پښتو څنګه سياله ژبه جوړيږي شي
ليکونکى: عبدالجبار کاکړ
پښتو په دي څونزدو کلو کښې ډېره پرمختياکړه ده په زياته بيا چي معلوماتي ټيګنالوجى د ليک او لوست او نورو چاره کښې ډېر غټ بدلون او انقلاب راوستي دي نن که ويب پاڼى وکتل شي نو پښتو ژبي پاڼي بى شمېره دي چي د نړۍ دلو يو ژبو سره سيالي کوي شي ددي سره سره چي په تورو ملکو کښې حکومتونه دخپلو قومي ژبو دوي دپاره کچي کار کوي او بى شمېره ويب پاڼي مخ په وړاندي وړي خو پښتانه دخپلي ژبي سره د زياتي ميي دکبله هم د ځانه څخه لګښتونه کوي او تر ډېره يې بيله د څه دولتي مرستي دهغه کار مخ ته وړي آن دا چي هر لوستلي پښتانه چي غواړي خپلي مورني ژبي ته کار وکړي ځائي ويب پاڼي په انټرنيت باندي پرانستلي دي چي تر خپله وسه د پښتو د پرمختيا دپاره کار وکړي خو شمېر يې ډېر زيات نه شي کيدي ولي چي دبده مرغه موږ ډېر لوستلي پښتانه ګوروچي دخپلي ژبي سره يو ډول تړاؤ نه ساتي او د خپلي مورني ژبي پښتو سره بيګانه شوي دي او که چيري پښتو دمنځ څخه استل کيږي دوي څه اړه نه ورسره لري ولي چي و داسي چاته دخپلي مورني ژبي ارزښت نه دي څرګنده داسي څوک دنورو پريد وژبو تر اغيز ولاندي وي او دوي ونورو ژبو دويلو ليکولو او لوستلو باندي وياړ څرګندوي چي داسي چاته نو تش په نامه پښتانه بولل کيدي شي.
ترکومه چي په تيرو څو کلو کښې چي ځموږ ګراني پښتو څومره وده کړي ده په رښتيا هم دستايني وړده خو دهغه پرمختياياوده دپخوا په ډول په يوه ځانګړي لاره دوخت څخه را روانه ده مانا دا چي د پښتو د پرمختيا دپاره موږ نوي چاري اولاري نه دي ورته ټاکلي دبيلګي په ډول ديوه کتاب چاپ کول چي په رښتيا هم د پښتو د ودي دپاره کتاب چاپ کول څه آسانه کار نه دي ښه غټ او دکاروړ کتاب ځموږ ليکوال چاپ کوي چي په رښتيا هم ډېر لوئي کار دي خو بياودي ته نه ګوري چي دهغه کتاب په پلور نځي چاپه بيه رانيوي يو چا دکتاب څه ستاينه وکړه يايې څه تيروتني په کښې راواستي ځما په اندداسي ډيري لږ پيښي کيږي دا ځکه چي دکرښي ودي خوا په پاکستان کښې ډېر لږ پښتانه دي چي دوي د پښتو کتاب په بيه رانيي بلکي ځموږ ليکوال پخپله خپل کتاب په مننه و هغه چاته رسوي چي دده دا خيال وي چي اخستونکي د پښتو دکتاب لوست کوي او پاته چي څومره کتابونه وي هغه په کورياپه دفتر کښې ورته وډلۍ وي ولي چي نه دولت د پښتو دليکوال څه يو ټاکل شوي شمېر اخلي چي په کتابتون کښې لوستلو دپاره وي نو موږ هر څوک دا اټکل کوي شو چي بيا به يو ليکوال څنګه ودي ته تيارسيږي چي نور کتابونه چاپ کړي نو ځموږ ليکوال نه يواځي نر مالي زيان لاندي راځي بلکي هغه خدائي پاک ورکړي علم چي دي يې وخپل ولس ته وړاندي کړي هغه نيمګړي پاته شي هم دهغه حال د پښتو دورځپلو او مجلو دي چي څو پښتانه دي چي دوي پښتو ورځپاڼي او مجلي په بيه اخلي داخبره دچاڅخه وډره او پټه نه ده اوس ددي پړه په چا باندي راځي پاته شوه معلوماتي ټيکنالوجى يا انټرنيت نو دا خوا په لوئي شمېر پښتنو دپاره داسي دي لکه څوک چي وسپوږمي ته بيله د څه چاري ځان رسول غواړي ولي چي يوه خواته خو عام پښتانه په لوئي شمېر نالوستي بيادوي په پښتو دسره څخه لوست نه وي کړي او بل دا چي د دوي لاس وانټرنيټ ته نه ورسيږي نو ځکه چي موږ ويلي شو چي هنوز د هلي دوراست.
په کار دي چي موږ لومړي ستونځوته دټول پام واړه وو په ګډه يې چيړنه وکړو او بيا يې په ګډه يې يوه داواري لاره راوباسو چي هغه په رښتيا هم پښتو وده وکړي او دنړۍ دنورو ژبو سره سيالي وکړي نن چي دنړۍ ټول ژب پوهان په يوه خوله دي چي د نړۍ د سپږ زرو مورنيو ژبو څخه به زياتره ژبي دهميش دپاره دمنځ څخه ولاړي شي که يوه خواته معلوماتي ټيکنالوجى دنورو ګټو دڅنګه وژبو ته هم ډېره ګټه رسولي ده خو ددي دڅنګه يې د ډېر وژبو دمنځ څخه دوړلو پروګرام د ځان سره راوړي دي او داخبره رښتيا ده ولي چي په يوه اونۍ کښې يوه ژبه خپلى کمبلي ټو لوي پښتنو ليکوالو شاعرانو او رڼ اندو په ډېرو خوار يو خپله ژبه تر دي ځايه رارسولي ده نو ددي دپاره اړينه ده چي بشپړه پښتانه په ګډه ددي دپاره کار وکړي ددي سره چي معلوماتي ټيکنالوجى دهغه آسانتياوي موږ ته راکړي دي.
ځما ددي ليک مطلب دا دي چي بايد موږ په ګډه هغه ستونځي راوسپڼو چي پښتو داوخت ورسره مخامخ ده او بيا داسي هڅي وکړو چي په ګډه دهغه مخ نوي وکړو که څه کوو هغه د پښتو په کهاته واچوو داونه ګڼو چي د دومره کار کونو سره سره بيا هم ولس ځانګړي ځائي نه دي کړي خو ځما په اند چي داسي سوچ هم سم نه دي دا ځکه چي چالږ او د ير دپښتو دپاره کار کړي دي
پښتو څنګه سياله ژبه جوړيږي شي .