اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

مشهور سندر غاړی فرهاد دریا

فرهاد دريا د افغا نستان يو مشهور او نامتوسندرغاړی او کمپوزر دی. دی د ۱۹۶۲ زیږدیزکال دسبټیمبردمیاشتې په ۲۲ نیټه دکابل ښار دګذرګاه په سیمه کې ږیږیدلی دی .
فرهاد دريا د افغانستان له يوې مشهورې کورنۍ پورې اړه لري ا وپه خټه خروټی پښتون دی، نيکه يې شېر خان ناشر د افغا نستان دکندوز ولایت له لومړنيو سوداګرونه و چې په کندوز او د افغانستان شمالي سيمو ته يې د صنعت او کرنې په برخه کې زیات چوپړ کړی دی او دسپینزر دشرکت بنسټ ایښودونکی و. دافغانستان دشیرخان مشهور بندرهم دده په نامه نو مول شوی و.
فرهاددریا په کندز کې د " نيستان" په نوم د سندربولو يوه ډله جوړه او وروسته ۱۹۷۹زیږدیز کال له پيل سره جوخت د فرهاد کورنۍ هم کابل ته کډه شوه او نوموړی د کابل ښار حبيبيې لېسې(های سکول)کې شامل شو. په ۱۹۸۳ کال کې د فرهاد دريا تر مشرتابه لاندې د " باران" مشهوره هنري ډله حوړه او د راډيو ټلويزيون د يوې ځوانې هنري ډلې په توګه یې سر رااوچت کړ . دا هغه وخت و چې د افغانستان خلک د يوه شل کلن زلمي له سندرو او مستو ترانو سره آشنا شول. دريا له ۱۳۵۹لیږدیز کال نه ۱۳۶۹ کاله پورې په افغانستان کې د سندرو ۱۵ البومونه جوړ کړي دي او ترهغې وروسته تر ۱۳۸۰ کال پورې يې په بهرنيو هېوادونو کې د خپلو مينه والو لپاره ۱۳ البومونه چمتو کړي دي.

فرهاد دریا خپلې زده کړې دکابل پو هنتون دښکلو هنرونو په پو هنځي کې سرته رسولي دی. په کابل کې دخپلې استو ګنې په موده کې یې دمو سیقۍ په وده کې ستر کارونه کړي دي او کله چې په ګران هیواد کې حالات کړ کیچن شول نو د هیواده یې کډه وکړه او لومړی چکوسلواکیا او بیا جرمنی ،فرانس او امریکې ته لاړ.په امریکه کې ده دسندرو او ملي ترانوبنډارونه جوړکړل. نوموړی د افغانستان ته سربیره په پښتونخوا، ايران ،تاجيکستان اوازبیکستان کې هم ګڼ شمېر مينه وال لري.

قرهاد دریاپه ۱۳۷۵زیږدیز کال کې له سلطانې دريا سره واده کړي او د هجران په نوم يوزوی لري. فرهاد دريا دخپل زوی د نوم په هکله داسې څرګندوي ٫٫ دغه نوم یې له دې امله غوره کيږي، چې دغه کوچنى کډوال پر دې وپوهيږي، چې له امریکې ډېره لیرې يوه بله ځمکه هم شته او هغه ځمکه دده اصلي ټاټوبىافغانستان دی.
فرهاد دریا په خپلو پښتو سندرو کې دغفور لیوال،مصطفی سالک ،رحمت شاه سایل ،باري جهاني،درویش درانی ،پیر محمد کاروان او ځینو نورو پښتو نو ښنګروشاعرانو شعرونه انتخاب کړي او ویلي دي.
دریا د بښتو سندرو تر څنګ په دري ،اوزبیکي او انګریزي ژبو هم سندرې ویلي دي او ډیر ځلي یې ستاینلیکونه هم تر لاسه کړي دي.دریا په ۱۳۸۰ لیږدیز کال کې دهیواد دغوره سندر غاړي ستاینلیک هم تر لاسه کړی دی.
دريا په ۲۰۰۴ زېږديز کال کې کې په کابل کې خپلو مینه والو ته په یو لوی کنسرټ کې راڅرګند شو او ددوی زړونه یې خوښ کړل.همداراز دافغانستان د هیلمند د ولایت په مرکز لشکرګاه کې یې هم په یو ستر کنسرټ کې برخه وا خیستله.ددې تر څنګ فرهاد دريا د ملګرو ملتونو په چاپېريال کې يوې جرمن مېشتې مرستندويې ټولنې کې کار کوي او د هغوی او د اوسني حکومت لخوا په ګډ‌ه د افغانستان د سولې د سفير په توګه په ستاينليک هم نازول شوی دی. همداراز یې د (کوڅې ) په نوم د کوڅې بې وزلو ماشومانو لپاره ېې د بهرنيو ملاتړو هېوادوانو او موسسو له ليارې د مرستې يو بهيریې هم پيل کړی دی او ددغو یتیمو او بې وزله ماشو مانو په ګټه سندرې وایې چې ټو لې پیسې همدغو یتیمو ماشو مانو ته ورځي.
دفرهاد دریا پښتو سندرې په لا ندنیو لینکونو کې لیدلای شئ !

‬http://www.youtube.com/watch?v=T3JfpDl-zcc
http://www.youtube.com/watch?v=prinSOafLA4

http://www.youtube.com/watch?v=jP9h1Jfqk44
http://www.youtube.com/watch?v=-fxOj1xIkUQ

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←