تيره نيمه پيړي کښې ځموږ ليکوالو او شاعرانو هلي ځلي
ليکونکى:عبدالجبار کاکړ
دويمه برخه
دتيرۍ اونۍ په ليک کښې راغلي و چي دتيري نيمي پيړي ځموږ ليکوالو او شاعرانو تر خپله وسه هم ډېر کار کړي په ټول لر او بر افغان وطن کښې موږ داسي په پښتو مئين مبارز موږ په ګوته کولي شو چي دوي دليونتوب ترحده په ډېر نامساعدوخت کښې داکار کوي تر خپله وسه ځکه زيات کارور ته وايو چي په هغه وخت کښې نه کمپوئيټر وو نه پرنټروو هر ليکوال او شاعرا به وکاتب ته ناست او اړوو ددي چي د دوي مرسته نه حکومت کوله نه ولس ونډه ورسره وړله چي د دوي کتاب په نغدو واخلي او دايو سوچ دي چي په پښتانه کښې اوس هم شته چي ډېر لږ په زرو کښې يو پښتون ودي تيار نه دي چي د پښتو په کتاب مجله يا ورځپاڼه روپۍ ورکړي او تر هغه وخته چي دهغه سوچ او رجهان نه وي بدل شوي که موږ هر څو کتابونه مجلي او ورځپاڼي چاپ کړو خو پايله به هم هغه وي لکه نن چي موږ او تاسو ګورو نو ځکه چي ځموږ د ژبي دنه پرمختيادنوروعلتو نو دڅنګه يو دهغه علت دي او تر هغه چي دهغه سوچ نه وي بدل شوي د پښتنو به هم دهغه وروسته پاته ورځ روانه وي دبده مرغه پښتانه دومره بى خونده شوي دي چي دوي په خپلو دهغه ښاغلو باندي څه ليک وکړي خو نرګييت تر هغه ناروغي لاندي دي چي خپل وړوکي د شاعري کتاب هر ځائي څر لوي خو د دوي عقل دومره کوره دي چي دتيرنيمي پيړي دهغه ښاغلو ليکوالو او شاعرانو په اړه يوټکي هم وا وري يا يې چاته ورو ښائي زما په دهغه پنځلس کاله(15) چي کله د ورځپاڼي سره نښتي هم ډيري ازمويني او تجربى مي وشوي او زه بيرته داخبره غبر ګوم چي څوک ليوني مينه دخپل پښتو سره ونه لري او وخپلي ژبي ته کار کول يو مشن(Mission) ونه ګڼي دنورو ټولو خبري لباس او ځان څرګندو نه ده که موږ پخپل تاريخ کښې وګورونو د پښتو او د پښتنو ستر بابا خوشحال خان خټک هم دليونتوب پوري د خپلي ژبي سره بي ساري مينه لرله د دوي دهغه مينه محبت او خواري ده چي نن ستر خوشحال بابا د پښتو تاج دي بلکې په نورو ژبو کښې هم د دوي ازانګي شته خو په پښتو کښې نور هم ډېر نومونه شته چي هغه به هم د پښتو سره څنګه په څنګ ژوندي پاته وي چي زياتره دوي د پښتو دپاره په تيره نيمه پيړي کښې ډېر کار کړي دي خو دوي هغه وخت ودي نوي کهول ته موږ ورپيژندلي شو چي موږ څه خواري په ځان يو شو که څه هم د ځلاند چارواکي غواړي چي په پراخ نيت داکار وکړي خو په يواځي سرداکار ګران دي موږ خو به دسوبلى پښتونخوا د ځينو مبارزو په اړه څه نه څه ولاس ته راوړو خو نوري سيمي به پاته شي چي دا به نيمګړي کار وي نو ځکه موږ دخپلو لوستونکو څخه خواست کوو چي دوي په دي اړه د موږ سره مرسته وکړي چي دهغه مبارزو په هغه وخت کښې څومره هلي ځلي د پښتو دپاره کړي دي او دهغه وخت او اوس وخت ترمنځ څومره توپير دي چا د پښتو دپاره کار کاوي او نن يې څوک دنوم دپاره کوي.
د پښتو سره که نورو چاپړه کړي ده هغه خو په خپل ځائي خو ځموږ سياسي او وطنپال ګوندو هم ډېره پړه کړي ده شپتو کلو دتيريدو وروسته اوس دوي وتوانيدل چي په ښوونځيو کښې ومورنيو ژبو ته ځائي جوړ کړي که دوي دسياست د څنګه خپل ولس وپښتو ته رامات کړي وي نن به د خپلي ژبي سره دومره بيګانګي نه وي او ددي دڅنګه ځموږ دهغه ادبي ټولنو هم خپله ډنډه نه دترسره کړي.
خبره ډېر اوږ ده شوه خو داخبري هره ورځ غبرګول هم اړيني دي ګوندي کله څه اغيزه او اثر واچوي موږ ځموږ دسولي پښتونخوا ديوه داسي مبارز او د پښتو شيدائي ښاغلي پروفيسر ولي محمدخان چي په سيال کاکړ زيات پيژندل کيږي تيروار يو څو کرښي کښلي وي چا چي دنن څخه څلويښت پنځه څلويښت کاله دمخه پښتو ته ډېر کار پلټني(RESEARCH) کړي دي او په بيلو بيلو څانګو يې کتابونه ليکلي دي چي په هغو کښې دځينونومونه داسي دي.
۱. دکسې دلمني پښتانه ليکوال چاپ کال ۱۹۸۲ء مخونه ۷۵۲ شمېر زر ټوکه دويم ټوک
په دي کتاب نخښې يا سريزه ښاغلي جيب الله خان رفيع ليکلي ده چي دسيال کاکړ دهغه مبارزه يې ستايلي ده او داکار يې سليمان ماکو کارته ورته بوللي دي او ددي کتاب دويمه سريزه زلمي هيواد مل په لاس ليکل شوي ده او د دوي ستاينه يې داسي کړي ده چي پروفيسر ولى محمدخان سيال کاکړ لومړنى سړى و چي دکسې دلمنې پښتانه ليکوالو يه لومړي توک وکيښ چي په دويم ټوک چاپ سره به دالړۍ تر يوې اندازي بشړ شي چي دا به دراوان کهول دپاره لوئي ارزښت ولري.
سيال کاکړ نور هم ډېر کتابونه په بيلو بيلو موضاتو چي ادبى اړخ لري ليکلي دي چي دټولو کتابو دنومو ليکل د نن په دي ليک کښې ځائي نه لري خو بل وار به داکار که لوئي څښتن کول تاسو ته وړاندي کړو.
دکسې دلمني پښتانه ليکوال کتاب کښي د ۱۱۷شاعرانو ذکر او د دوي دشعر بيلګي وړاندي شوي دي چي د هر شاعر په اړه ليکل شوي په ورځپاڼه ځلاند کښې را وړل ډېر ستونځمن کار دي خو بيا به هم خپل وس نه پټوو دلته ديوه داسي ليکوال او شاعر په اړه ضروري ګڼم چي وړاندي شي ولي چي ډېر لږ څوک دده په ملک او شاعري خبر دي دا ښاغلي بسم الله چي په عارف افغانى پيژندل کيږي که چاته دبسم الله نوم ور واخلي نه به وپيژندني خو که دعادف افغانى نوم واخلي نو به هر څوک وپيژني زه دخپلي خوا څخه يو توره نه ليکم لکه څنګه چي سيال کاکړ په پښتانه ليکوال کښې د عارف افغانى په اړه ليک کړي دي وړاندي کوم او د شعر بيلګه به هم په وروستي کښې ولري.
عارف افغاني
که عارف په شاعرۍ کړې کرتي پوري
ازانګه به دخاتم الشعراءسي
بسم الله مشهور په عارف افغاني دملا محمديعقوب زوي دملا عبدالقدوس غمسى دملا خليل احمدکړوسي او دملا عبدالسلام کر دي دئ. ښاغلي عارف په ۱۹۴۰ع کال کي دجنوري پر لومړۍ نېټه د پښين په کوزه نګيانګه کي پيداسو. دى په خټه ولي زي ملازي، هارون خيل سڼتياکاکړ دئ.
عارف افغاني دښوونځي تحصيادت څه نه څه کړي دي، البته په ديني ډګرکي دښې برخي تښتن دئ. نو موړي په ۱۹۵۸ع کال کي د پښتو داشعارو په جوړو لوپيل وکئ او بياوروسته يې په عربي ، پارسي او پنجابي ژبو کي هم ځيني شعري نخښي پرېښولي.
ګران عارف افغاني د پښتو يو پياوړي وتلي شاعر دئ. داجلا خبره ده چي زموږ په دې پټ خولي شاعر څوک خبرنه دي. افغاني زموږ او ستاسي په چاپيريال کي يو نابغه انسان دئ نوموړي دفلسفيانه دماغ تښتن او دشاعرانه زړ ګوټي خاوند دئ. افکاريې تللي او په ژورو مطالبو پسوللي دي.
عارف انساني ژوند او کاينات ته په سړه سلينه کتلي او ډېر څه په لاس ورغلي، چي بالاخره يې دشعر په ژبه څرګند کړي دي. د پښتو دغه کړېدلي شاعر خپل فلسفيانه احساسات په ډېر ښايته انداز دشعرو نارک چوکاټ ته سپارلي دي.
دعارف افغاني افکار ډېر پاخه، کوټلي، په ادبي تاله درانه او په فکري لحاظ دستايلو وړ دي، موږ دافغاني په عارفانه شعري کرونده کي خورا ډولي مطالب ليدلاى سوده په خوراناقدانه ژبه ډېر مسايل څېرلي دي.
دده خواږه او ګلالي اشعار په اتقادي، اصلاحي، فلسفي، اخلاقي، طنزيه او څه نه څه په عشقي مطالبو ښايسته دي.
عارف زموږ په چاپېريال کي تر وخت وړاندي پيدا سو. ممکنه ده چي په جنوځايو کي درانه ويونکي له نومړي سره اختلاف دنظر ښکاره کي. البته زموږ دې پياوړي شاعر پخپله شعري کرونده کي دومره خه کولي ديچي دپښتو په اوسنيو ځوانانو شاعرانو کي د ځان ساري نه لري.
موږ عارف افغانىلومړي وار په ادبوالو پيژندداهغه شاعر دئ چي نه خويې افکار په مجلواو اخباروکي راغلي دي، او ته تر اوسه پوري چادنو موړي اواز دراډيو په څيو اويا اولسي محافلو کي اوريدلي دئ.
ښاغلي افغاني ډېر پټ وګرځېد په هيچايې ځان نه پېژاند. خو بالاخرد زما په ګيرداسي راغلي چي ووسته يې ديوې خاصي پېرزويني له رويه خپله ټوله شعري اثاثه وماته وسپارله. تشکر ځيني کوم پر ځواني او فلسفيانه افکارو دي برکت سي.
د عارف په شعري خورجين کي نه يوازي پښتو خوندي ده، بلکي دنوموړي په دفترکي موږ داردو، عربي او پنجابي اشعار هم ليدلاي سو. په پاى کي دښاغلي عارف افغانى له شعري خور جير څخه ځيني خوندور مطالب ستاسي حضورته ديوښه غات په ډول وړاندي کيږي.
شاعري بيلګي
خاتم الشعراء
چي ګل نه وي بلبل کابورا څه کا
مورز وکړي ګونګي کله فصحاسي
چي دزارواو دشاتو توپيرنه کا
نو په کم دستور به دغه حکماء سي
چي رهبرنه درهزن په سترګه ګوري
تر دي پورته به پيدا نه حمقاسي
چي ټګان ورته ټګي په رڼا ورځ کا
حق بې څه دخپلواکۍ چي شرفاسي
دا افراد دي جماعت نه چي يو يوسي
التې بوله جماعت چي امناسي
که عارف په شاعري کړي ګوتي پوري
ازانګه به دخاتم الشعراء سي
خرې په خرې
سړيتوب او مريتوب وي يو ځاي کله
مريتوب کي توره ماته نه بير پرې سي
چي څه وايې يا څه غواړي هغه نسي
نوتقديرو تدبير واړه خرې خرې سي
دتقدير پرنيلي هسي هر يو سپور دي
بې تدبيره ژوند دي خاوري هم ايري سي
دغه مرګ دئ ژوند له کمه ژوندي نور دي
بيګاريان به په بيګارکي اديري سي
چي ناپوه وي وړد رحم دئ چي پوه سي
پوه نسي پوه ناپوه که نېټشې سي
دغه راز د خپلواکۍ وجه کړې څه نو
چي سپي ايله کاڼي تړلي او تيارې سي
مقام د عقل عارف څه کړي غاړي غم دي
څومره تنګه سوه دنيا چي يوه شپه درې سي
