د پښتو نثرونه
دپښتو ادب اوسنۍ دورې ته يو ځغلنده نظر :
دپښتو ادب لمن له ددو ډولو مرغلرو څخه ډکه ده ، چې يو ډول ته يې نثر او بل ته يې نظم وايي . په عمومي توگه نثر په هره ژبه کې له نظم څخه دمخه پيدا شوى دى ؛ مگر په پښتو ادب کې ليکلى او تحريري نثر له نظم څخه وروسته ميندل شوى دى .
الف _ دنثر برخه :
نثر دعربو په لغت کې پاشلو،تيتېدلو، شيندلو او خورولو ته وايي او په اصطلاح کې هغه وينا ده ، چې وزم يا وزن او قافيې له قيده څخه خالي او آزاد وي .
دنثر معنوي او لفظي ډولونه : ؛
نثر په معنوي توگه درې ډوله دى :
۱- دخبرو اترو نثر
۲- دوينا ( خطابي ) نثر
۳ – دليکنې او تحرير نثر
په غربي ادبي نړۍ کې نثر په څلورو برخو وېشل کېږي :
۱ – تاريخي نثر
۲ – دکتابونو اورسالو ليکلو نثر
۳ – قصصي نثر
۴ – خطابي نثر
له دې څانگو سره – سره ځينې پوهان بيا په دې خيال دي ، چې نثر پر پينځو ډولونو وېشل کېداى شي :
۱- انتقادي نثر ، لکه دټولنې داصلاح او سمون ليکنې .
۲- توصيفي نثر ، لکه وياړنې ، غندنې ،ستاينې او دطبعي منظرو ليکنه .
۳- تبليغي نثر ، لکه مذهبي ،اخلاقي او روحاني ليکنې .
۴ – تحقيقي نثر ، لکه رياضي ، کيميا ، فلسفه ، عروض ، نحوه او نورې ليکنې .
۵ – روايتي نثر، لکه تاريخي کيسه ، کيسه يي او ډراماتيکي ليکنې .
په لفظي توگه نثر په دوه ډوله دى :
۱ – مرسل نثر
۲- مسجع نثر
مرسل نثر هغه دى، چې له قافيې او سجعې څخه ازاد وي او مسجع نثر دجملو په آخر کې سجع لري .
ځينې پوهان نثر دلفظ او ظاهر له مخې په درو برخو وېشي :
۱- وزم وال يا وزن وال نثر،چې يو څه وزم پکې وي ؛ مگر قافيه نه لري .
۲ – قافيه وال نثر، چې دجملو په پاى کې سجع او قافيه ولري .
۳ – عادي نثر ، چې نه وزم ولري او نه قافيه .
همدارنگه يو شمېر نور نثرونه هم شته دى ،لکه :
اسان او روان نثر ، مشکل او گران نثر ، ادبي نثر ، اخباري نثر او نور .
دپښتو ادب ( نثر _ نظم ) اوسنۍ دوره يا څلورمه دوره،چې له ۱۳۰۰ هـ ل څخه راپيلېږي او تر اوسه پورې رارسېږي، چې دپښتو دنثر دښه توب ، ډېروالي ، نوښت او پراختيا له پلوه ډېره غښتلې، بډايه دوره ده او زموږ ددې کورس اصلي موضوع ده .
دپښتو ادبياتو دنثر په دې دوره کې دسوژې او فورم له پوه پوره بدولون او توپير راغلى دى . دنوې زمانې نوي فکرونه او خيالونه ، بديعي او هنري نثرونه او هرډول موضوع گانې په دې دوره کې دنثرپه قالب کې ځاى شوې دي او دپښتو نثر دنيا يې رنگينه کړې ده .
