پښتودسويلى پښتونخواپه ښوونځيوکښې
پښتو د سويلى پښتونخوا په ښوونځيو او سکولو کښې
ليک. عبدالجبارکاکړ
پښتونخواملى عوامى ګوند (P.M.A.K)په ځانګړي او د بلوچستان نوي حکومت د ستايني وړده چي دوي د ۱۲م مئى د ټولټاکنو وروسته د ايالتي اسمبلى په لومړي غونډي غونډه کښې دا ارزښنا که اودوياړوړ اعلان وکړي چي دوي به په ښوونځيو کښې مورني ژبى په لومړيو زده کړو کښې نافذ کوي چي په رښتيا هم دا يوه لويه پريکړه وه چي دوي وکړه ځکه و يوه ماشوم ته لومړي زده کړي په مورني ژبه زده کړه ورکول يوه بشري او نړۍ واله غوښتنه ده بلکې د نړۍ ټولو په روحي او نفسياتي غوښتنه پوهيانو تر پلټني وروسته ودي رښتيا او حقيقت ته رسيدلي دي چي و يوه ماښوم ته په مورني ژبه زده کړي ورکول ضروري او اړيني دي په دي باندي ډېر ليکونه شوي دي چي دلته غبرګول اړين نه ګڼم خو کله چي په به ځموږ سياسى ګوندو چي پښتونخواملى عوامي نيشنل ګوند او د بلوڅو سياسى ګوندو هر کال په ۲۱م فرورى چي د مورنى ژبو ورځ جوړوله هم دهغه غوښتنه به موږ کوله چي مورني ژبى دى په لومړى زده کړو او ښوونځيو کښې نافذ کړل شي چي د سياسى ګوندو د هلو ځلو وروسته دهغه خوب په رښتيا او حقيقت بدليږي چي يوواربيا د پښتونخوانيشنل ګوند دواړو ته امبارکى اړين ګڼم په دي خواست سره چي دوي په دهغه هڅه کښې بريالى شى.
څوکاله د مخه هم په دي ايالت کښې مورني ژبى په ښوونځيو او سکولو کښې نافذي کړل شوي خو د دوه درې کاله وروسته داسې د منځ څخه واستل شوي چي څوک د مخه په خبر نه شول دا د هغه ناوړه عمل د يوه سيکټر يا د نورو لوړ پوړو چارواکو په قلم ځکه وشو چي ودي لوئى کار ته قانوني بڼه او ملاتړنه وو ورکول شوي ځکه چي په اسمبلى کښې ورته منظوري نه وو ورکول شوي ځموږ اوسنې ايالتي حکومت چي د سياسي ګوندو برخه ډېره غټه ده او دهغه يادول شوي سياسي ګوندونه يو اوږد سياسى تاريخ لري او د دوي په ارومرو ودي ته پام کړي وي چي لومړى د بلوچستان اسمبلى څخه د ژبو په اړه قانون جوړ کړي چي داسې ونه چي لور طالع ازمويونکي دهغه عمل بيا غبرګي کړي او ماشومان د دهغه بشري غوښتني څخه بې برخى کړى.
دهغه سياسي ګوندونه چي اوس موږ حکومتي ګوندونه ورته ويلي شو دوي په حکومتي کچه مورني ژبى و ښوونځيو ته د رسولو دپاره تياري پيل او شروکړي دي او ددې دپاره يې بيلې بيلې کميټى جوړي کړي دي چي لومړى د لومړى ټولګى (لومړى يا اول کلاس) کتابونه او نصاب جوړ کړي او ددې کار دپاره يې داسې د پښتو ليک دود او لوست پوهان ورته ټاکلى دي چي د هغو څخه دا هيله ده چي دوي به په خپله خواري او محنت دهغه کار تر سره کړي خو ددې سره سره دا هم اړينه ده چي کوم نوي کتابونه د لوئى څښتنس په مرسته بشپړه شي خو ددې سره سره چي يووار دهغه نصابى کتابونه چاپ شول نو بيا په هغه کښې که څه تېرونه يا تيروتنې شوي وي هغه بيرته سمول به ډېر ګران وي نو ځکه چي په کاردي چي داوسه څخه داسې هڅي وشې چي بيا د داسې ستونځو سره مخامخ نه شي دويمه دا چي و عام وګړي نه موقعه او وار په لاس ورشي چي دوي بيځايه په چاپ شوو کتابو نيوکي وکړي ولي هغه د پښتو متل دي چي انجلى ماشوم چي په ګورو ګرځوي په دي کښې ستا مطلب بل څه دي ځکه چي د بده مرغه ځموږ په ټولنه کښې نيوکي کونکي ډيردي خورښتني او د پښتو او پښتون دپاره کار کول ځما په اند ډېر لږ دي نو ددې دپاره اړينه ده چي حکومتي ګوندونه دهغه کتابونه او نصاب تر هر ډول چوک څخه وباسي او بيايې چاپ کړي او ددې تر ټولو ښه او غوره لار داده چي د پښتو په مخ تللو پوهانو او ليکوالو ته دهغه ورښکاره کړل شى او د دوې هوکړه (O.K) ورسره ملګرى شى.
يوه بله لويه ستونځه چي حکومت ورسره مخامخ کيدي شې هغه دادي چي و عام ساداره پښتنو او بلوڅو ته په کسته يا بې پامه داخبره کيږي چي تاسو په خپلو ماشومانو خپله مورني ژبه څه دپاره د ليک او لوست د لارې په ښوونځيو او سکولو کښې ور زده کونکي ولې چې مورني ژبو و لوستلي سړى ته نوکري نه ورکول کيږي نه د مورنيو ژبو په لوست ليک دوي د بل کاروړوګرځوي ځموږ ساداره پښتانه چي هميش د نورو لخوا غولول شوي دي دوي به ارومرو و دهغه ډول اواځو او پروپيګنډو ته غوږ ايږدي خو څوک چي دهغه ډول خبري د نورو په غوږو کښې وراچوي د دوي په مطلب هر څوک پوهيږي چي دوي خلګه د خپلو مورنيو ژبو څخه بيګانه کړي لکه ددې د مخه چي دوي دا کار کړي وو خو حکومت ته په کاردي چي دوي د رسنېو او ميډيا د لاري ځموږ خلګه خبر او پوه کړي او دا وروښائي چي مورني ژبه و پوه ماشوم ته په لومړيو زده کړو کښې ورښوول ډېر اړينه او ضروري ده دا د نړۍ والو ازموينه او تجربه ده چي کله دي د زده کړو سره و اړشو بيا به ورته اردو انګريزي او نورې ژبى هم يو لوستونکي لوبى هيڅوک يې ددې څخه نه راګرځوي بلکې نورو ژبى به ارومرو او لازمي د پخواوارو په ښوونځيو او سکولو کښې وائي په دي کښې بله خبره نه شې کيدي په لومړو زده کړو کښې خپله مورنى ژبه و يوه ماشوم ته ددې دپاره ويل کيږي چي ماشوم لومړى وار ښوونځي ته راشې دده د خپلې مورني ژبى په چپه بل هيڅ نه وي پوه او چي کله و يوې ناولدي ژبى چي هغه دده مورني ژبه نه وي او دي ورسره مخامخ شې نو د داسې دي لکه و چاته چي وويل شې چې بيله د پوړي اوزينى ددې منډو وسرته وخيږه په دي ډول د ماشوم زړه تورشې او د ښوونځي څخه کرکه کيږي ځکه چي زياتره زه کونکي د ښوونځيو څخه تښتي خو که په مورني ژبه لومړى زده کړي و يوه ماشوم ته ښوول پيل کړل شې د ماشوم د زده کړو او ښوونځي سره مينه پيدا شې او زړه وښوونځي او زده کړو ته غواړي خو د نړۍ دا ټول ملکونه او پوهان چي دهغه وخته څخه داخبره کوي چي ماشوم ته دي لومړى زده کړي په خپله مورني ژبه ورکول شي د دهغه ټولو خبره ناسمه ده خو ځموږ خبره سمه ده....؟
تر کله او تر کومه چي د کتابو او نصاب خبره ده په رښتيا هم داڅه ګرانه او سپيچلي خبره ده خو که څه خاوري واستل شي او د پښتو خپل توري په کتابو کښې وليکل شې نو بيا دومره مشکله او ګرانه خبره نه ده داسې نه چي د اردو ژبي کتاب و مخ ته څوک کښيږي او هغه ته د پښتو بڼه ورکول شې چي دا به مخ ته نورې ستونځي او خواري رامخ ته کړي پښتونخوا ملى عوامى ګوند چي داوياړ چي د دوي په برخه شوي دي نو اړينه ده چي دوي په دي اړه د ډېر پام او خيال څخه کار واخلي ولې چي ددې لوئى کار بنسټ هم د دوي لخوا ايښوول کيږي چي څومره د دهغه وداني تاداو سم هم کروړوي هومره به جوړيدونکي وداني ښکلى کروړه او ښائيسته وي چي هيڅوک ودي ته تاوان ورسوي د بيلګي تيروار چي کله په دي ايالت کښې لومړى زده کړي په مورني ژبو ورکول پيل شوي په هغه ډيري تيروتنې شوي وي ځما په اند دوي د اردو کتاب و مخ ته ايښي وو هم دهغه اردو قاعدي څخه د پښتو قاعدي څخه و پښتو ته ژباړلي وو د بيلګي په ډول يو عکس او انځور چي د ډېرو درختو يو ځائي ښکاره شوي وو چي وهغه ته ذخيره يا دزدتوري و مخ ته ليکل شوي وو (د پښتو په قاعده) ذخيره چي په دي هر څوک پوهدي چي دا د اردو څخه اخستل شوي دي که دوي څه هڅه کړي وي ددې دپاره په پښتو کښې نور ډېر توري موندلي شوي او بيا که دا ليکوال يا مصنف ته اړينه وه چي د ذخيري په ځائى د زيرمي نوم ورکړي وي داسې د ډېرو درختو په يو ځائي ته په اردو هم ذخيره نه شې ويل کيدي خو دا ډېره اوږ د بحث او چيړنه ده په کاردي چي د ماشومانو ته داسې کتابونه په لاس کښې ورکړو چي هغه سوچه او رښتنې پښتو وي ددې مانا دا نه ده چي ځموږ د نورو ژبو څخه کرکه کيږى.
تر ټولو سپيڅلي مرحله د پښتو اعلاده چي ودي ته ډېره زياته پاملرنه په کارده که څه هم د لر او بر پښتنو ژبه پوهانو په ګډه او په يوه خوله د پښتو د ليک دود دپاره يو کړنلاره ټاکلي او جوړه کړي ده خو د بده مرغه ډېر لږ ليکوالان په هغه باندي عمل کوي خو دا وخت پښتو يوه ګوند يا حکومت لخوا مخ په وړاندي وړله کيږي او دا يوه ټولنه ايزه بڼه لري نو ځکه دوي مسئوليت او دنده تر هر چا ارزښت لري د
تر کله او تر کومه چي د کتابو او نصاب خبره ده په رښتيا هم داڅه ګرانه او سپيچلي خبره ده خو که څه خاوري واستل شي او د پښتو خپل توري په کتابو کښې وليکل شې نو بيا دومره مشکله او ګرانه خبره نه ده داسې نه چي د اردو ژبي کتاب و مخ ته څوک کښيږي او هغه ته د پښتو بڼه ورکول شې چي دا به مخ ته نورې ستونځي او خواري رامخ ته کړي پښتونخوا ملى عوامى ګوند چي داوياړ چي د دوي په برخه شوي دي نو اړينه ده چي دوي په دي اړه د ډېر پام او خيال څخه کار واخلي ولې چي ددې لوئى کار بنسټ هم د دوي لخوا ايښوول کيږي چي څومره د دهغه وداني تاداو سم هم کروړوي هومره به جوړيدونکي وداني ښکلى کروړه او ښائيسته وي چي هيڅوک ودي ته تاوان ورسوي د بيلګي تيروار چي کله په دي ايالت کښې لومړى زده کړي په مورني ژبو ورکول پيل شوي په هغه ډيري تيروتنې شوي وي ځما په اند دوي د اردو کتاب و مخ ته ايښي وو هم دهغه اردو قاعدي څخه د پښتو قاعدي څخه و پښتو ته ژباړلي وو د بيلګي په ډول يو عکس او انځور چي د ډېرو درختو يو ځائي ښکاره شوي وو چي وهغه ته ذخيره يا دزدتوري و مخ ته ليکل شوي وو (د پښتو په قاعده) ذخيره چي په دي هر څوک پوهدي چي دا د اردو څخه اخستل شوي دي که دوي څه هڅه کړي وي ددې دپاره په پښتو کښې نور ډېر توري موندلي شوي او بيا که دا ليکوال يا مصنف ته اړينه وه چي د ذخيري په ځائى د زيرمي نوم ورکړي وي داسې د ډېرو درختو په يو ځائي ته په اردو هم ذخيره نه شې ويل کيدي خو دا ډېره اوږ د بحث او چيړنه ده په کاردي چي د ماشومانو ته داسې کتابونه په لاس کښې ورکړو چي هغه سوچه او رښتنې پښتو وي ددې مانا دا نه ده چي ځموږ د نورو ژبو څخه کرکه کيږى.
تر ټولو سپيڅلي مرحله د پښتو اعلاده چي ودي ته ډېره زياته پاملرنه په کارده که څه هم د لر او بر پښتنو ژبه پوهانو په ګډه او په يوه خوله د پښتو د ليک دود دپاره يو کړنلاره ټاکلي او جوړه کړي ده خو د بده مرغه ډېر لږ ليکوالان په هغه باندي عمل کوي خو دا وخت پښتو يوه ګوند يا حکومت لخوا مخ په وړاندي وړله کيږي او دا يوه ټولنه ايزه بڼه لري نو ځکه دوي مسئوليت او دنده تر هر چا ارزښت لري د بيلګي په ډول د ليکى (ې) يا پراته يې ځموږ د سويلي پښتونخوا ليکوال نه ګاره وي او کندهار او کابل يې هم نه ګاروي خوشحالى يا خيبرپښتونخوا د هغه ياده شوي ې يا پرته يې په ليک دود کښې ګاروي د نهتياګلى په غونډه کښې د پښتو مشرانو ليکوالو او رڼ اندو و خيبرپښتونخوا ته دا اجازه ورکړه چي دوي دي پراته يې د پخواواروګاره وي ولې چي دهغه پښتونخوا په پښتو د نورو ژبو ډيري اغيزي شوي دي دلته به څه چل کيږي..؟ په کاردي چي په دي باندي ژب پوهان وپوښتل شي او د دوي رائي واخستل شي پاته شوه د استادانو او ښوونکو روزنه او تربيه دا ډېره اړينه خبره ده چي داسې استادان او ښوونکي و ماشومانو ته په پښتو ژبه ښوونه او روزنه وکړي چي هغه د پښتو سره ډېر نزدې او پوه وي ولې چې دوى د پښتو د زده کړو بنسټ ايښوونکي دي که لږ هم تېروتنه وشوه نو به دا هميشنى وي چي بيا به استل ډېر ګران وي چي ددې د مخه هم ځموږ د ګراني پښتو د ګډوډه کول ډېر هڅي شوي دي او پښتانه يې د خپلې مورني ژبى څخه د بيګانه کولو ډېري ناوړه هڅي شوي دي او دا د پښتونخوا ملى عوامي ګوند او د دوي د مشرانو وياړ دي چي د دهغه بيړي و مخ ته دوړلو ډنډه او مسئوليت يې په غاړه اخستي ده کهيوه خواته د دوي د وياړ خبره ده خو بلې خواته دوي و يوه لوئى کار ته موټي راغښتي دي لوئى څښتن دي وکړي چي دوي په دهغه کار کښې بريالي شي او خپله ژبه يووار په خپل ولس کښې وخوروي چي د خپلې مورنى ژبى سره د پښتو بينګانګى د منځ څخه د هميش دپاره ورکه شى. (امين)
