اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

ټولټاکنى دولس امتحان وي

ځينې ډلۍ ټپلي چي نه شي کولي چي دولس درايو د لاري حکومتي چاري ترلاسه کړي نو دوي بيا دزوره او کوتک څخه کاراخلي خو دبده مرغه دهغه ډول ګوندو نه په دي ونه توانيږي چي ولس په ځان را ټول کړي خو دهغه هم دجريانتيا خبره ده چي دهغه ډلي او ګوندونه داسلام په سپيڅلي نامه سياست کوي او ګوندو نه يې داسلام په نامه نومولي دي لکه جمات اسلامي حزب اسلامي جمعيت العلماء اسلام او نوري که په پاکستان کښې موږ د جمات اسلامي تاريخ راوخوالو په رسنېو او ميډيا کښې ډېره برسيني خو که چي په پاکستان کښې هم ټاکني شوي دي دوي په ولسي جرګي(قومي اسمبلى) کښې د دروڅلور څوکيو څخه زياته نه دي ترلاسه کړي هم دا ډول دپاکستان جمعيت العلماء اسلام دي چي دوي تر جمات اسلامي زياته څوکي په ولسي جرګي او ايالتي اسمبلي کښې ترلاسه کوي خو بيا هم داسلام په سپيڅلي نامه چي دوي سياست کوي په کار وو چي دنورو ګوند په پرتله يې زياته څوکي ترلاسه کولي خو دجمعيت تر جمات اسلامي په پرتله يې زياته څوکي ترلاسه کولي خو دجمعيت تر جمات اسلامي په پرتله زياته څوکي لاس ته راوړنه هم ددي کبله ده چي دوي دمذهبي نوم په خپل ګوند ايښي دي او داسلام خبري هم کوي خو په عمل کښې دد هغه ګوند او غير مذهبى سياسي ګوندو په سياست کښې د سره څه توپيرنه ښکاره کيږي او داخبره هم دحريانياوړ ده چي ددهغه يادوشوو په ګډون نور داسلام په نوم سياست کونکي داسمبليو څوکي يواځي او يواځي په پښتون ميشته سيمو کښې ترلاسه کوي په پاته پاکستان کښې دوي کله هم د خپل سياست په نامه ديوه دوي څوکى په چپه دوي نوري نه دي ليدلي خو چي کله د پښتانه دچارو او ناخوالو په اړه د دوي سره خبره کيږي نو د دوي ځواب وي چي دوي ګټه داسلام په نامه کړي ده او دوي نه شي کولي چي پښتانه خبره وکړي پاته شوله په افغانستان کښې دمذهبى ګوندو خبره نو د طالبانو او دحزب اسلامي په چپه نوري داسلام په نامه جوړ ګوندو هر وخت دپخواوارو ددي واره هم په ټولټاکنوکښې برخه اخلي دخپلو خلګو استاځيتوب کوي دکومو سيمو څخه چي دوي ټاکل کيږي هغه دپرمختياپه لور رواني دي خلګه په امنيت او کراري کښې ژوند کوي او مخ په وړاندي ځي پاته شوي هغه سيمي چي د طالبانو او دحزب اسلامي اغيزي په ولس ليدل کيږي په هغه باندي موږ څه چي ټوله نړۍ خيره ده دوي په دهغه اوږد جګړو کښې څه لاس ته را وړي دي ددي ځواب اولس ته هم دوي ورکوي دانه چي د دوي مخالفت کيږي چي دباندنيانو په ضد يې مبارزه پيل کړي ده خو ددي مطلب دا هم نه دي چي څوک دي خپل کور خپل ښوونځي خپل روغتون خپل څړک او خپلي ودالي وراني کړي او خپل ساداره او بى ګناه وګړي دي په چاودنو کښې ووژني که چيري دوي دا کار نه کوي نو په کار چي خپل سپناوي و خپل خوار ولس ته وکړي يا هغه څوک چي په هيواد کښې کوي هغه په ګوته کړي خو دايوه خبره څرګنده شوي ده چي ولس او وژني تشدد نور نه غواړي چي ددي سپناوي دمخه م شوي دي او اوس او اوس هم څرګنديږي چي دولس وټولټاکنو ته څومره ليواله دي خو دايوه خبره په کار دي چي ايره نه شي چي وخت او تاريخ و چاته نه درسږي او که په راوان وخت کښې باندنيانو او ځيني کورنيو کړيو دهيواد سره يا دولس سره هر څه وکړو ددي مسؤليت به هم په هغه چاوي څوک چي دوخت پيژندنه او په غوښتنه ځان نه خبر وي او ود يوال ته سرنيولي وي که هم هغه وخت دهغه ډلو دهيواد د نورو ګوندو وارو دسياست څخه کار اخستي وي نو به دوي تت دولسمشر څوکي ته هم رسيدلي وي هم به په واسي جرګي کښې دومره څوکي ترلاسه کړي وي چي خپل هدف ته ځان رسولي وي او ددي دڅنګه به نه د دوي خپل ملګري او نور افغانان دمرګ په لور روان کړي وي.

رښتيا خبره دا ده چي دافغانستان نز دي سپږ مياشتي وروسته را روان ټولټاکني ډېر لوئي ارزښت او ما غوښتو چي دهغه ليک هم په دهغه سرخط راوګرځوم خو په افغانستان کښې چي دتيرو پنځه ديش کلو په ځانګړي ډول دتيرولسو د وولس کلو کښې چي کوم ناورين په دي هيواد اولس چي تيرشو هغه نه شي ايريدلي ولي چي په وخت کښې چي دهيواد د بيارغوني کار روان وي او بله خواته دولس عام وژنه روانه وي نو هر وګړي ته داسوچ لويږي چي دا کوم چم او بهير دي چي وداني دي هم کوي او وراني دي هم کوي نو ځکه چي يوي څوک دافکر کوي چي دوست او ملګري څوک دي؟ او دښمن څوک دي او بيا چي پخپله يو څوک خپل هيواد ورانوي خپل خلګه هم وژني او بيا ددهغه پړه په غاړه هماخلي او داهم ورته څرګنده وي چي و قام (پښتون) ته څومره زيان رسيږي او رسيدلي دي؟ او دهغه قام په وارو وارو دد هغه ناورينو څڅه تيريږي خو پايله يې بيرته په صفر باندي درسيږي؟ خو بيرته هم په هغه لاره روان وي چي وارو وارو په هغه باندي تير شوي وي او په دي هم خبر وي چي دګټي په ځائي د زيان احتمال ډېر دي نو ځکه چي د راروان ټولټاکنو ارزښت او اهميت شاته نه شي اچولي او پوه خلګه هغه څوک وي چي په را روان وخت او صباته جوخت وي او داسي چاري ورته ونيسې چي خپل هيواد خپل ولس او خپل قوم ته د زيان په ځائي ګټه وروسوي.

د اپريل ۲۰۱۴ء کښې به دولسمشري او ايالتي شوراګانو ټولټاکني کيږي هم په دهغه کال کښې به باندني ځواکو نه به دافغانستان څخه ستانه کيږي دولسمشر په څوکي به څوک کښينې په دي اړه خو اوس څه نه شي ويل کيدي خو څوک چي دي څوکي ته وټاکل شي دهغه ومخ ته به ډيري تاريخي پيښي او پريکړي راځي چي هغه به هم دهغه د پوهي سره اړه لري دټولو دمخه به دتوري کرښي لانجه رامخ ته کيږي دباندنيو ځواکو دوتلو وروسته چي ګاونډيان د کومي موقعه په لټون کښې دي په هغه باندي هم سترګي يو افغان نه شي پټولي ددي سره سره چي افغانستان د ډېر ځاني زيانونو دڅنګه پرمختياهم کړي دي او يو نوي ځوان کهول رامخ ته شوي دي خوداسي انديښني هم شته چي داسي نه وي چي دنوي ايمى(۹۰م) خو نړۍ پيښي بياراغبرګي شي او افغانستان ديوي بلي کورني جګړي سره مخامخ نه شي چي دا به ډېر لوئي خطر رامخ ته کړي چي يو بل ګاونډي ددي څخه ګټهخ وانخلي که څه هم ددي خبري احتمال ډېر لږ دي خو نړۍ والي رسني ودي ته ډېر بادورکوي لکه وړاندي چي وويل شول چي څوک خپل دي او څوک بل دي په دي ډېر خلګه نه پوهيږي خو داخبره څرګنده ده چي خپل اويل نه شه بلکي دګټو خبره ده ګاونډيانو او نورو دخپلو ګټو دپاره د بيلو بيلو لارو پنګه ونه ړي ده او ډېر لاس پوځي په هيواد کښې موندلي دي دهغه نه پخوا په کراره ناست وو نه داخت په کراره دي دوي و خپل وارته ګوري خو يوه بد مرغي په هيواد کښې بله هم شته چي په ډېرولو يو خبرو او چارو باندي د نظر توپير موجود دي دهيواد په لويو چارو باندي هر ډله خپل دريځ او تګ لاره لري آن دا چي ډېر لوړ پوړي او ډلي دنورو دپاره کار کوي ددي سره سره چي په ډېر زور او پټه داکار روان دي چي لږکي په ډېر کيو باندي په هر ډګر کښې مخ ته يو شي نوي هم ډيري انديښي دي چي ډېره ګټه په داسي حال کښې ترلاسه کوي چي ميدان چغالي وي که هغه باندنيان وي ياکه کورنيان او ګاونډيان ولي نه وي پښتانه افغانان ددهغه درو سره وو څخه ډېر ځوريدلي په کار دي چي دڅه وخت دپاره د ځان سره فکر وکړي بل څوک ونه ځپي بلکي ځان د پل د ځلګولو څخه خپل خلګه وځغوري د ټولي نړۍ سره دجګړي په ځائي دسياست لاره خپله کړي.

دافغانستان د ځوان کهول څخه ډېره هيله کيږي که دوي په بشپړه ډول پخپلو کښې سره يو شول او دتيرو ناخوالو څخه زده کړه وکړه او يو داسي څوک يې خپل ولسمشر وټاکي چي دهغه تير کردار اوريکار ډراعن نه وي يواځي د خپل هيواد او د خپل ملت غم ورسره وي ياتوره او زړو وروي د خپ ولس باندي تر هر چا زياته باور لري دنړۍ په سياست پوه وي دچاتر فشار لاندي نه راتلي او هغه پريکړي په خپل سرنه کاوي بلکي دولس و پريکړو ته غوږ ايږ دي دافغانستان په ټولټاکنو کښې تر ټولو زياته خطرو ډېر کيو پښتنو دي په کار دي چي داښتيا تر غاښ لاندي و نه شي نه پښتانه يو وار بيا د مصلحت ښکار شي په دهغه ۳۵کاله جګړه کښې د تر ټولو زيات دوي وژل شوي ا ژوبل شوي او دناورين سره مخامخ شوي دي خو دبده مرغه نه دوي خپله خبره او مقدمه تر نړۍ او ترولسونه رسولي ده بلکي بائيلات يې کړي دي او په ځوړ روان دي او يوه بله بدمرغي دا ده چي دوي پښتني ډلي اوس هم په جګړه بوخت دي دوي دحالاتو او دهيوادو چارو ته د سره څخه نه ګوري هم دهغه يو اړخيړه سياست دي چي نن بشپړه قام د تاريخ په اوږدو کښې دناخوالو سره مخامخ کړي دي په وارو وارو موقع په لاس ورغلي دي خو ګټه نه دترلاسه کړي بلکي هر وخت د زيان سره مخامخ شوي دي په راروانو دولسمشري ټولټاکنو کښې چي هر څوک بريالۍ کيږي په دواړو سترګو خو څوک ولسمشر راځي دافغانانو خودي دومره باور باندي وي چي هغه به داسي پريکړي نه کوي چي هغه دتاريخ خاوري جغرافيه او دمقام په ضدنه وي نه به هغه څه کوي چي دنورو په لمسون دوي د ډېر کيو سره کړي دي چي غواړي چي دمنطق څخه دباندي پريکړي وکړي.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←