتاب چي به په پيښور کښې ليکل شوي و هغه به په کابل کوټه او کندهار کښې په رواني ډول ويل کيدي او يو مشکل او ستونځه نه وه خودبده مرغه د دري څلور لسيځو څخه په دهغه ناخوالو کښې ډېر زياتوب راغلي دي دا ولي؟ که څوک په خپله داسي هڅي کوي خو دبده مرغه موږ په دي کښي ددهغه چاملاتړ بلکي مرستي ورسره کوو.

زه په ډاګه داخبره کوم چي دنورو د ژبو دڅنګه دپاکستان حکومت د پښتو سره ښه نه کوي نه ددي حکومت چارواکو دا غواړي چي پښتو او نوري ژبي وده ونه کړي او څوک چي د خپلي مورني ژبه نه لري يا خپلي ژبي سره مينه نه لري هغه په يوه شمېر کښې نه راځي په دي کښې تر ټولو لويه پړه په پنجاب راځي چي د دوي په لاس کښې دپاکستان واکمني هم شته خو دوي خپله پنجابى ژبه وشاته اچولي ده کيدي شې چي دا د دوي سياسي مصلحت وي د دوي پرتله دنورو ايالتو قوميتو نه دهغه وخته څخه دنورو برخو دڅنګه دخپلو خپلو مورينو ژبو د حق غوښتنه کوي خو پنجابيان پټه خوله دي ددي سره په هند کښې دپنجابى ژبي دپاره ډېر کار روان دي ددي دڅنګه هغه وطنپاله ګوندو نه چي دوي د قوميتو په نامه سياست کوي دوي خپلي مورني ژبو په اړه په داڅولسيځو کښې داسي څه نه دي کړي چي د دوي ستاينه وشې آن دا چي دوي په دي نه دي خر چي د دوي د ژبو سره څه روان دي سنديانو د خپلي سندهي ژبي غم په وخت و خواړي نو ځکه چي نن دپاکستان په ژبو کښې تر ټولو ژبو مخ په وړاندي روان دي خو دعوامى نيشنل ګوند(A.NP) په کار دي چي ستاينه يې وشي ولي چي دوي دخلګو په رايو دشمالى پښتونخوا ايالت کښي حکومت جوړ کړي دوي په دي وتوانيدل چي ددي ايالت دنورو ژبو په ګډون پښتو د لومړي زده کړو کښې دښوونځي برخه وګرځي او موږ دا هيله کوو چي دهغه بهير به دوام وکړي او ولس به وچاته موقعه او وارونه کړي چي څوک دهغه بشري حق د دوي څخه واخلي خو موږ ليکوالان او شاعرانو باندي هم دا پړه کيدي شې چي موږ ودي ته نه خپله پام اړوونه دنورو پام را اړوو چي ځموږ د مورني پښتو سره څه روان دي آيا موږ وخپلي ژبي ته خپل حق راوي دي يا موږ ددي دپاره ږغ پورته کړي دي آيا موږ کله پرله پسي داسي لاريونونه کړي دي چي د حکومت څخه دا غوښتنهوي چي ځموږ او دنورو مورينو ژبو سره بدکيږي داسي هڅي کيږي چي ځموږ د ژبي بڼه وريدله کړي کله موږ ددهغه وطنپالو ګوندو څخه داپوښتنه کړي ده چي تاسي د خپلي مورنى ژبي دپاره څه کړي دي آيا موږ ودهغه سياست مدارانو ته ليکه کښلي ده چي هغه وخت به وتاسي ته رائي او ووټ درکوويا به ستاسو ملاتړ کوو چي تاسي په دي اړه موږ ته څه وښاياست؟ ځموږ ادبى ټولني دپښتو نړۍ وال سازمانونه او دحکومت په مرسته رواني پښتو اکيډمي او په پوهنتونونو کښې د پښتو څانګي هم ګرم دي خو په دهغه پښتو څانګو باندي زه ځکه اوس څه نه وايم چي د پيښور او د بلوچستان پوهنتونونو ترمنځ به ارومرو توپيروي خو ترکومه چي دبلوچستان پوهنتون څانګه ده ماته څه خوندنه ښکاري زما حيال دي چي هم دومره بس دي خوترکومه چي د پښتو اکيډمي کوټى خبره ده هغه تر دي هم بىخونده ده پخوا خو ښه وو دپښتو اکيډمي يوه وړوکي وداني چي يوه خواته وه او د چاخيال نه ورته کيدي خو اوس دپښتو اکيډمي يوه غټه وداني جوړه شوي ده او د کوټي دښار په منځ کښي ده خو کار يې په صفر ولاړ دي هر وخت چي ورله ورشي بس يو سړي به په خپل دفتر کښې ناست وليدل شې او کله چي وبلوڅى اکيډمي کوټي ته ورسره د يو په ځائي به ډېر وګړي د کمپوئيټر په مخ ناست وي او خپل کارونه به دبلوڅي ژبي دپاره کوي بلکي دا اکيډکي نور ډېر څه کوي خودبده مرغه پښتو اکيډمي داسي څه نه لري ځکه چي په پښتو اکيډمي هغه څوک را ټول دي او دوي نه غواړي چي نوو ځوانانو ته وار او موقعه وړکړي که څه هم د ډېرو کلو څخه د اکيډمي په چارواکو کلکي نيوکي کيږي تر کومه چي دنړۍ والو کانفر نسونو په نامه په کابل کوټه او پيښور کښي په وارو وارو نړۍ والي غونډي شوي دي خو هغه دپارسي بان خبره ده چي نشتن برخاستن اوريدل او تر بل غوږ استل وي دوي ونه کړل شول چي يو مرکز يې جوړ کړي وي او په دري څلور مياشتو کښې په دهغه مرکز باندي غونډي کولي چي و پښتو او پښتنو ته ور پيښو ناخوالو يې يوه کرنلاره ټاکلي خو دبده مرغه د کابل په غونډه کښې د پښتو دمرکز اعلان وشو خو نه څه کيدل نه څه وشو ددي سره سره چي دوي دا هم په ګوته نه کړه چي بشپړه وپښتو ته کوم خنډونه دي؟

اوس به راشو هغه پښتو ادبى ټولنوته چي ځموږ په بشپړه خاوره کښي جوړي دي چي په کار دي چي وستايل شي خو دبدمرغه دوي هم خپل ټول وخت به شعراو شاعري تيروي ددي سره سره چي د ژوند چاري په شاعري نه اواريږي نه ژبه په دي وده کوي د ژبي دپرمختياد ورځ زه ديوي ادبي ټولني وناستي ته ورغلي وم دوي په يوه غزل باندي کره کتنه کوله دچاشو چي وو هغه به يويو شعر لوستي او ناستو ملګرو به خپله رائي په ورکوله باور وکړي چي دوي په دهغه کره کتنه دوه نيم دري ساعته تير کړو چي داکار وپائي ته ورسيدي يو دوري روان شو اوبل دوري ماپه دا زړه کښي ويل که دهغه پښتو ادبي ټولني چي شمېر يې نه کيږي که دوي ددهغه نيم وخت دپښتو او د پښتون دناخوالو دهوارولو په لورواړ وي نو باور وکړي چي ځموږ نيمي شخړي به پاته نه شې او پښتو دپرمختيادپاره چي کوم واټن په کلو وهل کيږي هغه به په ورځو ترسره کيږي؟

رښتيا خبره داده چي زما دليک موخه هغه پورته چفه او شعار وو چي په دهغه کاغذاو پوسټر ليکل شوي او داسي لوستي شي چي دلته يو وار بيا ستاسو ومخ ته وړاندي کيږي.

دمقرره تعداد کتابو فراهمي د محکمه تعليم ذمه واري

خو دلته زه دتاسو لوستونکو څخه پوښتنه کوم چي داپوسټر په پښتو ليکل شوي دي که په اردوکه څه هم پښتو لوستونکو دا په يوه لاريون کښي دښه موخه او مقصد دپاره رااستلي وو خو دهغه لوستونکي ګرام هم نه دي بلکي دهغه بيګانګي ده چي موږ يې دخپلي پښتو سره کوو خو دبده مرغه داسي څوک نه شته چي دوي ته دا وروښائي چي دا خود پښتو سرغوڅول دي او که هم دهغه بهير روان وو نو به ځموږ مورني ژبه کومه بڼه خپله وي رښتيا هم دهغه چغه ياشعار په پښتو ليکل شوي ده که دځينى لري بيا څوک ګمان نه شي کوي چي دا پښتو ليک دي.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←