امريکاته
دا يو قدرتى خبره ده چي د هري سيمى او خطي خپله خپله هوا موسم او چاپيريال وي او د هر چاپيريال او هوا سره سم د هغه خلګه درختي بوټى او څاري او نور ډېر څه وي لنډدا چي دهري سيمي او خطي خپله جغرافيه ده او ددهغه جغرافيه په رڼا کښې ژوند او چاري جوړي وي ځکه چي په نړۍ کښې بيل بيل اورنګ برنګ وګړي ژوند کوي که يوه خواته سپين پوستي خلګه او قومونه دي خو ويوي خواته تور پوستي او ځان ته خپل ډول لري عنم رنګه او نور ژړ بغون خلګه هم ځموږ په دي نړۍ کښې ژوند کوي او ددي دڅنګه د دوي دژوند چاري دود دستور کلتور آن خوراک يې هم پيل بيل وي.
دپښتنو هم خپل ټاټولي دي خپله سيمه او خپله خطه او منتطقه ده او خپله جغرافيه يې ده هم په دي جغرافيه کښې دوي ژوند د زراؤ کلو څخه را روان دي او هم دومره پخوانى او اوږ دتاريخ او خپله ژبه لري او ځيني داسي ارزښتونه او خاصيتو نه ليري چي کيدي شي د نړۍ په نورو خلګو کښې د هغه ارزښت نه وي ځکه چي د پښتنو تاريخ دنورو څخه ډېر بيل دي او دهغه قام هميش په مبازره کښې پاته شوي دي کله يې په خپله خاوره و باندنيانو ته ماته ورکړي دي يا يې ونورو يرغلګرو ته دخپل ټاټولي څخه دباندي ونورو ته ماته ورکړي ده خو کله بيا دومره شاته تللي دي چي پخپله خاوره يې دنورو يلغرګرو څخه ماته خوړلي ده خو دمبارزي څخه په شانه دي تللي او بيا بيا يې د ځان څخه دزورور سره ټاڼتي او جګړي کړي دي که ماته هم خوړلۍ ده خو چابرلاسي او غلامى ته سرنه دي ټيټ کړي چي کله موقعه ترلاسه کړي ده ګوځار يې وخپل دښمن ته ورکړي دي دا ځکه چي جغرافيائي چاپيريال يې هم داسي دي.
موږ د پښتون افغان او ږداو مبارز تاريخ دلته نه غبرګو و ځکه چي دا به ډېر ځائي او وخت وغواړي بلکي کومه خبره چي موږ دلته وړاندي کول غواړو هغه به راڅخه پاته يا به ډېر لنډه شي دا خبره په کار دي چي نړۍ ومني چي پښتون افغان ددي سيمي او د خطي يو لوئي قوت او ځواک دي چي د دوي د سيمي په سياست کښې برخه نه وي ددي سيمي لانجى نه شي هواريدي ددي سره سره چي په ۱۹م پيړي کښې برتانوي امپرا توري په دي پوه شوه چي پښتون افغان ومخ ته دوي خپله يوه لوبه مخ ته نه شي وړي نو
ځکه په۱۸۸۳ ء کښې د پښتون افغان په ځکر د ډيورنډ چاړه راکښ کړه خو دا يې و نه کړل شوي چي بياهم دنيم افغان پښتون ټاټوبى دلوئي هندوارو تر خپل واک لاندي راولي خو ددي دپاره يې بل چل ول خپل کړي چي د ډالرو د څنګه يې داسلام سپيڅلي نوم او په دوي کښې خپل لاس پوڅي باړه کړو او خپله لوبه يې روانه وساته خو بيرته هم د پښتنو افغانانو څخه په آرامه کښې پاته نه شو.
په پښتون افغان ټاټوبى په ضدخو دباندنيو زور ځواکو او ګاونډيو لاس وهني رواني وي ځکه په افغانستان کښې د دوي ددهغه ناوړه عمل دکبله حکمرانان ودي ته اړوو چي ديوه نه يوه ملک سره ښه اړيکي وساتي خو په دهغه خاوره کښې دنړۍ والو توده جګړه هغه وخت پيل شوه چي په ۱۹۷۸ءکښې دثور بدلون راغلي او بيا يو ارام طلب او د بل پوځي دشوروي دسرو لښکرو سره د دوي په ټانک سپور کابل ته راورسيدي چي د پښتون افغان دشان او دود په ضد عمل وولي چي د دوي تاريخ خودباندنيا نو د خپل هيواد او خاوري څخه شړل پاته شوي ونه دا چي يو افغان د ځان سره د بل ملک په لکاؤ ځواکونه وخپلي خاوري ته راولي ځکه چي دشوروي روس دپوځي ځواکو دراتلو سره په دهغه هيواد کښې جګړه توده شوه که څه دشوروي دسرولښکر وسره دافغانانو په موټودا جګړه وګټل شوه خود غرب او د نوري اسلامي نړۍ او چين مالى او دوسلي مرسته ورسره وه.
شوروي روس چي ځان دسوشلزم مخ کښې او علمبردار ځان ګڼي خو په اصل کښ هغه نه وددوي مشرانو هم غوښتو چي په دي نامه افغانستان تر خپلو ګوډو لاندي کړي خو دوي د پښتون افغان تاريخ نه ولوستي خو بيا هم خپلو سازشونو ته دوام ورکړي روسانو غوښتو چي دافغانستان دلږ کيو په زور ډېرکي په زور تر ځان لاندي کړي نو ځکه چي بشپړه يې دا هڅه وکړه چي دافغانستان ټولي چاري ولږ کيو ته په لاس کښې ورکړي او د دوي چي کوم پښتانه ملګري دي هغه يو په بل سره ووهي چي بيا دوي وکول شې چي په لږ کيو خپلي پښي ټينګي کړي يوه خواته که دهغه ناوړه عمل کاوي خو بلي خواته د افغانستان پښتون ميشته سيمه باندي خپل پوځي قوت ګاروي يوه خواته که کندهار لوټي لوټي کاوي بلى خواته يې داهڅه وه چي د کابل څخه پلازمينه و مزار شريف ته بدله کړي دا ځکه چي شوروي سري لښکري په خپل زور او وسلو ناز اوو ياړکاوي خو چي کلک ګو ځارونه پرله پسي و خوړل سر يې پرله وګرځيدي خو کومه تګ لاره ايجنډا چي د ځان سره راوړي وه په هغه يې عمل کاوي چي په هغه کښې دايوه هڅه وه چي دافغانستان لږ کي دومره ډېر په کاغذ و کښې وښائي چي ډېر کي لږ ښکاره کړي پښتانه افغانان چي دافغانستان په سلو کښې او يا(%۷۰) برخه ده دوي په سلو کښې ۴۰ ته راکښته کړو چي بيا داستاد رباني او داحمدشاه مسعود په وخت کښې چي بشپړه واک او اختيار د دوي په لاس کښې ودنورو تيرو تنو دڅنګه يې په شمېر نه (POPULATION) کښې بدلون راوستي خودا يو بل بحث دي شوروي روس چي په دي پوه شو او دا د سراو مال ډېر زيانونه يې وليدل نو هغه څوک چي دوي دافغانستان د حکمران په حيث په خپل ټانک سپور راوستي و دهغه څخه هيله وخته او ددهغه ګوند يو بل لارښود يې رامخ ته کړي چي دافغانستان د ډېر کيو څخه وا وو هغه ته ډاکړ نلاره او ايجنډا په لاس ورکړه چي د روغي جوړي سياست خپل کړي ولي چي روسان په پوه شوي و چي دافغانستان نيول او سوشلزم خو رول خو په ځائي بايد چي په يوه ډول ددي ملک څخه ځان روغ وباسو خو په دي د روان کښې ډيري پيښي وشوي خوې و روي روغ رمټ دافغانستان څخه وواتي چي ډېره مالي او ځاني ضربه يې خوړلي وه نو ځکه چي لوئي شور وي اتحاد(U.S.S.R) په پنځلسوس برخو وويشل شو او هغه وسلي چي بشپړه نړۍ يې په څو واره ويجاړ ولي شوه او د غرب او لويديځ څخه زړه په کښلي وهغه هم داسي پاته شوه خو ددي سره سره يې دافغانستان دلږ کيو سره دخپلو راروانو ګټو دپاره اړيکى ټينګي ساتلي او د ډېر کيو دوهلو ارمان يې پوره کاوي.
که څه افغان مجاهدنيودنورو په وسلو او بى شمېره باندنيو شور ويان دخپل هيواد د څخه وشړل خوڅونى زيان چي وافغانستان افغانيت او دي ولس ته ورسيدي دا ځان ته کتابو ليکوته اړتيا ده چي ددي اټکل هر څوک د کابل دښکلي ښار دکنډوالو څخه هر څوک لګولي شي ترټولو لوئي زيان هغه دي چي دهغه هيواد او ولس يې تراوسه نه دي په کراره شوي ځکه چي دوخت مجاهدنيو د ځان سره هغه لاسونه وهيواد ته د ننه کړو نن يې بدي اغيزه ليدل کيږي نورو څو بدمرغي دي هيواد په دهغه لږ و ډېر په لسو کلو کښې په ځان يو وړو دلته دومره ځائي نه لرو چي بيان يې کړو.
لويديځ او غرب چي وشوروي اتحاد ته ماته ورکول ناشوني ګڼله دوي ته په ډېرو ړياپه لاس ورغله ولي چي د دوي نه يو پوځي په کښې ووژل شو نه دباروتو طوفانونه د دوي په خاوره چاوليدو خو بيا هم چي دوي دافغان مجاهد ينو کورو داني او مننه يې وکړي ويجاړه شوي چاري ورته ورغوي او سوله ورته راوړي دوي خپلي پښي سپکي کړي وسله وال مجاهدين يې يو بل ته سره ايله کړو او چي څه وشو هغه هر چاته څرګنددي خو دهغه غرب او لويديځ هغه وخت راڅرګند شول چي کله د دوي خپل ځائي او مالي زيان په خپل کور کښې دوي وليدي چي د۹/۱۱پيښى په نامه يادسيږي خو دوي ددي واره دبلي څهري سره وافغانستان نه لومړي د خپلو جنګي الوتکو سره راغلو او د ګاونډي هيوادو څخه په افغانستان داسي بمبار وکړي چي ددي دمخه يې ساري نه ليدل کيږي طالبان چي هغه وخت په کابل واکمن و هغه خوي دګاونډيانو په مرسته دافغانستان څخه وشړل د ډېرو خو نړيو پيښو وروسته خو هم هغه لږ کيو ته لاره هيواره کړ چي اوس دشوروي روس دڅنګه يې د دوي سره يارانه جوړه کړي وه او دباندنيو ځواکو په مرسته يې د کابل پاچاهي ولاس ته واوړه خو د دوي په سر يې اوسني ولسمشر حامدکرزئي حکمران کړي خو نوري چاري هم دهغه لږ کيو په خپل واک کښې ټينګي کړي څه په دهغه د روان کښې وشودا هم ځان ته بيل بحث دي خو نوي باندنيان دجنګي ساز او سازمان سره نز دي يو نيم لک پوځي ځواکو سره افغانستان ونېوي چي تراوسه دوي هم دلته پاته دي ددي سره سره چي دافغانستان درغوني دپاره يې په اربوار بو ډالر راوړ و خو ددي لوبه برخه چي د افغانستان په بيارغوني ولګوي دهغه ډالر ولويه برخه دکورنيو او باندنيو جيبوته ولويدو چي نن افغان حکومت باندنيانو او باندنيان يې په افغان دولت اچوي چي ډالر يې پخپلو جيبو کښې اچولي دي افغانان چي په دي د هيله کښې و چي اوس به د دوي هيواد چي دشوروي روس او کورنيو جګړو څخه وران شوي دي اوس به ورته ورغوي او داوږدو ګډوډيو اوبى امنيتي سره مخامخ شوي دي د دوي دهغه هيله ترسره نه شوه سوله او امنيت په دي هيواد کښې راغلي نه يې هيواد ورته سو کاله شو دا ځکه چي يو ولس چي خپل غم پخپله نه خوري دهغو ولسو سره هم داسي کيږي.
چرچل دبرتاينې پخواني لومړي وزير په ۱۹۴۳ء کښې داسي ويلي و.
Inwar Time truth is so precious that she should always be attended by a body guard of lies.
دبده مرغه امريکا او ددي مخبري اداره هم په هغه لاره روان دي په کومه چي شوروي روس روان و اوروس ځکه ماته وخوړه چي هغه مځکني حقيقوتو ته ونه کتل او دهغه لږکيو په خوله يې وکړو چي په وخت کې دڅو څو ملکو حاسوسى کوي ځکه چي کله د ۹/۱۱پيښه وشوه نو جارج ډبليوبش دشمالي ائتلاف دمشرانو په اړه پوښتنه وکړه ديوه مشر جنرال عبدالرشيد دوستم په اړه وويل چي په يوه وخت د څو ملکو سره مخبري چاري په مخ وړي.
امريکا هم په هغه لاره روانه ده چي روس په کښې ډوب شو دوي دافغانستان د ډېرکيو په ضد خپل ټول قهر او کرکه رابر سيره کړي ده او په دهغه۱۲کلو کښې دومره پښتانه دسرسړي او نور وګړي چي ماشومان او ښځي وژلي دي چي شوروي روس په لسو کلو کښې به هغو نه وي وژلي بلکي ناټودا هڅه کوي چي پښتون غرور وياړ او دود دړي وړي کړي دشوروي روس وارو امريکا هم داهڅه کوي چي لږکي ډېر کړي او ډېرکى لږ کړي چي ژوندي بيلګه يې دسى آئى اي دپيس بک په مخ ښکاره کيږي چي دايو ناوړه خطرناکه عمل دي ددي څخه علاوه امريکااو ناټود ډېرکيو سره نور داسي چمنو کړي دي چي ځان ته بيل ليک غواړي.
لکه وړاندي چي وويل شول پښتون افغان ددي سيمى و خطى يو لوئي ځواک دي چي تر هر چا ډېرکردار او رول لري هيڅوک دي نه شي دمنځ څخه استلي نو ددي دپاره په کار دي چي امريکااو ملګري يې مځکني رښتياوي ومنې او دافغانستان ټولو قوميتونه ته دي برابري په سترګه وکتل شي او هغه څوک چي دبل دګټودپاره يې هميشن خپل افغانان پخپلو کښې تن سره ورکړي نو دوي هره شحړي هواروي شي خو که څوک د رښتيااو حقيقت څخه دنورو په وينامخ اړوي نو دا خو دهيواد په ضد عمل دي دوه وروڼه دريم حساب تر دي زياته هيڅوک په بل حق نه لري پښتانه افغانان چي دبرتاينې لخوا په زوره کښل شوي کرښه دمنځ څخه دوړلو دپاره سرشندني کوي نو چاري نور تيري چي بيا بيا کيږي هغه به څنګه ومني نو ځکه چي هميشن دجګړو دمخ په ليکو کښې ولاړوي اوس خو پښتانه افغان ډېر څه دلاسه ورکړي دي او داسي څه نه لري چي په هغه ووسيږي ويره دي هغه څوک کوي چي دنورو په برخه يې خيټه اچولي ده امريکا ته هم په کار دي چي مځکني حقيقتونه ومني.
