په کار دي چى مخ ته فکروشې
اختر راغلي او تيرشوخو چى څوک د ژوند په ارزښت پوه دي د هغو دپاره خو اختر د خوشحالي په ځائى پر هارونه تازه کوي د تير کال د اختر د اوسني اختر په دروان کښې څومره وګړي د موږ څخه بيل شوي دي او څوني کورنيو به دهغه د اختر ورځ په ويرکښې تيرى کړي وي او څومره ماشومان به يتيم شوي دي ددي شمير د لومړى ورځي څخه موږ نه دي کړي نه موږ په دي کله غور کړي دي چى موږ ولى په خپل لاس يادبل په لاس هر ورځ خپل وګړى وژنو؟ خدائى (ج) دي موږ ته دا سوچ راکړي چى موږ په هغه د سيسو پوه شو چى د بشپړه نړۍ لخوا ځموږ په ضد روائي دي خو دبده مرغه موږ هغه کړي نه شو تړلي چى څنګه د هغه بدمرغى يې ځموږو کورته چوکه کړى ده.
د خو ددي ټولو ناخوالو سره سره په کاردي چى په راروانو چارو غورو کړو او دخپله وسه داهڅه وکړو چى څنګه به وکول شې چى د نورو لخوا لګول شوي او رووژنو د تيرو څلويښت کلوناخوالي ځموږومخ ته دي په دهغه څلويښت کلو څوک کروړ ټپيان شول څوک د ماڼېو او د نورو لس پوځي جوړشول او د خپل قام او ټاټوپى ګټى په نورو پلرربى او څونى نورو خواريو مړو او ورانيو لاندى شول او تراوسه پوري ددهغه بدمرغيو سره مخ دي داسي نه چى څوک د موره نتلى ژيږدلي بلکى د هم دواړو ترمنځ توپيرموږ هغه دوخت ليدلي شوچى موږ دهرسړى په عمل او کار باندي نظر واچوو خواوس دوي وخت نه دي داسي هم هر وګړي به خپل وجدان وولس اوو تاريخ ته ورکوي چى هم دهغه ټول دي چى هر څوک په کښې تلل کيږي.
هغه څوک چى د خپل ټاټوبى خپل ولس صباون ييې هدف وي که هغه په هر مورچل کښې ناست وي نوپه کاردي چى موږ هغه پړکړو يايې ګرم کړ خو دا اړينه ده چى خپل هدف ته بيله وخپل ولس او ټاټوپى ته د زيان رسولي وهغه ته ورسيږي داخبره ځکه کوم چى څومره دسيسي چى دهرى خوا د پښتون افغان په ضد رواني دي که په هغه سړي فکر وکړي نوبه سر بداله شې او ي د څنګه چى ځموږ هر لوري که هغه حکومت دي که طالبان دي ياکه نور دي څنګه ددهغه بلاو په منځ کښې راګير کړي دي وندر يوه ده غړوندي بيل بيل دي خوپه هرغړوندي کښې بيل بيل تړل شوي دي چى د خپلو ګټو دپاره د هغه ناسياله هيڅ اصول هيڅ تګ لاره اوهيځ ژبه نه لرى نوځکه هر څوک چى د هرى ډلي او زور ځواک لاندي دي بايد چى باورپه ونه کړي اونه ځان په وارو وارو ددوي په غوړو خبرو تيرباسي دارښتيا دي چى دهغه بى اصولو خلکو کله هم د پښتون افغان د سوکالي سوچ لرلي دي بلکى ديو هميش په موږ کښې ورانى کړى دى چى پ دي باندى دومره څه ثبوتونه او مواد څوک سره ټولوي شې چى هغه وولس ته وړاندى شى نوبه ځموږ يو يو وګړي په دي پوه شي چى ګاونډيانو او باندنيانو ددي خوار ولس او ټاټوبى سره کومه هغه پړه نه دکړي چى دهغه څرګندونه موږ نه شو کولي.
لکه وړاندى چى وويل شول موږ هر يوه ته په کاردي چى د صبا غم وخورو او ددهغه ناخوالو څخه دا ولس وټاټوبى خوندى وباسو ددي سره سره چى موږ د دښمنانو لخوا راګير يو خو پښتون افغان هغه څوک دي چى ماته يې نه دمنلې په يواځى سره هم دريدلي دي اوپه ټوله ايزه بڼه هم دريدلي دي او دايې تاريخ دي چى دخپل ولس په زور او همت يې هر وخت سيالي کړي ده او اوس هم موږ په دي باور يوچى دوي به د خپل ولس په مرسته خپل ټاټوبى ددهغه اوږده ناورين څخه راوباسي اړينه نه ده چى يواځي دوسلي په زور ددهغه پريدي ناورين مخ نوي وشې بلکى دعقل قلم او سياست دلاري هم ډير څه ولاس ته راوړل کيدي شې پښتانه افغانان خو د جرګي وارو اوږد او ارزښناکه تاريخ لري او دوي هميش هم ددي لارې خپلى لانجى او شخړي اوارې کړي دي ددي سره سره چى ځموږ ازلي دښمنانو ځموږ په دهغه تاريخى وياړ د هرى خواڅخه بريدونه کړى او هرى خوا دا هڅه کړي ده چى د موږ څخه دهغه اسلامي افغانې اوپښتنى وياړونه واخلي خو ددي مانادانه ده چى موږ هرڅه پريږدو اوس چى وکال ۲۰۱۴ء ته دومره موده نه دپاته چى نړۍ وال ځواکونه په د هيواد څخه ستنږي او د افغانستان بشپړه چاري به و افغانانو ته سپارل کيږى چى ددي سره سره هم د هغه باندنيان داپى مارانو سرونه هم ښکاره کوي ولى چى دوى دا داوه کوي چى په افغانستان کښې که لږو ډير څه جوړجاړي او سوکالي راغلي ده هغه ددوي د پوځى ځواکو په سرشندنوراغلي ده کله چى دوى د افغانستان څخه ستانه شې نوبه هغه ناتار په افغانستان کښې رامخ ته شې چى هغه پخوانى ناوړيښونو به ايرشې او ددي د څنګه به د افغانستان ګاونډيان چى د پخواڅخه په دي تيارى کښې دي هغه به په افغانستان داسي ورمات شې ياپه خپله افغانان ورته چمتو کړي چى دوى ورشې اوهغه هرڅه وران کړي چى لږ وډيرپه دهغه هيواد کښې پاته دي رښتيا خبره دا ده چى ټول هم مينځ وئى هم نال وهي لکه مخ کښې چى وويل شوچى افغانان پښتانه دهغه چا څخه راګيرشوي دي چى ددوي د ژوند هيڅ يوه تګ لاره او اصول او باورنه شته ځکه ددهغه ټولو که په هرنامه باندي بلل کيږي د دوي يوه ګډه موخه او هدف دي چى هغه موږ ورانول دي کښې د شوروي روس د لښکرو دوتلو وروسته په افغانستان کښې بشپړه سوله اوسوکالې راتلې شوه خو دوي په کته داسي چل ول وکړي چى ټوله مجاهدين يې يودبل په ضدو درول او دهغه لوبه د مجاهدينو په منځ کښې د شوروي سره د جګړى په دوران کښې پيل کړي وه ولي که هغه وخت د مجاهدين ترمنځ رڼې اوبه تيري شوي وي او يوسوله ايزه چاپيريال رامخ ته شوى دى نو د هغه ټولو باندنيان او ګاونډيان وخپل ټاکل شوي موخى اوهدف ته نه شوى رسيدلي نو اوس هم و افغانانو ته په کاردي چى دوى د ۲۰۱۴ء وروسته د راروانو حالاتو چيړنه وکړي اوهغه ته تياري ونيسي او په دا دوران کښې وړانديځونه و افغان ولس ته وړاندي کړي او هيچاته واراو اجازه ورنه کړى چى دوي د افغانانو ترمنځ خپل لاسونه وروغزوي او هغه څوک چى هغه باندنيانوته داموقعه ورکوي هغه هم د هغو د سيسو ملګري دي څوک چى افغانستان يوواربيا د شخړو سره مخامخ کول غواړي خوپه کاردي چى هر افغان که هغه په هر مورچل کښې ناست دي دهغه ناخوالي نه يواځي په ګوته کړى بلکى د خپله وسه هڅه وکړي چى د اسي ناخوالو مخ نوي وکړي که هغه دوينا په زور وي د قلم په زوروي د رسنېو يا د ميډيا په زور وي ولې چى دا ځموږ دنده ده چى خپل ولس او ټاټوبى دخپله وسه ددهغه ناخوالو څخه راوباسو دهغه ټول هرڅه وائي او د هر چاخبرو ته غوږ م ايږدي او ژمنه هم کوي او په خپلو تيرو کړونو باندي هم خواښني او پشيمانى ښکاره کوي خو هغه کوي چى ددوي ګټه په کښې وي د بيلګي په ډول چى کله په بون جرمني کښې لومړي غونډه وشوه او هرڅه تيرشول نو بيا دوي ته ياد شول چى دهغه غونډى ته موږ ولي د افغان طالبانو استاځي نه راغوښتو خو طالبانو ته ورتيرو هم هغه وخت دوي ايرکړو رښيا خبره داده چى دنن نړۍ وال سياست هر اړخيزه دي که په يوه لانجه باندى د دوو ملکو دير توپيروي خو په بلکه لانجه باندي دوي سره ملګري وي رښتيا خبره دا ده چى کوم څه د مځکى په سرليدل کيږي هغه وشاته نوري دسيسي پټي وي چى کله څوک شته او پلټنه وکړي نوبه داور څرګنده شي چى د طالبانو په اړه د امريکا او پاکستان موخه يوه ده خو کيدي شې چى په تګ لاره به اختلاف وي چى د هغه څرګنده بيلګه د ملابرادر او دهغه ملګرى په کراچى کښې په ۲۰۱۱ء کښې د دواړو ملکو په ګډه ونيول شول ددي سره سره چى د پاکستان ځانګړو ادارو په ملابرادر تورو لګوي چي نوموړي دامريکا سره د سولي خبري په خپل سر پيل کړي وي او دوى يې نه وو په خبر کړي او ډالرى هم ترلاسه کړي وى خو رښتيا او حقيقت بل څه وو.
په داسي چاپيريال کښې وداسې قامي لارښودانو ته اړتياوې چى دوي په هر دسيسه پوه او دهغه دمخ نوي توان لري خو د بده مرغه په افغانانو کښې داسې ډير لږ څوک ليدل کيږي که شته هم هغه د ځاني ګتو په غم نيولي دي خو دايوه خبره زه د خپلې خواڅخه اټکل کوم چى ولسمشر حامد کرزى دډيرو ناخوالو دلرلو سره سره ډيره دنړۍ والو او د ګاونډيانو په چل ول پوه دي او د ډيرو د سيسو مخ نوسي يې کړي دي ددى سره سره چى هر څه يې د نورو ترلاس دي افغانسان د تيرو څلورو لسيځوڅخه په ډير مشکل کښې راګيردي خو بيرته هم دهغه ښکلې هيواد چى ددهغه شخړو څخه درا استلو توان څوک لري هغه يواځى افغان ولس دي چى د خپل هيواد دنيمکرغي دپاره وهر ډول سرشندنى ته تيار پاته شوي او ددي د څنګه مدني ټولنه ده چى دولس لارښودنه کوي دولس رڼ انده ليکوالان او شاعران دي او هغه سياست مداران دي چى د هغو يواځني هدف او مخه دا وي چى څنګه افغانستان ددهغه اوږده ناورين څخه لومړى راوباسو او بيا دهغه وروسته نورى چاري برابري کړو په هيڅ باندنى او ګاونډي ملک ياندي باور نه دي په کارولي چى په بيلو بيلو نومونو باندي دوى موږو دي ځائي ته راورسول پخپله ولسمشر حامد کرزي ته په کاردي چى ولس ته پاملرنه وکړي او ولس يوږع او منظم کړي په ځائى ددي چى د چا سره اختلاف ښکاره کړي که په رښتيا ورته وکتل شې ولسمشر حامد کرزي د طالبانو سره د سولي خبرو ته هميش ارزښت ورکړي دي که څه په لومړى ورځو کښې چى حامد کرزي د افغانستان ولسمشر ټاکل شو د طالبانو مشرتابه ودوي ته ليک واستوي چى دده په حيث دولسمشر دټاکل کيدو هرکلى او ملاتړ کوي خوپه کاردي چى دطالبانو سره خبرى اتري وشې خودوى د طالبانو د هغه غوښتنه په مځکه واچوله ځکه چى ددوي د وزيرانو په شورا کښې چى کوم غړي و هغو نه غوښتو چى دطالبانو سره د سولي خبري اتري وشى ولى چى د يوه هم دا نه و خوښه او ددي د څنګه د هغه وزيرانو دباندنيانو او ګاونډيانو استاځيتوب کوي خو بيا چى د پاکستان او امريکا د اپريل کال ۲۰۱۱ء کښې اړيکى ډيرى کړکيچنى شوي نو دپاکستان سرلښکر ښاغلى پرويز کيانى احمد شجاع پادشا د وخت لومړى وزير سيد يوسف رضا ګيلانى د يوه پلاوي سره کابل ته ولاړي دوى د افغان چارواکو سره د خبرواترو په مهال دا وړانديځ وړاندي کړي چى په کاردي چى د افغان لانجى د اوارولو دپار د دوى په مرسته د افغان دولت او افغان طالبانو ترمنځ دروغى جوړي خبري پيل شي او امريکا ددي څخه ليري وساتل شې ويل کيږى چى حامد کرزى ددي دمخه چى د خبرواترو دهغه بهير پيل شي لومړى په کاردي چى هغه طالب مشران چى په پاکستان کښې په بند کښې پراته دي هغه پاکستان راخوشې کړى خو د پاکستان لخوا په دي باندى هل پلان واچول شو او تراوسه دهغه افغان طالب مشران نه دي راخوشي شوي.
رښتيا خبره دا ده چى د تيرو پنځه ديش څلويښت کلو څخه افغانستان او ددي هيوادولس دډيرو بدو کړاونو سره مخامخ دي او دومره وراني وژني او تباهى شوي ده چى څوک يې اټکل نه شې کولي دي سره سره چى د هغه د تهره ګرى او په نورو نو موروانى جګړي اوس ټوله سيمه چى ترټولو زيات پخپله پاکستان دا ورولمبو ته درولى دي او د افغانستان وارو د خونړيو پيښو سره سره ورځ مخامخ کيږي که څه هم دا خبره کيږي چى د تهره جګړه يو نړۍ واله جګړه يو نړۍ واله جګړه خو د اوس د اسلامى ملکو په زياته بيا ددي سيمي جګړه ده چى هر ورځ يې وراني ددي شايد دي نواړينه ده چى ددهغه اور د وژلو دپاره هم دي سيمي ملکونه په زياته بيا افغانستان او پاکسان رامخ ته شې او په ګډه او روغه جوړه د سولي يوه لاره راوباسي ابه ددي سيمى دپاره ددي ولسونو سباون د سوکالي باور وګرځي موږ ته څرګنده ده چى په دي کال دوو کښې په دي ټوله سيمه کښې يولوئى بدلون راروان دي د افغانستان څخه دباندنيانو د وتلو نيټه رانزدي ده خو ددي د څنګه داهڅي هم روانه دي چى د افغان طالبانو سره د روغي جوړي يو لاره راواستل شې په افغانستان کښې د ولسمشري ټولټاکنى راروانى دي ددى د څنګه امريکا او ناټو د ځواکوڅخه په څه پوځيان په افغانستان کښې پاته کيږي خو ددي تړون ددي سره اړه لري چى د کال په دي اوږدو کښې ددي سيمى حالات کومه بڼه خپلوي دي سره سره چى په پاکستان کښې نواز شريف په مشرى کښې نوى حکومت جوړ شوي دي او نوي حکومت هر وخت داخره کوي چى دوي به سيمه او پاکستان ددهغه کړکيچنو حالاتو څخه راباسىي خوددي دڅنګه موږ ته داهم په نظر کښې ساتل په کاردي چى په عرب نړۍ او په زياته د مصر شام حالا په ګډون د عراق کومه بڼه خپلوى.
