په افغان پوهنتونو کئ ایران شناسي
د کابل د اجتماعي علومو د پوهنځي د محصلينو او استادانو تر منځ ستونزه، په دغه پوهنتون کې د (ايران شناسۍ) په نوم ادارې د نفوذ له امله رامنځ ته شوې. ايران د (ايران شناسۍ) په نوم جوړي شوي ادارې د افغانستان په ډېرو زياتو پوهنتونو کې مرموز فعاليت کوي. دغه ادارې اصلاً د فرهنګي فعاليت پر ځاى سياسي فعاليت کوي. ستونزه يوازي د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو د پوهنځي نه ده، په هغو پوهنتونونو کې چې د (ايران شناسۍ) څانګه وجود لري، زياتره يې له ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. په کابل پوهنتون کې د (ايران شناسۍ) څانګي په پټو هڅونو د اجتماعي علومو پوهنځي لږکي او په يوه قوم پوري تړلي زده کوونکي رهبري کېږي چې د پوهنځي اکاډميک چاپېريال ته سياسي رنګ ورکړي. د ايران د (ايران شناسۍ) شعبې په مټ زده کوونکو ته زيګنال ورکول کېږي چې په پوهنتونونو کې نور بايد د حنفي فقهې پر ځاى، جعفري فقهه تدريس شي او نبوي سيرت هم بايد نور تدريس نه شي. د کابل پوهنتون ګڼ شمېر استادانو او محصلينو د اجتماعي علومو د پوهنځي د څو محدودو کسانو له دغه ډول هڅونو سره کلک مخالفت په ډاګه کړ. د کابل پوهنتون استادان وايي چې څه موده مخکې شيخ اصف صاحب هم کابل پوهنتون ته يو ليک رالېږلى و او پکې ليکلي يې وو چې په کابل پوهنتون کې دې جعفري فقهه تدريس شي چې د پوهنتون د علمي شورا له خوا د محسني دا غوښتنه ونه منل شوه. خبره دا ده چې د يو څو محدودو کسانو لپاره بايد د پوهنتون په علمي چاپېريال ملنډې ونه وهل شي. په هر پوهنتون کې چې د (ايران شناسۍ) څانګه موجوده ده، محصلين يې له ورته سرنوشت سره مخ دي. کارپوهان وايي چې په پوهنتونونو کې د (ايران شناسۍ) په نوم جوړې شوې څانګې د کلتوري فعاليت پر ځاى مرموزو سياسي فعاليتونو ته ملا تړلې ده. د ايران د (ايران شناسۍ) په نوم جوړې شوې څانګې پر پلازمېنې کابل سربېره په کندهار او ننګرهار پوهنتونونو کې هم فعاليت کوي. مخکې په کابل پوهنتون کې د امريکا او ايران دواړو فرهنګي او کلتوري شعباتو فعاليت کاوه، خو څه موده مخکې د امريکا څانګه د ځينو نامعلومو عواملو له امله وتړل شوه، خو د ايران څانګه اوس هم فعاليت کوي. د پوهنتون يو شمېر استادان وايي چې د امريکا کلتوري څانګه په کابل پوهنتون کې د (ايران شناسۍ) د شعبې د زيات نفوذ او فشار له امله سره د دې چې فعاليت يې د زده کوونکو لپاره خورا اکاډميک و، خو وتړل شوه. تر دې وروسته د (ايران شناسۍ) څانګې نور هم خپل فعاليت زيات کړ. ايران په دې وروستيو کې د يوه ګاونډي په صفت نه، بلکې د يوه دښمن په صفت په افغانستان کې خپل غيرمشروع اعمالو ته زور ورکړى. په پوهنتون کې سياسي فعاليت د علمي فضاء محوه کول دي. يو ځل مخکې په کابل پوهنتون کې ګاونډيانو سياسي فعاليت کاوه، ټول ملت شاهد دى چې د کابل پوهنتون وضعيت کوم سرحد ته ورسېد. که ښاغلى محسني صاحب او يا هم د نوموړي نور ملګري غواړي چې په نصاب کې تغيرات راولي، نو د افغانستان په اوسني نصاب کې دې ګوتې نه وهي. دوى خپل مراکز لري چې د علمي فعاليت پر ځاى، تر ډېره سياسي فعاليت پکې کوي. په هم هغه مراکزو کې دې نصاب پر خپل ذوق، معيار او د ايران پر موازنه برابر کړي. د افغانستان د ډېرو لويو قومونو په تدريسي نصاب کې دې په هيڅ صورت ګوتې نه وهي، ځکه دوى دا حق هم نه لري چې د پوهنتون په علمي چاپېريال کې دا ډول څرګندونې وکړي چې مطلق د نورو اقوامو د احساساتو سبب وګرځي. د ايران د (ايران شناسۍ) څانګې پر فعاليت هم بايد د سره غور وشي. داسي ګنګوسې هم په مطبوعاتو کې خپرې شوې چې ګواکې څه موده مخکې د ايران ځيني سياسي څېرې په پټه د کابل د اجتماعي علومو پوهنځي ته بېله اجازې داخل شوي وو او هلته يې د صنف د دروازې په ځان پسي تړلې وې او پر محصلينو يې خپل ليکلي سياسي اهداف وېشلي وو. د معلوماتو له مخې، وروسته بيا د اجتماعي علومو پوهنځي اداره په خبره شوه او نوموړي ايرانيان يې د پلټنو لپاره ادارې ته وغوښتل، خو ډېر ژر د فشار له امله پرته له پوښتنو ګروېږنو خوشي شول. ايران هڅه کوي چې لومړى د افغانستان علمي او اکاډميک چاپېريال محاصره کړي چې د افغانستان په ډېرو زياتو پوهنتونونو کې د ايران د سياسي فعاليت څرک لګېږي چې د دانشګاه او پوهنتون د نامه پر سر ستونزه هم زياتره ولسي وګړي د (ايران شناسۍ) د څانګې د سياسي فعاليت يوه بېلګه بولي.
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه
