استاد ګلزار عالم سره مرکه پښتانه هنرمندان لومړی ټوک
استاد ګلزار عالم د مير افسر خان زوى او د محمد حسين خان لمسى دى په قوم پښتون او د مياګانو په ټبر پورې اړه لري.
د استاد ګلزار نيکه محمد حسين خان د صوابۍ د سيمې اوسېدونکى و، ددغه ځاى نه ده مټه مغل خېل ته هجرت وکړ، چې ډېره شبقدر ته يو شپږ ميله نژدې کلى دى. دغلته دده نيکه وفات شوى دى. نيا يې د پلار او يوې ترور سره پېښور ته راغلل. دغلته د استاد پلار اباد شو اوواده يې هم وکړ.
استاد پر 1959ع کال کې په پېښور کې دې نړۍ ته راغلى دى. استاد ګلزار عالم پېنځه وروڼه لري، چې درې يې سکه او دوه يې ناسکه دي او پېنځه خوېندې لري، چې دوه يې سکه او درې يې ناسکه دي د پلار تر ټولو مشر زوى دى. دده دواده څه ناڅه لس کاله کېږي (۱۹۹۲ع کال)او درې زامن لري، چې مشر يې د اتو کلونو او کشر يې د دوو کلونو دى.
د استاد ګلزار عالم د فن پيل:
دى د خپل فن په هلکه وايي:
زما له دې فن سره تړون د شوق په بنياد دى، زه چې ماشوم وم ما به د دوو سندرغاړو اوازونه اورېدل، چې يو يې استاد مهدي حسن و، چې هغه په اردو ژبه سندرې وايي او بل استاد خيال محمد و. دغه دوه اوازونه به په ما ډېر ښه لګېدل.
کله چې به زه خپل کلې ته لاړم، نو د دوى سندرې به ما په پټو کې ويلې. دغه شان زما شوق او يا فن سره مينه پيدا شوه.
زموږ کورنۍ يوه مذهبي کورنۍ وه، خو بيا هم زما له موسيقۍ سره شوق وو، نو ما پټ پټ ورسره تړون لرو. زه را لوى شوم او په کالج کې مې داخله واخيسته. په کالج کې زه په دولسم (12) ټولګي کې وم. هلته به يو پيريډ کېدلو، چې ريسس به يې ورته ويلو، چې هلکانو به مختلف شيان ويل بعضوبه تقريرونه کول، چا به شعرونه ويل او ما به سندرې ويلې.
هلکانو به ماته ويل، چې ستا خو ښه اواز دى، نو بايد موسيقي زده کړې. د کالج په وخت کې زموږ يو ډېر ښه استاد و، چې ماسټر عنايت سلطاني نومېده. له هغه سره ما داخله واخيسته او لږه لږه باجه مې ورسره شروع کړه. بيا زه پوهنتون ته لاړم او د هنر په څانګه کې په پوهنه بوخت شوم.
د ژوند لومړى پروګرام ما په پوهنتون کې ورکړ. يوه ميله جوړه شوې وه، چې ما دغلته سندره وويله، چې ملګرو او خلکو زما ستاينه وکړه او زما حوصله نوره هم اوچته شوه بيا ما په عوامي محفلونو کې شرکت وکړ، نو دغسې په مزه مزه زما پروګرامونه زياتېدل.
استاد ګلزار عالم د هنر په څانګه کې خپله لوړه زده کړه د B.A په سويه پر 1986 کال بشپړه کړې ده.
استاد ګلزار عالم او د مارشل لا دور:
د استاد ګلزار عالم سندرې د ځوانانو ډېرې خوښېږي او پکې ملي او د انقلاب پېغام پروت دى.
را واخلئ بيا د انقلاب سره نشانونه لېونو زلمو
دا خــاوره انـــقــلاب غــواړي، د ازادۍ انـقلاب
چې په سوات کې يې د خپل يوه ملګري په واده کې ويلې وه او ريکارډ شوې وه، د پوځيانو پام ځانته راواړوه او په مختلفو طريقو سره يې دى وځوراوه. دى په نښتون کې وايي.
مارشال لا د منځه تللو کې چې څومره کار سياستمدارانو کړى دى، دومره برخه پکې موږ هنرمندانو هم اخيستې ده.
په راډيو کې همکاري:
استاد ګلزار عالم ته د خپل ولسي مجوبيت له کبله د ريډيو له خوا د همکارۍ وړانديز شوى و او په 1989 کال يې د کوېټې د راډيو نه لومړى هنري پروګرام وړاندې کړى او نشر شوى دى او په ريډيو کې صرف شپږ مياشتې وروسته د لومړيو درجه سندرغاړو په کتار کې ونيول شو.
نن ورځ استاد ګلزار عالم د پاکستان د ډېر شمېر ريډيو او تلويزيون له مرکزونو سره کار کوي او هم يې يو شمېر فلمونو ته سندرې ويلي دي. د کوېټې او پېښور د راډيوګانو څخه يې (144) او د کوېټې او پېښور د تلويزيونونو له مرکز څخه يې (733) سندرې نشر شوي دي.
جاېزې او مډالونه:
د پاچا خان د امن جاېزه.
د ټول پاکستان د ځوانانو د تنظيم جاېزه.
د کلتور وزارت د پښتونخوا د صوبی د څانګې له خوا جاېزه.
د پښتون سټوډنټ فېډرېشن له خوا د باچا خان جاېزه.
د پښتو عالمي کانفرنس کوېټې له خوا طلايي مډال.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP له اړخه ورته هم دباچا خان جایزه او د استاد درجه ورکړل شوی ده.
استاد ګلزار عالم پښتون ولس ته داسې پېغام لري.
زه ټولو پښتنو ته يوه خبره کول غواړم، چې پښتانه موسيقي په ډېر شوق اوري، د هر پښتون په کور کې ريډيو، تلويزيون او ويډيو شته، خو سندرغاړي ته هغه عزت هغه قدر نه ورکوي، کوم چې د هغه حق دى. نو زه خپلو پښتنو ته وايم، چې خپلو هنرمندانو ته د قدر په سترګه وګوري.
نصير ستوری
