اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

پاکستان اوافغانستان دمشرانوخبرى اترى

محمد نعيم کاکړ

پاکستان او افغانستان دوه تر ټولو نزدې ګاونډيان دي چي ډېر څه ګډوياړونه لري خو د بده مرغه د لومړى ورځى څخه د دهغه دوو ګاونډيانو اړيکى ترنګلى پاته شوي دي او په بل باندي دېر بې باور پاته شوي دي دلته موږ دا خبره نه کوو چي پړه د چا ده ځکه چې دا ډېر اوږد بحث دي د افغانستان نه يواځي د پاکستان د ۶۶ کلن تاريخ څخه بلکې انګريز د وخته څخه ددي انګريزي حکمراني څخه سرټکاوي چي دهغه څرګنده بيلګي د افغانستان او د انګريزانو تر منځ درې جګړي دي چي انګريز دهغه وخته څخه انګريز دا هڅه کوله چي افغانستان په کراره احارامه پري په پريښوول شي ځکه چي د انګريزي هند څخه په لويه کچه لاس وهنه کندله چي هغه هم موږ د افغانستان په تاريخ کښې ليدلي او لوستلي شو د بده مرغه افغانان نه هم په هغه سوچ کښې دي چي د دوي په ملک کښې اوس هم پاکستان په لويه کچه لاس وهنه کوي چي تر ډېره پوري د دوي خبره رښتيا او ځائي نيولي دي هم داخبره ده چي د دواړو ملکو په منځ کښې بې باوري رامنځ ته شوي ده هغه کومي چاري دي چي هغه ونيول شي چي د دواړو ملکو تر منځ دهغه بې باوري د منځ څخه يووړل شې چي دهغه دواړه د ښه ګاونډيو وارو ژوند سره وکړي او دهغه خوار ولسو ته د دهغه بې باوري او د خواري څخه واستل شې چي دوي د نورو نړۍ والو وارو هوسا ژوند وکړى.

ځموږ دهغه ليک د يوه ځانګړي سرخط لاندي پيل شوي دي ځکه ځموږ خبره به هم په دهغه سرخط راګرځي دا يوه خبره خو اوس د چا څخه وډره او پټه نه ده چي په ټوله اسلامى نړۍ په زياته بيا ځموږ په دي سيمه کښې ډېر لوئي بدلون را روان په دي اړه ډېر نظرونه وړاندي کيږي خو څوک بشپړه د يوه نظر سره نه سو دريدلي خو دومره ويل کيدي شې چي د نړۍ د زور ځواکو د عرب نړۍ په اړه کومه کړنلاه ده دهغه سيمه هم په هغه کښې راځي خو ډولونه به بيل بيل وي دا منځني آسيا او د سويلي آسيا چي منځني ختيځ هم په کښې راځي د قدرتي معدنى زيرمو څخه مالا مال دي او د امريکا برتانيه ټولي لويديځي نړۍ په دي باندي نرر دي او دوي د يوې دوي پيړى څخه دهغه زيرمي څارلي او ددي دپاره يې ډول چاري نيولي په زياته بيا برتانيې چي هند يې لاندي کړي وو ډول ډول چاري سنجولي او تراشلي چي په هغه کښې يو په لويه لوبه (GREAT GAME) باندي نومول شوي دي خو بلې خواته پخواني شوروي اتحاد اوسنې روسيه چين او ځيني نور ملکونه هم په کراره نه ناست وونه اوس ناست دي ځکه دوي هم خپلې هلي ځلي کړي او کوي يې چي يوه لويه بيلګه يې د شوروي سره لښکر وو افغانستان د را رسول وو دهغه دساړه جنګ په نامه چي څه کيدل هغه هم د ګڼو دپاره وو او نن چي د تهره ګري او په بل نامه څه کيږي دا هم دهغه برخه ده لکه څنګه چي د ګټو په سر باندي لومړي او دويم نړۍ والي جګړي وشوي چي کيدي شې چي دريمه نړۍ واله جګړه هم په دهغه خاوره وشى.

د بده مرغه په دهغه جګړه کښې چي دوي د تهره ګري نوم ورکوي هغه هم په افغانستان او پاکستان کښې شوي کله څخه پيل شوي ده په زياته بيا په پښتون ميشته سيمو کښې خو نن دهغه جګړه د پاکستان و نورو سيمو ته هم غزيدلي ده نو ځکه چي دا ويلي شو چي دا يو داسي جګړه ده چي دا نه څرګنده شي چي دا روان تشدد څوک کوي..؟ هغه هم ددي سيمى دي چي دوى خپل نظر او فلسفه لري دوي دا غوښتنه کوي چي اسلامي شريعت دي نافذ کړل شې او ددې د څنګه چي په دوي کښې بيلې بيلې ډلي دي خو په کومو نومونو چي دوي پيژندل کيږى هغه تحريک طالبان پاکستان يا بل افغان طالبان خو دا دواړه نه د پاکستان او افغانستان آئين او نه يې قانون او نه يې پارلمانو نه منې نه نور ډېر څه که يوه خواته افغان طالبان دا دريځ لرى چي دوى د نړالووتلو په زياته بيا د امريکا د پوځى ځواکو سره جګړى او جهاد کوي او د دوى په استلو او وژلو بوخت دي چي د دوي دهغه دريځ ملاتړ هم تر ډېره کيږي خو د بده مرغه د دوي په دهغه تشدد کښې د باندنيانو په پرتله افغانان څو څو چنده زيات وژل کيږي چي ودي ته د افغانانو عام وژنه هم ويل کيږي ولي چي ناټو او امريکا هم د افغانانو د وژني څخه لاس نه اړوي يوه ساده خبره ده چي په يوه لويه لاره کښې څوک چاوديدونکي توکي ښخ کوي نو په دهغه لويه لار خو يواځي ناټو نه تيريږي په دهغه يو يو لارو خو ځموږ عام وګړي تيريږي هندا القياس هم دا ډول پاکستاني طالبان دي چي د دوي و خاوري ته خو باندني ځواکونه هم نه دي راغلي بيا د دوي جګړه له چا سره..؟ دويمه دا چي کله دوي ډول ډول چاودني کوي په دا کښې څوک وژل کيږي..؟ او بيا چي په جناز د جماتو جرګو او ولسي غونډو کښې چاودني کيږي او مسلمانان په کښې وژل کيږي يا ښوونځي او جوړ ځايونه ورانول کيږي نو بيا يو عام وګړي دا سوچ کوي چي دعام ولس کومه پړه ده چي د څلور بولو وارو په يوه ځائي وژل کيږي چى بيايې زړونه د دوي څخه توريږي..؟

د نړۍ وال ناتار د عام خلګو وژنه او هره ورځ دوير ټغرونه اواريدل او د بې امني د مخ نوي دپاره د افغانستان ولسمشر خپل ږغ د نړۍ والو رسولي خو نړۍ وال څوک دى..؟ او تر خپل نزدي ګاونډي پاکستان پوري رسولي او نزدي واره يې و پاکستان ته سفرونه کړي خو پاکستان د نړۍ والو واروهل پلن ورته اچولي خو کله چي په پاکستان کښې د محمد نوازشريف په مشري کښې نوي حکومت جوړ شو او داخبره يې وکړه چي په سيمه او افغانستان کښې به د سولي دپاره هر اړخيزه هلې ځلې کوي خو چي کله خپل سلا کار ښاغلي سرتاج عزيز و کابل ته واستوي چي افغان ولسمشر ته و اسلام آباد ته د راتلو بلنه ورکړه او بيايې نور وړانديځونه وکړو نو ولسمشر حامد کرزئي ته دا هيله پيدا شوه چي پاکستاني لوري هم تشدد په مخه کړي دي او دوي هم غواړي چي د هغه سيمه د روانو جګړو څخه وځغورل شې نو ځکه و اسلام آباد ته د تلو بلنه يې ورسره ومنله او ددې دپاره يې تياري پيل کړي خو و اسلام آباد ته د تلو د مخه يې داسې هيله او اميدونه د دواړو ملکو ولسونو ته ورکړو چي دهغه دوره به ډيري پايلي ولري ولسمشر حامد کرزئي د ځان سره يو لوئى پلاوي هم ملګري کړي خو د تلو د مخه يې دا وويل چي د پاکستان څخه به غوښتنه وکړي چي افغان طالبان د سولي و خبرواترو ته تيار کړي او په يوه ميزدي د افغانستان داعلي شورا د مشرانو سره کښې نوي او ددي د څنګه به د پاکستان څخه دا خواست وکړي چي هغه طالبان چي په پاکستان کښې تړلي دي چي په سر کښې ملابرادردي هغه به ټول ورته وسپاري او نورو همکاريو او په سيمه کښې کوم تشدد روان دي دهغه د منځ څخه د وړلو دپاره په ګډه هلې ځلې کوي په ۲۷م اګست ولسمشر حامد کرزئى د خپل لوړ پوړي پلاوي سره د يوي ورځي په دوره چي وروسته يوه ورځ د پاکستان د لومړي وزير محمد نواز شريف په غوښتنه اوږده ورسيدي د دوي د پخوا په پرتله دودهرکلي وشو دوي ورځي خبري په اسلام باد او مري کښې وشوي چي په دي کښې د پلاوي په ګډه او دواړو مشرانو په يواځي کښې هم خبري وکړي د خبرو په دهغه بيلو بيلو پړاونو کښې د پاکستان سرلښکر ځلانده ښکاره کيدى.

د خبرواترو څه پايلي راووتي په دي اړه خو څوک بشپړه خبره نه شي کولي خو د نړۍ والو د څنګه افغان سياسى شنونکو هم دا وويل چي ولسمشر حامد کرزئي تش لاس و کابل ته ستون شو واشنګټن پوسټ په دي اړه وويل چي حامد کرزئي ناهيله وخپل هيواد ته ستون شو داسې هم ولسمشر و اسلام آباد ته د تلو د مخه چي کومي خبري کړي وي دهغه ذکر د سره څخه په دا دوره کښې نه دي شوي خو ځيني اقتصادي پروژو باندي د دواړو خواو د ماليي وزيرانو لاس ليک وکړي خو ددي د مخه هم د دا دواړو ملکو تر منځ داسې لوزنامي شوي وي چي وروسته څه پايلي ونه لرلي خو دلته داخبره څرګنده ده چي د مشرانو تر منځ مخامخ يا د ميډيا د لاري يو ډول تاثير ورکول کيږي او د پردي وشاته بل ډول خبري کيږي رسنې چي کومي خبري کوى هغه د نن ورځي په سياست کښې څه ارزښت نه لري..؟ خو ځيني شنکونکي د هر مشر د هوليې يا (BODY LANGUAGE)څخه خپل اټکل کوي که څه هم د ولسمشر حامد کرزئي بڼه بده نه ښکاره کيده خو دوي په اسلام آباد کښې نه په کابل کښې د شوو خبرواترو په اړه څه معلومات ورکړو نه د دوي ويان داسې څه خبره وکړه چي ددې څخه داسې اټکل کيږي چي دوي دواړه په پريکړو کښې خپلواکه دي يا دا چي هم هغه پخواني خبرى او غوښتنه يو د بل څخه کيدلي چي په هغه کښې د طالبانو سره دخبرواترو لار جوړول او تړلي طالبان راخوشي کول او را روان تشدد د مخ نوي لاري چاري لټول يا د ډيورنډ د کرښې خبره چي څرګنده ده چي ددي څخه پخوا هم د پاکستان او افغانستان د مشرانو تر منځ په وارو وارو داسې خبرى شوي وي خو دومره توپير په کښې راغلې دي چي د پاکستان لخوا به دهغه خبري پخوا ولسمشر آصف على زردارى يا پخوانى لومړى وزير سيد يوسف رضا ګيلانى کولي خو ددې واره دا خبرى محمد نوازشريف په مشرى کښې د ولسمشر حامد کرزئي سره وشوي ددې سره سره چي هر لوري خپل سيال تر خوږ منه ګوته نيولى دى.

رښتيا خبره داده چي ددې ټولي سيمي لويه شخړه روانه خو نړۍ جګړه ده چي نن سبا د تهره ګري په نامه نوموله شوي ده که پاکستان او افغانستان د دهغه تشدد د ختم کيدو مخ نوي په ګډه ونه کړي او ژر تر ژره يې ونه کړي نه يواځي به دهغه دواړه خوار ولسونه په اور کښې سوځل کيږي بلکې دهغه ټوله سيمه به د لوئى ناورين سره مخامخ کيږي لکه وړاندي چي وويل شول تر هغه وخته چي د دهغه روان وراني د منځ څخه نه وي وتلي نه دهغه ملکونه اقتصادي پرمختيا کيدي شي نه باور ټينګيدى شې نه ښه سباون دهغه ولسونه سوله او سوکالي ليدلي شې او پاکستان او افغانستان په ګډه ددي پاره کار وکړي نو دوي ولسونه د دهغه ناورين څخه ځغورلي شي دا وخت په دواړو ملکو کښې اورلګيدلي دي لومړي بايد په ګټه دا اورووژل شې او دا وخت چي د دواړو تر منځ کومي لانجي دي هغه وشاته وغورځوي داسې هم نه د پاکستان کورني حالات د ستايني وړدي نه د افغانستان حالات د ډا ډوړدي او ددي د څنګه د دواړو ملکو مشران هغه پيښې چي په عرب کښې رامخ ته شوي او اوس هم رواني دي په هغه هم سترپټي نه شي دوي ددې سيمى دپاره کومه کړنلاره او ايجنډا لري هغه هم په نظر کښې وساتل شى.

په پاکستان کښې او افغانستان طالبانو په نامه چي څه روان دي و دوي ته هم په کاردي چي په روان جنجال د نوي سره څخه غور وکړي او دا و ګوري چي زور ځواکه دلته څه کول غواړي دوي بايد داوسنجوي چي د کلو کلو څخه چي په د سيمه کښې جګړه روانه ده په دي کښې څوک وژل کيږي او د چا په خاوره باندي اورلګيدلي دي او د چا سباون د خطر سره مخامخ دي دهغه باندنيان چي دلته شتون لري که دوي د نورو زبرځواکو ملکو سره په جګړه کښې راښکيل هم شې دوي به د وسلو او ټيکنالوجى په زور دهغه جګړه ځموږ په خاوره مخ ته وړي چي څرګنده ده چي وراني او وژني به د دوي نه بلکې ددي سيمى د خلګو کيږي که دوي ماته هم وخوري دوي به و خپلو هيوادو ته ولاړشي چي يو بل لويي ناورين به ددې خاوري او ولسونو په برخه وي په کاردي چي هم افغان طالبان هم پاکستاني طالبان د خپلو خپلو ملکو د حکومتو سره په يوه ټغر کښينې او حکومتونه هم د دوي وغوښتنو ته غوږ کښيږدي چي د سولي او سوکالي يوه لار راووځي خو که دواړه لوري په خپل خپل دريځ ولاړ پاته شې نو د سيمې نوري د بدمرغي ورځي را روانى دى

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←