اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

دپخوانيو ليکوالو او شاعرانو د پښتو لپاره مبارزه

عبدالجبارکاکړ

ځموږ پخوانيو ليکوالانو او شاعرانو ديباتنو او رسنېو چلونکو چي د نن څخه څو کاله دمخه کومي خواري کښلي دي او په خپلو کتابو مجلو ورځپاڼو يې دپښتو لمن ور ډکه کړي ده په رښتيا هم دوي دستايني وړدي او چي د دوي څوني يادونه وشي بيا هم لږ به وي ځکه چي کله کمپوټر نه وو راغلي نو دهغه غټ غټ کتابونه چاپ کول بلکي د کاتب په لاس ليکل دومره آسانه کار نه ونن خوکه په کپموئيټر کښې ليکل شوي ليک کښې څه تيرونه وليدل شي نو يو ټن وو هه(CLICK) يې کړه هغه بيرته سم کړه که داسي وويل شي چي پخوا ديوه کتاب يو مخ ليکل دنن ديوه کتاب برابر دي هم به بيځايه نه وي او که دا وويل شي چي دکاتب په لاس ديوه کتاب چاپ کول هم هغه چا کولي شو چا چي دخپلي مورني ژبي پښتو سره ډېر مينه لرله که څه هم د کمپوئيټر دآسانتيادمخه دپښتو ټائيپ رائيټر راوتلي و خوبير ته هم هغه دومره دو داو رواج ومدندلي خو بياځموږ دهغه په پښتو مئيونو ليکوالانو په خپل عصر او وخت کښې دومره کارو پښتو ته وکړي چي د دوي ستاينه نه پائي ليري نه يې څوک د پام څخه غورځوني شي چي ددي دڅنګه د نن څخه څلويښت ديش او پنځوس کاله دمخه نور ډنبديځو نه و چي په دي اوسني مهال کښې هغه نه ليدل کيږي ولي چي نه دومره آسانتياوي وي نه د چا څخه دومره روپى وي نه و پښتو ته چا نن ورکاوي چي پښتانه د خپلي څخه ويريدو چي داسي نه وي چي څوک پشتو نستاني راته ووائي ددي سره سره چي د ليکوال شاعر داهيله هم نه وه چي کتاب بي په بازار کښې وپلورل شي او ددي په بدل کښې به څه لاس ته ورشي او بيا به بل کتاب چاپ کړي دخپلي پښتو ژبي سره د پښتنو بيګانګي او د پښتو دکتاب نه پلورل کيدل داستونځه ترننه پوري شته لکه موږ چي په وارو وارو ويلي دي چي تر هغه وخته چي پښتو دښوونځي دبازار او نړۍ وال ارزښت نه وي ترلاسه کړي هم دهغه حالت به روان وي دلته زه ديوه کتاب بيلګه تاسونه وړاندي کوم دولي محمدسيال کاکړ دکې دلمني پښتانه ليکوال چي په کال ۱۹۸۳ء کښې چاپ شوي مخونه يې ۷۸۲ دي او دبولان بک کارپوريشن ښاغلي فيصح اقبال په مرسته چاپ شوي دي چي دجنولي پښتونخواد ۱۱۷شاعرانو او ديوه نيم ليکوال پيژندنه د دوي دکلام بيلګه او غمونه په ډېر ښکلي ډول د دوي عکس سره چاپ ده ددي څخه څرګنده شوه چي پښتانه د هغه وخته څخه دخپلي ژبي ليري ساتل شوي دي او عام وګړي خو د سره څخه په دي نه دي خبر چي په پښتو هم کتاب چاپ کيږي دا چل نو يواځي ددي کتاب سره نه دي شوي بلکي د هر پښتو کتاب سره داسي کيږي.

خو ځموږ دتيري نيمي پيړي شاعرانو او ليکوالو خپله حوصله او وس دلاسه نه دي ورکړي په بشپړه پښتون افغان وطن کښې هم دهغه ليکوالانو او په پښتو مئينونو دومره کار کړي دي چي هغه ژبي چي حکومتي ملاتړ او سرپرستي ورسره وي او ولس يې خپله مورني ژبه مخ په وړاندي بېول غواړي او کتابونه يې رانيي ودي ته غاښ په ګوته دي چي په وچ ډګار بيله دڅه مرستي دوي پرله پسي کتابونه چاپ کوي دهغه مهال ليکوال خو نام خدادا دومرو ستونځو سره سره يوه دومره کتابونه چاپ کړي دي چي دنن مهال ليکوال به ګوته په غاښ ورته پاته وي خو ځموږ دهغه سرتيرو په يوه خبره او انديښنو ځان واړ وي او پښتو کتابو ته زور ورکړي په بشپړه پښتون افغان وطن ددهغه ننګياليانو نومونه دومره زيات دي چي دټولونومونه دلته را وړل ګرانه خبره ده خو دابه هم ښه خبره نه وي چي د دوي ذکر دلته ونه شي ولي چي هر يوه ليکوال په درځنو درځنو کتابونه په ډېر ستونځن وخت کښې ليکلي دي او داکتابونه په بيلو بيلو چارو(TOPICS) باندي ليکل شوي دي خو دنن وارو ليکوالان نه دي چي دوي وشاعري ته زور ورکړي دي او داکتابونه زياتره دومره وړوکي دي چي دکتاب نوم نه شي ورکول کيدي دبده مرغه ځموږ دنن ليکوال او شاعر دنرګيت او د ځان خوښي په داسي ناروغي کښې راګير دي چي ځان په هر چا باندي لوړګڼې او دپښتو ژبي و هغه لوړګڼې او د پښتو ژبي وهغه لوړ پوړو ليکوالانو او شاعرانو ته هيڅ ارزښت نه ورکوي چا چي پښتو په نړۍ والو پيژندلي ده ددي دمخه چي زه ځموږ دتيري پيړي دمبارزو په اړه څه وليکم غواړم چي ددي مخه ونورو څو خبرو ته ستاسو پام راو اړوم.

رښتيا خبره دا ده چي دخپلي ژبي پښتو سره ليونۍ مينه يوه جذبه ده چي په ځينو پښتو کښې لوئي څښتن وراچولي ده لکه څنګه ځموم ځيني ليکوالانو او شاعرانو د خپل ژوند يوه لويه برخه هم د پښتو چوپړته ورکړي وه او ورکړي ده د پښتو او پښتنولرغوني تاريخ کښې لومړي نوم دسترخوشحال خان بابا دراځي چي دومره څه يې وخپلي مورني ژبي ورکړي دي چي دده دپائي بل څوک په بښتنو کښې څه په نړۍ کښې ډېر لږ ژيږ دلي دي ځکه چي خوشحال بابا به تر هغه وخته ژوندي وي چي هم دهغه نړۍ پاته وي هم دهغه لوئي ځان دي چي و پښتنو ته يې ورښوولي ده چي په خپلي ژبي چي څومره کار وکړي بيا هم لږ دي لکه وړاندي چي وويل شول چي وخپلي ژبي ته کار کول يوه جذبه غواړي ددي جذبى بيه او نرخ څوک نه ورکولي نه څوک دپيو په خاطر دا کار کوي شي چي تر هغه وخته چي چا دهغه کار ديوي موخى(MISSION) په حيث نه وي خپل کړي لکه ځموږ دسويلى پښتونخوا دهغه مبارزه عبدالخالق تارڼ (ارواښاد) دي چي په نشر او شعر کښې موږ ته دپروفېسر سيال کاکړ په يادشوي کتاب کښې راغلي دي.

پښتو(شعر)

خوږي خوږي دخوږو خولو خبري

ترخې ترخې دترخوخولو خبري

وچه خو ګرزي زمانورو ژبو.

څه شان څوږي وي دپښتو خبري

انساني فطرت دي چي له خپلي مورني ژبي سره لا زواله مينه لري. خبر نه يم چي دنورو پښتنو څه حال دي، زما مينه ترلاز ولحدهم تېره ده. مينه دخداى پاک يو غيرمحدود صفت دئ زما مينه هم غير محمدوده ده چي هر څو تصورو کړم. خيال وځغلوم زه د دې منيي وياى ته نيم رسېدلي ، خواست کوم چي دا مينه له ماسره په قبرکي هم وي. جهنم وي که جنت هلته هم راسره وي. کوم جنت يا جهنم کي چي دامينه له ماسره نه وي، هغه هم زه نه غواړم له هغه دي پاک خداى ما وساتي.

دا ځکه وايم چي پښتو او پښتون هم خداي پيدا کړي دي. لکه نور چي ده پيدا کړي دي. نو بياد ملايا نو دا ويل چي پښتو دوزخي ژبه ده چيني جنتي ژبه ده يا دا چي نوري ژبي ټولي جنتي ژبي دي، يوه پښتو دووخي ده نو دد املايانو په خوله به پښتون هم دوزخي وي، دامتياز ولي؟

دا نه په ايت ثابته ده نه په حديث او نه د امام ابوخيفه قول دي، نو دا معلوميږي چي دا دروغ دي. کوم ملايان چي دا واليي هغه د روغځن دي پر دروغځن خداى لعنت وايي. او لعنتي دوزخي وي. نو دا په حقيقت کي دغه دروغځن ماويان دوزخيان دي. پخپله ګمراه دي او پښتانه يې هم ګمراه کړي دي. د ترقۍ لاري يې پر دوي نيدي کړګي دي.

داد عازه کوه چي خداى پاک دي پښتانه لوا ګمراهۍ وساتي. خداى پاک دې پرسمه ليار روان کړي.

کوم پښتون چي دخپلي خوږې مورنۍ ژبي پښتو مينه نه لري، زه هغه پښتون نه بولم ځکه چي فطرت يې پښتون نه دئ. ځکه چي دهر انسان فطرت دى چي له خپلي مورنۍ ژبي سره مينه لري، د کوم پښتانه فطرت کي چي دا نه وي هغه پښتون نه دئ خداى خبر چي دا څوک دئ؟

تېروکلوکي دسويډن پو ماهر لسانيان راغلي و. هغه پخپله ويناکى د پښتو په باره کي دا وويل چي په کوم ژبه کي ابتداء بالساکن جائز وي هغه ژبه تر هغو ژبو پخوانۍ ده په کوموکي چي ابتدا باساکن جائز نه وي. نو له دا معلوميږي چي پښتو تر پارسي او عربي ډېره پخوانۍ ژبه ده. دې د ډېرو پخوانيو متروکو ژبو الفاظ په ځان کي راټول کړيدي ، او تراوسه يې ساتلي دي دغه د عربي جائز لفظ د پښتوله ځايځه جوړ سوس دئ. پښتو پراخ الفاظ چي زه ليکم د وزې دپاره دي، لکه دنه کوڅه حېرکۍ، بټه خوږۍ، که څه خوږۍ ، يو څه خوږۍ ،بټه ،خوږۍ ،کلى، بټه کلۍ، بوڅه کلۍ چرګۍ کوړ څه کلۍ ، پرې غوږګې، باښه رنه، دغسه کلى، خړه يوهاتکي او داسي نور به هم وي ۱۱جون ۱۹۸۰

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←