قانون ځان ته مه تسليموی، ځان قانون ته تسليم کړی!
د بلخ والي عطا محمد نور وايي، چې نه افغان دى او نه هم په نويو تذکرو کې د افغان هويت د ځان لپاره مني. دى وايي هر قوم ته بايد، خپل قومي هويت وليکل شي. جالبه داده چې که چېري فرض مثال، هر قوم ته لکه: تاجک ته تاجک، پښتون ته پښتون، هزاره ته هزاره، ازبک ته ازبک او په همدې ترتيب، هر قوم ته بېل او خپل فردي او قومي هويت وليکل شي، نو د افغان کلمه له منځه ولاړه، د افغانستان نوم له منځه ځي، چې دا هم د ځينو کړيو جوړشوى پلان دى چې په همدې ترتيب، لومړى افغان او افغانيت او بيا افغانستان، محوه کړي. افغان کلمه کلي هويت تشريح کوي، که فردي هويت وليکل شي، نو کلي هويت له منځه ځي، ځکه هيڅ افغان نه پاته کېږي، هر يوه ته خپل ځانګړى قوم ليکل کېږي. کله چې هر چا ته خپل قوم وليکل شي، نو بيا افغان څوک دى؟ او کله چې افغان نه وي، نو بيا د افغانستان نوم څه مفهوم لري او بيا به نو زموږ کلي معرفت او هويت به څه شی وي؟ د افغان او افغانيت په نوم ليکل شوي کتابونه، نصابونه، قوانين او تاليفات، به بيا څه مفهوم ولري؟ واضح خبره ده چې دا بايد ټول تغير کړل شي. که د بلخ د والي خبره ومنل شي! حال دا چې دا ډول څرګندونې چې هر څوک کوي، بايد پايلي يې هم يو ځلې د احساس په تله تول کړي. ملت پوهېږي چې ځيني مرموزي کړۍ د ګاونډيانو په اشاره مختلف ابهامات خپروي، ګنګوسې او شايعات خپروي، زموږ داخلي اجيران لمسوي چې اساسي قانون توهين کړي، ملي خطوط او ملي منافعو ته ضربه ورکړي، بېلگې يې ډېري موجودي دي. د افغانستان په اساسي قانون کې پر دې سربېره چې ويل شوي د افغان کلمه د افغانستان د جغرافيې، هر فرد ته اطلاق کېږي، دا هم راغلي چې افغانستان او افغان ملت يو لايتجزا هيواد او ملت دى، نو په همدې اساس قوانين بايد درک شي، قوانين بايد حفظ شي، هيڅوک له قوانينو اوچت او مستثنی نه دى، هر يو د قانون په وړاندي مکلف دى چې اصولو ته يې تسليم او د ټولنې د يوه فرد په صفت ځان د قانون په حدودو او چوکاټ کې عيار کړي. قانون څوک د ځان په ګټه نه شي جوړولاى او نه يې هم منحرفولاى شي. افراد ځان پر قانون عياروي، قانون پر ځان نه عياروي. عطا محمد نور غواړي قانون پر ځان عيار کړي. هغه نقطې چې د نوموړي د شخصي مفاداتو سره په ټکر کې دي، ښاغلى يې نه مني. بدبختي په دې کې ده چې هر زورواکى د عطا محمد نور په څېر، قانون ځان ته تسليموي، ځان قانون ته نه تسليموي. اوس به قوانين هم د افرادو پر شوق، زوق، تعبير او تفسير مطابق جوړېږي، حال دا چې قانون د ټولو لپاره دى، اوس د افغانستان سياسيونو ته اخطار ور کول کېږي چې که چېري قانون د عطا محمد نور د ايډيالوژۍ خلاف عيار شي، نو د نوموړى په وينا تر سره خط به ورواوړي. عجبه ده عطا محمد نور خو دا اوس هم، تر سره خط په زرهاوو کيلو متره ور اوښتى، د يوه فرد په صفت دومره غټي دعوې کوي چې ملت هم ورته حيران دى، چې ښاغلى عطا پر کوم اړخ کښېنستلى، ځکه نوموړى دا (۴۰) کاله افغان و، پلار او نيکه يې افغانان وه، خو اوس دی له افغانيت څخه انکار کوي. لومړى خو تذکرې د زاړه اساس له مخي وېشل کېږي، په زاړه اساس کې ښايي د عطا محمد نور پلار او نيکه دواړو ته افغان ليکل شوى وي، نو اوس پوښتنه داده چې د دوى زوى او لمسى عطا محمد نور به څه کوي؟ د خپل پلار او نيکه په تذکره کې به هم، اصلاحات راولي، يعني د افغان پر ځاى به په اصلي اساس (کونده) کې هم تاجک ليکي او ايا قانوني دا حق لري چې د خپل پلار نيکه هويت واړوي، که څنګه؟ دا هغه پوښتني دي چې ښايي ځواب يې يوازي د عطا محمد نور سره موجود وي، ځکه د هويت له اړولو سره ډېرى زياتې پوښتني مطرح کېږي چې په دې لنډه ليکنه کې يې نه شو خلاصه کولاى، نو په همدې اساس هر څوک چې هيواد د تجزيې خواته ټېله کوي، د افغان ولس، ملت، دولت او ټولنې مشترک دښمن دى چې بايد په وړاندي يې عاجل اقدام وشي، تر څو د دغه راز مبهمو، پرديو پالېسيو او تيوريو مخه ونيول شي.
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه
