پښتونخوا ديوه اوږده ناورين لاندي
ليکونکي: عبدالجباکاکړ
په پښتونخوا کښې د څو کلو څخه عام وژنه روانه ده چي د ختم کيدو نوم نه اخلي حکومت چي دنده او ذمه واري يې داوي چي د خپل ولس ځغورنه او ستانه وکړي نه يواځي دا چي د ملک دننه بلکې
د ملک څخه د باندي په ملک کښې باندي څوک بريد کوي يا په ملک کښې ګډوډي څوک جوړه وي د هري لارې دهغه مخ نوي وکړي يو د ډول سرشندني څخه مخ ونه ګرځوي ملکو نه او ولس وسله وال پوځ پوليس او مخبري شبکى او نوري وسلي ډلې او قانون پولي کونکي اداري هم ددي پاره ساتي او دوي ته د ولس د شتمنې او خزانې څخه يوه لويه برخه هم ددي دپاره ورکوى چي د ملک د کورنيو او باندنيو خطرونو مخ نوي وکړي او د ملک قانون پولي کړي او هغه څوک چي دوي د قانون څخه سرغړونه کوي هغه د قانون او عدالت منګولو ته وسپاري د يوه ملک اوسيدنکي ماليه او ټيکس هم د دهغه دپاره هر وخت ورکوي او د ولس په ماليه دهغه ټولي اداري خپل کار کوي هغه ملکونه چي اداري په ښه ډول تر سره کوي د هر ډول خطر مخ نوي کوي داسې ملکونه سوکاله پرمخ تللې او ولس يې په کراره او آرامه ژوند کوي او دوي په ښه چاپيريال کښې ژوند کوى.
د بده مرغه د څو کلو څخه د پاکستان د يوي داسې جګړي سره مخامخ دي چي يو دښمن يې هم و ولس ته نه ښکاره کيږي خو په دا ډول ناترسه او ظلمانه بريدونه کوي چاودني کوي چي په يوه وار کړي په لساو وګړي په کښې ووژل شې او په ډېر لوئي شمير په کښې ژوبل کيږي څوني ماڼي زيان و خلګو او حکومت زيان کيږي دهغه خو شميرنه کيږي دهغه جګړه چي پاکستان د څو کلو څخه به کښې راګير دي لاس د ملک هر وګړي يې په داسې روحي او نفسياتي ناروغي کښې اچولي دي چي يو وګړي هم ځان خوندي نه شميري او دوي په بې باوري کښې ژوند کوي د دهغه اوږدي مودي څخه روانه جګړه کښې نه لوئي ښارونه خوندي دي نه وړوکي ښار نه کلي او ښار ګوټي بلکې اوس خو لوئى لاري هم خوندي نه دي په لوئى لارو د خلګو ښکول وژل موټران ځيني تښتول آن دا چي د ډاکټرانو و کبلو و سوداګرو پوهانو سوداګرو د پيسو دپاره پرامته کول اوس يوه عام خبره ده ددي د څنګه نوري ډيري لانجي دي چي ملک او ولس ورسره مخامخ دي خو تر ټولو لوئي چيلنج او پيښه دهغه چاودني دي چي په پټه هر ځائي کيږي که د دا اوږده ناورين پيښې موږ و ګورونو دا به راته څرګند شې چي نه د پنجاب نه سيندنه بلوچستان د دهغه ناورين څخه خوندي پاته شوي کراچۍ، کوئټه، پيښور هغه ښارونه دي چي د عام وګړو په وينو هر ځائي ککړدي چي په زراو وګړي په کښې وژل شوي ژوبل شوي دي او زياتره عام وګړي په کښې راګير شوي دي خو دا باور اوس څوک نه کوي چي دهغه ناورين کله هم د منځ څخه تلي شى....؟
تر ټولو لوئى ناورين چي په خيبرپښتونخوا د لس د ولس کاله څخه په مخه کړي دي په هغه باندي د پاکستان نور خلګه بلکې تر ټولو زياته نړۍ وال ورته غاښ په ګوته دي داسې ورځ او اونى نه تيريڼي چي د خيبرپښتونخوا په يوه نه يوه ښار کښې ځان وژونکي بمي چاودنى نه کيږي يا دي په دولتي ځواکو بندي خانو بريدونه کيږي او تراوسه په سوونو بريدونه د خيبرپښتونخوا کښې شوي دي چي ژوندي بيلګه يې په روانه اونى کښې د عيسويانو په کليسا د دوو ځان وژونکو په يوه وار ځان الوځولول دوي ورځي د مخه په چارسده کښې په يوه سواري موټر کښې ايښوول شو توکو چاودنه او بيا په قصه خوانى پيښور کښې د پرون چاودنه چي په درې پيښو کښې نزدي دوه سوه وګړي وژل شوي او تردي زياته ژوبل شوي دي په قبائيلي سيمو کښې څه روان دي کومي ډله ايزه جګړى چاودني او د عام وګړو او قامى مشرانو وژني او ډراون بريدونه او داسې ناخوالي دي چي په هر وګړي تېريږي عجبه خبره خو داده چي د هري پيښې پړه او مسئوليت ځانګړي ډلي په غاړه اخلي خو نه حکومت څه وس په رسيږي نه هغه پښتنى جرګي چي هر لانجه به اواريدله دهغه جګړه والو د پښتنو هغه جرګي هم د خپلو بريدونو د کبله د منځ څخه يووړي او د پښتنو مشرانو مرګونه هم د دهغه اورپکو د خواڅخه وشوي او د دوي هر څه يې وروران کړي دي د دهغه اوږدي جګړي څخه نه جمات خوندي دي نه جنازه خوندي ده نه جرګه او نه روغتون بازار او کور او ښوونځي او کور او دفتر خوندي دي په خيبرپښتونخوا اوس د اوسيدو ځائي نه دي پاته که هغه هر څوک دي وي چي دهغه ناورين د مخ نوي دپاره حکومت بشپړه بي وسه او بې بسه ښکاره کيږي اوس خو ډېر خلګه دا وائي چي خيبرپښتونخوا ولي دا ور په لمبو کښې سوځل کيږي په نورو ايالتو او صوبو کښې ودي ته ورته پيښې کيږي که هغه د خيبرپښتونخوا و قبائيلي سيمو د چاودنو او وراني سره پرتله شي نو هغه به وړو کښې د مالګي برابر دي خو کراچۍ، کوئټه هم دوران کارو د ناخوالو او جنايت کاري څخه نه دي ځغورلي خو په خيبرپښتونخوا او قبائيلو کښې چي دهغه وران کارو د مخ سړي ووژل هغه د چا څخه نه شې ايريدلي که هغه سياست مداران وو که مذهبي علماء پوهان او دانشوران ډاکټران د پوليس وګړي او ډېر نور په خيبرپښتونخوا کښې تر ټولو د مخه هغه وخت دهغه بې سره جګړه پيل شوه کله چي په بشپړه سوات، بونير او نور سيمو کښې د طالبانو په نامه په زراو جنګياليانو سر راپورته کړي او دهغه سيمه يې د کوتک په زور تر خپل واک لاندي د راوستلو هڅه يې وکړي د سوات څخه نزدې ديش لکه وګړي د پيښور، مردان او نورو ښاروو خواته په بيړه مخه کړه او دهغه ټول خلګه بيله د څه جواز بې کوره شول چي څومره خواري په دوي تيري شوي خو بيا د پاکستان پوځي ځواکو د دهغه جنګيالانو په ضد جنګي عمليات وکړو چي دوي په شاوتمبول شول که چيري پوځي ځواکو د دهغه جنګياليانو د نيولو يا تير لير تښتولي وي نو کيدي شوي چي د دوي زور مات شوي وي خو هغه وخت دا کارونه شو چي دوي په چاودنو ځان وژونکو بريدونو او په نورو ناوړو چارو لاس پوري کړي چي تراوسه يې په زراو وګړي ووژل يا ژوبل کړل چي تراوسه روان دي او هر د پيښور او خيبرپښتونخوا خلګه جنازي وړي چي دوي اوس په جنازو وړلو ستړي شوي دي چي ددي بيلګه د تيري اوني ناوړه پيښي دي او ددي سره سره چي حکومت که مرکزي او ايالتي حکومت پټه خوله ناست دي او دوي داسي څه لاره نه شې خوړولي چي څه وکول شى..؟
اوس پوښتنه داده چي وران کار به هم دهغه چاودني بريدونه وژني او ګډوډي ته دوام ورکوي خلګه به هم داسې وژل کيږي او دا پوښتنه به نه کيږي لس پنځلس ورځي د مخه يوه ټول ګوندي غونډه وشوه چي لومړي وزير ته دا واک ورکړي چي دوي د طالبانو سره د خبرواترو هڅي وکړي خو د دوو اونيو تيريدو وروسته تراوسه دا نه دي څرګنده چي مخالف لوري خبرواترو ته تيار هم دي که يا..؟ که دوي خبرواترو ته تيار وي نو د هغه ځان وژونکي چاودني به ولي کولي ولي به په لساو او سلاو وګړي وژل کيدي او ژوبل کيدي دهغه ټول ګوندي غونډي د خبرواترو د پيل کيدو د مخه يوه غوښتنه او شرط نه شو ورته وړاندي که دهغه ټول ګوندي غونډي دهغه يوه غوښتنه او شرط هم ايښي وي چي د پاکستان حکومت ودي ته تيار دي خو په کاردي چي جنګ بنديځ وشي او کومي چاودني چي طالبان کوي هغه دي ودروي تر هغه وخته چي خبري اتري پيل کيږي او بيا چي د خبرواترو هر پايله راووته دهغه وروسته به هر اړخ خپل کار کوي که دهغه غوښتنه ټول ګوندي غونډو لخوا د طالبانو څخه شوي وي او طالبانو منلې وي نو نن به دهغه په لساو وګړو وژنه او ژوبله نه رامخ ته کيدي او د حکومت د څنګه به ولس و زړه ته هم دا لويدلي وي چي هو د سولي و خبرواترو ته دواړي خواوي تيار دي دا څنګه د سولي د خبرواترو هڅي دي چي يوه خوا چاودني ځان وژونکي بريدونه کوي او په ملک کښې ګډوډي جوړه وي خو بله خوا لاس په لاس ناست عام وګړي په سرووينو کښې رواني لامبو وي ګوري دا خو خلګه نور شکمن کوى..؟
متل دي چي مځکه هغه سوځي چې اور په بل وى، هر ورځ په لساو ماشومان ښځي سړي او نور زيانونه و خلګو ته رسيږي خو حکومت چارواکي سياسي مشران مذهبي مشران بيله ددي چي د شوو پيښو غندنه وکړي نور دوي په دهغه اوږده جګړه کښې څه کړي دي..؟ خو دوي دي دهغه چا څخه پوښتنه وکړي چي مړي يې د دهغه ناورين څخه په بد حال او غير بشري حالت کښې د دوي کورو ته ور وړل کيږي او بې شميري ژوبل کيږي او د دوي په حال هيڅوک ځان ته خبر وي مرکزي حکومت وائي چي دا دنده د خيبرپښتونخوا د حکومت ده او د خيبر پښتونخوا حکومت وائي چي دا د مرکز کاردي خو دهغه ګوندونه چي دوي دا وخت په مرکزي او ايالتي حکومت کښې ناست دي دوي د ټولټاکنو او انتخاباتو د مخه پښتونخوا د خلګو کولي خو د کله څخه چي دهغه نوي مرکزي او ايالتي
حکومتونه راغلي دي په خيبر پښتو نخوا کښې ځان وژونکي بريدونه چاودني او تشدد نور زيات شوي دي په کاردي چي مسلم ليګ(ن) تحريک انصاف، جماعت اسلامى او دافتاب شيرپاو ګوند و ولس ته جواب ورکړى..
