دصبا غمونه
دصبا غمونه صبا ته پريږده
محمد نعيم کاکړ
که يوې سړى ته تر غاړه ونيسې او خفه کړي دي وي چي ساه هم نه شې استلې او ته ورته وائي کلمه تېره کړه داسې کيدي شې..؟ خبره داده چي پښتون افغان د وخت هم و دهغه سړي ته ورته دي چي د هري خواڅخه تر غاړه نيول شوي دي د هري خواڅخه يې حالت داسې دي لکه يو سړي چي د سپو په منځ کښې راګير شې چي د يوه اړه څخه پيسې د ځانه چغه کوي دا بلې خوا سپې ورباندي وار کوي څلور لسيځي کيږي چي پښتون افغان د هري خوا د ليري او نزدې آن دا چي د خپله کوره څخه هم بريدونه باندي کيږي چي دي وځپي که هغه په افغانستان کښې وي پاکستان کښې وي بلوچستان کښې وي يا په خيبرپښتونخوا کښې يا په قبائيلي سيمو کښې دا څه وډره او پټه خبر نه ده او هر بريد کونکي ته دا څرګنده او ښکاره ده د خواښنې خبره خوالاداده چي طالبان چي افغانان او پښتانه دي هم د دوي په نامه او د دوي په مرسته دهغه پښتون افغان وژل کيږي ځپل کيږي هر څه ورانول کيږي او ودي ته اړکيږي چي خپل ټاټوبى پريږدي او د بې ارزي ژوند ته اړکوي په دهغه څلور لسيځو کښې د پښتون افغان سره څه روان دي د وهغه چاته هم معلوم دي او دا ناورين وهغه چاته هم څرګنددي چاچي د اسلام په نامه دهغه د جګړي نغري تود ساتلي دي ددې سره سره چي دا هر څه د هغه ګټو دپاره روان دي چې دا هر يوې دهغه ګټي ځان ته راګرځول غواړى.
نن يوواربيا د پښتانه په خګه راکښ شوي کرښي په اړه خبري تودي شوي دي او هر يوو دهغه کرښي په ځائى ساتلو يا پخولو خبره کوي خو ددي د مخه بايد هغه زورواکي يا د دوي لاس پوڅي د دهغه کرښي د را استلو په تاريخ ځان خبر کړي او دهغه وخت حالات په نظر کښې وساتي او بيا خبره وکړي او بيا ددي د څنګه د هر قام او د وګړي چاپيريال په نظر کښې وساتي او ددي د څنګه د نړۍ تاريخ او غوښتنې و مخ ته کښيږدي او دا هم په خيال کښې وساتي چي داسې پريکړي څوک يا د چا حق دي که د ډيورنډ کرښه د تور عبدالرحمان په خوښه را استل شوي وي او د پريکړي په وخت د افغان ولس څخه پوښتنه شوي وي نو به بيا ولي دهغه زورواکو داخبره کولي او کوي يې چي افغان پښتون د کرښه د سره څخه نه منې که پښتانه د کرښي وهغه خواته پراته دي يا که د کرښي ودي غاړه ته دوي کله هم دهغه کرښه نه مني هر پښتون به ددي کرښي په اړه خبره نه کوي خو چي کله د منلو خبره راشې نو ارومرو به په دي باندي خپل غبرګون ښکاره کوي او ښکاره کړي يې دي خو ځموږ و مخ ته يوه بله بيلګه او مثال پروت دي د برلن د ديوال د ړنګيدو ډېر وخت نه کيږي خو ددي څخه څلويښت پنځوس کاله د مخه څوک هم دهغه ديوال ته نزدې نه شو ورتلي او څوک جرمني په نزدې ورغلي هغه به ووژل شو خو چي وخت يې راغلي د ختيځ او لويديځ المان ولس راوواتي د برلن ديوال يې ړنګ کړي او بيله د چا د پوښتنې جرمني بيرته يو ملک شو ولي چي دا قدرتي رښتيا او حقيقت (UNIVERSAL TRUTH) دي چي ددي مخ نوي نه شې کيدي استعمار چي نن سويلي او شمالي کوريا د خپلو ګټو دپاره په دوه ځائى ويشلي ده دا به بيرته يو ملک جوړيږي ولې چې دا يو فطرتي عمل دي د فطرت او قدرت مخ نوي څوک نه شې کولي منل نه منل د هر چا کاردى.
په افغانستان کښې هم ډېر داسې څوک شته چي د نورو په بيساکيو باندي ژوند تېروي دوي د خپلې وړوکي ګټي دپاره نه يواځي د فطرت او قدرت د مخ نوي هڅي کوي بلکې ددي د څنګه د نورو په لمسون خپل هيواد او ولس هم واورته اچوي او د ولس تر منځ کرکه رابرسيره کوي او داسې خبري کوي چي هغه څه منطق نه لري نه داسې چاته د داسې بې سوره خبرو اجازه چاته ورکوي او داسې څوک چي داسې خبره تر خوله راباسي سړي په پوه شې چي ستا مخه څه ده وس اوس چي د قبائيلي سيمو څخه نزدې دوه نيم سوه قبائيل و افغانستان ته ولاړو ددي کبله چي په دوي باندي د هري خوا ظلم او ناتار جوړ دي دوي د افغانستان په ځائى و يوه بل هيواد ته د خپلو ناخوالو داوريدلو او ددي ناورين څخه د خلاصون دپاره ولي نه ولاړو...؟ څه خبره خو شته...؟ چې هغه فطرتي او قدرتي ارزښتونه لري افغانستان يو تاريخي او د چاپيريال سره جوړ هيواد دي لږکي په نورو ملکو کښې هم ميشته او ژوند کوي بلکې افغانستان خو د افغانيت په نامه مخ په وړاندي روان دي خو د نورو ملکو په پرتله د لږکيو خپله برخه او ونډه ښکاره ده آن دا چي ځموږ په ګاونډ کښې داسې ملکو نه شته چي د دوي شمير د لږکيو په پرتله ډېر لږ دي خو دهغه چا خپله ژبه دومره په نورو قامو تپلې ده چي دوي د نورو ژبو نوم اوريدلو ته تيار نه دي خو افغانستان يو داسې ملک دي چي هم دهغه لږکيو د ډېرکيو ژبه تر پښو لاندي کړي ده بلکې په دولتي چارو کښې د دوي برخه تر ډېرکيو هم زياته ده نو ځکه چې دوي د ځان څخه پورته خبري کوي که څه هم د پورته دواړو ملکو بيلګي دوي انتهاوي دي که په يوه ملک کښې برابري او انصاف عدالت نه وي نو په داسې ملک کښې هر وخت کرکي ژيژي نه دا په کاردي چي ډېرکي د لږکيو په برخه او حق خيټه واچوي نه دا چي لږکي من ماني وکړي بلکې که يو د بل حق وهي نو بايد هر يو ږغ پورته کړي او بيا دولت ددي مسئول وي چي عدالت وساتي او د قانون د لارې چاري مخ ته يوشې خو د بده مرغه د افغانستان دولت هميش د مصطحت ښکار شوي دي ځکه چي چا څه وکړو هغه يې وکړو او کله کله هم دهغه لږکي داسې کار وکړي چي د ډېرکيو زړه ځيني شن شې عجوبه خولا داده چي بيرته دهغه لږکي په ډېرکيو تور لګوي چي دوي کرکه او قومى لحصب خوروي نو ځکه چي وړاندي وويل شو چي پښتانه افغانان د هر خپل او د بل لخوا ځپل کيږي دا پړه موږ په چا واچوو دا پوښتنه به د لوستونکو څخه وکړو چي پړه د چاده د دولت د ډېرکيو او که د لږکيويا دهغه ټولو چي و پښتون افغان ته بلد شوي دي...؟
په دي ليک کښې موږ د سانډانو او د دوي په سياست موږ خبره نه کوو خو دا يوه پوښتنه ارومرو کوو چي کله شوروي روس په غوره کښې و او ستاسو سيال و ستاسي يواځني اعتراض داو چي په شوروي کښې د بشر د حقوقو څخه سرغړونه کيږي الته جمهوريت نه شته الته د کيمونسټ ګوند عمومي منشي چي څه وويل هغه د ډبري کرښه ده شوروي د نړۍ و امنيت ته خطر دي او داسې نور ډېر څه آيا په افغانستان يا عراق او نورو ملکو کښې چې څه وشول يا کيږي دا د بشر د حقوقو په چوکاټ کښې کيږى..؟
اوس و خپلې خبري ته راګرځو د ډيورنډ د کرښې په دا وخت راپورته کول د بشر د حقوقو څخه بشپړه سرغړونه ده پښتون خوار د وخت د هري خواڅخه تر فشار او دباو لاندي دي او د امنيت او سولي په لټون او تلاش کښې دي د تېرو څو لسيځو څخه د خوار ولس د سولي دپاره سرګردانه دي ډيورنډ کرښه خو د دوي په سوچ کښې نښته ولي چي د چا کور او راخستي وي هغه لومړي داور د وژلو هڅه کوي او که په دا حال کښې په پښتون ولس يوواربيا وتپل شوه نو لکه پخوا چي دوي د هغه غير فطري کرښه نه ومنلې بيا به هم نه مني که يو پښتون هم پاته وي پريږدي چي افغانستان پاکستان او د سيمي نور ملکونه سوله راولي اقتصادي پرمختيا وکړي د نړۍ وال کلى او کلو بلدئيشن برخه وګرځي سوداګري ته وده ورکړي داسې هم په را روان وخت کښې د سرحد و ارزښت نه پاته چيري دي کرښې، خو دا يوه بره پښتانه په ډاګه کوي چي د يورنډ کرښه خبري کول او د خپلې خواڅخه پريکړه کول نه د امريکا کاردي د ملګروملتو کاردي نه د برتانيه او روس چين کاردي نه ددې پريکړه ولسمشر حامد کرزيى دده د مرستيال قسيم فهيم يا د حميد کرزي يا بل چاپه خوله اواريدي شې نه د دوي و خبرو ته څوک غوږ ږدي دا يواځي او يواځي د پښتون ولس کاردي چي د کرښې و دواړو خواته پراته نه په يوه غير فطري کارو باندي څوک ټول پوښتنه او ريفرنډم څوک کوي لکه وړاندي چي وويل شول چي پښتون افغان دا وخت د خپل کور لګيدلي اور وژني چي دهغه اورمړ شو بيا به و داسې چارو ته پام اړوى.
Tomorrow will take care of itself
