دريم افغان انګريز جګړه
دريم افغان انګريز جګړه او د انګريز ماته
عبدالخالق سپين غر
تاريخ ليکنه تاريخ لوستنه څه ارزښت لري او نن هم موږ په تاريخ لوري ولي نښتي يو په دي اړه به مخ ته خبري کوو خوموږ ته چي کوم تاريخ لوستل کيږي دا هم يو رښتني تاريخ دي..؟ که دهغه تاريخ دتېرو پاچاهانو په لارښودنه او وينا دهغه نيټه ليکنه شوي ده او بيا دا ناپيله او په غير جانبداره ډول ليک شوي دي که د هر قام پاچايا دهغه ليکوالو دخپلو ستايني يا د نورو باندي تهمت او تور لګولو په غرض ليکلى دي د بيلګي په ډول اولف کيرو د پښتون افغان په تاريخ ډېر څه ليکلي دي خو دهغه سړى چي د انګريزانو په دور کښې د سرحد ايالت يو ډپټى کمشنر وو دده زور زياتي او جبر تراوسه خلګه يا ده وي ددې څخه علاوه چي کله موږ په هند کښې د انګريزانو د دور د دوي چلن او بيا د هند پاکستان د آزادي د مخه هغه پيښو په اړه تاريخ لولونو دهغه تاريخ او د نورو لخوا لکه د ولى خان رښتيا رښتيا دي لولونو ددي دواړو تر منځ د مځکى او آسمان توپير دي خو په دي اړه موږ د انګريزانو په ضد ۱۸۵۸ء داوښتون خبره را واخلونو ځينى و دهغه پيښي ته د آزادي پاڅون يا تحريک بللې کيږي خو بلې خواته د هند پاڅون ته بغاوت يا د غدارى نوم ورکول شوي دي نو بيا موږ دا ووايو چي تاريخونه هر چا د خپلو ګټو او د خپلو کارنامو د وړاندي کولو دپاره ليکل شوي دي چي هري لوري خپل مخالف په تاريخ کښې هم ټکوي او په رښتيا او نارښتيا کښې دومره چرت اوباک نه کوي خو داخبره به ارومرو موږ منو چي د تاريخ ليک هم د ارتقاء سره بدلون کوي پخوا چي څنګه تاريخ ليکل کيدي نن هغه ډول نه ليکل کيږي بلکې نن هغه تاريخ ته ښه ويل کيږي چي دهغه سره د ثبوت دپاره د ستاويزات وي د بيلګي په ډول د خان عبدالولى خان ليک رښتيا دادي ځما په اندهم د دهغه دستاويزاتو سره دوي وړاندي کړي دي او څوک چي ددي سره اختلاف لري په کاردي هم داسې ثبوتونه په جواب کښې وړاندي کړى.
اوس راځو ودي ته چي تاريخ موږ ددي دپاره لويو چي يواځي د تېرو پاچاهانو کارنامي ولولويا د پاچهانو د جګړو د کارنامو او د دوي د ماتي او ګټې (شکست او فتح) نوم تاريخ دي يا دا چي قامونه په دي ناز او وياړ کوي چي ځما مشرانو موږ ته لرغوني تاريخ راپري ايښي دي او هم دهغه ځما دپاره هر څه دي يا داسې نورى خپري خو زما په اند چي تاريخ موږ ددي دپاره لوستل کيږي چي نه يواځي دهغه وخت په حالاتو ځان خبر کړي بلکې په دي هم ځان خبر کړي چي خلګو په هغه وختو کښې څنګه ژوند کاوي هغه وخت د نن وخت څخه سره پرتله کول او هغه تيروتني چي په هغه وخت کښې شوي وي دهغه څخه زده کړه کول او بيا نه غبرګول او د خپلو باتورانو په حالات ځان خبرول يا د تېر په رڼا کښې نوي چاري نيول او لوستل کيدي شي چي د تاريخ د څه زده کول په مانا ګاريږي نو ځکه چي داخبره ډېره کيږي چي بايد د تاريخ څخه زده کړه وشې او د تاريخ لوستل هم د دهغه نوم دى.
په دى کښې شک نه شته چي پښتانه افغانان يو لرغوني تاريخ لري چي هر پښتون افغان په خپل تاريخ باندي وياړ کوي خو تر کله چي د تاريخ د لوستلو خبره ده نو بيا موږ په خپل تاريخ وياړ بايدونه کړو ولي چي تاريخ موږ ددي دپاره نه لويو چي د يوه کتاب په سترګه ورته وګوري بلکې تاريخ ددې دپاره موږ و لولو چي تېري ناخوالي بيا په ځان راغبرګي نه کړو چي څو ټکو کښې داسې ده چي موږ لرغوني تاريخ لرو خو ګټه موږ نه د ځينى ترلاسه کړي او هر وار په موږ باندي ناخوالي او ناورينونه راغبر کيږي ځموږ تاريخ به هغه وخت لرغوني وي چي موږ دهغه څخه زده کړي وي او د خپلو باتورانو تاريخ مو نه يواځي ژوندي ساتلي وي بلکې تاريخ موږ نور لرغوني کړى وى.
پښتانه افغان خو په رښتيا هم لرغوني تاريخ لري چي هغه دوي پخپله نه دي ليکلي بلکې نورو ورته ليکلې دي چي هغه د دوي خوا خوږي هم نه وو کله چي ارواښا د افغان پاچا محمد ظاهر شاه د تيري پيړي په شپتمه لسيځه کښې د برتاينې په دولتي غوښتنه لندن ته په دور تللې وو نو د برتانيه راڼى(QUEEN) د ماخوستن په ميلمستيا کښې په خپله وينا کښې دا وويل چي نن د دوي ميلمه يو داسې څوک دي او د داسې قام باچا دي چي و برتانيه ته په نړۍ کښې کښې چا ماته نه و ورکړي خو ځموږ ددې ورځي د ميلمه قام و فرنګيانو يا برطانويانو ته ماته ورکړي وه او دا څه د حريانتيا خبره هم نه وه خو يوه پاچا يا يوې راڼې رښتيا منله او دارواښا د بابا ملت محمد ظاهر شاه په مخ کښې ددې د وياړ په خاطر داخبره وکړه دا خو د پښتون افغان دپاره د وياړ خبره وه او ده خو يواځي داوريدو تر ځايه او حده ځکه چي يوه يوه نيمه پيړى پخوا چي انګريزانو د افغانانو سره کوم چل ول کاوي هغه نن هم له دوي لخوا روان دي نن هم موږ په هغه کال کښې يو چي څو پيړى د مخه په کوم حال کښې وو بلکې تر هغه هم په بد حال کښې يو نو د هغه لرغوني تاريخ موږ ته څه راکړي دي..؟ خو يا دا ځموږ د لرغوني تاريخ پړه نه بلکې د ځموږ پړه ده نن هم نړۍ ځموږ د لرغوني تاريخ په رڼا کښې موږ ته ګوري ددي سره سره چي ډېره داسي د کرکې ډک خلګه شته چي د پښتون افغان تاريخ د خپلو څخه وډا کوي چي داسې نه چي دهغه قام خپل رښتنې تاريخ ولولي او د دوي د سيسيې سره ورګډي وډي کړى...؟
دا رښتيا خبره دا چي پښتنو افغانانو د سر په شندنه و انګريزانو ته درې واره ماته ورکړه ددې سره سره چي برتانيه هغه وخت د نړۍ تر ټولو لوئى ځواک وو هغه د چا خبره ده چي په پاچاهي يا متعره يې لمر نه پريوتي خو څومره کلکه ماته چي د غازي امان الله خان په مشري کښې پښتنو افغانانو و فرنګيانو ته ورکړه هغه تر ټولو لوئى شکست او ماته وه چي په څو څو ځايو يې د انګريز ځواکونه راګير کړو چي د ډېرو درندو وسلو د څنګه انګريزانو په افغان ځواکو د هوائى الوتکو باندي په وارو وارو بمبار هم کاوي خو عجبه خبره داده چي د افغان انګريز ددې لوئى دريمى جګړي معلومات او ذکر ډېر لږ و ولس ته وړاندي شوي دي بلکې که دا وويل چي د دهغه جګړه حالات د قام څخه پټ ساتل شوي دي انګريزانو په جلال آباد باندې ډېره کلکه بمباري وکدړي په کابل او نورو ښارو او په قباييلي سيمو کښې هم په هوائى الوتکو بمباري وکړي ددې سره سره چي پښتانه افغانان د دوي په پرتله په دوه لاسووو خو لر او بر ټوله پښتون افغان د انګريزانو په ضد دريدلي وو او د غازي امان الله خان تر کمنده لاندي و انګريزانو ته پرله پسي ماتي ورکولي غازي امان الله خان د انګريزانو دوحشيانه بمبار يو په ضد د نړۍ و ټولو مشرانو ته ليکونه واستول خو يواځي هغه لاس پوځو انګريزي ملګري وو چي تل يې د نورو چوپړوهلي او خپله خاوره او ټاټوبى يې د نور د غلام ساتلو خپله پلرني دنده يې تر سره کړي ده انګريزانو ډېر افسران او عسکر د لاسه ورکړو او خپلو وسلو ته به اور ورته کړي چي داسې نه چي د افغانانو پښتنو لاس ته ولويږي او د جنګ څخه په شاکيدل يې شر وکړو جنرل نادر خان په مشري کښې غازيان ډېر مخ په وړاندي روان وو آن دا چي د خيبر رائفل او د وانا سکاوټ پښتانه عسکر د دوي ملګري او د انګريز په ضد ودريدو انګريز چي د افغانستان په دريمه جګړه کښې ماته و خوړله نو يې و غازي امان الله خان ته د جګړي د درولو وړانديځ غازي چي د پښتنو د فطرت سره سم د جګړي ملاتړ نه کوي دوي د انګريزانو دهغه وړانديځ ومنې او جګړه يې ودروله او جنرل نادر خان او نورو قبائيلو ته وويل چي جګړه دي بس کړي خو افغانانو پښتنو يوواربيا و نړۍ والو ته دا ورڅرګنده کړه چي څنګه دوي د خپلې آزادي او خپلواکي دپاره د نړۍ د يوه زور ځواکي سره هم جګړه کوي شې خو د جګړه د مخه و انګريز ته دا وويل شو چي دوي به په افغانستان کښې لاس وهنه نه کوي بل دا چي د ډيورنډ د لاري چي کومي سيمى د افغانستان څخه بيلې شوي دي هغه به بيرته و افغانستان ته ورکول کيږي ددې د مخه د غازي امان الله خان پلار امير حبيب الله خان هم د افغانستان خاوره وه افغانستان ته د واپس کولو غوښتنه کړي وه که څه هم دده پلار او د غازي امان الله خان نيکه امير عبدالرحمان خان باندي د ډيورنډ لوزنامه په زوره تپول شوي وه خو دا وخت د برتانيه په دي رضا شوه چي د ډيورنډ په لانجه به خبري کوي چي د دواړو لورو تر منځ په راوالپنډي خبري اتري د جګړي د درولو وروسته وشوى.
د ډيونډو ختيځ ته پراته پښتنو چي د کوئټى څخه نيولي تر چترال پوري پيښور بنو وزيرستان قبائيلو د پنډي لوزنامه ردکړه او ددي تولو سيمو يو لوئى پلاوي و کابل ته غازي امان الله خان سره د ليدلو دپاره ولاړي امان الله خان د دوي تودهرکلي وکړي او د خبرواترو په وخت غازي امان خان پلاوى ته وويل چي د انګريز سره جګړه هم د دهغه بدمرغى کرښې د پښتنو د منځ څخه د استلو په سر روانه ده او د هغه جګړه به تر هغه وخته روانه وي چي دهغه ټولې سيمي بيرته د افغانستان سره نه وي يو ځائي شوي دوي راغلې پلاوى ته دا هم وويل چي افغانستان باندي پرله پسې د جګړو د تپولو د کبله د افغانستان اقتصاد ډېر ځپل شوي دي ددې سره سره چي افغانانو پښتنو د نړۍ د ټولو لوئى پوځي ځواک ته ماته ورکړله خو د اقتصاد به ډګر کښې موږ څه په لاس کښې نه لرو قبائيلي پلاوي ته امان الله خان غازي يوواربيا باور ورکړي چي د ډيورنډ د کرښې په ضد به د دوى جګړه روانه وى..
(نوربيا)
