اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

په قامونو باندي هر ډول حالات راځي

محمد نعيم کاکړ

په قامونو باندى زوال هم راځي او واوج ته هم رسيږى خو هغه قامونه خپل وجود د برقرار ساتلې شي چي هغه تاريخ څخه زده کړي کوي ددي کبله د هغه ډول قامونه داهڅي کوي چي هغه بدي ورځي باندى راغبرګي نه شې دهغه د زوال او اوج دور کله کله ډېر وخت هم اخلي او کله کله ډېر ژر بدلون و خوري د نورو ملکو خبره نه کوم د افغانستان په اړ دومره ويلي شم چي ددې ملک داوج مهال ډېر لږ وي خو د خواريو مهال يې ډېر لنډوي خو په دي کښې د چاپيريال او جغرافيه هم ډېر لوئى ارزښت لري چي د افغانستان چاپيريال او جغرافيه هم داسې ده چي د هغه ملک او ددې اوسيدونکي زياتره د داسې ناخوالو سره مخامخ شوي دي خو افغانانو پښتنو هم د خپلو سرحدو څخه د باندي د نورو خاورو د نيولو هڅي کړي خو د باندنيانو لخوا په دهغه ټاټوبى بريدونه کړي دي خو دلته موږ ددهغه دواړو حالاتو پرتله نه سره کوو چي په افغانستان باندي ډېر يلغرونه شوي دي يا افغانانو په نورو تريلغل لاندي راغلي دي ددي علتونه څه دي او موږ ټول څنګه کوي شو چي باندنيان د خپلو سرحدو څخه ليري وساتو او ددې د څنګه داسې وړانديځونه و خپلو خلګو ته وړاندي کړو په هغه عمل وکړو او د هميش دپاره خپل ټاټوبى و ځغورو دا هم نه دي ځواب چي د پښتنو افغانانو جغرافيه داسې موقعيت يا کرار لري چي باندنيان ځموږ د خاوري څخه نه کښينې ددي څنګه افغانان پښتانه دومره پوه شوي او احساسه شوي دي چي دوي ور نه شې ځغملي چي ولس او خاوره يې د دهغه پرله پسې ناورين لاندي وي او د پوښتنې يې څوک نه وي نه خپله داسې لاره چاره يې سنجولي وي چي ولس د دمخه څخه د داسې ناخوالو دوي خبروي بلکې د خپله وسه داهڅه هم کوي چي د داسې راتلوکي پيښې مخ نوي وکړي بشپړه افغان پښتون چي دا وخت د کوم ناورين سره مخامخ دي په هغه ټوله نړۍ او خپله افغان پښتون ولس په پوه دي چي هم باندني لاعمل لري او هم کورني خو ځموږ د ناپوهي يا ځموږ د مشرانو د ناپوهي څخه موږ ونه کړل شوي چي لږ او ډېر د وسلي د لارې که نه شوي کيدي د وينا خو موږ خپل دريځ و نړيوالو ته وڅرګند کړي وي خو د بده مرغه د هري خواڅخه په موږ باندي يرغل وشو او موڅ څه ونه کړل شوي چي چغاري او بغاري وکړو چي ددې يوه بل علت هم دا وو چي موږ خپله په ډلو ډلو ويشل شوي يو او ټوله په ګډه يو دريځ موږ خپل ولس ته په دا ډېرو کلو کښې نه دي وړاندي کړي هره ډله ځان ته افغان واهي خو کوم زور ځواک چي ودي هيواد ته را داخل شې يو يې هر کلې کوي او بلې يې دښمني کوي نو په داسې حالت کښې موږ پړه په چا باندي واچوو خو دومره به ووايو چي پخوا هم د دهغه غيرتي خاوري ځغورنه ولس کړي وه او اوس به هم ولس کوي خو د ولس دنده او مسئوليت تر پخوا ډېر زيات شوي دي ولس به د هغه چا مخ نوي کوي چي هغه د خپلو خلګو او خاوري د ګټي په ځائى د ځان او لانجي دومره ډيري چي يو خبره کوي نوري په کښې راپورته شې خو ځموږ ددې ليک موخه داده چي څنګه هر پښتون افغان چي څومره يې وس وي دهغه خوار ولس او ټاټوبى د دهغه ناورين څخه را واستل شي پښتانه وائي چي څه ميرمن ګنده څه ميچن ګنده خو ددي وروسته بايد چي څوک ګنده دي هم هغه په ګوته شې ځما د خبري مطلب دادي چي دښمن وپيژند شي په دهغه تېرو پنځه ديش کلو څخه چي د پښتون افغان او دده د خاوري سره چي څومره بدوشو هغه په يوه وړوکي ليک يا په يوه کتاب کښې نه ختم کيږي دلته په زراو کتابونه د دهغه ۳۵ کلو په اوږدو کښې ليکل کيدي شې دلته هر ورځ يو کتاب ليکل کيدي شې ولي چي دلته په يوه ورځ هم دومره ډيري پيښي کيږي خوناښوني خو داده چي دهغه بهير د ختم کيدو نوم نه اخلي ولي چي يوه ورځ تر را رواني ورځي زياته ويرونکي وي ددې سره سره که د يوه بل قام او هيواد سره داسې شوي وي دهغه به څه حال وي په د اړه څه نه شې ويل کيدي خو افغانستان او افغانان د پخوا وارو يو ډول ماته ومنلو ته تيار نه دي او ځما په اند هم دهغه خبره ده چي باندنيان د هر څه د لرلو سره سره بيا هم په ويره کښې دى.

لکه وړاندي چي وويل شول چي نن هر افغان پښتون د پوهي او شعور خاوند شوي دي او کومه لوبه چي دهغه باندنيانو ګاونډيانو او د کوژرکوسيانو چي روانه کړي ده په هغه هر څوک پوه دي نه يواځي دا چي د دوي په چلن خبر دي بلکې ددهغه چلن د مخ نوي دپاره هم لاري چاري سنجوي او د وسلي او تشدد د لاري نه بلکې د خبرواترو د منطق د لاري موږ زياتره په دي پوه شوي يو چي د نړۍ والو ځموږ په اړه نه پخوانيت ښه ښکاره کيدي نه يې اوس نيت سم دي دوي وسلو په زور د تشدد د لاري خپل ټول وس وکړي چي دهغه خلګه د منځ څخه يوشي نو ځکه دوي د بى ۵۲ الوتکو د ګارولو د څنګه نورې داسې لاري چاري او د سيسي جوړي کړي چي دهغه ولس داسې و ځپل شي چي بيا سر راپورته نه کړي نو ځکه لومړى ښوونځي درباندي وتړل د سرسړي يې تر ووژل اقتصاد يې تر وران کړي د خلګو په منځ کښې کرکه وکرله د لويو لويو څوکيو څخه بيرته کړل اقتصاد يې پخپل لاس کښې تر څخه ونېوي تاريخ او ژبه او ښکلې او لرغوني دودودنه و کلتور يې تر بريد لاندي ياخوي ددې خپلو ارزښتونو څخه بيګانه کړو يا يې داسې چل تر جوړ کړي چي پښتون افغان تهره ګر او اورپکى دي او دا ولس د تشدد څخه په چپه بل څه نه پيژني لنډه دا چې ددي قام کوم هغه چلن ونه شو چي دده خاتمه به وکړي آن دا چي په ښوونځيو کښې ماشومانو ته د علم او زده کړو په ځائى د کلاشنکوف او د تشدد کتابونه او نصاب پ لاس کښې ورکړل شوي دي چي د پښتون افغان ماشوم بس په جګړه کښې بوخت وي او ځموږ لاس ودوي ته ورايله وي چي دوي ووژنو او د هر څه د سوشلزم کميونزم سرمايه داري او د اسلام په نامه ددې قام سره پخوا هم شوي وو او اوس هم کيږي خو د بده مرغه پښتانه افغانان په خپله په خپلو کښې دهغه دنده تر سره کوي او بيا چغاري هم وهي چي مړ شوم يوه کيسه موږ زياتره اوريدله چې يو شړي په لاري روان وو خپلې خائي يې ټينګى په دواړو لاسو کښې نيولي وي او په ژړه اخته وه يو بل سړي چي دده دا حال يې وليدي ږغ يې ور باندي وکړي چي بد مرغه دهغه څه چي دي په لاس کښې نيولي دي دهغه ايله کړه په موږ کښې هم په ډېرو دافساد شوي دي خدائي پاک دي وکړي چي موږ په دهغه لوبه ځان يوه کړو ځکه چي اوس ډيري خبري د لمر وارو څرګنده شي دي په کاردي چي موږ هر يو په دي باندي سوچ وکړو او د ځان څخه داسي پيل وکړو چي د دا ناورين څخه دهغه خپل ولس وباسو.

زه زياتره په رسنېو او ميډيا باندي ګورم چي ځموږ زياتر ليکوالان داسې ليک کوي چي ددې نن ورځي ناخوالي په نورو وراچوي او دا ګيلي کوي چي د موږ سره داسې وشو او داسې کيږي چا ويل چي د پښتون افغان سره ښه شوي دي خو په ځائي ددې چي خپل وخت په دهغه ګيلو او نيوکو باندي تېر کړو راشي چي د دهغه ناخوالو څخه د وتلو دپاره راجګ او بيداره شو دا څه چي ځموږ د قام سره کيږي او هر هغه چي خپله پوزه نه شې صفا کولي هغه هم داسې خبري کوي چي سړى ګوته په غاښ کښې ورته پاته شې خو دا خبره چي څوک کوي ددې وشاته هغه څوک يا هغه سوچ دي چي پښتون افغان ځپل غواړي چي ددې علت دادي چي په ګډه يو دريځ نه دي لرلى او دا هر څوک چي دا ناوړه عمل کوي هغه ته څرګنده ده چي په پښتون افغان کښې هغه توان نه شته نو ځکه دا وخت دي چي نور زيان ور ورسول شي ويل کيږي چي يوه ناواکه سړي يو زور ورسړي راپرځولي وو او لوړ په کښې ناست وو خو بيا يې هم په ژړا لرګي ايښي وي يو بل چا پوښتنه ځيني وکړه چي لوړ هم ته په کښې ناست يې او بيا هم په بغارو يې دي سړى ورته وويل چې په دي ژاړم چي دا سړى ما ايله کړي دي به د ما سره څه کوي پښتون افغان په رښتيا هم دا وخت تر ډير فشار لاندي دي خو ژوندي قام دي دا به ټول عمر په دهغه حالت کښې نه پاته کيږي يووار به بيا اوج ته رسيږي خو هغه وخت چي هر سړى د ځان سره داوتراشي چي ولي داسې راسره کيږي او څنګه د دهغه ناورين څخه دا خپل قام خلاصيدي او زما دنده څه ده...؟

په دي دومره بدو حالاتو کښې بيرته هم پښتون افغان خپل حواس دلاسه نه دي ورکړي او اوس هم هر وګړي او ټولنه د خپله وسه څه نه څه کوي چي دا ټوله سره يو لاس شي د لوئى څښتن څخه دا هيله لرو چي دهغه دوير چاپيريال به ختم شي ځموږ ليکوال شاعر مدني ټولني او داسې نور په خاوره مئينو د خله وسه دومره څه کړي دي چي ساري يې نه ليدل کيمي خو څومره پاته چي راغلي دي هغه ځموږ سياست مداران دي که هغه هر ځائي دي يا وو سياسي مشران او لارښودان هم ددې داره قامونه ساتي چي دوي په دهغه سي ناورين کښې قام او ولس د ناخوالو څخه وباسي او په داسې لاره ې روان کړي چي د ډېر زيان سره مخامخ نه شې خو د بده مرغه دهغه کهول په سلو کښې سل پاته راغلي دي رښتيا خبره داده چي ځموږ د هغه سياست مداران په سياست پوه نه دې که پوه هم دي غلي ناست دي او د مصلحت څخه کار اخلى...؟

لکه وړاندي چي وويل شول چي پښتون افغان په هر څه پوه دي او تر خپله وسه څه نه څه کوي لکه څنګه چي وويل شو چي ډېر مخالفين په دي هڅو کښې دي چي پښتون ماشوم د وسلي په چپه او تشدد په چپه به بل څه ونه پيژندل شې نو ځکه د ډېره وخته څخه په ښوونځي کښې هم په دي اړه زده کړي ورته کيږي او ددې د څنګه و ماشوم ته د لوبو دپاره توپک توکپنچه، کلاشنکوف او مائن په لاس کښې ورکول کيږي چي داوسه څخه دده خيال او فکر ودي خواته واړوي او تشدد ته يې تيار کړي خو بيرته هم په پښتون افغان ټولنه کښې داسې پوهان شته چي دوي دا هر څه احساس کړي دي نو ځکه چي په يوه وار په جلال آباد او پيښور کښې ځوانانو او رڼ اندو داسې ټولني جوړي کړي او وهغه دکانو ته ولاړو د دوي څخه خواست وکړي و وسلو ته وته د لوبو شيان دي نه پلوري داسې دوى د کورنيو سره هم وليدل او په دهغه زيان يې د ماشومانو مشران خبر کړو او خواست يې ځينى وکړي چي ماشومانو ته دي داسې د لوبو شيان نه راوړي چي هغه وسلو ته ورته وي هم دا ډول دوي پاڼي په دي اړه چاپ کړي او په خلګو کښې وويشلى هم په دي مناسبت د زيارت په ورځ په پيښور کښې يو لاريون وشو او بيا يوه غونډه وشوه چي داړونده سازمان مشرانو د مدني ټولنى استاځو سياسى ګوندو په کښې ګډون وکړي چي دوي په خپل ولس ږغ وکړي چي ماشومان د داسې لارو څخه راوګرځوي چي هغه د تشدد وي هم ودي ته ورته کار په افغانستان کښې روان دي چي دوى به نور پراخوى..

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←