لومړي انګريز افغان جګړه
لومړي انګريز افغان جګړه(AUCKAND FOLLY) ورته ويل کيږي دهغه جګړه د برتانيه دايسټ انډياکمپني او افغانستان ترمنځ د ۱۸۲۹ء څخه تې ۱۸۴۲کال پوري دوام وکړي چي پايله يې د ۴۵۰۰برتانوي پوځيانو د څنګه هند ځواکو خپل ژوند دلاسه ورکړي جمع دولس زره د دوي د کيمپ ساتونکو چي دافغان جنګي قبائيلو لخوا ووژل شوپ د لوئي لوبى تر ټولو لويه او لومړي ښتنه وه چي په نو لسمه پيړي د قدرت دسيالي دپاره وشو چي په آسياباندي خپل واک ټينګ کړي چي د برتانويانو او دروسانو ترمنځ روان وو.
په ۱۸۳۰کال کښې برتانوي امپراتوري هند کښې منګولي ښخي کړي وي په ۱۹۳۷کال کښې ښاغلي لارډ پامرسټان او ښاغلي هوب هاؤس په دي ويره کښې ولويدو چي په افغانستان کښې ګډوډي جوړه نه شي او دسيندد څنګه سهکانو ودي کونکي حکمراني په شمال کښې حالات داسي بڼه خپله نه کړي چي روس مداخله يا ديرغل سوب وګرځي او بيا افغانستان دلاري وهندته راورسيږي ولي چي د روس امپراتوري وروورو خپل لاسونه ترمنځي آسياته غرول چي دهغه پرمختياچي وسويل ته اوږديدي شوه دبرتايني په هند کښې وخپلي کمپني(BRITISH CO) ته يو خطر حوړيدي شوي برتانويانو يو پلاوي و کابل ته واستوي چي دافغانستان دواکمن امير دوست محمدخان سره د رويې په ضد يو تړون وکړي.
امير دوست محمدخان اوس اوس خپله دويمه پلازمنه دلاسه ورکړي وه چي دسهکانو د حکمرانانو لخوا نيول شوي وه او ده اوس غوښتو چي دانګرانو په مرسته پلازمنه پيښور بيرته ترلاسه کړي خو انګريزانو دانه غوښتو کله چي ګورنر جنرال ښاغلي لار ډاکلنيډ په دي خبر شو چي يوه روسي پلاوي کابل ته رارسيدلي دي چي کيدي شي امير دوست محمدخان دمرستي دپاره وروسانو ته موخه وکړي دده سياسي صلاکارانو هم داسي اندينښه ده ته څرګنده کړه انګريزان د روسانو لخوا په هند کښې دلاس وهني څخه وويريدل ولي چي وافغانستان ته دوي دراتلو څخه به روسانو يو ګام مخ ته راشي خو دروسانو او افغانانو ترمنځ خبري اتري په ۱۸۳۸ء عيسوي کال کښې بريالي نه شوي پارس(ايران) او روسانو په ګډه دهرات ناکه بندي وکړه په کال ۱۸۳۸کښې خو دوي بيرته په شاشول کله چي برتاينې دجګړي تړي ورکړه روس غوښتو چي خپل شتون په آسياکښې ولري ددي دپاره روس د فارس ايران سره تړون وکړي چي دافغانستان سره خپلي لانجي اواري کړي لکه دا چي فارس سفويانو دا داوه راو اخسته چي د کال ۱۷۰۹دمخه هرات د دوي بشپړه لاس پوڅي وي نو برتانويا نو د ځان دپاره شاه شجاع خوښ کړي شجاع دراني ديوه حکمران په حيث دافغانستان دحکمران په حيث ستون شي.
خو دانګريزانو دتګ لاره او پلان سره سم هم هغه وخت ښاغلي ښاغلي لارډ ګلينډ دشلمه چي داکتوبر ۱۸۳۸ءْ کښې رابر سيره کړه چي دوي دلاري برتاينه کولي شوي چي په افغانستان کښې لاس وهنه وکړي په لوزنامه يا ياداشت کښې راغلي وو چي دهندد ښيګڼي او سلامتياپه خاطر چي برتاينه کولي شي چي په خپلولويديځو سرحد وباندي ګامونه پورته کړي برتانويانو غوښتو چي په افغانستان کښې داسي حکمران وي چي بشپړه د دوي لاس پوڅي وي په شمله لوزنامه کښې دا راغلي وو چي برتانوي ځواکو به وخت دافغانستان څڅه ستانه شي چي شاه شجاع دافغانستان وواکمني ته ورسوي دشاه شجاع بشپړه واګي به دانګريزانو په واک کښې وي او برتانيه به قبائيلي مشران او نوري ډلي په دي راولي چي شجاع بشپړه واګي به دانګريزانو په واک کښې وي او برتانيه به قبائيلي مشران او نوري ډلي په دي راولي چي شجاع دراني ملاتړ وکړي دوي به په دي بدل کړي پيسى ورکړي خو برتايني داخبره ايره کړي وه چي دوي افغانستان فتح کوي او دوي داجواز وړاندي کوي چي شاه شجاع په حکومت باندي راولي چي دباندنيانو دلاس وهلو مخ نوي وکړي هم دهغه خبره وه چي برتايني دا هڅه کوله چي دبرتاينې لاس پوڅي حکمران رامخ ته کړي چي د روس مخ نوي په وکړي ولي چي روس يو لوئي ځواک دي چي وهندته او د هند شمال لويديځ سرحدته خطر دي دبرتاينې په افغانستان کښې دهندد ځواکو په مرسته بريداو دغزنى جګړه د ۲۱زره پوځى ځواک چي دبرتاينې او هند په سپاهيانو ولاړوو چي سرلښکر يې ښاغلي جان کين وو دپنجاب څخه په کال ۱۸۲۸ء کښې تياري وکړي د دوي سره ښاغلي وليم اۍ ميکنټن هم وو چي په کابل کښې دبرتاينې لوئي استاځى ټاکل شوي وو د مارچ ۱۸۳۹کال کښې برتانوي ځواکونه دبولان دري څخه تير او افغان ښار کوټي ته ورسيدو او د کابل په لور روان شول دوي دريګو د جګو جګو غرو او درولاره غوره کړه او په برياليتوب مخ په وړاندي روان او په ۲۵م اپريل کال ۱۸۳۹او کندهار ته ورسيدو په ۲۲م جولائي کال ۱۹۲۹يې آمدامه په غزني بريدوکړي او غزني يې ونيوي چي وخيبر پښتونخوا ته درسيدو لاره آسانه شوه افغانان وشاته شول او برتانيه په آسانه دښارو ورته و دريدو په دي بريد کښې دوي دوه سوي پوځيان دلاسه ورکړو چي ټپيان هم په کښې وو افغانانو ۵سوه وګړي ووژل شول او ۱۶سوه ژوبل يا ونيول شول غزني برتانوي ځواکو ته لاره اواره کړه چي دوي مخ په وړاندي ولاړ شي هم په دي ترڅ کښې برتانو يانوبل برياليتوب وموندي چي دوي امير دوست محمدخان ته ماته ورکړه چي د ځواکو سرلښکري دده يوه ځوي کوله دوست محمدخان دخپلو نزدوپلويانو سره باميانو ته ورسيدي چي بخارا ته نز دي دي په اګست ۱۸۳۹ء کال چي شاه شجاع نز دي ديش کاله وروسته به د کابل تاج په ورسر کړي په ۱۳م نومبر ۱۸۳۹ء کال دهند په لوري لاره دممئي ته لاره تربريد لاندي شوه چي بلوڅ قبائيلي خلګو چي برتانوي ځواکونه تر بريد لاندي راوستو چي دوي دبولان د دري څخه تيريدل او په لارو پرتو افغانانو هم پاڅون وکړي زياتره برتانوي ځواکو بيرته دهندوخواته وګرځيدل چي ډېر ژر دا څرګنده شوه چي دشاه شجاع حکومت د ډېر زياتو برتانوي ځواکو دملاتړ په چپه حکومت دوام نه شي کوي افغانانو دبرتانوي ځواکو په ضد کرکه او د شاه شجاع د حکومت کلک مخالفت ته راووتو چي کله برتانويان دخپلو فتوحاثو څخه ډاډه شول نو ښاغلي وليم اۍ ميګناتڼن وخپلو سپاهيانو ته اجازه ورکړه چي دوي خپلي کورني افغانستان ته راوستي شي چي دا ډول برتاني ځواکونه ډاډمن شي امير دوست محمدخان بيځاپه په برتانوي ځواکونو او هغه افغانانو چي د دوي لاس پوځوبريد وکړي خو ماته يې و خوړله ونيول او ته جلا وطن شو وهند ته په ۱۸۴۰ء کال کښې په دا وخت کښې انګريزانو دبالاهارکلا خوشي کړه او د کابل په شمال خيتځ کښې نز دي جوړه کړه چي د جګو جګو غرو په منځ کښې وه دهغه ډېره لويه کلا او چهاوڼي چي په ځائي په ځائي شوو ځواکونو دپاره ډېره لويه وه په داسي حال کښې چي په بدحال کښې دوي خپله ساتنه او دفاع کوله خو په درې سوه ګزه د دوي دوسلو او نورو توکو د زلرمي ځايونه جوړ وو د لوئي کرار ګاه او چهاوڼي څخه.
داپريل او اکتوبر کال ۱۸۱۴ترمنځ کښې افغان قبائيلو امير دوست محمدخان د ځوي په ملاتړ کښې ودريد و. دامير ځوى په ملاتړ کښې دباميانو څخه نيولي شمال او دهندوکش پوري اوسيدونکو افغانان په کلکه ودريدو د خپلو مشرانو په مشري کښې لکه مسجدي خان او نور نوموړو داکبر خان په ملاتړ کښې راو پاڅيدو په هم دهغه کال کښې يو انګريز لوړ پوړي او دده ملګري افغانان ووژل سر اليکنډدبرنز په کابل کښې دافغانانو ديوي ډلي خوا څخه دوژلو سره برتانويان په دي پيښه باندي څه غبرګون نه کړي ښکاره چي دوي نور ډاډه شول و برتانويانو ته هغه وخت ستونځي رامخ ته شوي چي کله په ۹م نومبر دافغانانو د دوي دتوکو درسولو لاره وتړله چي په کابل کښې دهغه زيرمه شوي وو په دهغه ورځو کښې انګريزانو داکبر خان دخبرواترو هڅي وکړي ښاغلي ميګنټن په سپټه و اکبر خان ته مشر جوړ کړي په دي شرط چي برتانوي ځواکو ته به اجازه ورکوي چي په افغانستان کښې پاته وي او د ډېرو زياتو روپو ورکو وړانديځ يې هم ورته وکړي چي څوک دي ووژني خو ددي وڅنګه ته ښاغلي ميکنړن داکبر خان سره د کابل وکراه ګاه او چهاوڼى ته نز دي دوه په دوه خبري سره وکړي دا د دسمبر ۲۳م وه خو ښاغلي ميکنډن او دده سره درې انګريز افسران داکبر خان لخوا برامته کړل شول او بيا ووژل شول دښاغلي ميلګيټن مړي د کابل په کوڅو کښې کش او وګرځول شو نه يواځي د کابل په ښار کښې بلکي د کابل په کوڅو کښې ښاغلي الپنسټن واک دلاسه ورکړي او دده ودندي ته کلک زيان ورسيدمي.
دبټلر لخوا دمرستيال ډاکټر(سرجن) ډاکټر وليم برائيډن په ۱۳جنوري و جلال آباد ته په رارسيدو ځانګړي ليک کړي دي په لومړي جنوري ۱۸۴۲ء کال ښاغلي القټن په دي فکر کښې شو چي څه نه څه وکړي چي هغه خوار ځواکونه چي د ځان دځخورني په حال کښې دي او و کابل ته نز دي په کرار ګاه او چهاوني کښې پراته دي په خوندي ډول راوباسي چي ديوي پريکړي سر سم دپنځه ورځي وروسته دوي دافغانستان څخه وتل پيل کړو دبرتانوي سړيو شمېر ۱۶۵۰۰وو چي په دوي کښې ۴۵۰۰پوځيان وو او ۱۲۰۰۰نور ورسره مله وو په پوځيانو کښې زياتره دهندي يونټو څڅه وو او يوه ټولکى چي پياده وو برتانوي وو چي ۴۴رجمنټ ورته ويل کيدل خو دوي دغزني دسرتيروتر بريد لاندي شول کله چي دوي تر وارو لاندي د درو څخه تيريدل دهغه ځواکونه په لويه کچه ووژل شول چي کله دوي د کابل څخه لاندي په ۴۸کلو ميټري کښې چي د کابل سيندسره د کابل او ګنډمک څخه تر جلال آباد پوري دوي ځپل کيدل چي ځانونه د جلال آباد پوئى کرار ګاه پوري ورسيږي خو د دوي ځواکونه وژل کيدل او لښر کيدل آن دا چي تر ۴۰پوري دپاثو شمېره ورسيدله دهغه وخته چي دوي دکابل څخه را روان شوي وو چي وروسته او د ډېر لږ خوراک سره په اونيو وخت تيروي د دوي څخه څه د ذکروړ وسلي هم نه وي بيله د څوتو کچنچو او تورو پاته ۴۴ووژل شول خو يو سرجن فئير کيپټن جميز او ۷ سپاهيان چي هغه هم ونيول شول خو يواځي چي څوک و جلال آباد ته ورسيدي هغه ډاکټر وليم برائيډن وو.
دهغه بريدونه نه يواځي د کابل پوځي ټولګي ياګريزن روانى وي بلکي په افغانستان کښې چي چيري هم برتانوي ځواکونه وو د افغانانو تر بريدلاندي راغلي وو چي په هغه کښې دکندهار پوځيان وو چي برتانيې تر ټولو زيات ځائي په ځائي کړي وو په جلال آباد کښې هم دوي ځائي په ځائي وو چي د کابل څخه رااستولي وو په غزني کښې دوي د طوفان سره مخامخ شوي وو خو په ځينو ځايو کښې برتانوي ځواکونه تر هغه وخته پراته وو چي ودوي ته دهندڅخه پوځى کمک او مرسته راورسيده دا کال ۱۸۴۲ء سپرلي مياشت وه خو اکبر خان جلال آباد ته نز دي ماته و خوړله او بياانګريز دپريکړه او پلان جوړ کړي چي کابل بيرته لاندي کړي او خپل زورښائي خو په دا وخت دلندن په حکومت کښې بدلون راغلي.
محمد نعيم کاکړ
