اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

پښتو سوچه کول

ليک: عبدالجبار کاکړ

د څه ومنه څخه نه يواځى د پښتو د سوچه کولو خبري او په دي باندي ليکني کيږي بلکي ايران جاپان چين اونو ملکو داسي هڅي پيل کړي دي چى دخپلو ژبو څخه د پريد يو ژبو توري اوټکي وباسي داکيدي شى که يا؟ در جواب خو دهم دهغه ولسونو او حکومتو سره ورسره دي خو دوي دا کار ځکه کولي شې چى ددوي دهغه ژبې دحکومتي څارنېي لاندي دي دوي د خپلو ژبو دپرمختيا دپاره ډير څه کوي ودي ته بيلى بيلى ادارې چوړي کړي چى په ډير لوئي شمير ژبپوهان اسکالران او نور کارکونکي کار په کشې کوي او دا هرڅه دحکومت ترڅارني او دحکومت په لګښت کيږي که هر حکومت يا د هرګوند حکومت راشې دهغه کارمخ په وړاندي روان وي ددي دڅنکه د هغه ژبي دحکومتو دفتري ژبى دي دښوونځي او د زده کړو ژبى دي د اقتصاد سره اړه لرونکى ژبى دي او بياچى دوى وغواړي ددولت اوحکومت په حکم هرهغه کار په ياو کښې کولې شي چى هغه ددوي د ژبو په ګټه وي هيڅوک نه شې کولې چى دخپلي خواڅخه د ژبى په ليک دور ټکو يا تورو کښې څوک بدلون راولي ددي د څنګه ددوي رسنې هم دهغه ژبو باندي دي چى هغه په کور ښوونځي دفتر بازار کيفي ياپه بازار اوکلي کښې ويل کيږى هيڅوک بل زور ځواک د دوي په ژبو کښې لاس وهنه وکړي نه قانون ودوي ته دي اجازه ورکوي نه اخلاقيات او بشري تولني.

خو ترکومه چى ځموږ دمورني ژبى پښتو خبره ده ودي ژبى ته دوړاندي آسانتياو څخه يوه اسانتياپه برخه نه ده يو خو پښتون خوار د تاريخ په اوږدو کښې د زور ځواکو لخوا ودي ته نه دي پريښوول شوي چى دي خپل تاټوبى سوکاله کړي خپل دولس د اقتصاد په ډګرکښې د نورو ملکو وارو مخ په وړاندي روان کړي د څوپيړيو څخه دلوبه پښتون افغان په ضد راروانه ده چى تراوسه دوام لري تراوسه پښتانه دانه د سنجولي چى ولي هرغير پښتون افغان دده دښمن دي چى ويوه لوري ته نه ايله کوي چى وده وکړي بلکي دڅه وخته څخه خو داسي هڅي او دسيسي رواتي دي چى نه يواځي پښتون افغان دمځکي د سره څخه پوه پناه کړي بلکي دده ژبه دده دود دستود منځ څخه وباسي يا داسي سره ورګډډ کړي چى خپله پيژندګلوي هم ونه کړل شې چي ددي ژوندي بلکه ځموږ ژبه سره راګډه وډه کول دي خير داخو دومره اوږد بحث او چيړنه ده چى ډير څه په ويل کيدي شې.

دا وخت چى پښتودکومو ستونځو او مشکلاتو سره مخامخ ده موږ ټول په خبراو پوه يو يوخو د پښتانه ترټولو لويه بدمرغي داده چي دي په څلورو برخو سره ويشل شوي دي ځکه نه شې کولي چى ځان ته داسي پريکړي وکړي چى هغه ته قانوني جامه وروا غوندي لږو ډيرد پښتنو په افغانستان کښې څه واک شته چى دوي څه کړي بايي کولي شي خوهغه دکاغذو پوري پاته دي لکه دافغانستان په اساسي قانون کښې داراغلي دي چى دوي خوندي ژبى لکه پښتو او ددي به د هيواد رسيمي او دفتر ژبى وي په هر چاره کښې به سره برابري وي خو په عمل کښې څه روان دي په هغه موږ ټوله ولديو په دي باندي څه ويل به وخت تيرول وي ددي سره سره چى په افغانستان کښې پښتانه په سلوکښې ترشپته هم زيات دي خوبيا هم دوي د لږکيو سره ځان نه دي برابر کړي..؟ خو دا پړه د پښتو سره د ډيره وخته راروانه ده چى اوس يې ډير زو راخستي دي پاته شو د پښتانه ټاټوبى نورې دري برخي ددوي حالت د افغانستان د پښتو سره درمان سلوک څخه هم په هغه خوادې دلته نه هغه ژبى لکه پښتو پنجابى بلوڅى په بنو ښووښځيو کښې ويل کيږي (لوست- ليک) بلکې په دفتر کښې دي ژبو نافذ کول خو داسي دي لکه څوک چى په دوه لاسه وسپوږمى ته خيزى ځکه چى دلته خو ولسو نه دخپلو ژبو دودونو او رواجو څخه بيګانه کيږي اوپه دي باندي د لسيځو لسيځو څخه کارروان دي خو يواځى سيندي ژبى خپل غاوران وموندل او دوي ټولى آسانتياوى وخپلى ژبى ته راوړي چى نن د ښوونځي او دفتر ژبه منل شوي ده خو د پښتو او بلوڅي يا نورو ژبو سهر لويه پړه روانه ده په بلوچستان ايالت کښې چى درې لوئي ژبي لکه پښتو بلوڅى او بروهي دي دا دوي درې مياشتي کيږي بلوڅ او پښتون وطنپاله ګوندوپه حکومتي کچه دا اعلان کړي دي چى دوي په دنول کال د پيل څخه دهغه درې ژبي د زده کړو ژبي ګرځوي خو تراوسه د پښتونخواملى عوامى ګوند او د بلوڅو د نيشنل ګوند ايالتى حکوت نيمګري دي ولى چى مسلم ليګ(ن) ايالتى مشران ځان دوري دوري کوي که ددي ملت پاله ګوندو حکومت جوړ او دوام ييې وګړي نوبه دهغه ژبى دودي په لور رواني شي د شمالي پښتونخوا د اې اين پى تير حکومت په ايالت کښې په ښوونځيو کښې د پښتو په ګډون نورو ژپو ته وارو وکړي دا کارتسره کړي خو د ډيرو هلوځلو وروسته دوي په ځينو سيمو کښې بريالى شول چى مورنى ژبى د لومړيو زده کړو ذريعه وګرځوي خو اوس نوي حکمرانان راغلي دي دوي به د مورنيو ژبو سرڅه کوي..؟

دا اوږدي خبري ددي دپاره وليکل شوي چى په دي پوه شو چى ولي پښتو وروسته پاته شوي او څه کيدي شې چى پښتو د نورو نړۍ والو ژبو وارو مخ په وړاندي ولاړ شي د تاريخ په اوږدو کښې په حکومتى کچه هڅي شوي دي چى پښتو وده ونه کړي او وروسته پاته شې ځکه چى داسي هڅي حکومتونو کړي دي چى هغه ورورنه هم په پښتو وتړل شې چيرى چى په دي ژبه خپروني يا کتابونه چاپيدل ونه شې خو بيرته ځموږ مبارزو ليکوالو شاعرانو د ورځپاږو او دمجلو مديرانو خپل همت او مبارزي ته دوام وخت په وخت ورکړي چى خپله پښتو يې ژوندي وساتله ددي سره سره چى ډير پښتانه د خپلي ژبى سره بيګانه شوي دي ځکه چى نن هم ورځپاڼي مجلى اوکتابونه چاپ کيږي خوهغه د نورو ژبو په پرتله ډير لږپلورل کيږى خودخپلو هغه چاسره چى دپښتو سره مينه لري پښتانه ودي ته را واړوي چى دوي د خپلى ژبى پښتو کتابونه او نوري خپروني په روپو رانيسي.

د پښتو د منځ څخه د وړولو دپاره ډيري هڅي وشوي اوس هم کيږي چى وړاندي څه نه څه په ګوته شوي چى کله ولس د خپلى ژبي څخه بيګانه شې او د نورو ژبو يلغار ياپه دوى تپل کيږي په ښونځيو کښې نه لوستل کيږى نو څرګنده خبره ده چى و ژبو په ګډون د پښتو به د نورو ژبو د تورو سيلاو نه ورګډيږى بلکې ورګډه ول کيږى لکه نن چى دهغه ناروغي وپښتو ته لګيدلي ده چى ددي څخه څوک ډه ډه نه شي کولي چى هم د هغه خبره ده چى نن د پښتو ژبي د سوچه کولو غوښتى رابرسيره شوي دي خو دهغه ناوړو لاس وهنو کيدي شوي چى پښتو نور ګده وډه کړي وي چى د خدائي (ج) پيژوينه ده چى د نړۍ ته آئي ټى (I.T) انټرنيټ راغلي چى چى ددي څخه هغه لاسونه غوڅ شول چاچى د هغه چا مخ نيولي وو چاچى د پښتو دودي او پرمختيا دپاره څه کول غوښتل په ډير لوئي شمير د آئي ټي څخه آسانتياوي موږ ته راپه برخه شوي په پښتني سيمه کښې چى راډيو ټيلى ويژنو نوکومي خپروني کولي او ددهغه ادارو چارواکو داهڅه کوله چى دپښتو رښتني تورو باسي او د نورو ژبو توري په خوله وائي ځکه چى په دهغه څو لسيڅو کښې پښتو خپل توري دلاسه ورکړو او د نورو ژبو دومره اغيزي ورباندي وشوي چي په ځيني پښتني سيمو کښى چى پښتانه خپله مورني ژبه وائي نو ډير پښتانه دا اټکل کوي چى دا پښتو نه بلکې يوه بله ژبه وائي.

يوه خواته انټرنيټ آسانتياوي رامخ ته شوي او د هري سيمي پښتو ددي آسانتيا څخه لويه ګټه ترلاسه کړه او په ډير لوئى شمير ليکوالو خپلي ليکنې شاعري ولر بر پښتو او نړى والو ته وړاندي کړي چى څرګنده خبره ده چى د پښتنو د هري سيمې ليکوالو شاعرانو انټرنيټ په مخ نه يواځي راڅر ګند شول نه يواځي يو دبل ليکني او شاعري يې ولوستلي بلکې د سيالي د څنګه يې دااټکل هم وکړي چى څومره د نورو ژبو توري وپښتوته وردننه کړل شوي دي چى ښکاره خبرهده چى کوم ليک ليکوال په خپل ليک کښې د پښتو ټکي ګاروي دهغه وليک ته به ارزښت هم ورکول کيږي او ددي دڅنګه هغه څوک چى ليک يې د نورو ژبو تراغيزو لاندي وي نودا غوښتنه به کوي چى د نورو ژبو دټکو په ځائي دي د پښتو سوچه توري ګارکړي خوکه په پښتو کښې داسي تورې نه وي نوبيا د بل ژبي توري هرڅوک ګاره وي شې دا ډول د نورو ژبو ليکوال هم د اړتيا په وخت داسي کوي خو داسي نه کوي چى د سره څخه يو توري دوه توري د پښتو د ګارکړي پاته ټول توري د بلي ژبى ورواچوي او دايو تور او عمل وګرځوي چى څرګنده خبره ده چى دا وپښتانه ته دمنلو وړنه شې کيدي ددي دمخه چى د پښتو د پرمخ تګ لاري تړلي وي او ددسيي د لاري دا کار روان وو خو اوس داسي څه نه شې کيدي ځکه چى آئى-ټى هر څه په بله خو اواړولي او ددي دڅنګه هغه باندني راديو ګانو چى په پښتو ژبه خپروني کوي هغه دومره مخ په وړاندي پروګرامونه ورکوي چى وپښتو ته دا حجت نه ورپښيږي چى دوي هغه راډيوګاني واوري چى هغه دلسيځو لسيځو څخه درښتني پروګرام په ځائي د خپلى خوښي خبروني کولي يايې کوي بيله ددي چى ددي څخه څوني زيان رسيدلي ولي چى کوږ بار ترمزله نه رسيږي نه اوبه په ډانګ بيلږي نه رښتيا درواغ کيدلي ددي سره سره چى درواغومزل لنډوي

پاته شوه چى پښتو څنګه سوچه شې ودي ته د يو بيل ليک اړتيا شته چى د لوئي څښتن په مرسته به وتاسي وړاندي شې.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←