اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د سياستونو تصادم

سياستونه بايد د هيواد په ګټه عيار شي. يا په بل اوريانټ، سياستونه بايد ملي خطوط او ملي منافع منعکس کړي، خو بدبختانه زموږ سياسيون د ملي منافعو پر سر هم د سياستونو د تصادم ستونزه لري. ملي خطوط معلوم دي او ملي منافع مشخص تعريف لري. په ډيموکراټيکو هيوادونو او پرمختللو ټولنو کې د سياستونو ټکر د هيواد د منافعو د لا ساتنې په موخه رامنځ ته کېږي. نړيوال د بهرنيو سياستونو لپاره يو چوکاټ لري، دوى اصلاً د ملي منافعو او ملي خطوطو پر سر د سياستونو تصادم نه لري. د نظرونو، افکارو او تيوريو ټکر طبيعي خبره ده، خو ځان ته يو معيار لري. که چېري په يوه ټولنه کې د ټولنې د لا ښه پرمختګ پر سر د نظرونو ټکر موجود وي، نو سالم رقابت ته لاره خلاصوي چې پايله يې د بشري ټولنو په خير تمامېږي، خو که يوه ټولنه د زعامت، ملي خطوطو او ملي منافعو پر سر وېشلي نظرونه ولري، نو زياتره مهال يې هيواد او ټولنې ته د ګټې پر ځاى زيان ډېر وي، ځکه په ملي مسايلو کې تر ډېره اتفاق نظر او اجماع اهميت لري. په افغانستان کې تر بل هر هيواد د نظرونو د ټکر او د سياستونو د تصادم ستونزه ډېره محسوسېږي. زموږ سياسيون نه پر ملي مسايلو او نه هم پر کورنيو مسايلو اتفاق نظر لري، د هرې موضوع پر سر زموږ د سياست د ډګر فعالان ضد او نقيض سياستونه تراشي، چې نظريات يې مځکه او اسمان فرق سره لري. زموږ نظرونه واټن سره لري چې آن احتمالي يوځايوالى يې هم ناشونى برېښي. اصلاً په افغانستان کې ستونزه د سياست په ډګر کې پر ټولو مسايلو د نظرونو د توافق د يوې تعريف شوې او منل شوې غونډلې نه شتون ګڼل کېږي. دوهمه ستونزه چې اوس زياته محسوسېږي، دا ده چې هر څوک له خپل ادرسه ګونګ او نامعلوم سياستونه ترسيموي. درېيمه ستونزه دا ده چې د افغانستان په هره قوه کې د سياستونو د تصادم ستونزه موجوده ده، مقننه قوه ځان ته سياست تمثيلوي او په عين حال کې په خپل بطن کې د سياستونو او نظرونو واضح ټکر لري. اجرائيه قوه ځان ته مختلف سياستونه ترسيموي او په ضمن کې په خپل منځ کې د سياستونو د تصادم ستونزه لري او قضائيه قوه هم په همدې ډول ستونزو مبتلا ده. په صورت کل، بيا د دې درو واړو برجسته قواوو سياست په خپل منځ کې د نه منلو مخالفت او تصادم لري. زموږ ملي خطوط او ملي منافع بايد مشخص شي. پر ملي منافعو د سياستونو د ټکر پر ځاى د سياستونو د متفقوالي لپاره بايد هر اړخيز کار وشي. په اوسني نظام کې د يوې مفکورې او فکر خاوندان ډېر کم دي، څومره کسان چې په دې نظام کې موجود دي، په هم هغه کچه مختلفو او مخالفو سياستونو او افکارو نظام ته لاره پيدا کړې. د سياستونو ټکر ډېر ژر په نظام کې تشنج رامنځ ته کوي. که چېري په يوه ټولنه کې د نظرونو تصادم تر فردي سرحده پوري ورسېد، نو نه يوازي د ټولنې نظام له منځه وړي، بلکې ټولنه په طبقات متقاسم مرض مبتلا کوي. د ټولو پرمختللو هيوادونو سياستونه له کوڅې، بازار، رسټورانټ او دولتي څوکۍ څخه نيولې، تر وزارت او ماموريت پوري، د خپلې ټولنې او هيواد د ملي منافعو د پاليسۍ او سياست پر سر توافق نظر لري. په مخ پر ودې هيوادونو او ټولنو کې پر هره موضوع کې دومره وېشلي نظرونه په صورت قطعي وجود نه لري، هر فردي، ټولنيز او ګوندي سياست مخکې تر مخکې د ملي منافعو په چوکاټ کې عيارېږي، خو متاسفانه زموږ د بازار، کوڅې او مسجد له سياست څخه نيولې، تر حکومتي او دولتي سياست پوري ټول د توافق نظر پر ځاى ټکر لري. نړۍ هم د افغانستان ځينو سياستمدارانو ته د حيرت ګوته په غاښ نيولې. دولت يو څه وايي، حکومت بل څه وايي او آزاد سياستمداران بيا د دې دواړو په خلاف خپله نغاره ډنګوي، ولس او مطبوعات ځان ته سياستونه او پاليسۍ تعقيبوي چې دغه راز ګونګ حالت اصلاً د مرکزي دولت د سياستونو د اظهار چاره پيکه کړې. د افغانستان په اوسنيو شرايطو کې دغه ډول بېلابېل او مختلف النوع سياستونه نه يوازي د ټولنې د نجات سبب نه ګرځي، بلکې ټولنه او هيواد نور هم د بربادۍ او تجزيې کندې ته وراچوي. وېشلي افکار ټولنه هم وېشي، نو په همدې اساس د افغانستان اوسنى دولت بايد د خپلو داخلي سياستونو د نظرونو د توافق لپاره تر ډېره بريده کار وکړي، تر څو ولس له اوسني متذبذب سياسي چاپېريال څخه راووزي. که د دولتي چارواکو پاليسي، نظريات، هيلې او افکار په يوه چوکاټ کې بسيج شي، نو ملت به له اوسني ګونګ او مبهم حالت څخه نجات ومومي. سياستمداران دې په خپلو ورځنيو چارو کې په خپلو مباحثو کې د ملي منافعو ضد او مشروع يا سالم او غيرسالم سياستونه سره تفکيک کړي. زموږ په اوسنۍ ټولنه کې اوس که دولت دى، که ملت، کله چې زر نفره پر يوه موضوع نظر کوي، نو اقلاً د نهو سوو کسانو نظرونه سره په تصادم کې وي، چې په پرمختللو ټولنو کې که چېري کټ_مټ په يوه موضوع کې له (۱۰۰۰) کسانو نظر واخيستل شي، نو حتماً به د سلو تنو نظر سره په تصادم کې، خو د (۹۰۰) کسانو نظر به بالکل له يو او بل سره توافق ولري. دا مهمه نه ده چې په فرعي مسايلو کې دې حتماً تر ډېره بريده توافق نظر موجود وي، خو پر ملي مسايلو او خطوطو باندي بيا توافق نظر يوه اساسي موضوع او اړتيا ده. په افغانستان کې په هرو ۱۰۰ کسانو کې ۹۹ کسان تصادم نظر او د ملي مسايلو پر سر د سياستونو د ټکر ستونزه لري. البته دا ستونزې ورځ په ورځ زياتېږي او محسوسېږي. تر څو د ملي يووالي د حنجرې په مټ د ولس، دولت، ډلو، احزابو، حرکتونو، افرادو، مطبوعاتو، مدني ټولنو او ازادو کړيو سياستونه د هيواد د ملي منافعو په چوکاټ کې بسيج نه شي، اوسنۍ غميزه لاينحل برېښي.

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←