د معلوماتي ټيکنالوجى په پښتو باندى اغيزى
ژوند مخ په وړاندي روان دي ارتقاء په لارښودنه نه دريږي نړۍ ورځ دبلي پرمختيا کوي ددي څخه ځموږ په ژوند کښې ډول ډول بدلون رامخ ته کيږي که موږ غواړو که نه غواړو ددي ټولي اغيزي په موږ کيږي يواځي داچى د هغه بدلونونه ځموږ په هرورځنې کښې بلکې ځموږ په ژبو او دو دونو باندي هم ژور اغيزه کوي چى په دي څوکلونو کښې چى معلوماتى ټيکنالوجى (I.T) د پرمختيا څخه ځموږ په ژوند کښې ليدل کيږي هغه قومونه ملتونه او ولسونه چى ددي بدلونونو سره سم تګ نه کوي په دهغه پرمختيا چارو کښې برخه نه اچوي نه داسي قومونه دمنځ څخه ورکيږي ددوي ژپي دودونه او رواجو نه هم وخت دمنځ څخه وړي پخواچى په دهغه عمل په پيړيو کښې کيدياوپه لسيځو کښې کيږي.
پښتانه افغانان چى ددي وخت اونړۍ يوه برخه ده دوي به هم ځان په هغه نړى والو بدلونو نوځان خبره وي او نړى واله سيالي به کوي کښې ددوي وار هم تير دي ددي سره سره چى پښتانه افغانان د ډيرو وختو څخه د جګړو او جنګو قربانيان ګرځول شوي دي او دډيرو اوس هم داسوچ دي چى د جګړي او وسلي په زور موږ هرڅه ترلاسه کولي شوپه اوسنې مهال کښې دا ځان تيراسته ده او د نړۍ څخه د وروسته پاته کيدو په چپه بل څه نه دي خويو نيکمرغي داده چى د پښتون افغان يوه وړوکي برخه په دهغه جګړو کښې بياهم دا هڅي او کوښښ کړي دي چى وخپلى ژبى دوددستورته دومره څه وکړي چى که د نورو څخه که سيالۍ نه شې کومي خو دومره څه وکړي چى هغه نوم نښان ياپته وي پاته شوپه لوئى شمير پښتانه هغه خو دکلوکلو څخه په جګړو کښې بوخت دي يا هغه څوک دي چى ډالريې ځان ته ورتيرکړي دي هغه وائي چى پښتو يې بيا څه ده د پښتو وده او پرمختيا بياڅه ته وائى او خپله ژبه او دودساتنه بيا څه ته ويل کيږي زه پيسى او ډالري ګټم خپل هرکار د ډالرو په زور باسم ښه خور ژوند تيروم اوبس که څه هم دا ځموږ د وګړو يوه لويه برخه جوړه وي و داسي چاته څه نوم ورکول کيدي شې دوي به هم داسي پريږدو.
خو ددي د څنګه يوه بله ډله هم شته چى زه هم په کښې کيږم دوي ياخو څو کتابونه ليکلى دي يا شاعران دي يالږ ډير د پښتو چوپړهي ځانونو ته ټولني دپښتو په نامه جوړه کړي دي ځينو خو د پښتو اکيډميو په لويو لويو ماڼېو کښې د کلو کلو څخه ناست دي يا د دولت او حکومت د خوا د ژبو دپرمختيا په نامه په پوهنتونو کښې پښتو څانګي خلاص کړي دي غټې غټې تنخواګاني اخلي خوڅومره کار دوې په دي اوږدو کلو کښې کړي دي هم د هغه کار به د دوي هرڅه ورښکاره کوي ځماپه اندپه دي بادي دڅه ليک ضرورت او اړتيانه شته ياپته شول دځما وارو چى باخو ورځپاڼې په پښتو ژبه راباسي مجلي چاپ کوي يابل يو نيم کاردپښتو دپاره کوي که څه هم ددهغه چادهغه چوپيړ موږ نه شور دولي خو دبده مرغه هم دهغه کهول دا انګيرلۍ ده چى ترما زياته د پښتو دپاره بل څوک زيات کارکوى..؟ خو د هغه کهول چى ځموت ددي سيمي ليکوالان شاعران او مديران په کښې راځي د نرګسيت يا د ځان خوښي په ناروغي کښې راګير دي او دځان ځاني مرض وهلي دي چى د ځان د ستاينى په چپه بل څه ته غوږ نه ږدي خو ترټولو لويه بدمرغي داده چى په هغه زاړه ډګر راوان وي او څه بدلون يې نه دي راوستي بهرحال داهم دومره ستايل کيدي شوي.
رښتيا خبره داده چى څو کلو څخه معلوماتى ټيکنالوجى منځ ته راغلى ده چى په ډير چټکي سره هر ورځ نوي نوي شيان او اصلاحات رامخ ته کوي چى د پښتو په ګډون نورو ژبو هم د ورپيښه ده چى دوى به د کمپوئيټر د ژبى څخه وخپلي ژبي ته داهر څه رااړوي مطلب دا چى اصلاحات به راولي يا به د خپلي ژبى نومونه ورته جوړه وې که داسي ونه کړي نو يوه خوته په پل ژبى توري په پښتو کښې ګاروي چى دا د هر وګړي دوس کارنه دي ولي که يو پښتون چى دهغه انګريز ژبه نه وي زده هغه نه شې کولي چي معلوماتي ټيکنالوجى څخه ګټه واخلي خو ددي دڅنګه ددي يو ويرونکي اړخ دادي چى دهغه ټيکنالوجى په زراو زراو چى ژر په وملين ته ورسيږي چى کله ويوي ژبى ته وردننه شې نوبه دژبى څه حال جوړيږي داسي همکه موږ غواړي چى خپله ژبه پښتو د نړۍ د سيالو ژبو په ليکه کښې ودروونو به د هغه اصلاحات و پښتوته ارومرو را اړ وو اوخت د نړۍ لس لويو ژبو هغه اصلاحات وخپلو ژبو ته ژباړلي دي چى په هغه کښې پارسي هم شته خوپښتونه شته پښتو ځکه چى په هغه نړۍ واله قطار کښې نه شته چى دهغه اصلاحات و پښتوته نه دي اړول شوي پارسي ځکه د نړۍ ددهغه لسو ژبو په ليکه کښې ځائې نيولۍ دي چى د ايران دولت وخپلى ژبى پارسي ته په ډيره لويه کچه کارکوي چى يو دهغه ضروري اواړين کار هم دي دايران دي لاس ته راوړنۍ څخه په افغانستان کښې دري پارسي ددهغه اصلاحاتو څخه ګټه پورته کوي چى ددي څخه به پښتو د سيالۍ څخه پاته شې چى ددي د څنګه په ډير پښتانه دي کار د ګټو څخه پاته شى.
د بده مرغه لکه وړاندي چى وويل شو د لر اوبر اوسيدونکى په پښتو مېنوودي بوئى کارته تراوسه بشپړه پاملرنه نه دکړي په موږ کښې ډيرچى معلوماتى ټيکنالوجى سره تړلۍ هم دي ودي خواته پاملرنه نه د کړي په کاردي چى دهغه ټولني چى وړاندي ذکروشو دخپل رواتي چارواکو او کار د څنګه وپښتو ته د کمپويئټر د تورو و پښو ته دژباړ لي وکاته زياته پاملرنه وړکړي او پخپلو ټولنو او ادارو کښې د معلوماتى ټيکنالوجى ته يوه بيله څانګه جوړه کړي او هغه څوک چى په کمپوټر کښې ماهران دي هغه هم په دياړه دخپلى ژبي د پرمختيا د پاره کار وکړي د پېښور کابل کوټى کندهار ترمنځ اړيکى ونيول شې چى دوي په دي لوئى کار کښې يو دبل سره مرسته وکړي.
هغه افغانان چى دهيواد څخه دباندى په نورو هيواد په زياته بياپه لويديځ کښې دا وخت ژوندي کوي ددوي د پښتو دپاره د وخت څخه راروان کارو څخه هيڅوک مخ نه شې ګرځولي چى ددي د څنګه ددوي لخوا چى د پښتو کمپويئټري پروګرام کښې څومره ستړي په ځانونو وړي دي هغه چى څومره ستاينه وشې بيا به هم لږوي خو موږ هيله لرو چى دوي به دپخواواروو خپل دهغه چوپړته دوام ورکړي خو دلته د لر او بر کښې چى موږ بى شميره پته يو لومړى دنده هم دي پوهانو لوستلو پښتو افغانانو جوړيږي په زياته بيا د هغه دولتى ادارو او غير دولتى ادارو چى ددوي لاس رسي تر ډيره دي او هغه پښتو ټولني ياغورځنګونه چى شمير يې وزراو ته رسيږي دوي خپله زياته پاملرنه ودي خواته واړوي په زياته بيا پښتو اکيډمي پوهنتونونه چى دوي په لکاو لکاو مرستى او فنډونه دحکومت څخه ترلاسه کوي هم ددي دپاره چى پښتو وده وکړي په کار دي چى داصلاحاتو د جوړيدو و خواته خپله ټوله پام لرنه وکړي ددي دپاره د نورو پوهانو سره تړون پيدا کړي او د خپلى برخي کاروکړي ولى په اوس وخت کښې تردى زيته اړتيا ته شته.
