اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

سويلى آسياد ډول ډول شخړو په مخ کښې؟

South Asiain truble عبدالجبار کاکړ

اروپاپا لويځ خو په اتلسمه عيسوي پيړي کښې يو بل کلک سره وځنډل اوږ دي جګړي يې سره وکړي ملکونه او ولسونه سره ولړځول خو څه يې نه ترواستو او بيرته ودي ته سره اړشول چي يو دبل سره په يوه ميز کښينې او د جګړو په ځائي دخبرواترو دلاري خپلي لانجىاواري کړي چي تر ډېره دوي په دي موخه کښې بريالي شول خو داروپا ځيني ملکونه چي د نړۍ دخوارو ولسونو دوينو په ځيښو لوروښت و او غوشتو يې چي ټوله نړۍ چي اروپائي ملکونه هم تر خپل لاس لاندي راولي چي په سر کښې برتانيه وه نو ځکه چي ۱۹ پيړۍ کښې د ۱۸ پيړي په پرتله جګړي لږ شوي وي خو په شلمه پيړي کښې يو وار بيادارو پاد منځ څخه دجکړه ولمبي راپورته شوي او ديادي شوي پيړي تر نيمائي پوري لومړي او دويم نړۍ والو جګړو ټوله نړۍ ت ر خپل سوري لاندي کړه که څه هم برتانيه دنړۍ په يوه لويه برخه د زور حکمراني کوله خو بلي خواته دجرمني سر زوره حکمران ادولف هټلر په ټوله نړۍ د حکمراني خوبو نه ليدل چي دويمه نړۍ واله جګړه پيل کړه چي دماسکو او د اسياترلويو وچويې ځان ورساوي خو د نړۍ درې لوئي پوځي زورلرونکو ملکو دهټلر او دده دملګرو ملکو دمخ نوي دپاره لاس سره يو کړي او بيا چي امريکا د جاپان په په هيرو شميااو ناګا ساکي زروي بمونه واچول او هټلر هم په محاذو ماته و خوړله او په زياته بياد جاپان د دوو ښارو حالت يې وليدي نو دوي و دماغ ته داخبره ولويده چي داوسنى مهال جنګونه دپخوا په ډول نه دي ځکه چي په يوه ساغه يادسترګي په رپ کښې هر څه ويجاړولي شي نو ځکه بيا دنړۍ زورور وداو سنجوله چي څومره وس لري په کار دي چي د جګړي څخه مخ وګرځوي او داسي نوبت رانه شي چي دهغه ټوله نړۍ ويجاړه شي هم داخبره ده چي دوي دا هڅه کوي چي د نړۍ لانجى دخبرواترو دلاري اواري کړي تو که چيري د جنګ نوبت را هم شي نو دخپلو سرحداتو څخه په زراؤ ميله لري جګړه د بل په خاوره وشي چي د هغ ژوندي بيلګه افغانستان دي چي دشملي پيړي په وروستي لسيځو کښې داسيمه دريمى نړۍ والي جګړي ته ورننوتلي وه خو کور يې بيرته دوخت دشوروي روس ودان چي خپله ماته يې ومنله په ځائي ددي چي دامريکا وارو ځموږ په دي سيمه يې ويجاړونکي وسلي ګارنه کړي او په پټه خوله دافغانستان څخه وواتو.

ځموږ دهغه ټوله سيمه چي منځي اسيا څخه نيولي تر سويلى اسيااو خليج هم په کې راځي اوس هم ددي ګرځيدلي خو ددي واره دلوبغاړو ملګري کښې نوي نوي ملکونه ورګډشوي دي چي په دووډلو سره ويشل شوي دي خو دبده مرغه لکه وړاندي چي وويل شول ډګريې هم ځموږ دهغه سيمه ده خو اوس دا ددي سيمي دملکو دحکمرانانو او ولسونو پوري اړه لري چي دوي خپل هر څه ورانول غواړي که ځان دنورو دګټو دپاره دکيدونکي جګړي څخه ځان ځغورل غواړي لومړي تيروتني چي ددي ملکونه حکمرانانو دبى غوري او ناپوهي دکبله دهغه زورور ملکو ته موقعه ورکړي چي دوي دلته خپلي منګولي ښخي کړي.

خوتير بايد په شيراير کړل شې او دسيمى ملکونه پخپله سره کښينې او خپلي لانجى پخپله اواري کړي.

تر ټولو زياته فکر چي په دي اړه په کار دي هغه پاکستان او افغانستان د حکمرانانو ته اړتيالري ځکه چي دهغه دواړه ملکونه دتيرو پنځه ديش کلو څخه دجګړي سره مخامخ دي افغانستان که په دهغه اوږه ده جګړه کښې راګير دي خو پاکستان هم ددي څخه نه دي وتلي که څه هم دپاکستان هغه سيمى چي پښتانه په کښې ميشته دا دافغانستان وارو په جګړه کښې راګير دي کوم ملکونه چي ددي جګړي څخه ليري و او په جګړي کښې لاس نه واچولي هغه نن په اقتصادي ډګر کښې مخ په وړنداي روان چين او هند جاپان خو دومره افتصادي پرمختيادومره واټن وهلى دي چي نن پرمخ تللي نړۍ ګوته په غاږ ده ځکه دهغه ملکو دنورو دجګړو څخه ځان ليري ساتلي دي او خپله ټوله پاملرنه ودي خواته اړولي ده ددي دڅنګه انډونشياملائيشيابنګله ديش او دسويلي اسيانور ملکونه خپله ټوله هڅي هم ددي دپاره ګاروي چي په اقتصادي ډګر کښې وده وکړي نو به دنورو ملکو سره به سيالۍ کولي شي دانه شې کيدي چي يې دخوار يو مشکلاتو او دناروغيو او د بىروزګاريو سره مخامه وي او حکمرانان دي خپله خاوره دنورو دجګړو ډګر جوړوي او خپل وګړي دي دنورو دپاره وژني يا دا چي خاور دي دنړۍ جګړي ته تياروي.

سويلي اسيا او منځني اسياداسي سيمى دي چي تر ټوله زياته وګړي هم دلته ژوند کوي چي دپاته نړۍ نيمائي جوړه وي نو ځکه چي ددي سيمي دخلګو ته د ژوند تيرولو دپاره و ډېرو چارو او تو کوروزګار کارخانو زده کړو روعتيا څړکونو او نورو اړتياؤ ته ضرورت دي چي دهغه هر څه هغه وخت ترلاسه کيدي شي چي په سيمه کښې امنيت جوړ جاړي او کراري وي خو دبده مرغه دا ټوله سيمه په زياته بيا په افغانستان او پاکستان کښې امنيت د څو کلو څخه ګډوډدي چي ددي څخه بىروزګاري او ګراني وخپل اوج ته رسيدلي ده چي ورځ تربلي دهغه ناورين مخ په وړاندي روان دي ځکه چي دلته د خلګو برامته کول غلا لوټ ماري اداري فساد چاودني ځان وژونکي بريدونه او ګډوډي نن هغه ځائي ته رسيدلي ده چي دسره څخه حکومت او قانون نومي شې نه ليدل کيږي او زور بالازور دي خو څوک زورنه ليري ياروپى نه لري هغه د خپل هراړ خيزه برخي او حق څخه بى برخي شوي دي انساني او اسلامي وياړونه او اقدار مخامخ تر پښو لاندي شوي او لاندي کيږي ټولنه دړي وړي شوي ده ځائي ده آن دا چي ورور د ورور څخه بيزاره دي تعليم او زده کړي يواځى دشتمنو دپاره دي نور دي د هر څه څخه د لاس ولولو عادت خپل کړي يا داسي کارته دي لاس واچوي چي دهغه اجازه نه اسلام ورکوي نه يې بشر ورکوي نن دبشر او داسلام دوياړونو او اقدارو جنازه وتلي ده ددي سره سره چي داسلام په نامه باندي ډېر ناوړه کارونه کيږي.

دهغه دواړه ملکو په ځانکړي ډول او نوره سيمه تر هغه وخته ددي جنجال او ناورين څخه خلاصون نه شې ليدلي تر کله چي ددي ټولي سيمى حکمرانان په يوه ټغرنه وي سره را ټول شوي او په خپلو کښې خپلي لانجي نه وي او ريدلي او دهغه څخه ځان نه وي رااستل چي د نورو باندنيانو او د ګټود اوه کونکو ته جواب نه وي ورکړي چي د سيمى ولسونه به خپلي لانجى پخپله اوار وي دوي لارښودني نه کوي دسيمو ملکو يو دبل په کورنيو چارو کښې دلاس نه وهلو ژمنه نه وي کړي دسيمو خلګو ترمنځ راشه درشه بايد جوړه شي په سوداګري کښې يو دبل سره زياته همکاري وش ګډي پروژي دهغه ملکونه سره جوړي کړي د ضرورت په وخت يو بل ته په کار دي چي په مرستي سره وکړي او داسي يو تړون او سازمان جوړ کړي لکه اروپائي ملکو چي دارو وپائي يو والي په نامه څو کاله دمخه جوړ کړي او دوي د ژوند په هره چاره کښې همکاري سره کوي که داسي تړون داسيائي ملکو ترمنځ جوړ شي نو دابه داروپائي تړون څخه هم بريالي او کامياب وي خو دبده مرغه دسويلي اسيادسپږوملکو ترمنځ دسارک په نامه يو تړون او تنظيم ډېر دمخه جوړ شو داسي نور هم اعلان شول د دوي غونډي پرله پسي کيږي خو د کوم څه دپاره چي دهغه تړونو نه جوړ شول هغه څه نه شو تراوسه سارک تړون يو پياوړي تنطيم وخو دهغه ګټه په دي اوږ دو کلو کښې و نه ليدل شوه ولي چي دغړو ملکو په منځ کښې هغه باور نه شو جوړ چي دهغه اړتيا هر ملک ته وه هر ملک دسيمي دګټو په ځائي خپلي خپلي ګټي په نظر کښې نيولي وي نو ځکه دهغه تړونونه يواځي د نوم پوري پاته دي.

که پاکستان او افغانستان په ځانګړي ډول او دسيمي ملکو په دهغه ناخوالو غورونه کړي او ددي غم ونه راباسي نو به هغه ورځ ليري نه وي چي دا ټوله سيمه به د داسي تشدد او خواري به په دهغه خوارو ولسونه تيريږي او دا ويره هم ډېره زياته ده چي د زور ورو د جګړي ډګر ځموږ دهغه سيمه وګرځي ولي چي د نړي د زورورو ګټي په دي سيمه کښې دي او ديخوا وارو دوي زور آزموينه دنورو په خاوره وکړي اوس دا دسيمي دملکو پوهنه ده چي دوي څه پريکړه کوي ځکه چي ولسونو خو دومره بى واکه بى اختياره شوي دي او دومره ځپل شوي دي د دوي ږغ تر يو ځايه نه رسيږي يا نو د ملکونو ټولي چاري مخبري شبکي مخ په وړاندي وړي.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←