اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د پښتنو څخه تاسي څه غواړئ

محمد نعيم کاکړ

خدائى پاک (ج) د قرآن او د حديث د لارې د بشر تر منځ د ښه ژوند کولو يوه روښانه او بشپړه لارښودنه کړي ده چي هغه ته موږ د ژوند لاره ويلي شو د وګړو په منځ کښې مينه محبت ورورګلوي د بل په هر ډول حق باندى خيټه نه اچول او په برابري و هر چاته کتل تشدد وژنه لاروهنه او د داسې نورو ډېرو ناخوالو مخ نوي او دشر او بشر وژني په ضد دريدل داسې او داسې نوري ډيري چاري دي چي د اسلام سپيڅلي دين په ټول بشر را استولي دي بيا ددي د څنګه د پښتنو خپل روايات او دودونه دي چي د هري لانجي د هوارولو دپاره ځموږ پخوانيو مشرانو د جرګو د لاري د يوه نسل ته سپارلي دي چي اوس هم موږ په هغه وياړ کوو خو د بده مرغه د پښتو و دهغه ښه دود او دستور د مخ نوي يا د پښتنو د يو کيدو په ضد هميش د وخت ناترسه حکمرانانو د اسلام په نامه داسې څوک را لوئى کړي دي چي هميش يې پښتون په وهلي دي او نوم يې د مذهب او اسلام ورکړي دي.

نن يوواربيا د هغه پخواني حربۀ د پښتون په ضد په ډېره ناترسي سره ګاريږي د پنځه ديش کلو څخه يې د هغه خوار ولس په مخه کړي او دده په وينه يې دا ټول ټاټوبى سرکړي اوس هم سوروي دلته خبره داده چي پښتون ولي د ټولي نړۍ په سترګو کښې اغيزي دي نن که يوه خواته باندنيان د پښتون افغان په وژنه بوخت دي خو و بلې خواته هم دهغه چاچي پرون د دهغه باندنيانو ملګري و په يوه او بل نامه ځموږ ولس وژني دا څنګه دښمني ده چي دوي يو د بل و مخ ته ولاړدي خو مرګ او ژوبله د پښتانه افغان کيږي که څه هم د اسلام سپيڅلي دين او مذهب د بشر د وژني کلک مخالفت کړي دي تاريخ به دا ښائي چي د پښتون افغان وټاټوبى ته لومړى ښورويان چار اوستو او بيا ناټو چا راوسته رښتيا يې ويلي دي چي خدائى(ج) ږغ نه کوي خلګه رښتيا نه وائي.

د ډيري اوږدي مبارزي وروسته لومړي وار د پښتنو قامي ګوندو توانيدي چي په ۲۰۰۸ء کښې د خلګو ملاتړ ترلاسه کړي او د پيپلز ګوند په مرسته په خيبرپښتونخوا کښې حکومت جوړ کړي چي ددي حکومت د جوړيدو درې مياشتي د مخه د ايم.ايم.اې ائتلاف پنځه کاله حکومت کړي و او د اسلام په سپيڅلي نامه يې د پخوا وارو د خلګو رائي ترلاسه کړي وي چي جماعت اسلامي او بل جمعيت العلماءاسلام په ګډه د هغه حکومت جوړ شوي و دوي دي پخپل ګريوان کښې وګوري چي دوي د اسلام دپاره کوم کارو کړي لکه دوي چي د ولس سره ژمنه کړي وه آيا دوي دهغه چا سره نه وو ولاړ چي په آئين کښې ۱۷م بدلون راوستي و او نن دوي هغه ته د پاکستان دښمن او د امريکا ملګري وائي د دهغه د ملايانو د ډلي ايم.ايم.اې په بلوچستان او سرحد چي اوس خيبرپښتونخوا وپل کيږي د دوي جکومت نه و د دوي د حکومت په دوران کښې ډراون حملي نه کيدلي جنرال پرويز مشرف پاکستانيان نه نيول او امريکا ته په لاس نه ورکول داسې نوري ډيري پيښي د دوي په دوران کښې وشوي خو دوي يوه ورځ هم و پرويز مشرف ته نه ودريدو چي دوي د امريکا دپاره خپل مسلمانان نه شې ځپلې دا ځکه چې دوي د اسلام په نامه د ولس راځي ترلاسه کوي خو د دوي او د نورو په حکومت کښې څوک د مسکال توپير نه شې کولي خو نن دوي تر هر چا زيات د جنرل مشرف مخالفت او سپکاوي کوى. جمات اسلامي چي ځان ته دپارساو ګوند وائي او بل په باک نه راوړي ددي ګوند تاريخ چي وکتل شې د دوي په قول او فعل کښې به دومره توپير ووينې چي سړي غاښ په ګوته ورته پاته کيږي دوي د امريکا د شوروي روس په ضد ددي کبله ملاتړ کاوي چي عيسويان اهل کتاب دي نو نن چي دهغه اهل کتاب د مسلنانانو قتل عام کوي نو ولي نه ورته و اياست چي مسلمانان ولي وژني دوي خو هم اهل کتاب دي...؟ خو يا دوي ته بله ډنډه او وطيفه ورکول شوي ده هم دهغه جمات دي چي دوي يو منطق او اصول نه منې که زه چپ ګاتي کوم نوناسي ددي ګوند د يوه رڼ انده سره بحث مباحثه وکړى...؟

پښتانه مسلمانان اوس هم ټينګ مسلمانان دي دا تاريخ په خپلو مخونو او ورقو کښې ثبت کړي ده چي نه غواړم چي د جمات اسلامي وارو خلګو ته ددي سپناوي وکړم تر کومه چي د ټولټاکنو خبره ده پښتنو هميش د اسلام په نامه و دوي ته خپله رائي ورکړي ده خو د بده مرغه دوي د پاکستان په لنډ تاريخ کښې هر څوک په دي خبر دي خو دوي هميش د اسلام په نامه د پښتنو سره پړه کړي ده او هر چاچي د پښتنو د حق دپاره ږغ پورته کړي دي دهغه اسلامي ګوندونه و مخ ته دريدلي او خپل حق غوښتنى ته د کفر او غدار په نومولي دي او هغه سپکي سپوري ورته ويلي دي چي ساري يې نه ليدل کيږي ددي سره سره چي هر څوک په دي پوه دي چي په پاکستان کښې تر هغه وخته اسلامي نظام نه شې راتلي تر کله چي نورو قوميتو او ايالتو ددي نظام په ملاتړ رائي نه وي ورکړي په زياته بيا چي پنجاب ايالت د دهغه اسلامي ګوندو ملاتړنه وي کړي اوس دي د هغه اسلام ګوندونه يوواربيا په خپل ګريوان کښې و ګوري چي دوي په نورو ولايتو په ځانګړي ډول په پنجاب کښې د پارليمان څومره څوکي اوسيټونه لاس ته راوړي دي او بيا په وارو وارو ټولټاکنو کښې څومره څوکي ورته راوړي دي دا هغه ګوندونه يواځي و حکومت ته د رسيدو دپاره د اسلام سپيڅلي نوم ګاروي کنې د دوي او د نورو تر منځ په حکومت کښې يو توپيرنه ليدل کيږي دهغه اسلامي ګوندو د بلوچستان په پښتون مثبت سيمو کښې هر وار زياتره د اسمبليو څوکي ګټلي دي او په خيبرپښتونخوا کښې هم حکومتونه جوړ کړي يا د حکومتو برخه ګرځيدلي دي خو دوي دي يو کار هم په ګوته کړي چي هغه د نورو ګوندو سره توپير ولري تېر د بلوچستان حکومت چي واک او اختيار يې د اسلامي ګوند په لاس کښې وو هغه ګډوډي او لوټ يې وکړى چې ساري يې نه ليدل کيږي خو بيرته هم دوي د ۱۱م مئى په را روانو ټولټاکنو کښې ولاړدي هم هغه پخواني خبري کوي چي دوس به اسلامي شريعت راولي خو بيرته به هم پښتانه و دوي ته رائي او ووټ ورکوي ولې چي د دوي لوئي او زار د اسلام سپيڅلي نوم دي چي داخبره کوي که و دوي ته ووټ ورنه کړي نو د اسلام څخه وتلي شې ددي سره سره چي اليکشن کميشن لارښودنه کړي ده چي د مذهب په نامه به څوک ووټ نه غواړي او د خبره هم څرګنده ده چي د پښتنو په چپه به دوي د نورو قوميتو څخه تر دوودرو څوکيو څخه زياته څوکي وانه خلي.

پښتانه چي نه يواځي د اسلام باندي هر ډول سرشندنه کوي او تر نورو زياته په خپل سپڅلي دين او مذهب ولاړدي او د شريعت په ضد کله هم نه شې دريدلي او يواځي د پښتانه په رائي او ووټ په پاکستان کښې شرعي نظام نه شې راتلي چي په وارو وارو داخبره آزمويل شوي ده نو راشې و دهغه اسلام ګوندو ته داخبر په ډاګه کړو تاسي د پاکستان د نورو خلګو څخه دومره پارليماني څوکي او سيټان راوړي موږ به دتاسي ملاتړ بيا هم کوو خو که يواځي تاسو پښتانه مسلمانان کوي نو پښتانه خو د لومړى ورځي څخه د اسلام دپاره سرشندني کړي اوس هم دوي وهل کيږي خو نور يې ننداره کوى.

عوامى نيشنل ګوند تېر پنځه کاله حکومت وکړي څه يې د خپل ايالت دپاره وکړو يا يې ونه کړو ددي جواب خو به هم د هغه ګوند خپله وائي خو د يوه کار ستاينه به هرومرو هغه څوک کوي چي هغه په پښتنو او پښتو مين وي هغه په ښوونځيو کښې د پښتو او نورو ژبو رائج کول دي چي نه يواځي د هر مورني ژبى دويونکي غوښتنه ده بلکې د ملګروملتو او د هر بشر اړتياده خو يواځي هغه څوک ددي بشري غوښتني مخالفت کوي چي څوک په دي د سره اړنه وي چي د مورني ژبى ارزښت څه دي...؟ يا د بشر څخه ځان بيل کړي او د تنګ نظري جامي اغوستي دي داسې څوک چي خبره د اسلام کوي خو په دي نه دي خبر چي مورني ژبى په اړه د اسلام او ستر پيغمبر محمد(ص) څه بيان دي يا بيا داسي خبره هغه څوک کوي چي خپله مورني ژبه نه لرى...؟

د عوامي نيشنل ګوند دحکومت ختم کيدو سره سم د جمات اسلامى لخوا په هغه نصاب باندي اعتراض شوي دي چي په هغه کښې د پښتنو د ننګياليانو د ژوند په اړه مضمونونه تېر حکومت په کتابو کښې راوستي و د جماعت اسلامي د استادانو سازمان يا تنظيم وحدت اساتذه په دهغه نصاب او د پيښور ټيکسټ بک په کارکردګى اعتراضونه اونيوکي کړي دي او دهغه پښتنو ننګياليانو چي د دوي نومونه په دهغه نصاب کښې راغلې دي هغه د طبيعت څخه چپه ګرځيدلي دي چي مانا يې داده چي دهغه نومونه ولي په نصاب کښې اچول شوى دى.

که څه هم موږ د يوه سياسى ګوند سره اړه نه لرو خو د اې.اين.پى ستاينه کوو خو څوک چي داسې بيځايه اعتراضونه کوي هغو ته دا په ډاګه کوو چي هو موږ مسلمانان يو او په دي وياړ کوو چي د اسلام دپاره موږ تر هر چا زياته سرشندني کړي دي خو موږ په دي هم وياړ کوو چي پښتانه يو او پخپلو وياړلو ننګياليانو نه يواځي وياړ کوو خو ددي د څنګه د دوي نومونه هم ژوندي ساتو او هيچا ته اجازه نه شو ورکولي چي دوي موږ د اسلام په نامه د خپل تاريخ او د خپلو ننګياليو څخه بې خبره او د موږ څخه بيل کړي نه موږ په خپله مورني ژبه خپل دوداو دستور باندى راکړه ورکړه او سوداګري کولي شو څوک چي دا غير اسلامي او غير بشري غوښتني کوي دوي نه په اسلام خبر دي نه دوي په بشر خبر دي نه شو ويلي چي دوي داسې خبري د چا په لارښودنه کوي او اوبه په ټانګ بيلوى خو دا اوس د پښتنو د رڼ اندو دانشورانو سياسي مشرانو ډنډه او مسئوليت جوړيږي او دهغه ديني علماء چي دوي په اسلام خبر دي او تنګ نظر نه دي د دهغه ډول ټهيکدارانو جواب ورکړي او ولس ته په کاردي چي د ۱۱م مئى په ټولټاکنو کښې دوى داسې رداو د مځکي ووهي چي بيا د سياست نوم وانخلى.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←